اصغر کېنوئ  عثمان غني راولئ.

   څوک دې نه خفه کیږي، که اصغر درته  سلیزه هم جوړه کړي ورته مه خوشحالیږئ ځکه هغه مسلکي لوبه نه شي کولی توکل ډزی دی. د عثمان غني نه لوبول ښکاره ظلم دی. عثمان مسلکي لوبغاړی دی. په تېره لوبه کې مو له لومړنیو توپوهوونکیو نه کیسه ورانه شوه، که چېرته له جاوید سره عثمان وای نو بیا به شاید د لوبې پایله بل ډول وه. عثمان د هند خلاف ښه لوبه کړې وه.

    افتاب کېنوئ  ګلبدین راولئ .

د افتاب لوبه بده نه ده خو دلته توپوهونکی(بیټسمین) ته اړتیا ده، بیټینګ موباید قوي کړو، که په ده مو زړه نه کیږي میرویس اشرف کېنوئ، خو د ګلبدین راوستل اړین دي. ګلبدین کې دا جوهر شته چې  په سخت وخت کې درته منډې جوړې کړي او کله کله یې بالینګ هم چلیږي.

    که امکان یې وي افسر کېنوئ شفق راولئ.

 افسر اوسمهال یو ښه ویکیټ ساتونکی بللی شو خو ښه توپوهونکی نه دی. افسر په لوبډله کې یوازې ویکټ ساتنې ته نه دی اخیستل شوی، د توپوهوونکي ځای یې هم نیولی دی. د نړۍ په ټولو لوبډلو کې ویکټ ساتوونکي ښه توپوهونکي هم دي نو شقیق الله شفق یې ښه بدیل کیدای شي.

   کله چې لوبډله د وړتیا پر اساس جوړه شي بیا څوک په بایللو نه خفه کیږي. اوس خو دا سړي ته زور ورکوي چې عثمان غني دې ناست وي، افسر او اصغر دې لوبه کوي. نور علي او شفق دې هم  په کور وي.

راتلونکوو لوبو ته د افسر او اصغر غم پکار دی. نور نو په هر حالت کې د خپلې لوبډلې ملاتړ کوو ستاینه یې کوو او پرې ویاړو.

——————————

د لیکوالو نظر د تاند د دریځ ښکارندويي نه کوي.

One thought on “که زما منئ!- میوند  شینواری”
  1. شیواری صیب!
    مونږ خو په همدې ویلو ستړي شوو، عثمان غني چې په مسلسله توګه یې ښه لوبه کړي، تخنیکي لوبغاړی دی کښېنول کېږي، تر آفتاب عالم نه دولت ځدران ۱ په سله ښه دی، هم سرعت لري او هم بال تاوولای شي، خو چې ورور یې د سلکشن کمېټې غړی دی نو آفتاب به څوک کښېنوي، که تاسو په ټیم که میډیم بالر غواړۍ چې بیټینګ هم درته وکړي نو ګلبدین ولې نه راولی ترمیروس اشرف ډېر ښه دی. که د ټیم ډاکټر (فزیو) ووایي چې افسر انفټ دی او لوبه نه شي کولای نو د کرکټ شورا اجازه ورکوي چې شفیق الله راولي.
    خو چاته ووایې دوی کاڼه دي

ځواب ورکول عمر آرین ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *