«که زه درسره نه وم» د ایمل امیدي ناول دی چې له ننه یو کال مخکې چاپ شوی او سر له ننه یې د تاند په وسیله تاسو ته وړاندې کوي.

تاند

————————————-

د كتاب پيژندنه

د كـتـــاب نوم         : :                      : :   كه زه درسره نه وم؟

لــيـــكـــــــوال       : :                      : :    ايمل « امـــــيـــدي »

كــــمـــپـــــوزر      : :                      : :  حكمت الله  «  هلال »

ډيــــــــــزائــــن     : :                       : :   ايمل « امـــــيـــدي »

د چـــاپ كــال       : :                        : :  جوزا ۱۳۹۲ ل كــال

د چاپ شمير         : :                        : :    ۱۰۰۰  ټــــــوكــــــــه

اړيــــــــكــــــه     : :                         : :  ۰۰۹۳۷۰۰۰۰۲۵۹۵

 [email protected] برېښناليك

۱: هغه مينانو ته چي خپل ثمرته درسيدولپاره يي خپل ژوند وقف کړى وي خورسيدلى نه وي.

۲: دفريد سپيڅلي ،پاكي اوله حيا  ډكي

 ميني ته .

مننه اوكوروداني:

دخداي جل جلاله څخه زر واري شكر كوم چي ماته يي بيادومره وس او توان راكړ چي خپلومينوالوته يوبل ناول وليكم. رابه شم دناول تعريف ته ترڅولوستونكي لاهم ښه ورباندي وپوهيږي.

ناول دلاتيني ژبي د (نووس) دكليمې څخه اخستل شوى دى چې نوى شي ته وايي.

اودناول تعريف هم داسي دي چي ناول په لغات كي نوي،تازه او عجب ته وايي.

ناول ته ځكه ناول وايي چې د زړو فكلوريكونكلونو اوافسانوپرځاي يو نوى شي منځ ته راغى.

دناول جوړښت له كيسې سره ډير ورته دي مګر توپير يي يوازي دادي چې ناول څوغوټي لري او كيسه يوازي يوه يا دوې  غوټه لري. كيسه يويادوه كركټره لري خوپه ناول كي هرڅومره كركټره راتللاي شي.

كيسه يوازي يوه يادوې  پيښي انځوروي مګرناول څوپيښي رانعاړي. اوبل ناول ته دكيسې اوږد شكل هم ويلاي شو.

كيسه له يوې جملې څه شروع تر پنځلس مخونو پوري. ناول له پنځه اويامخونوڅه شروع تر پنځه سوو مخونوپوري. اوكله چي له پنځه سوو مخونواضافه شونوهغه ته بياناول نه بلكي رومان وايي.چي له پنځه سوو صحفوڅخه تر پنځلس سوو صحفوپوري وي چي له دې څخه بل داسي اوږد فورم نشته اونه تراوسه چاورته كوم نوم انتخاب كړي.

دلته لوستونكوته سوال پيدانه شي چي له پنځلس مخونوڅخه ترپنځه اوويا مخونوپوري هغه داستان ته څه وايي،نوهغه ته بيارومالټ وايي.

 يادونه يي ځكه اړين بولم ترڅو له ټولو اړخونوسره دكيسې،ناول،رومالټ اورومان اشناشو.

خداي جل جلاله دي وكړي چي ستاسودخوښي سبب وگرځي اوبحث يي راڅخه اوږد شوي نه وي اوكه كمه غلطي اوياكم ځاي راڅخه اشتبهاه شوى وي نو ستاسو ټولو څخه معذورت غواړم داځكه چي انسان له اشتبهاتوڅخه خالي  نه وي.

 له ښاغلي حاجي هدايت الله ( فضي) څخه يوه نړۍ مننه كوم چي په دې ناول دتصحح ، اوورسره دكمپيوټري سهوي چي كي شوي وي، په پوره ايماندارۍ او له مصرفوتونوسربيره خپل قيمتي وخت ورته ضايع كړ. ورسره له ښاغلى اونيږدې ملګري حكمت الله (هلال) څخه هم يوه دنيامننه كوم چي دخپلوبوختياوو سربيره يي زمادناول كمپوز ته ځگر وټكوي. همدارنگه دخپل نيږدې ملګري اوتكړه شاعر عبدالمنان (هنر) څخه يوه نړۍ مننه كوم چي زه يي دادب په ډګركي ډيرهڅولى يم اولا مي ورته هڅوي.

د يوروښانه،اباد اوخوشحاله افغانستان په هيله.

ستاسو ورور

ايمل اميدي

۲۹- ثور- ۱۳۹۲

کلات ښار خپله جونگړه

———————————————————————۱

بسم الله الرحمن الرحيم.

لومړى څپرکى

مابه هميشه خپله دخاطراتوکتابچه له ځانه سره ګرزوله ،داځکه چي هره موضوع به راته پيښه شوه ما به هغه له ځان سره نوټ کړه اودامي ټينګ عزم اواراده کړې وه  چي ترڅوژوندى يم خپل دژوندخوږې  اوترخې خاطرې سره يوځاي اوهيڅ يي هيريدو ته پرينږدم .که څه هم نيږدې ملګري مي  اصف هم دکتلو لپاره په واري واري راڅخه غوښتنه کوله خوماورته نه ورکول اونه مي غوښتل چي څوک دي زما دژوندله رازه خبرشي.يوه ورځ اصف خان گوښه کړم اوراته ويي ويل چي ياره داسي ښايسته خوښينه لرم چي بيخي نورنودښايست زور نه په رسيږي .ماله هغوي سره خبرې کړي اوهغوي مي په دې رضا کړي دي چي ستاسره دوستي وکړي نوراځه چي داکاردرته وکړم.خوماته به يي چي کله داسي خبري وکړي مابه سخت غبرګون ښودي اودابه مي په سختوټکو ردوله چي ته ولي نه پوهيږي ،زه نه غواړم چي په ژوند کي بل واده وکړم ،دابه مي ورته وويل اوځني خوابدي به شوم، دوي دري ورځي به مي بيخي ورسره ليدل هم نه ،خوبيا به ورته مجبوره وم اوهيڅ چاره مي نه ځني درلوده ځکه دډيرې مودې انډيوال مي و.ده غريب به زما په خاطرډيره هڅه اوکوښښ کاوه خوپه دې نه پوهيدى چي زه ولي بل واده نه کوم.دده دا ګمان و چي پرما خپله لومړنۍ ښځه ډيره ګرانه وه اواوس نه غواړي چي  دهغې ځاي دي بله ښځه ونيسي،خوپه اصل کي دى مي هم له موضوع صحي نه وخبر.يوه ورځ اصف خان خپلونوروملګروته ميلمستيا کړې وه ،زه يي هم خبرکړي وم ،ښه وخت موسره تيراوښه ډيرمجلس مووکړ .کله چي دخوب وخت شونو نورملګري يي خپلوکورونو ته ولاړل زه ورسره پاته شوم،ما دپنځودقيقو لپاره غوښتنه ځني وکړه ترڅو دميلمستيا ټول تفصيل په خپلو خاطراتو کي وليکم ،ده غريب هم راته اجازه راکړه اوراته يي وويل:

(ستادي دښادي دخاطراتوکارشي،هميشه ته يي اوخاطرات) ما ورته وويل:اصف خانه !ته نوددې خاطراتوله خونده څه خبريي؟

– (خداي جل جلاله مي دي نه ځني خبروي ،بيابه لکه ته دغسي ليونى يم،بل کاربه نه لرم اونه به بل کارکولاي شم)

_ماکارونه تاسوته پري ايښي دي.نومي په خپلوخاطراتوکي داسي وليکل:اي زما ميني !ته خوخداي جل جلاله راته دانسان په بڼه ملايكه راليږلې وې.زه ډيرګنهګار اوډيرظالم يم چي ستا مينه مي هيڅ درک نکړه.ستاهره خبره هرځاي او په هروخت کي غم خوپريږده دخوشحالۍ په وخت کي هم راته ياديږي.ته باورپه خداي جل جلاله وکړه نن مي طبيعت يو څه برابروواو دڅولحظولپاره مي هيره کړې وې اوله خپلوملګروسره مي يوڅه وخندل،

خودخندلوپه وخت مي هم نه يي هيره شوې،ما به دا ګمان کاوه چي ته هم راسره يي اودخندالامل مې ته يي.په رښتياچي اصف خان زماډيرخيال ساتي اوډيريي زړه راسره غواړي. ميلمستيا يي کړې وه ،ماته يي هم دعوت راکړى و،ډيرشه وخت مي تيرشو اوداارمان به راته ودريدى چي کاشکي ته ژوندۍ واي اومادرته هره خبره اوهره څه چي به په ميلمستيا کي تيارشوي وؤ هغه ټول ويلي واي.ستاداعادت مي ډير خوښ وچي کله به زه يوځاي ميلمه وم نوبيرته چي به کورته راتلم ،تابه له هرڅه مخکي د ډوډۍ پوښتنه کول ،چي څه شي يي پاخه کړي وؤ؟شيان يي پاک وؤ ،تاډوډۍ لږوخوړل اوکه ډيره؟بده خوبه نه وي درباندي لګيدلې؟….خوافسوس افسوس افسوس….

هيڅ په لاس نه راځي بغيردافسوس اوارمان کولوڅخه.زه ښه پوهيدم چي ډيردرباندي ګران وم بيله ما ژوند نه شي کولاي ،ستا درښتينې مينه حقيقت راته څرګنده شو.ته ددرواغو اودوکي ورکولو له جملي څخه نه وې.ته دبي وفاووله جملې څخه نه وې ،پرتا وفاخلاصه وه اوهيڅ زوريي نه درباندي رسيدى. ستا سره وفااورښتينولي هيڅ مقابله نشواي کولاي . زه ستامجرم اوستا قاتل يم ،بل څه خومي په وس کي نه دي اوس پرته ددې چي ستا يادونو ته وژاړم اويوڅه کرارخپل ناکرارزړه ته وروبخښم.تاته دي الله جل جلاله هيڅ سزانه درکوي ،زه په خپل ځان خپله شاهدي اداكوم چي زه دي قاتل يم ،تاته چي هره سزادرکول کيږي ماته دي خداي جل جلاله په دواړوجهانوکي راکړي.په دې خوپوهيږم چي ددې دنيا په سزاخومبتلا مبتلا يم اواميدلرم چي داخرت سزابه هم زماپه نصيب وي.اوف!!!که ته ژوندۍ واي اوزما داحال دي ليدلي واي نوبه درته معلوم شوي وه چي پرما څه تيريږي .دخداي جل جلاله بختوره وې چي ددنياله ټولو مصيبتونوڅخه دي ځان خلاص کړاوزه دي ورته يوازي پريښودم زه به په دي لويدلي وجود څنګه له دي ټولومصيبتونوسره مقابله وکړاي شم ؟ته وې چي زه دي له هرډول مقابلې سره اشناكړم اوهيڅ شي ته به مي وارنه وخطا، خونن زه ډيربي وسه اوتنهايم زه ستاپرته هيڅ نه يم،کله چي دي زه پرايښى يم له هغه ورځي څخه تراوسه ځان تنها اوبي کسه احساسوم.دغه څوجملې مي وليكلې  اوبيامي له اصف څخه بخښنه وغوښتل،هغه راته داسي حيران پاته و څوما ورباندي ږغ کړل ،کله چي يي راته پام شو،نويي راته وويل:

(زه په ولاتاته حيران پاته  يم ،څنګه يوپه يو دي ټول ژوند ته بدلون ورکړ؟لومړى څنګه وې اواوس څنګه شوى يي ؟ټول چورت دي له قلم اوکتابجۍ سره وي .داسي ‌‌ظلم له ځانه سره مه کوه ،اخيربه ليونى شى اومخلوق به په ځان وخندوى؟)

_يا! انشاءالله هغه حد ته به ونه رسيږم ،خوزه څنګه وکړم؟پرته له قلم اوکتابچۍ څخه په بل هيڅ شي مي پام نه غلطيږي.دغه کتابچه اوقلم دي چي زماچورت اوفکريي پربلي خواړولى دى.

زه ولي تاته څه نه وايم ،خوله تاهيله کوم ته هم بياڅه مه راته وايه.ده غريب به نورڅه نشوراباندي کولاي نوبه يي خپل کارته پريښودم.وخت ناوخته شوى و،دخوب ځاي يي راسم كړ،په ځاي كي بيده شوم، خوب نه راتلى پرخپل ځان اوحال  مي ډيرافسوس كاوه،حيران به پاته وم چي رښتياهم زه په څه اخته يم اوڅه كوم؟ټول دنيايي کارونه خووه راڅخه پاته ،دکورکارونه مي لاهم نشو کولى.

زه په دغوخپلوتيرواواوسنيو يادونو کي غرق وم چي ناڅاپه مي ساه بنده بنده كيده  اوپرسرمي ورسره درد شو،تقريباً پنځه دقيقې مي ساه بنده بنده كيده بيرته سمه شوه خود سردرد مي لاهم پسي شديد کيده.اخيرپه ځان وبيريدم چي داسي نه وي دلته پسي مړشم .په تاوان خويي پوهيدم ځکه دغه شپه مي ډيرله اندازې زيات چورت وواهه.خپله خومي څه نشوکولاي نومي اصف خان ته زحمت ورکړ اوهغه مظلوم مي دشپې په دريو بجو له خوبه راکښينوى،هغه هم سره وارخطا شواوډيرژرراغى پوښتنه يي راڅخه وکړه چي

( خيرت خو به وي درته ؟)

_خيراوخيرت دى ياره! زه يوڅه مريض شوم .يووارمي ساه بنده شوه اوسرمي هم درد ورسره شروع کړ،خوساه بندي مي ورکه شوه اودسردرد مي لاندى ورک شوى.کچيري کوردسردرد ګولۍ وي راته رايي وړه بيخي دسردرد مړکړم.دي هم په ګولۍ پسي کورته ولاړى اوګولۍ يي راته راوړې. ډيرمي پرسردرد وو دوې ګولۍ مي له پاکټه څخه راوايستې،غوښتل مي چي تيري يي کړم ،گولۍ مي لاتيري کړې نه وي چي دشاه په تخته پسي غوځارشوم.

کله چي پرسد شوم ګورم چي په روغتون كي راته سيرومان چالان دي،دوه ډاکټران مي يو يوې خواته اويوبل ډاکټر مي دابلي خواته ولاړ دى ،ماته يي مبارکي راکړه.زه يوڅه وار خطا وم خوبيا هم حيران دې مبارکۍ ته شوم چي دڅه شي لپاره مبارکي راکوي ،پوښتنه مي ځني وکړه چي خيرت خوبه وي ؟يوه ډاکټر راته وويل :

 (موږدرته دنوي ژوند مبارکي درکړه ،دخداي جل جلاله نيک بخته بنده يي چي روغ  پاته شوې ؟) دډاکټرپه خبره حيران پاته شوم چي څنګه روغ پاته شوم،ماورځني پوښتنه کوله چي دوهم ډاکټر راته وويل :

( پرتاتيره شپه مغزي سکته راغلې وه ،داسکته له ډيرغم،پريشانۍ اوله زياتوچورتونوڅخه پرچاراځي ،خوپه کم چا چي په دومره تيزصورت سره راغلې وي بياڅوك نه دي ځني پاته شوى،بس يوازي ته وي چي له دې سكتې څخه روغ رمت وتلى يي. پام دي وي که دوهم ځل درباندي داحمله راغله نوله ژوندسره به دتل لپاره خداي جل جلاله په اماني ووايي.)

