رالېږونکی: فضل مینه ناک –

د افغانستان ولس باید د شکرانې لمونځ وکړي چې د حل او ملې جوړښت فرمول خدای ج ورته ورکړ ، انتخابات د حل یوازینۍ لار ده چې ولس ته قضاؤت په لاس ورځي نن ولس فیصله وکړه ټول يې باید ومني که څوک غره ته پورته کیږي هغوی پخوا هم پورته شوی وو خو له پښو ونیول شول هیله لرم چې بیا بیا تیرې غلطې تکرار نکړئ له پرون څخه به نن ډیر یوازې شئ ، ما په تلویزون ، رادیو ، اخبار کې د ولس بیسارې مینه تعقیبوله زه فکر کوم د روسانو له شکست وروسته دا دوهم ملې بدلون دی که څوک يې مخالفت کوي هغه جنګ غواړي او د ولس خلاف جنګ ته ملاتړي مونږ د زندان له پنجرو هم د ولس تر شا ولاړ یوو او د بدلون حمایت کوو ، اوس هغه وخت ندی چې زرداد ، د کیوبا او بګرام پنجرو کې بند افغانان ستاسو په فرمایش بندیانیدل زه پوښتنه کوم ایا غره ته د پورته کیدو حوصله لری ؟

ښاغلی عبدالله باید اخلاقآ خپله ماتۍ قبوله کړی او د اشرف غنی په مشرۍ ټیم ته مبارکی ورکړي زه چې د زندان پنجرو کې د حالاتو په جریان او د ولس په پریکړه پوهیږم نو تاسو ولی فکر کوي چې نه پوهیږئ ؟ ښاغلی عبدالله او ملګرو ته به یې وریاد وي چې د ښاغلی حکمتیار او دولت ترمنځ د روغې جوړۍ مسله ما جوړه کړه او هم د حزب اسلامی د هغه وخت د هیت دري واړه غړي ښاغلی سباوون ، جریر او ارغندیوال ژوندي دي ددواړو ډلو ترمنځ دوه نیمې میاشتې خبرې زما په قرارګاه کې راوانۍ وې تر څو سره جوړ شول او بیا نه پوهیږم قاضی حسین احمد او علاؤالدین برجردی له کومه پکې راټوپ کړل چې د بین الافغانی تفاهم امتیاز يې هغوي ته ورکړل شول ، د افغانستان نوې حکومت دې د صلح شورا منحل کړي دا مدعیان دی پدوې نه صلح راتلاي شي او نه يې څه تر توان پوره دي ، سیاست سره مي علاقه نشته خو که ازاد شوم انشاالله د فعالو ځوانانو په مرسته به زه د حکمتیار صاحب او نوی حکومت ترمنځ د روغې لپاره موفقانه کارونه تر سره کړم ، د طالبانو مشرانو ته هم ورځم او د دریمګړی په حیث ورسره خبرې کوم ، د افغانستان لپاره او د ولس لپاره .

ز ر داد فریادی

له زندان څخه

یادداښت : دغه پیغام ښاغلی زرداد په زندان کې هغو افغانانو ته سپارلې چې د نوموړی د لیدو لپاره ورغلی و او په ځینې ټولنیزو رسنیو کې د هغو اوازو په ځواب دی چې ادعا يې کوله زرداد د داکتر عبدالله په بلنه کابل ته تللې او هغه سره کمپاین کې مرسته کوي . زرداد په بریتانیا کې له افغانانو ډیر خوښ و هر وخت يې لیدو ته ورځئ او له نوموړی سره يې ډیره همدردی ښودلې ، ویل کیږي چې د بریتانیا په تاریخ کې لومړی زندانی ده چې ډیر خلک يې پوشتنې ته ورځي او هر راز مرسته ورسره تر سره کیږي . زرداد د افغانستان له موجوده سفیر سیکرتر جمشید نه هم ډیر خوښ و چې له تیر یوه کال راپدیخوا همکاری ورسره پیل کړۍ ، په سلګونو افغانانو یوه ګډه عریضه لیکلې چې زرداد دې ازاد کړل شي او دغه عریضه د افغانستان سفارت ،د بریتانیا د دولت د پارلیمان وکیلانو ، د زرداد مدافع ټیم ته سپارل شوې ده او د افغانستان په دولت کې هم تقریبآ ۴۴ وکیلانو او سناتورانو او په غټ شمیر کې قومي مشرانو له ولسمشر کرزی او د کابل کې د انګلستان له سفارت غوښتنه کړۍ چې زرداد ازاد کړی ، دا چې افغانستان کې قوي مرکزی او اثر رسوخ نظام نشته څوک يې خبرۍ ته غوږ نه نیسي .

ومن الله التوفیق

6 thoughts on “که ازاد شوم د حکمتیار او غنی روغه کوم”
  1. زه زرداد ته وایم چي نور په دې پاکه خاوره کې ستا غوندې جنایت کارانو لپاره ځای نشته. تاسو خپل وار تیر کړ او په دې مظلوم ملت مو هر ډول لوبې وکړې تر دې پورې چې د انسان په جامه کې مو سپي ساتلي وه او د کابل جلال آباد په لویه لار مو انسانان پرې څیرل. ا فغانستان ستا غوندې جنایت کاره بي سواده وګړو ته اړتیا نلري بلګه افغانستان وطن دوسته با سواده خوانانو ته اړتیا لري څو دغه جنګ ځپلی هیواد د خپل قلم او علم په زور سره بیا ودان او ښیرازه کړي. نور نو د ټوپکیانو وخت لاړ دی نور د عالمانو او فرهنګیانو وخت را رسیدلی دی ځکه خو خدای ج په دې مظلوم ملت ورحمیده او د ډاکتر صاحب اشرف غني احمدزي په شان علمي کدر یي خدای د رهبر په توګه مشر کړ خدای ج د ورته توفیق ورکړي چې د دې مظلوم ملت د هر درد لپاره دوا شي امین ثم امین

    نور

  2. هر هغه څوک چې د زرداد په شان جنایت کار په آزادولو کې مرسته او همکاری کوي نو په هغه ګناهونو کې شریک دی چې دې جنایت کار کړی دي او یایی په راتلونکې کې کوي.

    ځکه الله ج په قرانکریم کې فرمایلي دي ژباړه: تاسو له خلکو سره په نیکو کارونو کې مرسته وکړئ او په بدو کارونو کې له خلکو سره مرسته مه کوئ. اوس که څوک له یو جنایت کار سره مرسته او همکاري کوي نو د قرانکریم د دې ایت شریف سره سم لوی ګناهګار دی او الله به یي جزا ورکړي.

    نور

  3. موږ بايد ديو مسلمان په حيث داسي پريکړه وکړو چي په واقعيتونو ولاړه وه نن که موږ په شماليانو مختلف تورنه لګوي جنګسالاران، وطن فروشان دپښتنو سره معتصبين …… او نور الفاظ ورته استعمالوو صحي چي يو څه به حقيقت ولري يوڅه به عنادي وي دا ولي دا په دي خاطر چي هغه فارسي زبان خو نن موږ ديو پښتون قاتل، زاني لوطي دخلکو دناموس تيرى کوونکى ملاتړ کوو او دپارلمان وکيل صاحبان بيا دهغه د راخلاصيدو غوښتنه کوو ايا تاسو تير تاريخ ته وګوري چي زر داد په افغانستان کي څه پري ايښي دي زه خپل په هغه وخت کي پيدا هم نه وم او نه مي ياديږي خو څه چي دخکلو په اذهانو کې دي يا دکاغذ پر ورقه پاته هغه هيڅکله دزغمله وړ نه دي او زه فکر کوم چي حکمتيار صاحب به هم اوس داسي جابر کسان ونه بښي او که حکمتيار صاحب ځان پوه کوي دهمدي مفسدو کسانو په وجه دده سپيڅلي ګوند بدنام او ټوټه شو

  4. الله تعالی دی خو دا د سپی زوی او د زرګونو بی ګناه کابلیانو او پښتنو قاتل زرداد له زندانه نه خلاصوی. د خلکو به هیڅکله هم هیر نه شی چی زرداد او دده کسانو د سروبی په لار څومره بی ګناه کسان چی د کابل نه جلال آباد او یا هم د جلال آباد نه کابل ته تلل د موټرو نه راکوز کړل او په ډیره ظالمانه توګه یی ووژل. د زرداد سپی خو ډیر مشهوره ؤ چی خلک به یی په غاښونو شکول او شهیدان کول.‌ الله تعالی نه غواړم چی ده ته په زندان کی داسی رنځ ور په برخه کړی چی هیځ چیرته یی علاج نه وی او دده عمر لکه د سپی په شان د کړاونو او خواریو سره سل کاله په زندان کی دوام وکړی.‌

  5. هغه چی غواری زرداد ازاد کی ایا د هغو خلکو نه یی پوشتنه کری چی د زرداد سپی خورلی ایا د هغو خویندو میندو نه پوشتنه شوی چی زرداد او دده ملگرو به له موترونو کوزولی او تیری یی پری کاوه هر هغه سوک چی زرداد له سزا پرته ازادول غواری خپله هم جنایت کاران دی

ځواب ورکول تهزيب هيواد ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *