زرولي خشنود(په ختیځو ولایتونو کې د عبدالله عبدالله د کمپاین مسوول)
دا څرګندونې ولسمشريزو ټولټاکنو ته نوماند ښاغلي ډاکټر عبدالله عبدالله خوست ملي لوبغالي کې يوې لویې غونډې ته د خپلې وينا پرمهال وکړې.
نوموړی چې، د شنبې په ورځ له پلازمينې دغه ولايت ته د خپلو ملاتړو سره د ليدنې کتنې په هدف راغلی و، د خوست په ملي لوبغالي کې خپلو زرګونو ملاتړو ته په خطاب کې وويل: خوست چې يو مهم ستراتيژيک سرحدی ولايت دی او چټکې اقتصادي ودې ته لويه اړتيا لري تېرو حکومتونو هغو کارونو ته چې د خوست د بهترې اقتصادي ودې سبب ګرځيدلي شي پاملرنه نده کړي .
ښاغلي ډاکټرعبدالله عبدالله خوستيانو سره ژمنه وکړه چې که لوی رب تر ارګه پورې ورسوه خوست ته به د برېښنا لين غځونې سربېره خوست ګرديز لوی لارې بيارغونې چارو بشپړونې او د خوست غلام خان بندر په رسمي توګه ترانزيټ کړي څو په دې سره خوست د ټول هېواد په کچه د پرمختګ يوه مهمه دروازه وګرځوي.
عبدالله عبدالله خوستيانو ته وويل موږ ژمنې نه بلکې په پورته ذکر شوي چارې د کاري لومړيتوبونو له مخې ترسره کوو او تيار يو چې په خوست ولايت کې په سيمه ييزه اداره او مرکزي حکومت کې د خوستيو ولسونو د کدرونو ونډه زياته کړو.
نوموړی وويل مونږ په دې پوهېدلي يو ترڅو چې ولس په نظام کې ورګډ نشي ترهغې په هېواد کې د سولې او ملي وحدت راوستلو لپاره لاره نه هواريږي .
عبدالله د خپلې وينا په يوه برخه کې له خپلو ملاتړو څخه مننه وکړه چې د ملي يووالي او وحدت په هدف دده هرکلي ته را وتلي دي نوموړی وويل دا زما له تاسو سره ژمنه ده چې د برياليتوب وروسته به په ټول هېواد کې يو رنګه بيارغونه مخکې وړم .
نوموړي دخوست ولايت له ځوانانو سره هم ژمنه وکړه چې د بريالتوب وروسته به له دوي سره له نېږدې تماس کې پاتې کېږي او کار به کوي او هم يې ژمنه ده چې د ورزش په څانګه کې خوستيو ولسونو ته به وړ زمېنه برابره کړي .
غونډې ته د خپلې وينا پر مهال د افغانستان قومونو پيوستون شورا ريئس الحاج غازي نواز تڼي وويل په تېرو ١٣ کالونو کې چې دلته د نړيوالې ټولنې په مرسته او کومک هر ډول شرايط اماده شوي وو او افغانستان د نړۍ په کچه د پام وړ مرکز ګرځول شوی وو خو ولې موجوده حکومت په دې ١٣ کلنه موده کې تر نن ورځې پورې خوستي ولس ته خپلې ټولې ستونزې همداسې په ميراث پرېښودلې.
هغه وويل سره د ډېرو امکاناتو دلته عدل او انصاف ته لاره خلاصه نشوه افغانان په خپلو کورونو کې خوندي نشول نو اوس د دې لپاره چې شته ټولو ناخوالو ته مو دروست ځواب ووايي او راتلوونکي کې مو د شمل جنوب خبره ختمه شي مونږ ته لازمه ده چې د يو پياوړي، مسلمان ، او ملي واکمن ملاتړ وکړو چې همدا ټول اوصاف په ښاغلي عبدالله عبدالله کې چې يو وړ دپيلومات او له نړۍ او ګاونډيانو سره ښو روابطو جوړونکي دی مونږ وينو .
د قومونو پيوستون شورا ريېس الحاج غازي نواز تڼي همداشان زياتوله دا سې ګنګوسې مو اوريدلي چې يو شمير خلک غواړي د فساد له لارې ځيني کسان واک ته ورسوي خو زه پر حکومت غږ کوم چې که دا ځل دا ملت خپلو پريکړو ته پرېنښودل شو نو زموږ خلک به ملي قيام وکړي او دا هېواد به يو ستر بحران لوري ته بوځي.
بيا غونډې ته په وار سره په خوست ولايت کې د ډاکټر عبدالله عبدالله ولايتي دفتر مسؤل ډاکټر محمد ابرهيم مشفيق ، دا نصاف ګوند مشر انجنر احمدشاه ، د حزب اسلامي ولايتي دفتر مسؤل ډاکټر موسی خاورين شاعر غلام نبي صادقيار او انجنر غازوخان يو په بل پسې ويناوې وکړې .
دوي ټولو ويناوالو ډاکټر عبدالله عبدالله په اوس کې يو وړ نوماند باله او پخپلو څرګندونو کې يې د اصلاحات او همپالنې ټيم ننګه څرګندوله او زياتوله يې چې دا ځل به په هېواد کې د يو باثباته او وړ نظام د ټينګښت په هدف داصلاحات او همپالنې ټيم ملاتړ غوڅ ملاتړ کوي .
جالبه ده. که جنوبیوال د شمالي ټلوالي کاندید ته رایه ورکړي، د شمال او جنوب مساله به حل شي!؟
زرولي خشنود صاحب
د استاد شپون لیکنه «پښتانه منورین او زلمی رسول» ولوله.
دا کمپاینونه او پیسې به یې نه وي خو موږ او تاسې به یو.
یو ځل له خپل وجدان سره سلا وکړه. په عبدالله کې دې څه لیدلي دي؟
ټولو کاندیدانو ډیرې وعدې وکړې چې که رښتیا هم کوم یو چې کامیاب شي دا به ورته امکان ولري؟ دا څکه چې دلته په افغانستان کې ډیر خلک له لوږې او تندې مري دلته دوی محترمین داسې لویې لویې وعدې کوي آیا د افغانستان بودیجه به د راتلونکي ولسمشر د برنامو د پلې کولو لپاره کافي وي؟؟؟
خوستيانو! که خدای مکړه لاس مو خطا شو اورایه مو ورکړه نو بیا یې «دابمونه واړه دي غت غت بمونه واچوئ» ته ټینګ شئ.بله یې لاداچې دطالب په ټاپې باندې به ډېر په امريکايانو وسپاري، ځکه چې عبدالله په خپل ټول عمر کې رښتیا نه دي وئيلي. دپوهنتون په دوره کې په دروغجن عبدالله مشهوروو.