ماپه زړه كي داويل چي کاشكي خونه واي پاته شوى.د خپلې راپيښي شوي ناروغۍ څخه په روغتون كي خبرشوم،چي تيره شپه داصف په كوركي راباندي حمله راغلې وه. اصف خان هم په روغتون كي دوې ورځي راسره و،وروسته ډاکټرانوراته اجازه راکړه اوله روغتون څخه يي خارج کړو.کورته نه ولاړم له اصف خان سره دده کورته ولاړم.ډيرنصيحتونه يي راته وکړل (چي ته ولي داسي له ژونده نا اميده يي ؟بايد له ژونده خوند واخلي .ژوندپه نااميدۍ اوناهيلۍ نه تيريږي.اخيردخپل كوراوخپلوملګرواودوستانوپه خاطرخوبايددځان خيال وساتئ. ته پوهيږي خدايجل جلاله مه کړه که مړشوى واي نوبه پرمونږ څه تيريدل.ولي دغسي له ځانه سره کوي اوولي دغسي له مونږسره کوي ،اخيرخودځان حفاظت فرض دى)داصف له خبرومتاثره شوم اوورسره مي داکلک هوډ وکړچي پس له دې به نورنه غم وي اونه  پريشاني .کله چي مي دغم نوم ورته واخيستي خپله دخاطراتوکتابچه مي را په ياد شول ،دستي مي اصف خان ته وويل چي وروره زما کتابچه؟ځکه زما بي له کتابچۍ يوه ثانيه هم کرار نشته .

اصف راته وويل :

(دغسي، اوس دي راسره وعده وکړه چي نوربه غم او پريشاني نه وي ،اوس بيا دکتابچي پوښتنه کوي .زه پوهيږم چي ټول غم درته كتابچۍ  جوړ کړي دى له هغې څخه دي خلاصومه اوهغه به اورته واچوم)

ماژر ورته وويل چي ګوره چي اورته يي وانه چوې؟رښتيا هم په هغه کتابجه كي زما ټول ژوند دى ،که دي له کتابچۍ خلاص کړم زه به هم مړ يم .اصف خان بيا راته حيران پاته شو چي دي ولي دومره ټينګار ددومره زحمتونواوناروغۍ سربيره په کتابچه باندي کوي ،راته يي وويل :

(اوس خونه كيږي ،سبا يي درته دركوم .اوته بايد ډيراستراحت وكړې داځكه چي ډاكټرانوډيرټينګارستاداستراحت كوى.ته نه بايد يوڅوورڅي پرځان فشارراولې.له كتابچۍ دي بيغمه شه سباله خيره يي بيرته درته دركوم)

ما چي اصف ته وکتل چي زما خبره نه مني نو مي ورته وويل : اوس چي راته کتابچه نه راوړې نويوه وعده به راسره کوې چي زما کتابچه به نه ګورې ؟دغه  وعده راسره وكړه نورنو بيغمه كيږم .اصف خان هم وعده راکړه چي صحي ده نه يي ګورم.څه ځني غواړم (که مي ستا کتابچه وکتل زما څه به هم ليونى جوړ شي.) تر ډيره راسره وو اخير مي ورته اجازه ورکړه چي نورمي يوازى پريږدى..

اصف خان چي کله کورته ولاړى په خپله وعده يي وفاونه كړه زماكتابچه يي را اخيستې وه سرترپايه يي لوستې وه. مانو په خپله کتابچه كي زمادژوند ټوله كيسه په داسي ترتيب اوتفصيل سره ليکلې وه.

دريم څپرکى

مابه ټوله ورځ دجميل كاكاپه كوركي تيره كړه.پرسپوږمۍ‌ خاله زه ډيرپه دې خاطر ګران وم چي مابه له دوي سره هميشه په هرکاركي مرسته کوله اوهم به مي  ورته له بازاره کوم شيان چي ددوي په کاريدل  ورته راوړل به مي ،داځکه چي دوي په کوركي بل نارينه ماشوم نه درلودى.يوه لور يي درلوده څانګه چي هغه پردوي ډيره ګرانه وه اوزړه يي نه په كيده چي بازارته يي په سودا پسي وليږي،يوزه وم اوهروخت به بازارته په شيانوپسي تلم دخپل کوراوددوي دکورسودامي يوځاي راوړل .دڅانګې به هم راسره وخت ښه تير وو،دباندي به دا نه وتله ،مونږبه په کوركي بازۍ كولى .زه پنځلس کلن وم اوڅانګه لس کلنه وه دواړه داسي غټيدو چي بيخي زمونږ کورنۍ راته حيراني تللي وې،ځکه په دغه موسم كي هم هلک ژرغټيږي او هم نجلۍ .زه به له څانګې سره دومره خوشحاله وم چي اخيرخوبه خپل کورته په شپو شپو نه تلم اوددوي په كوركي  به پاته وم.زما دکورنۍ له خوا به هم پرما د افشار نه وچي ولي هلته پاته كيږم،ځکه دوي راباندي خبر وؤ چي زه له دوي سره مرسته کوم اودوي هم زما مرستي ته ډيره اړتيا لري اوله بله پلوه سره گاونډيان و.گاونډيتوب چي څوک وپالي ډير خوند کوي ،داسي سره معلوميږي لکه يوه کورنۍ چي وي.  اوبل داسلام سپيڅلي پيغمبر (ص) حديث شريف دى چي بايد د گاونډى ډيرخيال وساتل شي په حال يي هرڅوک ځان خبرکړي اويوله بل سره مرسته وکړي.په خوشحالۍ يي خوشحاله خوپه غم يي ورگډ وي. زه به چي کله په ښوونځۍ كي وم چورت به مي له څانګې سره وو اودې ته به ښه تلواري وم چي ژررخصتي شي اوددوي کورته ولاړ شم .يوه ورځ  له ښوونځۍ څخه رارخصت شوم اوپه تلوار سره راغلم دڅانګې کورته .كله چي يي كورته راورسيدم ګورم چي په دروازه باندي يي غټ قلف ځړيږي اوهيڅوك يي په کوركي نشته.نه جميل کاکا شته نه سپوږمۍ خاله شته اونه هم څانګه . لالهانده اوسرګردانه راغلم کورته له مورڅخه مي پوښتنه وکړه مورې !نه جميل کاکا شته اونه هم سپوږمۍ خاله .دوي ته خوبه كومه ستونزه پيښه نه وي ؟ په کوريي غټ قلف ځړيږي . مورمي راته ويل:

(هغوي خوولاړل مهاجرشول پاکستان ته .دلته دي سپوږمۍ خاله راغلې وه اوزما څه يي خداي په اماني وکړه،پرتا يي ډير سلامونه ويل،دايي هم راته وويل چي فريد جان به زما له خوامچوي .راسه چي دسپوږمۍ خاله حق دي پرځاي کړم .مورمي پرسرمچ کړم اوماورته وژړل.مورمي راڅخه پوښتنه وکړه چي زويه! ولي څه وشول؟په څه شي ژاړې؟)

ماورته وويل:

دوي نو زه ولي يوازي پريښودم ،خوزه به يي هم ورسره بيولى واي؟

 مورمي راته وويل:

(زويه !ليونى شوى يي که دي بنګي كړي دي ؟ ته خوزمازوي يي اوهغووته خوپردى يي) ماته مي دمورداخبروهيڅ خوند رانه کړ له کوره په ژړا ژړا راووتم اودڅانګې دکورله دروازې سره کښينستم اوبندي دروازې ته مي ژړل. دومره مي ژړلي وو چي له زياتي ژړا له امله هلته پسي ويده شوى وم.په خوب كي مي څانګه وليده چي راته وايي:

(فريده !مادخيروماما په دوکان كي غټه ناوکۍ وليده ،ته داپيسي واخله اوراته رايي وړه ).زه هم  پسي ولاړم ناوکۍ مي دخيروماماله دوكانه ورته واخيستل اوڅانګې ته مي ورکړه خوبيا راته وايي:

(زه درڅه خوابدې يم ؟زمونږ کره بيامه راځه ،بالاستاسره لوبي نه کوم له دې ناوکۍ سره لوبي کوم.ځه بيا زمونږکورته مه راځه ).زه ورته زاري کوم چي مانو څه  کړي دي چي راڅخه خوابدې شوې؟

داراته وايي:

(ستامور زه ووهلم اوس  مي ستا څه هم خوابده ده، ځه چي بيادي ونه وينم .زه يي له کوره په زوره راوايستم اوخپل کورته راغلم) مورته مي په زوره ورږغ کړل اې مور!دمورپه ويلو سره له خوبه راويښ شوم ګورم چي هلته دڅانګې دکور له دروازې سره پروت وم .له هغه ځايه راغلم کورته . دمورمي راته پام شو چي طبيعت مي برابر نه دي راږغ يي کړل

(فريده زويه ! ولي داسي خوابدى يي ؟ موردي له تا جارشي ما درته ستا دخوښي شيان پاخه کړي دي.ته ورته وګوره وريجي اوچپس. په مور خوګران يي) ماورته بهانه وکړه چي زماهيڅ شي ته زړه نه کيږي.نن يي راته ډيرکورنى کارراکړي دى هغه ليکم سبايي راڅخه غواړي.

څلورم څپرکى

پنځه کاله يوپه بل پسي تيرشوي وؤ اومانوڅانګه اوکورنۍ يي بيخي له ذهنه څخه ايستلي ول.ټول چورت به مي له خپلودرسونو سره و او دا ارمان مي درلودى چي په راتلونكى كي  يوتكړه اوماهره انجينر شم. اخيري کال مي وچي له ښوونځۍ څخه فارغيدم اودکانکورلپاره مي ښه چمتوالي نيولى وترڅووکولاي شم خپلوهيلواو ارزوګانوته ورسيږم. دکانکوردازموينوورځي شپې يوپه بل پسي تيريدې چي پلارمې له دې فاني دنياڅخه دتل لپاره سترګي پټي کړې.دپلارمرګ موټولي کورنۍ ته غټه ضربه وركړه خصوصاً ماته داځکه چي دټول کورسرپرستي ماته راله غاړې شوه اوددې سرپرستۍ اومسولت سره مي دژوندټولي هيلې له خاوروسره خاورې شوې اوزه بيادې اندازې ته ورسيدم چي هيڅ مي بيا په فكر كي هم نه دي راګرزيدلي چي زه دې بياپه خپل ژوندكي درس ووايم.

دځوانۍ مرحلې ته رسيدلي وم اوموربه مي راته ډيرډيرويل چي ( زويه! اوس دي وخت ددې رارسيدلي دى چي خپل ژوند برابرکړې اودځان لپاره دژوند ملګرې پيداکړې؟) خومابه مي مورته ويل چي زه به اوس له دې کاره تيرشم ،وخت خومي لاپاته دي يوڅه عمر به لانورصبرشم،له يوې خوابه دکورمشکلات سره لږشي اوبل پيسې به يوڅه سره برابري کړو واده خوپه هروخت كي کيږي.خوپه مورمې ډيرګران وم اوبل دمورزړه وي اولاديي دميني څخه ناخبره وي راته ويل به يي( زويه! زه خواوس لاژوندۍ يم څومي ستاناوې نه وي ليدلې  ارمانونه به مي نيمګړي پاته وي،ستا دواده ارمان لا په زړه كي لرم ،بياکه مړه هم شم پروا نه کوي) ماهم دمورخبره په ځمکه كي نشواي غورځولاي نومي خپل اختيارمورته ورکړ چي ته پوهېږې اوکار دي.په هرځاي كي چي ښځه راته کوې زما درسره خوښه ده. مورمي هم زما داختيار په ورکولو سره خوشحاله شوه.له هردوست اوخپل څخه به يي پوښتنې کولې چي( دفريدلپاره چيري دوستي وکړم؟) له هر چاسره به يي مشورې کولې چي ښه ښځه ورته وغواړم ،چي هم ښايسته وي اوهم كاريگره.په اوس عصركي خودغه دواړه شيان ډير ضروري وي ،هرڅوک چي له چاسره دوستي کوي نودغه دوو شيانو ته ډيرپام کوي چي هم ښايسته وي اوهم كاريگره.که بد رنګه وي هغي ته ګوري لاهم نه .اخيرته دټولو دوستانو اوخپلوانو په مشوره يي راته داشرف اکا لور انتخاب کړه چي هم ښايسته ده هم كاريگره اويوډيرښه خوي لابل پکښې كي و هغه داچي دينداره هم ده .نومي مور اوڅونوري ښځي داشرف اکا کورته په مرکه ولاړلې،هغوي هم ورسره خوښه کړي وه. په يوه اوونۍ كي يي ورته ستن اوتار ورکړل!

يوڅوورځي موپه کوركي خوشحالي شوې اوزه هم ډيرخوشحاله وم داځکه چي لومړۍ کوزده ډيرخوندلري اودانسان ژوند ته سل فيصده بدلون ورکوي ،بيخي دهغي ورځي تعبيرنشم کولاي واقعاً چي دکوزدې په کولو سره مي داوږو ډيردرانه بارونه سپک شول اوزيات راحت مي احساساوه.لنډه داچي داخوشحالي مي ترواده پوري دوام وکړ.ټوله کورنۍ،خپلوان اودوستان مي راسره زيات خوشحاله وؤ. واده مي لا نه ووكړى چي دجميل کاکا کډه بيرته له پاکستانه څخه افغانستان ته وروسته دپنځه نيمو کلونو څخه راوريسيده خوماچي کومه مينه اومحبت مخكي ورسره درلود اوس مي ورسره نه و اونه مي غوښتل چي ورسره ووينم لاهم،خومورمي ددوي په راتګ زياته خوشحاله شوه اودستي يي دوي ټولوته ميلمستيا وکړه.دميلمستيا په ورځ مي مورته بهانه وکړه چي زه هم يوځاي ميلمه يم .مورمي راته ډيروويل چي (که کورپاته شي نو به ښه وي اودجميل کاکا سره به خبري وکړې،هغوي هم ستا دليدلوشوق لري .پخواخو ډيردرباندي ګران وؤ؟)خوما بيا هم ورته بهانه کوله چي اوس مي ملګري راته انتظاردي ،بل وخت به ورسره وگورم.مورمي هم نوره راته ټينګه نه شوه زه اواختيار يي سره پريښودو .له کوره څخه راووتم اوپه بازار كي مي له يوملګري سره په هوتل كي ډوډۍ وخوړله.ماښام ناوخته کورته راغلم جميل کاکا اوکوچنيان يي خپل کورته تللي و.مورمي ددوي دټولوپه اړه زيات څه راته وويل خودڅانګې په اړه يي بيخي زيات راته وويل چي (له هغې څه اوس داسي يوه ښايسته پيغله جوړه شوې چي څه درته ووايم.

داسي سترګي داسي پزه داسي ويښتان داسي)…. خومايي له خبرواودڅانګې دزيات صفت کولوڅخه صرف نظر وکړ اوبله موضوع مي راواخيستل،دمورمي سرلانه شوراباندي خلاص چي زه ولي ددې خبروته ښه غوږنه نيسم.

نور بیا

One thought on “که زه درسره نه وم (ناول) لیکوال: ایمل امیدي”

ځواب ورکول خالد پردل ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *