تاند- د طبي علومو څېړونکي وايي، د وېلني یا نعنا په کوچنیو پاڼو کې بې شمېره ګټې شته او د ډېرو ناروغیو د درملنې لپاره د دوا کار ورکوي.

د څېړونکو په وینا وېلنی خواړه هضموي او د معدې په فعال ساتلو کې مهم رول لرلی شي.

د وېلنې خوړل سردردي ژر ختموي، تنفسي ستونزې کموي، د ستونې او سږو افکشن یا عفونت له منځه وړي.

که څوک هره ورځ وېلنی خوري د سا تنګي ناروغي یې ښه کېږي. 

19 thoughts on “که د وېلنې له ګټو خبر شئ، تل به یې خورئ”
  1. زه نژدي د افغانستان هري سیمي ته تللئ یم او د هر ټبر او قوم سره می کتلي دی خو دا د نعنا نوئ لغات (ویلنی ) راته ډیر پردئ ښکاری نه پوهیږم چی د پورب کومی ژبی ته نژدی ورته والی لری خلګ او دنیا لګیا هرڅه اسانه کوی زموږ پښتانه چی حتی تر اوسه پوری په پښتو باندی یو رسمی لیکدود نلری هر سړئ لګیا دی هرڅه چی پرخوله ورتلل هغه لیکی پدی نژدو کی ډیر نوی نوی شیان او نوی نوی لهجی د لیکدود برخه ګرځوی لیکواله قلم دی مات سه چی پښتو خرابه وی د یو پیژندلی سوی بوټی نوم چی نعنا دی ولی کوښښ کوی چی خپله د لرګی ماته ګوډه د محدود لږکی ټبر لهجوی لغات باندی پښتو بدرنګه کړي

  2. محترما! (ايلني) يا ويلني زمونز د زبي اصلي توري دي. او نعنا يوه عربي او فارسي كلمه ده.

  3. Salam Alikum,
    Welanai kedaishi che Pakhto loghat wee, de na-naah nom wee aw ma pa khaw ham ma awordilai dai… Ke taso pre na pohaigai, feker kem che de likwal gunah nada…

    De likdod niweka de bel kol par zay da…. Pakhtana bayyad sam likdod jor keri!

  4. نورالله وروره دا خو ډیر دروغ وایې چې د هیواد هرې سیمې ته تللی یې زه خو وایم چې بیله خپل کلي نه به د بل هیڅ ځای هم نه وي لیدلي، په هر ځای کې دا بوټی د وینلي په نوم یادیږي .

  5. نورالله وروره سلام
    وروره ويلنی پښتو نوم دی او د سهيل سيمې په ځانګړي ډول څاځي، منګل ورته همدا نوم کاروي، کيدای شي له دې پرته په نورو سيمو کې هم همدا نوم ورته کارول کيږي، نعنا عربي کليمه ده، دا چې موږ په خپله ژبه کې يو شي ته خپل نوم لرو څه اړتيا ده چې د بلې ژبې نوم ورته وکارو
    مننه

  6. ښاغلی نورالله خانه!
    دا خبره فکر کووم سمه نه ده چې ویلنی له کومې اروپايي ژبې څخه را اخیستل شوی، زما په اند ته به مالومات نه لری، مونږ د ننګرهار خوږیاڼي‌ په عمومي ډول ویلنی، ویلنی بولو، ډیر کم وګړي به یې د نعناع (چې عربي نوم یې دی) په نامه وپیژني.
    دا چې ته نه پرې پوهیږی او یا نه یې پرې خبر هغه د لیکوال ګناه مه ګڼ،‌ نیوکه د اصلاح په موخه خوند کوي، که په بل غرض وشي هغه نیوکه نه بلکه سپکاوی ګڼل کیږي.
    هیله ده خوا بده نه کړی

  7. Mohtaram Rohullah wrora, de welany (Nanaa) ba taa ta naway loghat wi kho za kho ye le mashomtoob sakha tar osa le har chaa awram.

    Mog, padina ham war ta wayo 🙂 Nanaa , welany aw padina

  8. ګرانه نورالله جانه د ویلني نوم په هر ځای کې شته او د نعنا هم دا چې ته وايي زه د افغانستان په هر ځای کې ګرځیدلی یم دا خبره سهوه کوې ځکه چې نعنا ته ویلنی اول زمونږ وطن کې ورته وايي دویمه خبره دا ده چې یو ځل له قندې کوچی پوشتنه وشوه چې په څو ژبو کې دې سندرې کړي هغې ورته وویل ما خو په ډیرو ژبو کې سندرې کړي خبریال حیران شو چې والله قندي کوچی هم لکه په ډیرو ژبو خبرې کولی شي ،نو سمدستي خبریال ور غبرګه کړه چې په کومو کومو ژبو هغې ورته ځواب کې وویل چې ،ځاځي،ځدراني،منګلي او داسې نورې د پښتو د ژبې هغه لهجېوزته وشودې اوس خبره تاته دا کوم چې وروره ته به د خپل ولایت په څوسیمو ولسوالیو او قومونو باندې ګرځیدلی يې،نو اوس وايي چې نعنا ته چا ویلنی ویلی دی او بله خبره د پشتو لیکدود ده په دې ستا وروره سر نه خلاصیږي هر څوک لګیا دي خپلې ژبې ته خدمت کوي مونږ او تاسو پریږده په خپله ژبه شرمیږو.باید په خپله ژبه ونه شرمیږو شه خدمت ورته وکړو او لا نوره يې هم تقویه کاندو تر ځو نړی په پرمختللو زبو کې راشي.

  9. تاسو که یې ویلنی بولۍ او یا عربي نعنا خپله خوښه مو! خو ما په وردګو، غزني، کلات، کندهار،روزګان او لښکرګا کې د شمشوبي په نامه اوریدلی او پیزندلی موږ په کور کې ورته شمشوبــــــــــــی وایو

  10. وروسته له سلام عليكم و رحمةالله نه : دى ورور چه د ويلنى په نوم نيوكه كرى : د وردگو ولايت جغتو اروند سيمو كى مونژ ورته( وينلى ) وايو او د وينلى اصلاح شوى دول همدا نعناع كه نعنا دى
    او مونژ د وردگو په پيژندل شوى غره گربت كى يو بل سه هم لرو چه خوند يي د وينلى غوندى دى خو بوتى يي كوچنى دى هغى ته كاركوتى واييو. وسلام

  11. ويلنى يا نعنا خو مورا زده كرل. آيا دا ترتيزك هم په پشتو كي نوم لري.مننه

  12. ینلی یا وینلی
    ینلی د لښتي یا ولئ په غاړه زرغونیږی چی کليوال یی وچه وی
    او ګرمۍ کې یی په شړومبو یا تروو کې کډه وی
    ینلی سپین بخن رنګ لري
    بوټی یوه ولیش یا خوری ګوتی وی
    او نعنا ته په ننګرهارا کې پودونې وای
    خو د ینلی او پودونې [ نعنا ] خوند څه یو شان دی
    کلیوال وای کله چی ینلی د شړومبو سره و څښی [ ووړي کې ] بدن یخه وې
    مننه ښاغلو

  13. هغه لشمک پښتانه چې یواځې د ښار په څو کوڅو او دکانونو کې ښکته پورته شوي او د پښتنو پراخ ژوند یې نه دی لیدلی په پښتو ویلو کې ډیره ستونزه لري. ځینې پښتانه متاسفانه مفرس دي په خپل کور کې پوره پښتو نه لري خاله(ترور) او مور او نور یې نور خلک وي. یواځې دې باندې غوروپرش کوي چې محمدزی یا پوپلزی یا یوسفزی دی. دوی خوارکیان د پښتو لغتونو د ذخیرې له قحط سره مخامخ وي. هغه خپله پښتو ورته پوره ښکاري کله چې درسته ، سمه او پوره اصیله او اسانه پښتو واوري نو دی خوارکی خو پرې نه پوهیږي نو بیا وايي چې دا خو په پښتو کې نشته . که ورته ووايې چې ته خو په پښتو نه پوهیږې نو سم دواره وايي چې زو پښتووان یوم زوما مور یا پیلار کې پښتون دي زوما بابه کلان له کندهار نه راغې وه. زو پو قوم کې پوپلزي دي. نو خوارکي تل په فارسي کې د نعنا عربي کلمه اوریدي وي بیا نو ورته وینلی پردئ کلمه ښکاري.

    استغفرالله

  14. دا یوه ورور خو اشتباه وکړه چی دا اروپایی کلمه ده خو هغه بل ورور همیشه شنشوبی د د ویلنی په نامه خوړلی دی هههههههههههه

ځواب ورکول rasol ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *