تاند، چهار شنبه، د قوس ۶مه: د کندهار پولیسو په دغه ولایت کې د یو جومات ملا امام د یو اته کلن ماشوم د وژنې او پر هغه د جنسي تېري په جرم نیولی دی.
د کندهار د امنیه قومندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزی تاند ته پېښه تاییدوي او وايي، د سید احمد په نوم دغه ملا تېره شپه دا کار کړی او دوی نیولی دی.
د پولیسو لخوا په یو ویډیويي خپور کړي پیغام کې هم دغه ملا اقرار کړی چې په جومات کې ورسره په دیني زده کړو بوخت ماشوم باندې یې جنسي تېری کړی او هغه یې شکنجه کړی دی.
نوموړی وايي، ماشوم له جومات څخه وتښتېد او کله یې چې بیرته جومات ته راوستلو نو لاره کې د وهلو ټکولو له کبله ضعف شو او په همدې حالت کې يې ساه ورکړه.
سید احمد غوښتنه کړې چې شیطان وسوسه ور اچولې وه او د دغه ستر جرم په مقابل کې دې بخښنه ورته وشي.
په هغه پلار دې لعنتونه وي، چې دې ځناورو ته خپل اولادونه په واک کې ورکوي، زما په نظر دا ملا دومره ملامت ندی لکه ددې ماشوم هغه مرکب جاهل پلار، ټوله دنیا به هوښیاره شي خو د پښتون ماغزه به کار ونکړي، خپل نازولي ماشومان ملا ته ورلیږي هغه بیغیرته اول جنسي استفاده ترې کوي، بیا یې د ګناهونو څخه د خلاصون په موخه انتحاري واسکټ په غاړه کې وراچوي او بې عقله پښتون لا هم ډلې ډلې زامن ملایانو ته ورلیږي.
د ښاغلی افغانیار د پورته تبصرې په وړاندی یوه وړوکی څرګندونه
متأسفانه د هری ټولنی د سیاسی او فرهنګی او علمی فعالیتونو په مرکزونو کی دا ډول ناوړی پېښی را منځته سوی دی او را منځته کیږی
خو
منصفانه دریځ به دا وی چی ومنو
کله چی په کومه مزدحمه سیمه یا بازار کی د برق د غوڅېدو له کبله د غلو او کیسه برانو څپه رامنځته سی نو یوازی د کومی مشخصی ډلی د غلو غندنه به په حقیقت کی د نورو منفی او کږو احساساتو او افکارو او انګیزو ښکارندوی وی