کله چې اشرف غني د ټاکنو پر سر را ولاړو ستونځو ته د امریکې د بهرنیو چارو د وزیر په منځګړیتوب له خپل سیال عبدالله سره د جوړ جاړي له لارې د پای ټکی کېښود نو سمدستي د خپلو پلویانو له مثبتو او منفي غبرګونونو سره مخ شو آن تردې چې ځینو خو لا د اشرف غني په پلوۍ ځانونو ته د خپلو هلو ځلو له کبله لعنت هم ووایه، دامنم چې داځل پښتانه پرته له کوم منظم جوړښت او سازماندهۍ څخه په یوه غږ راووتل او په خورا سپیڅلو احساساتو یې د یوه پوه او باتدبیره پښتانه په توګه د اشرف غني ننګه او ملاتړ وکړه؛ چې دغه چارهدتل له پاره نه هیریدونکې او د ستایلو وړ ده. خو که چېرې زموږ احساساتي ورونه لږ له خپلو احساساتو راکوز؛ په هېواد کې موجوده واقعتونو او په ځانګړې توګه د اشرف غني په وړاندې پرتو ستونځو ته زیر شي نو کیدای شي چې وار له مخه د هغه په محکومېدو کې له زغم او صبرنه کار واخلي. سره له دې چې د نړۍ، سیمې او هېواد په کچه د پښتنو او په تېره بیا  د اشرف غنې په وړاندې پرتې ستونځې ټولو ته جوتې دي خو زه یې شرایطو ته په کتو سره  یوځل بیا هم یادونه ضروري بولم.

 په نړېواله کچه د افغانستان په قضیه کې د مطرح سترو هېوادونو په توګه که امریګا، انګلیس، روسیې  او چین  ته نظر وکړو نو بیا هم د پښتون بخت کوټه دی: امریکا هېڅکله هم افغانستان  ته د راتګ په برخه کې د شمالي ټلوالې د لنډغرو مرسته له پام نشي اېستلی؛ داچې  (۵۰۰۰) سرتېري یې د پښتون  په کور او د پښتون په لاس وژل شوي؛ دا چي د پښتانه له لوري هغه ته په ورکړل شوي امریکایي ټوپک يې د پوځ جګپوړی جنرال وژل کېږي نو پښتون کله هم ورته د بښلو وړ نه دی. ترڅنګ یې؛ څنګه شونې ده چې انګلیس دې له پښتنو سره په جګړه کې د خپل پوځ تباهي اوتاریخي ماتې له یاده اېستلې وي او اوس یې  د دوستې پرځای د غچ اخستلو په فکر کې نه وي؛ بلخوا روسانو سره اوس هم په میزنوکې له شمالي ټلوالې سره د دوستۍ تړونونه او په مغزنوکې د پښتنو له لوري ور اوښتو؛ د سر زیانونو دردونه لا پراته دي او په دغه هېواد کې خپله ماتې یوازې او یوازې له پښتون څخه انګېري او بس. بل ځواک چین چې اوس په سیمه او نړۍ که په ستر اقتصادي او نظامي قدرت بدل شوی؛ لا له پخوا یي پنجاب ته د ورورولی لاس ورکړی او له ستراتېژیک پلوه هېڅ منطق نه لري چې خپل پخوانی ورور دې د پښتون په ملګرتیا خوابدی او ناراضه  کړي.

 په سیمه یزه کچه پښتون نه یوازې داچې کوم خواخوږی نه لري بلکې په سنتي ډول له ډېرو سترو تاریخي دښمنیو او تربګنیو سره مخ دی: په ختیځ کې  له پنجاب سره د ډیورن د ناولې کرښې په سر تاریخي ستونځه او نه پخلا کېدونکې دښمني، په لودیځ کې له ایران سره د ژبی، مذهب او اوبو په سرد ستونځو تر څنګ؛ ایران په سیمه کې د پان ایرانیسم  په وړاندې  پښتون یوازنی خنډ بولي او هېڅکله هم د غه قوم د ایران او تاجکستان په منځ کې د یوه ستر دېوال په توګه نشي زغملی، درې نور ګاونډیان ( تاجک، ازبک او ترکمن) هم په طبعي ډول د دې پرځای چې له پښتون سره خواخوږي ولري باید لمړی خپل لږکي وپالي.

د هېواد په کچه که لرې ولاړ نه شو او د ثور له انقلابه یې را ګز کړو یواځې په دولتي چوکاټ کې؛ هغه روڼ آندي پښتانه چې د خپل قوم د سالم مدیریت او رهبري توان یې درلود او په فکري لحاظ ددې جوګه وو چې د پښتون له کوره د ناخوالو ټغر ټول کړي؛ د امین او امینیانو، د تڼي او د تڼیانو، د نجیب او نجیبیانو، د حزبي او دحزبیانو( حزب اسلامي ) د طالب او طالبانو په نامه مړه، بندیان، ذلیل او له دندو ګوښه شول؛ چې اوس یې په دولتي چوکاټ کې تشه ټولو ته محسوسه ده. دا چې تر یوه بریده دغه ستره جفا د پښتون په حق کې ولې د پښتانه له لوري شوې ده، دا ځانګړی بحث دی او نه غواړم چې ژور پرې ولاړ شم. خو که چېرې بیا په اوسني حالت کې؛ په هېواد کې بشپړ واک ته د رسیدو موخه د پښتون یوالی اوځواک و ارزوو نو خورا دردوونکی او ځورونکی برېښي؛ هغه داچې د پښتون د یوې سترې برخې پر اوږه  تش داسلام او مسلمان په نامه د پنجاب ټوپک په دې موخه ایښودل شوی دی چې باید  پښتنه مور پرې بوره، پښتنه مېرمن پرې کونډه او پښتون ماشوم پرې یتیم کړي. یوه بله برخه بیا له رهبر نیولې تر وزیرانو، وکیلانو، والیانو، جهادي قوماندانانو او قومي دلالانو چې شمېر یې لږ نه خورا ډېر دی د پښتون سیاست په ضد د ټلوالې په ناپاکه ټغر ناست او په پوره بې شرمۍ سره له خصوصي مجالسو نیولې ترعامه رسنیو پورې؛ د هغې مدح او ثنا وایي. یواځې یوه برخه هغه  تیت او پرک پښتانه چې احساسات سپیڅلي وو په ناڅاپي ډول یوازې د پښتون په نامه له اشرف غني را تاو او د مرستې لاس یې ورکړ. او بل لوری بیا  ټلواله چې له نن نه ۱۳ کاله وړاندې د B52  الوتکو تر سیوري لاندي کابل ته را ننوته او د امریکا د شفقت له برکته یې د امنیتي اورګانونو په ګډون په دولتي ټولو ادارو منګولې خښې کړې او اوس د سیاسي ځواک  ترڅنګ د هېواد امنیتي ځواک هم بشپړ په واک کې لري  او له اقتصادي پلوه هم د دغې ټلوالې ځینې مشران د ناپاکو پیسو په لاس ته راوړلو سره آن ملیاردران شوي دي. چې له دغه مالي، سیاسي او نظامي ځواک نه په ګټه اخستو سره د یوه موټي قوت په توګه په هېواد کې هرچاره ننګولی او اغېزمنه کولی شي.

اوس نو پورتنیو توضیحاتو ته په کتو سره غواړم له تا و پوښتم: داچې په نړېواله کچه کوم قوی متحد نه لرې، داچې ګاونډیان دې د خير ښېګڼې پرځای د وینو څښاک ته ناست دي، داچې (پوځ، پولیس او امنیت) دې د بل په واک دی، داچې کوم غښتلی ګوند نه لرې، داچې رسنې دې د قوم یا ګوند پرځای د شخص په واک کې دي، داچې د تمویل کومه مالي منبع نه لرې، داچې په ټاکنو باور نه لرې، داچې کوم ټاکنیز پرمختلی سیستم نه لرې، داچې ورور پسې دې ټوپک را اخستی؛ د پردو په اشاره ژوند او تعلیم دواړه ترې اخلې ، داچې په پرمختګ باور نه لرې، داچې په خپلو کې یوالی نه غواړې، داچې په کور کلي کې د ناستې ځای نه لرې او داچې تر څټ دې تور پنجاب  او تر مخ دې لنډغر کودتاچیان لاس په ماشه ولاړ دي او ته په یوه هم دغلبې توان اوطاقت نه لرې. نو که ته اشرف غني وای څه به دې کړي وای؟ پرته له شکه جوړ جاړی. مګر بیا هم کیدای شي د ځینو ځواب دا وي چې له ځواکه مو کار اخست، جګړه مو کوله، خپل حق مو په زوره ترلاسه کاوه او…… غواړم و پوښتم په کوم زور، په کومه وسله،  په کومو پیسو او په کومه اراضي د ټلوالې لنډغر که جګړې ته زړه ښه کوي ستا تش په نامه ملي پوځ او ملي پولیس په واک کې لري، پیسې لري، متحدین لري او له کابله نیولې بیا تر تاجکستانه یې لار هم خلاصه ده؛ اوس نو راشه ته ووایه چې د وروستۍ جبهې په توګه کابل ته څېرمه  په خپل کور لوګر، میدان او لغمان کې ځای لرې؟ څرګنده خبره ده چې نه؛ نو بیا ولې جګړه؟ او منطق یې څه دی؟ آیا غواړئ چې داځل راپاتې روڼ آندي پښتانه هم د غني او غنیانو په نامه نېست او نابود شي؟ راځئ دا ومنوچې پښتنو د ۹۳ کال په ولسمشریزو ټاکنو کې له اشرف غني پرته بل وړنوماند نه درلود او اشرف غني پرته د جنرال دوستم له معاونته بله لار نه درلوده دا ځکه چې دا ځل لنډغرو په واک کې  آن دویم نمره ګي هم نه غوښته. او اوس مو چې ټاکنې ګټلي او لنډغران  دریم نمره ګۍ ته په زاریو د‎ي نو دا توره مو بس ده، او مبارک مو شه. د دې پرځای چې له اشرف غني فاصله ونیسئ نو ښه به دا وي چې لایې هم ننګه او ملاتړ وکړئ، د دې پرځای چې اشرف غني ته بد ووایئ نو ښه به وي چې د اصلاح په موخه غوره مشؤرې ورکړئ  تر څو په دې وتوانېږئ  چې تر بل ځل ټاکنو خپلې تشې او نیمګړتیاوې ډکې او پنځه کاله وروسته لا نور هم پیاوړي او ځواکمن و اوسئ.

8 thoughts on “که ته اشرف غني وای ؟! –  احمد ضیا”
  1. محترم لیکونکی احمدضیا ، تاند چلوونکو او لوستونکو ته سلامونه او ښی چآری!

    ډیر ښکلی او په واقعیتونو ولاړه لیکنه مو کړیی الله ده اجر درکړی. هیله من یم چی زموژ محترم مشران هریو یون صاحب ، آغلی آرین یون او منلی صاحب او ددوی په څیر نور خوا بدی مشران دغه لیکنه په غور سره ولولی او یوځل بیا خپل تعهد له اشرف غنی سره له سره نوی کړی او په ټینګه یی ملا وتړی. هسی خو دوه کاله وروسته بیا پښتانه له یوه لوی آزمون سره مخ دی او هغه ده چی دګل مرجان په غوښتنه به لویه جرګه راغوښتل کیژی چی نظام په پارلمانی هغه بدل کړی او دغه اووسنی ملی کړاو په تل پاتی غمیزه را واړه ووی . نو پشتنو ته په کار دا ده چی خپل ملی اتحاد وساتی او له دغه وروستی آزمون هم په بریالی توب سره را ووځی . خپل دغه لیکنه ده احمد ضیا ورور په دغه جمله باندی ختم وومه او غواړمه چی پښتانه خویندی او وروڼه خپل وسپنیز اتحاد ددغه لاندی مشکلات تر رفع کیدو پوری او حتی وروسته له هغه نه دپشتون ټبر دعزت او وقار تر بیرته ستنیدو پوری او له هغه نه وروسته ددغه وقار و صلابت دساتللو لپاره تل تر تله وساتی:

    په کور کلي کې د ناستې ځای نه لرې او داچې تر څټ دې تور پنجاب او تر مخ دې لنډغر کودتاچیا ن لاس په ماشه ولاړ دي او ته په یوه هم دغلبې توان اوطاقت نه لرې.

    دپښتنو دملی یووالی دتامین په هیله
    په درناوی
    مسافر

  2. بیشکه ضیاءصاحب دیره په واقیعتونو ولاړه لیکنه دی کړی په قلم دی برکت تل هڅاند اوسی.

  3. تاسو هغه شيان ليكلي اوهغوخبروته مي گوته نيولي كوم چي هرافغان ته دلمر په شان مالوم دي .او بل داچي كه تاسو دافغانستان دتيرتاريخ سياسي رهبران او شخصيتونه يادوي نوبيا ولي بيله تعصبه هغه دمجاهدنود(١١)گوندونو درهبران نومونه نه اخلي اودهغوي نومونه هم بايد يادكي كوم ،چي (٩)كسان يي يوازي پشتانه وو. داشرف غني سخه خلك په دي گيله مند دي ،چي هغه دانتخاباتومخكي پخپله ناري وهلي ،چي په دولت كي سهامي شركت نه غواري.ولي اوس ناببره خبره بل شانته شوله.خوبيا هم سياسي زيركوالي او پاخه پلان اوتكتيك ته ضرورت شته ،كوم چي دخلكو فايدي پكي وي.په أصل كي دافغانستان خلك تل مشرانوغولولي دي اوپرخپلو وعدوباندي يي عمل نه دئ كري.

  4. هر ځه به ومنو مشکلات شته امریکایان پښتانه نه غواړی روسان یی نه غواړی همداسی نور یی هم خو خبره دلته ده چی ډاکټر صیب اشرف غنی باید نور خپلو خلکو ته په خپله ژبه وغږیږی د توری بوړی او د پنجشیر تر منځ فر ق وکړی توره بوړه کی اوس هم د احمدشاه بابا د وخت غوندی خلک بیچارګان غره ته ځی ډوډی پری پیدا کوی پلارونه بچیو ته غنم خرڅوی پوهنتون پری وایی خو بدبختانه د کابل په خکومت کی څوک ورته ماموریت هم نه ورکوی او وروسته د پوهنتونه اردو ته ځی همداسی ټول پښتنی ولسوالی خو پنجشر بیا د اروپا په نقشه جوړیږی د ریاست جمهوری مقام نه راوخله تر ماموریت پوری ټول همدوی دی سبا بیا د ځان د پنجشیر او موسی قلعه د یو مشر په خیث ځان ونه ښای ی پروان مشر لری او غم یی کوی خو د پښتنون یوآځنی هیله اوس ډاکټر صیب اشرف غنی ته ده چی دا هیله یی په خاورو بدله نکړی

  5. محترم ليكونكي سلام؟
    ليكنه مو دقدر ورده زه به درته نور خه نه ليكم .
    ملا نصر الدين به كور كي استر أحت وو دكور بهر غالمغال بيداشو ملا دمور خخه وبوشته بيرون خه خبره ده ،موري ورته وويل نه بوهيرم جه خه بيش شوي ،ملا كمبله له خانه تاو غو شتي بيرون لأرشي موري مانع شوه مكر ملا سرزوري روكره بيرون ولارو شورشيانو به ملا حمله وكره كمبل ي تري واخيسته فراري وكر ملا وابس كورته راغي مور ورخخه وبوشته جه خه خبره وه ،او كمبله دي خه كره ،.
    ملا نصر الدين ورته وويل غالمغال ي خما به كمبله وه غلو خما خخه كمبله به زور واخيسته نور وتشتيده غالمغال خلاص شو ددوي غالمغال خما به كمبله وو:
    كرانو ورونو نه غوارم به تفصيل سره تبصره بري وكرم تول بوه با دانشه إنسانان ءي أوهر يو به دي شه بوهيزي . جهانيان، أودّ منطقي وكري او ممالك بالخاصه همسايكان به ملي اوبين المللي شكل دبشتون اوبشتنو دشمن دي واءي بشتانه خمونز دبلانو نو خند دي بايد بشتانه دخمكي به مخ نابود أويا دبشو ولويزيء. انكليس دموقع به استفاده دخبل قديمي انتقام اخستلو به خاطر بر علاوه دسبكو او درندي سلاح ،كمياوي او بيولوزيكي ،زهري سلاح وي هم به هلمند كي به مشتو بشتنو استعمال كري . اي بشتنو ورونو زماني او تاريخي جبر خخه ،بند وأخلي ويش شي يو موتي شي دخان او دخبل بعدي نسل دبشتون او دبشتنو حقه حقوقو خخه مردانه وار دفاع وكري. كه جيري سره يو خاي أويو موتي نه شي وركيدل مو حتمي دي.حقاني به يوازي خان وكرلي شو جه شمال تلواله تر أيرانه وزغلوي نن تاسي ديو دعبدالله دجواب نه ءي. داولي جه خبل منخي اتفاق او اتحادنه لري
    .مخ به وراندي ديو واحد أفغانستان به هيله

  6. ! ښاغلی ضیا صاحب
    په قلم او ګوتو مو برکت شه ما فکر کاوه چی تاسو به یواځی اقتصادی لیکنی ښې کوی مګر داځل ستاسو دغی په موقع سیاسی لیکنی زموږ تنده ماته کړه یانی په خپله دی لیکنه کی مو له هر اړخه د پښتونو ستونزی او لاملونه په رښتني ډول څېړلي دی ، که ستاسو په خبره پښتانه د احساساتو پرځای لږ له تدبیره کار واخلی او په خپلو کی یو موټی شی او یووالی ولری نو کومه خاصه ستونځه نشته او کولای شي چی په ډیر لږ وخت کی په خپلو ناخوالو لاس بری و مومی ،خو په خواشینی سره باید ووایم چی همدا اوس هم ځینی پښتانه د قوم پرځای د خپلو ګټو په فکر کی دی او د پښتون برخلیک همداسی ګونګ و نامالو پاتی دی

  7. دغه شان مهم تکو له بده مرغه در کم خلک متوجه دی هو هیله لرم چی تولو ته پیغام ورسگی او سر په خبر خلاص کا, او الله فاک دی تاسی یعنی لیکوال صاحب اجرونه نصیب کری سی دومره حه لیکنه یی کری خو له بده مرغه سی بیا هم بعضی ورونه سر په خبر نه خلاص کوی چی دا ولی ؟

ځواب ورکول عزیزالرحمن (طاهر)و ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *