تاند – د پښتو ژبې نومیالی هنرمند او سیاسي فعال سردارعلي ټکر وایي چې که په پښتونخوا کې د خان عبدالغني خان ( غني خان )‌ په تګلاره عمل شوی وای نن به پښتانه ازاد ول.

د امریکاغږ اشنا تلوېزیون سره د بابړې د شهیدانو د ورځې په مناسبت په یوه سیاسي او هنري مرکه کې ښاغلي ټکر وویل چې د غني خان تګلاره د هغه د پلار باچاخان د عدم تشدد له تګلارې څخه جلا وه. نوموړی وايي چې غني خان خواوشا ۵۰ زره وسله وال کسان درلودل او د هغه نظر دا وو چې خپلواکي د مټ په زور اخیستل کیږي.‌

سردارعلي ټکر وایي چې، پاکستان پښتنو ته په ۱۹۴۸ کال کې هغه وخت لغته ورکړه چې د بابړې په مقام یې بې درېغه ووژل او بیا یې حتی د خپلو ویشتل شویو ګولیو تاوان هم ترې واخیست او ویې ویل چې که مرمۍ ورسره نه وای خلاصې شوې یو به یې هم ژوندی نه وای پرېښی.

ټکر وایي چې پاکستان پښتنو ته غداران وایي او دوی ورته وایي چې نه مونږ محب وطن یو،‌ او په دا دومره موده کې دا صفایي ونشوه.‌

ویل کیږي چې، په ۱۹۴۷ کال کې د لوی هندوستان په وېش سره پښتنو او بلوچانو هم غوښتل چې د خپلو ځانونو له پاره د پنجابيانو د پاکستان په څېر د پښتونستان او بلوچستان مستقل مملکتونه جوړ کړي خو پنجابیانو یې سخت مخالفت وکړ او بېلابېل پاڅونونه یې وځپل. بنګالیانو په ۱۹۷۱ کال کې خپل بنګله دېش د پاکستان له قید نه ازاد کړ،‌ بلوچان لا تر اوسه پورې خپلې وسله والې مبارزې ته دوام ورکوي چې په وروستیو وختونو کې یې خپل غږ نړیوالې ټولنې ته هم رسولی دی خو داسې ښکاري چې یو شمېر پښتانه او په ځانګړې توګه د خیبر پښتونخوا اوسېدونکي د پنجاب د پالیسیو په مقابل کې پټه خوله غوره ګڼي.‌

2 thoughts on “که د غني خان په پالیسۍ عمل شوی وای نن به پښتانه ازاد وای”
  1. پښتانه ځکه پټه خوله پاته دي چې دلته په افغانستان کې نه شهید سردار محمد داود خان شته او نه شهید دوکتور نجیب الله . وایی که خان یی نو په یارانو یی .

  2. داهرڅه امکان لري چه لمړې دپستونخوا پښتانه اود کوټي پښتانه سره يوه خوله شي او متحد شي بيا کولاي شي چه خپل غږ تر نړۍ ورسوي او وروسته مسلحانه مبارزه شروع کړي داکار ډير سان دي

ځواب ورکول حسن ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *