تاند- چارواکي تاییدوي چې په کندوز کې لږترلږه ۳۰ تنه ملکیان، چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي، د ناټو په هوايي برید کې وژل شوي دي.

فرانس پریس خبري اژانس وايي، د کندوز د والي ویندوی محمود دانش ورته وویل چې د ناټو هوايي ځواک د افغان او امریکايي پوځیانو د ملاتړ لپاره بمباري وکړه چې په لړ کې یې په لسګونو تنه نور ژوبل شول.

مخکې د یو شمېر افغان چارواکو په قول ویل شوي وو چې د کندوز په (بُز قندهاري) سیمه کې ۳۰ ملکیان د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ په جګړه کې وژل شوي دي. (لومړنی خبر)

دا سیمه د کندوز ښار له مرکزه ۵ کیلومتره لېري ده.

د کندوز په بمبارۍ کې ټپي شوې
د کندوز په بمبارۍ کې ټپي شوې

دانش وايي، افغان او ناټو ځواکونو تېره شپه د طالبانو د مهمو قوماندانانو پر ضد عملیات کول چې په ترڅ کې یې د هوايي ځواک د ملاتړ غوښتنه وکړه.

دانش فرانس پریس خبري اژانس ته وویل«د ناټو ځواکونو په هوايي برید کې ۳۰ تنه افغان ملکیان شهیدان شول او ۲۵ نور ژوبل شول.»

تاند ته د رسېدلو معلوماتو له مخې، په دې برید کې لږترلږه ۳۶ تنه ملکیان وژل شوي چې د هغو په منځ کې ۱۳ ماشومان او ۴ ښځې شاملې دي.

د کندوز اوسېدونکو الجزیرې ته ویلي چې د تلفاتو حقیقي شمېر تر هغه څه ډېر زیات دی چې چارواکو رسنیو ته ویلی.

د کندوز امنیه قوماندان قسیم جنګل باغ اسوشیتید پریس خبری اژانس ته ویلي، د افغان او ناټو ځواکونو د عملیاتو اصلي هدف د طالبانو مهم قوماندانان ول چې د دې ډلې له ۶۵ نورو غړیو سره وژل شوي دي.

جنګل باغ، چې د ډېرو کندوزیانو په وینا د کندوز د نارامیو یو اصلي علت دی، دا ادعا هم کړې چې وژل شوي ملکیان د طالبانو د کورنیو غړي دي.

د شمال ټلوالي په تېره بیا د جمعیت غړي عموماً پښتانه طالبان او ښځې او ماشومان یې د طالبانو د کورنیو غړي بولي.

د کندوز د حوزوي روغتون رييس ډاکتر محمد نعیم منګل وویل، د وژل شویو کسانو د مړو ترڅنګ ۳۰ ټپیان هم روغتون ته وروړل شوي دي.

د کندوز د پولیسو ویندوی محفوظ الله اکبري رویټرز خبري اژانس ته ویلي، د ملکي وګړو مرګ ژوبلو د خلکو اعتراض وپاراوه. د ده په وینا خلکو  لږترلږه د ۱۶ تنو ملکیانو جنازې د اعتراض په دود ښار ته وروړې وې.

په همدې منځ کې د امریکا پوځ وايي، هوايي برید یې د خپلو دوستو ځواکونو د ساتنې لپاره وکړ. په دې عملیاتو کې د دوی ۲ سرتېري ووژل شول او ۴ نور ژوبل شول.

امریکايي چارواکي وايي، د ملکیانو د مرګ ژوبلو په اړه به تحقیقات وکړي.

له بلې خوا وسله والو طالبانو ویلي، امریکايي پوځیانو د طالبانو د درو قوماندانانو د نیولو لپاره په عملیاتو کې برخه اخیستې وه چې برید پرې وشو.

طالبان ادعا کوي چې په دې برید کې یې ۱۶ امریکایان وژلي دي.

د ولسمشر غني غبرګون

ولسمشر غني په دې پېښه ژوره خواشیني ښودلې او ویلي یې دي چې یو ټیم یې ګومارلی چې په دې اړه بشبړې څېړنې وکړي.

ولسمشر غني په عین حال کې د دولت مخالفان، چې ده د هیواد دښمنان بللي، د دې پېښې په خاطر ملامت کړي لاو ویلي یې دي چې دوی له عامو خلکو څخه د ډال په توګه کار اخیستی دی.

ویل کېږي د دولت وسله وال مخالفان عموماً له داسي ځایونو حملې کوي چې د خلکو کورونه وي او چې کله ځوابي بری پرې وشي نو عام خلک ووژل شي. طالبان فکر کوي چې په دې توګه به د ولس او دولت ترمنځ تربګني زیاته شي او تر ډېره یې دا تاکتیک په ډېرو سیمو کې بریالی شوی هم دی.

ولسمشر غني د کندوز والي او د ولایت ټولو ملکي او نظامي چارواکو ته لارښوونه وکړه، چې د شهیدانو او زیانمنو له کورنیو سره د مرستې ترڅنګ د ټپیانو د درملنې په خاطر له هر ډول بیړنیو امکاناتو کار واخلي.

د ۲۰۰۹ خونړۍ پېښه

د ۲۰۰۹ م کال د سپټمبر په څلورمه په کندوز کې د جرمني ځواکونو د قوماندان په امر د ناټو جټ الوتکو تر ۱۰۰ زیات ملکیان په کندوز کې ووژل.

ادعا کېږي چې د بمبارۍ امر د کندوز ولایت د چاردرې ولسوالۍ په عمر خېل کلي کې د جرمني ځواکونو قومندان له دې وېرې ورکړی و چې وسله وال یاغیان به د تېلو دوه تښتولي ټانکرونه د ده پر پوځیانو په حمله کې وکاروي.

دوو ایف پنځلس جنګي الوتکو پر ټانکرونو دوه ۲۳۰ کیلويي بمونه یو یو شمېر هدایت شوي بمونه غورځولي وو چې په نتیجه کې یې د تېلو ټانکرونه، چې کلیوال ورڅځه د تېلو د وړلو لپاره راټول شوي ول، وسوځېدل او ګڼ ملکیان یې ووژل.

د جرمني پوځ مني چې ۹۱ تنه وژل شوي خو د ناټو راپور د وژل شویو او ټپیانو شمېر ۱۴۲ تنه ښيي.

په کندوز کې د بې پولې ډاکترانو پر روغتون بمباري

تېر کال د اکتوبر په درېمه امریکايی الوتکو د طالبانو له لوری د کندوز ښار د نیولو په مهال په کندوز کې د بې پولې ډاکترانو ټولنې روغتون بمباري کړ.

په دې برید کې تر ۴۰ زیات ناروغان او طبي عمله ووژل شوه.

3 thoughts on “کندوز چارواکي وايي، ۳۰ ملکیان د ناټو په بمبارۍ کې وژل شوي”
  1. د کندوز امنیه قوماندان قسیم جنګل باغ رښتیا وایی ، ټول پښتانه طالبان دی ، که ماشومان دی او که ښځی یا سپین ږیری ټول باید قتل عام شی.
    دومره یو کمزوری او بې صلاحیته دولت دی چې د کندوزیانو اصلی قاتل جنګل باغ نشی محاکمه کولی. کندوزیانو په مجموع کې او پښتنو الله ج مو مل شی.
    ترټولو مخکې د الله ج طالبانو ته داسې جزا ورکړی چې نور ېې نوم د افغانستان په تاریخ کې یوه افسانه پاته شی.

  2. دا سی پیښی تیرو ۱۵ کالو کی د بن له شر نه ترننه دوام لری ، جنګل باغ او دیته ورته د ملت په وینو مست دونهمته ارذل الناس حکام قاتلان چه د یهود او نصاری د سپیانو رول ادا کوی همدا یی کار دی چه دی ډول وحشیانه قتل عام ته قانونی بڼه ورکړی او قاتلان بری الذمه او حتی حقدار ثابت کړی
    کندز کی اوس دا د ملت قاتلان د( دو قیران) ملیشو سره په همدی رذیلانه تجارت بوخت دی دا پدری او خاندانی کسب ګرځیدلی
    الله ربالعزت دی ددی او ټولو مظلومانو د امت انتقام دی تری واخلی هغه تر ټولو ښه انتقام اخیستونکی او عزیز ذو انتقام ذات دی
    او خدای جل جلاله دی حکامو ته او بیا خصوصا د. غنی ته د مؤمن شجاع حاکم غیرت او همت ورکړی چه د مظلومانو دفاع او د ملت ساتنه په صداقت وکړی او د بن د کورنی ،منطقوی او نړیوالو قاتلانو لاسونه د دی مظلوم ملت نه لنډ کړی
    ربنا لا تجعلنا فتنة للقو م الظالمین
    ونجنا برحمتک من القوم الکافرین

ځواب ورکول حسن ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *