تاند- دوو مینانو، چې د کورنۍ د غړیو له بېرې له کابله کندوز ته تښتېدلي ول، د موږکانو په زهرو د ځان وژلو هڅه وکړه چې په نتیجه کې یې نجلۍ مړه شوه خو هلک د ډاکترانو په هڅو له مرګه بچ شو.

اتلس کلنه لیلا او ۲۳ کلن وحید له کابله د کندوز امام صاحب ولسوالۍ ته تښتېدلي ول.

دوی له نهو کلونو راهیسي پر یو بل مینان ول.

وحید، چې ژوندی پاتې شوی، وايي چې د لیلا کورنۍ ته یې څو ځلي مرکه لېږلې وه خو د هغې مور و پلار حاضر نه ول چې لور ورکړي.

دی وايي چې بالاخره دواړه له کوره وتښتېدل او د کندوز امام صاحب ولسوالۍ ته لاړل. دوی په امام صاحب ولسوالۍ کې د وحید د یوه خپلوان په کور کې دېره شول خو د نجلۍ د کورنۍ غړي په دې خبر شول چې دوی چیرته تښتېدلي.

وحید وايي چې په پردي کور کې یې ژوند لا تریخ شو او ناچاره شول چې د موږکانو زهر وخوري څو خپل ژوند د تل لپاره ختم کړي.

3 thoughts on “کندوز ته تښتېدلو مینانو د موږکانو زهر وخوړل”
  1. تاند اعتبار ته تاوان: هلک ۲۳ کلن او نجلۍ ۱۸ کلنه ده. ۹ کاله کیږي چې مین شوي دي. معنی دا چې د مینتوب معامله د هلک په ۱۴کلنۍ او د نجلۍ په ۹ کلنۍ کې پیل شوې ده. ؟؟؟؟؟؟

  2. اول خو یی دتیښتی کار غلط کړیدی
    ځکه چه خپل خپلوان به یی اوس دچاسره سترګی نسي مخامخ کولی،
    او بیا یی ځان وژنه کړیده چه په شریعت محمدي.ص کی ناروا اوحرامه کار دی،
    خسرالدنیا والاخرة

ځواب ورکول سیف الله منصور ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *