ليکوال: انجنېر عبدالواحد کټوازی سلېمانخېل

تر دې مهاله که د نړيوالو ادارو د سروې راپورونو، د کانديدانو کمپاينونو او ولسي خلکو نظرياتو ته پام وکړو، نو داسې ښکاري چې هيڅوک به هم په انتخاباتو کې په سلو کې پنځوس رايې و نه ګټي.

څو ورځې د مخه د (ART Consulting) نړيوالې ادارې د افغانستان د انتخاباتو په باب يوه سروې ترسره کړه  چې د کانديدنو د رايو فيصدي يې داسې ښوولې وه:

۱: ډاکټر اشرغني احمدزی: 27,1%

۲: ډاکټر عبدالله عبدالله: 24,6%

۳: ډاکټر زلمی رسول:8%

۴: استاد عبدرب الرسول سياف:2,7%

۵: محمدشفيق ګل اغا شېرزی:2,3%

۶: انجنير قطب الدين هلال: 0,3

۷: هدايت امين ارسلا: 0,2

۸: داود سلطانزوی: 0,1

تر دې مخکي هم په دې اړه يوه سروې ترسره شوې وه چې ډاکټر عبدالله عبدالله يې تر ټولو مخکښ کانديد بللی و، خو که يواځې پر دې سروې ګانو تکيه و نه کړو او ولسي ذهنيت په پام کې ونيسو نو ولس په دې باور دی چې  په دې ټاکنو کې يو مخکښ مثلث تر سترګو کېږي، مثلث په دې مانا چې قوت يې تقريبا سره برابر دی چې دا درې کانديدان ډاکټر اشرف غني احمدزی، ډاکټر عبدالله عبدالله او ډاکټر زلمی رسول بلل کېږي.

که په سروې کې راغلي توپيرونه او پاته پنځه کانديدان له پامه وغورځوو او د يوې فرضيې له مخي رايې په مساوي ډول پر دريو برخو ووېشو، نو بيا هم هيڅوک په سلو کې تر پنځوسو زياتي رايې نه شي ګټلای، هغه دی چې د ولسمشرۍ انتخابات به دوهم پړاو ته ځي، نو که چېرې انتخابات دوهم پړاو ته ولاړ شي، نو د دريو عمده حالتونو احتمالات ورسره تړلي دي:

الف: ناامني جوړېدل:

ډاکټر اشرف غني احمدزی او ډاکټر زلمی رسول ډيموکراټيک او مهذب کرکټرونه دي، دوی که انتخابات بايلي نو بيا هم غير مدني غبرګون نه ښيي، خو ډاکټر عبدالله عبدالله او نظار شورا تر دې مهاله د ټوپک په زور امتياز اخيستی دی. د پينډۍ له غونډې نيولې بيا د بن تر کنفرانس پورې د هغوی د جنګي انډيوالانو، ملېشيي قوتونو او جنګي روحيې ته په پام سره امتياز ورکړل شوی دی،  د هغوی شا ته نه مدني بنسټونه شته او نه هم ولسي قوت، بلکې تل يې د کرزي غوندي ډارن نظام څخه ګټه پورته کړې او په دولت کې يې د ټوپک په زور غوښنه برخه غوښتې ده.

د نظار شورا له پيله بيا تر اوسه قومي سياست کړی دی، آن دا چې يو وخت يې له طالبانو سره د خبرو لپاره په اجنډا کې دا موضوع هم ځای کړې وه چې سياسي واک به د قومي انډول په پام کې نيولو سره وېشي.

دوی ځکه دا کار کوي چې د دوی په سياسي ايډيالوژۍ کې دا قوت نشته چې ولسونه دې پر ځان راټول کړي، که خبره د اسلام وي نو استاد سياد، حکمتيار، ملا محمد عمر او نور هم د اسلام نارې وهي، يوازينی اواز چې دوی ته ځانګړی رنګ او هويت ورکوي هغه د قوم خبره ده، نو که چېرې ډاکټر عبدالله عبدالله په لوړي پړاو کې انتخابات وبايلي نو غير مدني او غير ډيموکراټيک غبرګون به وښي، لارو او کوڅو ته به راووځي او پر دولت به دا تور ولګوي چې په انتخاباتو کې يې درغلي کړې ده. د سرای شمال اله ګوله د ټولو ياد ده چې څومره چپاول وشو او څومره عامه نظم ګډوډ شو.

ډاکټر عبدالله به په دې پوه شي چې د دوهم ځل لپاره يې ماتې خوړلې ده، پر دې سربېره به بل مات شوی کانديد استاد سياف هم پخواني پناهګاه (نظار) ته ورشي او دا ډول به غاړې ته واچوي چې مجاهدينو ته حق نه ورکول کېږي، دوی له هيواده دباندې هم پلويان لري او هغوی به هم همدا خبره ورسره بدرګه کړي. کله چې حامد کرزي ارواښاد مارشال فهيم له دفاع وزارت څخه ليري کړ، نو د روسيې دفاع وزير انتقاد وکړ چې حامد کرزی له مجاهدينو سره د مور او ميرې چلند کوي.

ب: د اضطراري حالت اعلانېدل:

کله چې نا امني ډېره شي نو حامد کرزی ته به يو طلايي چانس وي، ځکه کرزي دې موقع ته له پخوا لا ورځې شمېرلې چې خپل د واک موده وغځوي او څو کاله نور هم په واک کې پاته شي، ده تر انتخاباتو يو کال مخکې لا يو تمرين پيل کړی و، درباري او مصنوعي قومي مشرانو ته يې وويل چې غونډې جوړې کړي او ووايي چې اوس انتخاباتو ته زمينه نه ده برابره، بايد لومړی امنيت راوستل شي او بيا انتخابات وشي، نو په هغه صورت کې چې ګډوډي راشي د ټول ملت سترګي به د حامد کرزي خوا ته کږې شي چې حامد کرزی  مداخله وکړي او دا بحران ختم کړي، کرزی صاحب خو نو هغه دی معلوم دی چې له ډاره به نظار شورا ته پر ماتي سربېره په نظام کې ښه غوښنه ونډه ورکړي او په دې ډول به دی هم څو کاله نور په واک کې پاتې شي.

ج: د انتقالي حکومت اعلانېدل:

کله چې له يوې خوا امنيت خراب شي اوله بلې خوا ډيموکراسي له ګواښ سره مخ شي نو دا ټوله پړه پر نړيوالې ټولنې ور اچول کېږي، دا مهال به نو ټول دې نتيجې ته ورسېږي چې د اوسني ټيم تر نظارت لاندې واقعي انتخابات ممکن نه دي، بايد د دولت رهبري له سره نوې او موقت حکومت جوړ کړای شي، بايد د موقت حکومت لپاره بيخي يو نوی ټيم راوستل شي، داسي يو ټيم چې نه په فساد ککړ وي او نه يې په اوسني فاسد نظام کې لوړ پوسټونه درلودلي وي.

د موقت حکومت طرحه باندې مخکې تر مخکې لا کار شوی دی، څو مياشتي دمخه امريکايانو استاد عبدالستار سيرت ورغوښتی او په دې اړه يې تفصيلي خبرې ورسره کړي وې، ان دا چې د کانګرس له ځينو غړو سره يې هم کتلي او د موضوع ټول اړخونه يې څېړلي دي.

طالبان، حزب اسلامي، سلفيان او حقاني شبکه چې تر اوسه يې فساد، له واک څخه د دوی شړل، د دوی سپکاوی او پخواني جنګسالاران په غېږ کې نيول د جګړې لپاره پلمه کړي وو، په نوې روحيه به سياسي ميدان ته راوړاندې شي، پاکستان چې تر بن وروسته په افغانستان کې د هند له نفوذ څخه اندېښمن شوی و خپله مداخله به کمه کړي او په دې ډول به په افغانستان کې د سولې لپاره زمينه مساعده شي.

هغه څه چې د تېرو دوولسو کالو لاس ته راوړنې بلل کېږي هيڅوک به يې نه په شا کوي او نه به يې تښتوي، معارف، رسنۍ، ساختماني کارونه، مدني ټولنې، ډيموکراسي، د بيان ازادي او نور هر څه به پر ځای پاتې وي، بلکې يواځي به يې رهبري بدلېږي او اصلاحي بهير به پيل کېږي.

ټوپکسالاران چې په لومړي بن کې يې خوله خوږه شوې، ډېر نازول شوي او په اوږو کې سپاره شوي، دا ځل به توند چلند ورسره کېږي.

د بشري حقونو سازمانونو له پخوا  څخه د جنګي جنايتکارانو په اړه اسناد او شواهد راغونډ کړي او دې ورځې ته يې ساتلي دي، دا اسناد به د رسنيو له لارې اعلانېږي، کله چې ملت خبر شو نو د دې جنايتکارانو پر ضد به راپاڅي، نړيوال به د دې پاڅونونو ملاتړ کوي او د جنګي جنايتکارانو د محاکمې خبره به نړيواله کېږي،  بيا به د همدې شواهدو او ولسي پاڅونونو په رڼا کې د جنګي جنايتکارانو يو ليست اعلانېږي، وروسته به د هاګ محکمه د جنايتکارانو دوسيې څېړي.

په دې بهير کې به يو جنايتکار نه وي محاکمه شوی، خو شل جنايتکاران به له هيواده تښتي، يو جنايتکار به له هيواده نه وي وتلی چې شل نور به له نوي پروسې سره خپل ملاتړ اعلانوي، هر جنايتکار به هڅه کوي چې لږ تر لږه سر او مال دي يې خوندي شي، په همدې ډول به د نوي بن مخالفين ميدان خالي کړي او د نوي بن لپاره به لاره اواره شي.

په نوي بن کې به د موقت حکومت طرحه وړاندې شي او فساد به له پخواني حکومت سره وتړل شي. موقت حکومت به لږ تر لږه د دوو کالو لپاره وي، په دې دوو کالو کې به دولتي  بنسټونه اصلاح شي، له سره به انتخابات راوغوښتل شي او په پايله کې به يې امريکايان او نړيواله ټولنه د لومړي بن ټول اشتباهات جبران کړي، که دا ځل نړيواله ټولنه د فغانانو په سترګو کې خاوري و نه دوړوي او سياسي واک له فاسدو کړيو له منګولو وباسي نو دا به هغه څه وي چې د افغانانو ملي ګټې به هم پکې نغښتي وي.

0 thoughts on “که د ولسمشرۍ انتخابات دوهم پړاو ته ولاړ شي؟ سلېمانخېل”

ځواب ورکول qudaratullah ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *