د کندوز والي عبدالجبار نعیمي وايي په دغو پروژو کې چې مالي لګښت يې د ( یو ان هبیټات) په غاړه و په کې پیاده رونه او د فرعي لارو کانکریټ ریزي چې پنځه کوڅې دي شامله ده .
نعیمي د دغو پنځو پروژو چې چارې پې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې په پرانست غونډه کې زیاته کړه چې
(( موږ د کندوز امن او پرمختګ ته ژمن یو او په دې برخه کې زمونږ تلاشونه شپه او ورځ دوام لري نو له خلکو هم غواړو چې د پراختیايي پروژو زمینه برابره کړي او هم په خپلو سیمو کې د پراختیايي پروژو ساتنې ته پاملرنه وکړي ))
نوموړي همداراز پر خلکو غږ وکړ چې په خپلو سیو کې دي د ټولګټو پروژو د تخریت او ویجاړۍ مخنیوی وکړي ترڅو ولسونه له ستونزو سره مخ نه شي .
په همدې حال کې د کندوز ولسونه د داسې پروژو په تطبیق خوښي څرګندوي او وايي (( چې پخوا به ډیری وخت کندوز کې د جکړې اوازونه اوریدل کیدل خو په دې وروستیو کې د بیارغاونې لیدونکي یو نو دا مونږ ته هیله بښونکي دي چې کندوز د ابادې پر لور روان دی ))
دا په داسې حال کې ده چې هم مهاله د ښاروالۍ په ریاست کې د مشتریانو د خدمتونو په نوم د یوې ودانۍ د جوړیدو چارې هم پیل شوې چې شاوخوا درې میلیونه افغانۍ لګښت لري او د ( یو ان ډي پي ) لخوا ورکول کیږي چې ودانیزې چارې به يې په پنځو میاشتو کې بشپړې شي .
کندوز – عزت الله عمرخیل
محترم ورور نعیمی صاحب!
خدای رب العزت دی د مؤمن حاکم، کامل توان درکړی ځکه د کندز مظلوم ولس تنظیمی ملیشو او اربکیانو سخت داړلی بیا وروستی جاهل والی ښکرورفساد ، اختطافونه او انواع د رذایل یی ، انسانیت شرموونکی او د کندزیانو لپاره تور داغ دی ،دانجنیرکمال صافی د تلویزیونی وینا په استناد ۱۵۰۰۰افغانی د کور ورانو او زخمیانو یی هم زهر جان کړی
اودوه نور ورروستنی د معارف رئیسان چی ارذل الناس ورته ویلی شو د کندز د معارف سره یی نه بښونکی جرایم او بداخلاقی ترسره کړی چی ویډیو او اسناد یی کندزیانو سره شته او د معارف سره خیانت د انسانیت او نسلونو سره خیانت دی چی پاکول یی آسانه کار هم ندی
نو که کولی شی دا مشهور مفسدین محاکمه او دکندزیانو د حقونو جبران به مو کړی وی اودقدرت سره بیاهم بی تفاوته پاتی کیدل عینا د ظالم او خاین ملګری ده
ته کندزولایت کی د اشرف غنی با صلاحیته نماینده یی نو په جرأت سره اصلاحات او مجازات عملی کړه خدای او مؤمن ملت دی تر شا ولاړ دی