ديارلسم فصل

کورناست وم چي دمسجد په گويا( لوډ سپيکر ) كي مي داتر غوږ شول چي داشرف اکا لورپه وفات رسيدلې ده،نن پريوولسو بجوخاوروته سپارل كيږي ،دوستان اوخپلوان دي خبر وي .داجمله يي دري ځلي تکرار کړل .کله چي مي دا واوريدل يو سوړ اسويلى مي وكيښ .اوف مي وکړ چي

خدايه جل جلاله دا څه پيښ شول.داشرف اکالور خوزما ميرمن مينه ده ايامينه وفات شوه؟حيران پاته وم چي څه وکړم .کورته خويي نه شم ورتللاي اوکمک ته خويي بيخي .ډيرددوي کورنۍ ته خړمخى وم. ددوي دکورنۍ يوه کوچني ته مي لاسم نشوکتلاي. بيخي مي پرځمکه تاب نه کيدى، په خپله خونه كي به يوې اوبلي خواته تلم او راتلم.ډيره خوامي بده وه چي داټول زماله لاسه وشول.   که مي طلاق ورته نه واي ورکړى نو نن به له داسي يو حالت سره نه وم مخامخ شوى.له ځانه مي کرکه وشوه اوپرځان مي لعنت ويل . ساعت ته مي وکتل ورو ورو ديوولسو بجوخواته وخت رسيدى،کله چي يوولس بجې لا پوره شوي نه وې  نو مي ځان په يو غټ پټو كي پټ کړ اودهديرې په لورمي حرکت وکړ .په هديره كي ډير خلك سره يوځاي کاركاوه اودمينې لپاره يي قبرجوړوي .زه ورته يو گوښه ځاي کښينستم ،قبر راته معلوميدى قبرته مي کتل چي دفکر نړۍ يووړم هغه شپواوورځو ته چي زما اودمينې واده وو.څه واده مو وو اوڅومره سره خوشحاله وؤ.دا په ماډيره ګرانه وه اوزه پردې .مايي ګرانښت اوملګرتياتر ډيرې مودې ونه رسول او دامي په نيمه لار پريښوده.مګر يوه داوه چي زما ګرانښت يي تر قبره پوري ورسوى.ماته يي ګرانښت مخكي هم څرګندوو اوس خونو بيخي .پوه شوم چي زماجدايي نشو زغملاي.پوه شوم چي له ماپرته ورته ژوند بي مانا اوبي رنګه و.پوه شوم چي زمامحبت يي تر توروخاورو پوري ورسوى . مګريو زه ظالم وم چي مايي دمينې هيڅ قدر ونه کړ.مايي داحساساتو هيڅ قدر ونه کړ .مايي  دپاته كيدواوورسره دښه ژوند کولو ترڅو چي ژوندي يو هيڅ قدر ورنه کړ.مايي منزل ته تر رسيدو هيڅ قدر اوپروا ونه کړه، په نيمه لاره مي پريښوده .په نيمه لاره په توره شپه كي مي تنها پرسپيره دښته پرښوده.افسوس زماپرحال .مايي ولي په ژوند قدر ونه کړ اوولي ستا له احساساتو سره مي لوبي وکړې .کاشكي خوداقبرنن ماته جوړشوى واي . ددې قبرخواصلي زه لايق وم ته نه وې.اي پرودګاره! په دنيا كي خويي هيڅ ښادي ونه ليده ،ته يي په قبركي خوشحالي ورنصيب کړې .ددنيا دتوري شپې عوض يي په قبر كي ورته ورکړې .اي پروردګاره! ته يي وبخښې . ددې ټول زحمتونه چي په قبركي ورته ورکول كيږي هغه ماته په ژوندكي راکړې.اي پروردګارهجل جلاله!تاخپله ويلي دي چي کومه ښځه مړه شي اوخاونديي ځني خوشحاله وي هغه به جنتي وي، ته ورته جنت ورکړې. شاه اوخوامي وکتل ځان ته ډيرپه قهروم ،ومي ليدل چي دمينې جنازه را روانه ده اودخداي جل جلاله مخلوق په پسي دى ماهم وروځغستل اوپه جنازه كي مي ځان ورگډ کړ. تريو څه ځايه مي ددې جنازه په خپلو گنهگارو اوږو راواخيسته .جنازه مي پراوږوده چي دمينې مشر ورور غلام نبي وليدم را وي ځغستل زما څخه يي جنازه واخيسته اوسوکه يي راته وويل:

که له ځانه سره ښه کوې له دې ځايه ځان ورک کړه .بي شرمه بي وجدانه .که دجنازي خبره نه واي اوس به مي دلته دټولو په مخ كي ټوټه ټوټه کړى وې .په ژوند كي دي څه ورسره وکړل چي اوس يي په مرګ كي ورسره کوي .ورځه په کمه چي راغلى يي په هغه بيرته ولاړ شه .دا ستا مرستي ته اړتيا نه لري .بي ننګه بي غيرته ستا په شا ن مي تر اوسه څوک نه وو ليدلى .ستا همدردي ته هيڅ ضرورت نشته .زه يي له هغه جنازې څخه پسي راواخيستم . ترکوره مي ژړل چي غلام نبى خورښتيا راته ويل.ترمابي ننګه بي غيرته بي وجدانه بي شرمه  پردې دنيا بل هيڅوک نشته.

څوارلسم څپركى

دمينې په فاتحه كي مي هم ګډون ونه شوکړاي ځکه ويريدم اوشرميدم دمينې له وروڼو څخه چي پريږدي خودي بې له هغه هم نه نوبياولي ځان ورباندي سپك كړم،دامي دځان لپاره خوښه كړه چي دمينې قبرته ورشم. زړه مي ډيرډک اوددې په حق كي مي ډير ظلم کړى و.هلته چي ورغلم ګورم چي دمينې مور او خورنازدانه هم هلته دمينې له قبره سره ناستې دي .له دوي سره زه هم کښيناستم .مور يي راته وويل:

مينه خوتورو خاورودرڅخه يوړه .دالاره يي خپله ځانته خوښه كړه. که يي ستاسره سرټيټ كړې واي نونن به دغوتوروخاوروته نه واي تللې. زويه !له کومي ورځي چي تاسي جلاشوې ياست يوه ورځ يي هم له دعانه يي هيركړى.  دې به چي کله  درته دعاوي کوله  نو زه به ورته خواشنې شوم اوورته ويل به مي چي اوس نودعاوي هيڅ مانانه لري. اول به دي ښه ورسره کول .خودې به راته  ويل چي مورې !داسي مه وايه هغه اوس هم په ما له ټولي دنيا ګران دى .داخوزما ناپوهي وه چي دهغه مينه اواحساس مي درك نه كړل.  مورې !ته پوهيږي چي زه په فريد څومره ګرانه يم .زه يي درته هيڅ مثال نه شم درکولاي .خومابه دهغه سربيره هم نوره غوصه ورباندي وكړه چي دا خولا درباندي ګران و چي په کورنۍ كي دى وشرماوه .ته پوهيږي چي طلاق څومره په يوه کورنۍ باندي بده اغيزه کوي ،مونږدي هم وشرمولو .دې به ماته ويل :مورې !چي تيرشول هغه هير شول  ،تير يادونه مه راته يادوه .مابه هم داپريښوده چي ته پوهيږي اوكاردي ځکه دا ستا خپله رضا وه. زويه !ترهغه ساعته چي ژوندۍ وه تاته يي ښيرانه ده كړې اونه يي په سپكه سره ستانوم  اخيستي دى.

كله به چي په كوركي ددې سره چاجنګ وكړ نو ستانوم به خامخاياديدى نودابه په هغه ورځ دومره خوشحاله وه چي اندازه يي نه كيده.

ماته چي كله دمينې موردا خبري وكړې نورهم پسي وزوريدم. دومره مايوسه شوم چي نور نودمايوسۍ زورهم نه راباندي رسيده.

 څه مي کړي واي اوڅه مي كولاي شو وخت له وخته تيرو،هيڅ په لاس نه راتلل .دمينې خورنازدانه چي زما خوښينه (دميرمن خور) كيده راته وويل :

يوه ورځ مينې ډيري بدي ورځي کولې .دومره يي وژړل چي زماداګمان و چي نوربه يي زړه  له ډيري ژړا څخه تر خوله راولويږي،نوددې دتسلي په وجه چي لږيي زړه ارام شي ما تاته سپكي سپوري وكړې چي كه تاورسره ظلم نه واي كړى نونن به مينې دغه حالت ته نه واي راغلې.داپه هغه حالت كي راولاړه شوه اوزه يي داسي ووهلم چي ترهغه ورځي پوري يي زه نه وم وهلې.اه ښه شو راپه ياد شول ستالپاره يي ماته يو ليک راکړى دى، هغه به درته بيا درکړم .ماته چي يي کله دليک  يادونه وكړه،زړه كي مي سکون پيداشو اودليك ويلوته ډيرناكراره شوم.دستي مي نازوته وويل:

کله به هغه ليک ترما پوري راورسوې ؟

_ سباماپښين به يي كورته دروليږم؟

_ يا راليږه يي مه .ته يي خپله زمونږکورته  راوړه داسي نه وي چي  هغه ليك بل چاته په لاس ورشي.سباماپښين نه بايدنن ماپښين يي راته راوړې.سمه ده زه بايدهغه ليك نن وګورم.

_ سمه ده .مينې هم ورباندي ټينګاركاوه چي داليك به زه ترتاپوري رسوم.ته ماپښين كوريي چي دريي وړم؟

_ هوزه حمتاً کور يم اوتاته انتظار .

_ زه هم درځم انشاءالله .

مور يي راته وويل:

ستايوامانت يي مونږټولو ته پري ايښي دى.

ورته بي قراره او ناقراره شوم .ژرمي پوښتنه ځني وکړه .مورجانې !دڅه شي امانت؟ايا دمينې امانت دى ؟

_هو.هم دمينې امانت او هم ستا.

زه حيران پاته شوم چي دا به څنګه امانت وي فكرمي وكړ چي  سره زر راته ښيي ورته ومي وويل:

دميني زر خوبه نه رايادوې ؟

_نه زويه!سره زرنه درښيم. ستااودمينې اولاد.ستاسو لور.

 حيران شوم چي ماکله لور درلوده ما بيا داګمان وکړ چي په مينه پسي يي دمور عصاب خراب شوي اوخپله حافظه يي له لاسه ورکړې وې مالا خبره نه وه کړې

چي نازدانې راته وويل :

(کله چي دي ميني ته طلاق ورکړ .نو هغه وخت مينه حامله وه.ته يي له دې رازه نه خبرولې .داځکه دا ددې خپله غوښتنه وه .مونږټولو ته يي همداويلي و چي ترڅوچي دا ماشوم نه وي پيداشوى تر هغو به بل هيڅوک نه خبريږي .) دهغه ساعت له خوشحالۍ څخه چي زه يي هيڅ بيا ن نشم کولاي .زماټول خفګان او ناكراري په هغه يوې خبري سره  ورك شول اودامي يقيني خيال شو لکه مينه چي بيرته له قبره راپورته شوې وي .په خوله كي بند بند كيدم ورته ومي وويل:

ر..ر..ررر..ري..رښتيا څه وخت پيداشوه ؟چيري ده ؟

_ زمونږ په كوركي ده .اوس يي لا مياشت نه ده پوره شوې.

 هياجاني شوم غوښتل مي چي دمينې پرقبرورپريوزم اوچي په وس مي كيږي هغومره ورته وژاړم خوبيرته مي ځان قابوكړ.په هغه لحظه مي ټوله دنيا هيره کړه ،ټول غمونه راڅخه ورک شول.څه زخمونه مي چي په زړه خوړلي وه ټول بيرته له سره جوړشول . دستي مي دخپلې لور دليدلوهيله وكړه خوخواښې مي راته اجازه را نه كړه اوراته ويي ويل:

 ( ترڅوچي هغه  غټه شوې نه وي هيڅ کله به يي ونه ويني.اوبل دمينې وروڼه ستاڅخه ډيرخفه دي نوته ددې كوښښ هم مه كوه چي له هغې سره ووينې كله چي هغه يوڅه غټه شوه بيايي مونږخپله تاسوته دركوو.داهم ددې (قبرته يي ګوته ونيول) غوښتنه ده اوزه داغوښتنه ورپوره کوم.) ماهم نور ټينګارورباندي ونه كړاويوازي مي دنازدانې څخه دليك غوښتنه وكړه ترڅوهرڅومره چي ژركيږي بايدهغه ترماپښين پوري راورسوي. هغې هم وعده راكړه چي ماپښين ددوو بجوپه شاه وخواكي به دمينې ليك درته رسوم.

پنځلسم څپركى

ماپښين دوي بجې اوپنځلس دقيقې وې  چي دروازه وټكيده .ژر  ور ولاړ شوم،دروازه مي خلاصه كړه.ګورم چي نازدانه ده اودمينې ليک يي په يوپلاستكي خلته كي اچولى اوماته يي راوسپاره.دستي راغلم خونې ته له خلتې مي راوايستې اوپه يوپاكټ كي يي اچولې وو،پاكټ مي څيري كړ اودليك په ويلومي شروع وكړه.

(ګرانه اوهرترڅه راتير فريده جانه!روغ صحت اوسلامتي دي له پروردګاره جل جلاله څخه غواړم .ستاخوشحالۍ خوزمادژوند له مهمو هدفونو څخه وه.ماهيڅکله دځان سلامتي اوخوشحالي نده غوښتي ،بلكي هميشه ستاپه فکراوغم كي يم .زمادي خداي جل جلاله يو لمونځ هم نه قبلوي تر هغوو څوچي مي تاته ستادسلامتي اوستادخوشحالي  دعانه وي كي کړې.

خداي (ج)  پاك ته هميشه زاري اوعجز كوم چي ته خودفريد ټول غمونه ،دردونه اوبلاوي په ماكړې.په ماکه هر حال وي خيرزه يي قبلوم اوهر عذاب اوغم ته تياره يم .که چيري ستاقسمت زماپه لاس واي ،مابه ستا له قسمته هغه ټوله غمونه اوپريشاني کوم چي ستاپه ژوند كي راتلونكي وې ،هغه به مي ټولي ځني ايستلي  اوپرځاي به مي دومره خوشحالۍ اونيکبختۍ ځاي پرځاي کړي واي چي ددنيادهيڅ  بل چانه واي .خوافسوس چي دانه شم کولاي .له کمي ورځي چي دي زه کورته داخيري ځل لپاره راوستلم ،هر ماښام له ځانه سره دا تصور کوم چي ته خوولاړې بيرته به راځې، دواړي سترګي مي په دروازه كي وي ،ترهغوخومي اميدنه خيژي تر څومي چي مور اونازدانه خورد بيده كيدولپاره نه وي  ويلي . دوي راته ډير وايي چي ته ولي له ځانه سره داسي ظلم کوي ،هغه به هيڅ وخت ستاپه ژوند كي بيا رانه شي .څه دي ورسره وکړل چي بيرته به درپسي راځي اوس خوهغه رشته كم چي مودرلوده دتل لپاره سره وشليده ،بيابه هيڅکله هم سره يوځاي نه شي .ماته چي دوي داخبري وکړي نو زړه ډير زور راکوي چي دوي راته وايي تاله ده سره څه وکړل چي بيرته به درپسي راځي هم ،ځکه دوي مي ستاله راتللوڅخه نااميده کوي اوزه نااميدي په هيڅ ډول نه شم زغملاي .شايد دنااميدي له زوره به کله خبرشوى يي؟ ديرزور غواړي . كله چي پرځاي ويده شم په ذهن كي مي ډيرچورتونه، فكرونه اوانديښنې وي.بيخي خوب ددغه شيانوله لاسه نه راځي.دومره مي زوروي چي پرسرمي ځني درد شي.دسردرد هم راته پيدا شوى دى خود درد په اړه يي چاته څه نه وايم چي يا خو راته ګولۍ راوړه اوياهم سر راكښيكاږي،بلكي داوايم چي اې خدايه جل جلاله! يوازى ته مي له حاله ښه خبريي چي څومره دردونه راباندي تيريږي،خوزه دځان په فكركي نه يم اودادردونه دځان لپاره قبلوم خوزمادددردو عوض فريد ته وركړه.

يوه شپه ډيره پريشانه وم .مورمي وروڼواوخوندو مي  راته ډيري سپكي سپوري وکړې ،خومابه دهيچاپروا نه کوله اونه يي په كيسه كي وم ،که څه هم چي دوي زما لپاره دهرڅه باوجود چي دوي ته مي کړي وله زماپه ګټه  راته ډيرنصيحت کاوه خومايي په خبرو غوږ ونه نيوه.

يوه شپه بله درته يادوم له ډيروفكرونوڅخه وروسته په ځاي كي ويده وم چي دخوب لړۍ راباندي زوروكړاوله ځان سره يي يووړم. خوب مي ليدى چي ته په ماپسي زمونږ کورته راغلى يي ماته وايي چي زه خوله خپل تصميمه واوښتم ،بيرته به ولاړ شوخپل کورته .زه درته وايم نو ته ولي له خپل تصميم څخه واوښتې؟ ستاخوشحالي خوزما له لويولويوارزوګانو څخه وه.ته بايد خپل هدف ته په هرډول چي وي ځان ورسوې .خوته يي نه راسره منې،راته وايي چي ماله ملايانوپوښتنه کړې ده زمااوستاطلاق نه دي صحي.داځكه چي په منځ كي موشرط وؤ . زمااوستاپه منځ كي چي کومه پټه موضوع  وه له هغې څخه زه ټول خبروم .لومړى مي مور خبروې بيامي وروڼواوخويندوته وايي،ټول زمااوستاپه خوشحاله كيدو سره خوشحاله شي.

له کوره مي راولې خپل کورته. خوافسوس په کوركي دي مورراڅخه خفه وي ،راته وايي :

ته بيا راغلې؟ بيا غواړې چي نوم مي اسمانوته پورته کړې. داډيره موده خومي غوږونه درڅخه په کراره وه .خداي جل جلاله دي ورکه کړه،په ښه نه شې پيښه .زه ورته وايم مورې!مااوس ډيربدلون کړى دى. له دې وروسته به تاته هيڅ  تكليف درونه رسوم. داسي به راڅه خوشحاله شې چي زړه ته به دي ونه لويږي .څومره چي مي خپله مور راباندي ګرانه ده له هغې څه به لس واري لا زياته ته راباندي ګرانه يي.

 خوموردي زماپه خبروباورنه کوي راڅه ولاړه شې خپلي خوني ته .زه هلته پسي ورشم اوورته وايم چي مورې !ماته يوه موقع لاراکړه،زه دخفګان زغملوطاقت نه لرم له ماسره دغسي مه کوه . موردي راته خواشينې شي له خپلي خوني راووزي په ماپسي ،له ويښتانومي ونيسې اوزمااوستاتر خوني مي راکشوي .زه په همداکشولوكي ورته دا وايم چي دخداي جل جلاله په خاطردغسي مه راسره کوه .خوموردي زمايوه خبره نه اوري په کشولو کشولو يي تر خوني راوستم کله چي يي ايله کړم نودې غوښتل چي راڅخه ولاړه شې،زه يي په پښوكي وروغورځم له يوې پښې يي راټنگه كړم اوپسي څكيږم،خوهغه هم كومه گټه ونه كړي ماپه خونه كي پريږدي اودا راڅخه ولاړه شي.

زه له ځانه سره ژاړم اوكريږي وهم چي خپله مورمي راباندي ږغ کړي چي مينې کښينه.زه مي دمور په ږغ راکښينم . ته باوروکړه چي هغه مي په ژوند كي يوه خوږه خاطره وه كم چي ته مي په خوب كي وليدې.

 ډيروخت  خوشحاله وم چي ګوندي ته همداسي په ماپسي راشي خو…؟زمابه دومره بخت چيري وي ،خوستاخوشحالۍ به چي را په زړه شوه بيرته به مي خپلي پريشانۍ ته ځواب ووايه چي ستاخوشحالۍ زمااميداوحتٰى زما ژوند هم دى. ماته هغه اووه مياشتي چي له تاسره مي يوځاي تيري كړې دټول عمرله ژونده څخه خوږې اونه هيردونكي وې.زماخط به ته په يوداسي وخت كي ګورې چي زه به له دې دنيا څخه ډيره ليرې تللې يم .ته چي خفه نه شې اوداګمان ونه کړې چي مادرسره مينه نه درلوده بلكي دايو واقعيت دي چي ماستاسره زياته مينه درلوده خوستاله خوشحالۍ څخه زياته نه. ستاخوشحالۍ زماله ميني څخه زياته اضافه اوماته باارزښته وه،نوځکه خپله مينه مي ستادخوشحالۍ لپاره قربان کړه.يوه خبره درته داکوم هغه داچي زمااوستادمينې يوه نښانه پاته ده .زه چي کله حامله شوم نوتاته مي ځکه نه ويل چي که چيري تاته ووايم نوزه خوخيردماشوم له  كبله به خپله مينه قربان کړې،ځکه اولاد ډيرشيرين وي اود اولاد لپاره موراوپلارهرڅه کولوته تياروي ،ترڅواولاد يي سلامت اوخوشحاله وي .زه يوه كيسه داولاد دګرانښت په هکله درته کوم .په يوه زمانه كي يوه ښځه کونډه شوه اويوزوي  يي له خپل خاونده ورته پاته شو.کوم وخت چي داکونډه شوه نو زوي يي ددريو کلونو و . موريي دزوي دښه تربيه کولو لپاره دهيڅ تکليف څخه مخ ونه ګرزاوه .دده لپاره يي هر څه وکړل .دگاونډيانوکره يي مزدوري کوله ،کالي يي پريمينځل ،خټي يي وركولې، وړۍ يي ورسره شيندلي ،خواولاد يي دې ته پري نښود چي ورڅخه يوه شپه هم وږي ويده شي .همداسلسله روانه وه ترڅوچي دا زوي يي دځوانۍ مرحلې ته ورسيد ،ځوان شو .زوي چي يي کله ځوان شو نويوه ورځ دکورخواته روان و،چي يوشيطان ډوله سړي يي وليد له هغه سره ډير سره زر ،لعلونه اوياقوت وه.ده چي لعلونواوياقوتوته وکتل ورته حريص شو اوپه فکرونوكي غرق شو .هغه شيطان ډوله سړي په پوه شوچي داچورتونه زما دلعلونو لپاره وهي .نوورته ويي ويل:

که غواړي چي ته هم زماپه رقم غني شي نوته راته خپل دمور زړه راوړه زه به درته دالعلونه درکړم .هلک هم ورسره ومنل او ور  روان شو په خپلي مورپسي .له ځان سره يي غټ خنجر را واخيستي اومورته راغي مورغريبه يي په شهادت ورسوله،زړه يي ځني ويوست اوپسي را روان شو.په خپلولاسونو كي يي دمور زړه نيولي و.په لاره كي يي پښه له يومنډه سره ټکرشواوورغوځيدى .دى يوي خواته ولويد اودمور زړه يي بلي خواته .دى چي کله راپورته شونو دمور زړه پسي ګرځيدى دمور زړه يي پيداکړ،په خاورو ککړ شوي و.په هغه ککړ حالت كي دا دمور زړه يي زوي ته وويل:

 _ زويه !خوږ شوى خوبه نه يي؟يعني وخوغورځيدې .دا ځوان چي کله دمورد زړه څخه دا الفاظ اوري نوسريي خلاص شي چي ماڅه وکړل .خپله مورمي په شهادت ورسول .هغه مهربانه مور چي نورخوپريږده زما دغورځيدوسربيره هم دځان پروا يي ونه کړه اوزماڅخه يي زمادغورځيدو په اړه وپوښتل.نوځان ته ډيرپه غصه شو .کم خنجرباندي چي يي مورشهيده کړي وه هغه يي له جيبه راوايستى .خپل زړه ته يي مخامخ ونيوي .غوښتل يي چي داخنجر په خپل زړه كي وواهي .خوداکار ونه شو ځکه دمورزړه ورباندي ږغ کړل چي پام دي وي زويه ! داکار ونه کړې .خوږخودي کړم اوس غواړي چي سرى مي لاهم کړې.دامي داولاد دګرانښت كيسه درته وکړه.يواولاد زه اوته هم لرو ،خويوه خبره داده چي ته به هغه تريوه کاله ونه ويني وروسته له يوه کاله بيا ته پوهيږي اواولاد دي .مامي خپلي مورته ډيري زاري وکړي چي زمالپاره په ژوندكي فقط همدايوکار وکړه ترڅوزمااوستااولادته ښه روزنه وركړې.که څه هم چي روزنه اوپالنه خويي الله جل جلاله کوي خوسبب يي بيا مونږ اوتاسي يو.نجلۍ ده اوس لا ډيره مينه ناكه ده.نوم مي ورباندي فريده ايښي دى.دانوم مي ورباندي ځکه کښيښود چي ستاله نامه سره مشابهت لري اوماته به داسي ښکاريده کوم وخت به مي چي ددې نوم واخيست لکه تاته به مي چي درږغ کوله.ډيره تاته شويده انشاءالله ډيره به نيک بخته لکه ته چي يي دا به هم هغسي وي .خبري راڅخه ډيري زياتي شوې څه وکړم کتابونه ،کتابونه مي په زړه كي دي .راځم خپلي اصلي موضوع ته .زړه راته ډيرزور راکوي چي درڅخه ډيره ليري اوډيره ليري شوم ،خوستامحبوبيت مي هم په نظر كي نيولى دى .زه پردې دنيادومره بختوره نه شوم چي تر څوسره ژوندي يو يوځاي اوخوشحاله  واوسو.داخوخيرپه هرصورت ،زه په هغه بله دنيا كي چي حقيقتي اوتل پاتي دنيا ده په هغه دنياكي به دي هيڅوک هم راڅخه وانه خلي .په دې دنيا كي خودي مينه دبل چالپاره ده خو پام دي وي چي زه په هغه دنيا كي ستا دعوه ګيره يوازي او يوازي زه يم .ته که هرڅومره مينه له څانګې سره ولري خوزه به دااجازه هلته در نه کړم ،ځکه زه خوهم حق لرم اوحق به مي هلته راپه ځاي کوې .زما په ګناه دي الله جل جلاله هيڅکله مه نيسه مادرته خپل حق بخښلى دى . ستاعذابونه دي پروردګار ټول ماته راکړي .تل مي همدادعا وه هميشه مي دا ويلي دي .دځان دمريضي په اړه به هم درته ووايم داځکه چي کوم سوال درته پيدانه شي .يوقسم مريضي راته پيداشوي وه چي کله به ستاپه فکرونو كي وركه شوم ، په زړه به مي داسي يوشدت درد شوچي هيڅ مي نشو زغملاي ،دهغه درد سربيره به مي هم چاته څه نه ويل .دادرد به په اوونۍ كي حتماًيوار دزړه دروازه راټكول .کله به چي درد زيات شو ،په ځان به نه پوهيدم بي حسه شوې به وم کله به چي پرسد شوم نازو اوموربه مي سرته راته ناستې وې اوډيري يخي اوبه به يي راباندي اچولي وې .دوي به پوښتنه راڅخه وکړه چي څه دروشول مابه ورته درواغ ويل چي دخوب ګولۍ مي وخوړه هغه لکه چي تاثيرراباندي کړي دي . يوه ورځ ددې مرض دمعلومولولپاره روغتون ته يوازي ولاړم.په روغتون كي ډاکټرانو دټول بدن دکتلومعاينات راته وليکل .معاينات مي بشپړکړل په معايناتوكي ليکل شوي و چي ماته قلبي تکليفونه پيداشوي دي .دزړه والونه مي وينه ښه نه شي پمپ کولاي او يو وال يي ډيره صدمه ليدلې ده بايد هغه وال ليري شي اوپه ځاي يي ورته بل نوي وال ولويږي. همداسي راته عصبي او روحي تکليف هم پيداشوي و.ډاکټرانو چي معاينات وليدل واقعاً چي ډيره خوايي رابانده بده اوهم  ډيرراته  خواشني  شول هغوي راته وويل:

ته له ډيرسخت حالت سره مخامخ يي .ولي دي مخكي مونږته مراجعه نه کوله؟ څو واري درباندي دزړه حملې راغلې دي اوته نه يي راغلې .حامله هم يي ،که دځان پروا نه وي درسره داولاد په خاطرخوبه راتلې؟ زماهم په دي خبروډيره خوابده شوه چي کاشكي مخكي ورته راغلې واي ،خوبيا به مي بيرته له ځانه سره داويل چي ګوندي په اولاد مي څه ونه شي .لنډه داچي پرځان مي هرڅومره ظلم کړي ډيرلږ دى خوپراولاد باندي مي ډيرزيات ظلم کړي .زماله حقه څخه خلاصه ده اوزه ورباندي هيڅ حق نه لرم ځكه ديوې ښه مورحق مي نه دي وركړى،نوزمابه څه حق وي .يوه اخيري خبره به لادرته وکړم هغه داچي زه ستا دکوزدې په انتظاروم ،خوتراوسه راته چاڅه نه دي ويلي .زه پوهيدم تراوسه دي کوزده نه ده شوې اوولي يي نه کوي؟داځکه درته وايم چي لاس ترزنې مه کښينه اومه هم له چاڅخه شرميږه . ستاشرم اوحياخوماته معلومه ده نوکه زما مني اوزماپه قول باندي کوي ،هرڅومره چي ژروي داکار خپله سره ورسوه .دځان په خاطراوزماپه خاطر .که په دې کاركي غفلت وکړې نوپه زيان به دي تمامه شي. ترهرکاردرته داکارډيرضرور دى.خپله مينه په لاس راوړه اوخپل مقصد ته ځان ورسوه .نورنوخپلي ليکنې ته خاتمه ورکوم ،دخپلي مور اوکورنۍ  دي ډيرخيال وساته ځکه دوي زماله وجې ډيروزهيريدل په خداي جل جلاله دي سپارم چي تيرشول هغه هيرشول .الله جل جلاله دي دټولي دنيا ټول سهولتونه اونعمتونه درباندي پيرزوکړي اوپه خپل رحمت كي دي غرق وګرځوي .هغه ځوک چي ستاپه ياداوستاپه نه شتون ژوندۍ ده                    (((( ستامينه))))

شپاړسم څپركي

دميني ليک ډيري شپې غمګين کړى وم .ددنيا له ټولو شيانومي زړه  تورشو حتٰى دڅانګې څخه مي هم ښه نه راتلل ،ځکه زما دغمګين كيدو اوبدبخت كيدويواځينۍ علت همداڅانګه وه که مي په ژوند كي نه واي راغلې نوهيڅکله به دا پيښه نه وه پيښه شوي .ځان ته مي ډيره خوابده شوه داځکه چي ځان مي قاتل ګڼي اوقاتل هم شوم .مينه زماله خاطره مړه شوه اوهغه يوازي مامړه کړه .که مي دهغې ګرانښت اومينه  درک کړې واي نوهيڅکله به دڅانګې ميني زور نه و راباندي کړى .هرڅه چي مي لاسونه سره وټکول هيڅ هم په لاس نه راتلل .اوبه چي تر ورخ واوړي بيا نه راګرځى .له ځان سره مي داتصميم ونيوي چي بايد له جميل کاکا سره هرڅومره چي ژر وي خبري وکړم .مينه خومي له لاسه ورکړه ،خداي جل جلاله مه کړه که مي څانګه  هم له لاسه ورکړه نوژوندبه مي لكه څنګه چي تباه ؤ نوربه هم پسي تباه شي.له کوره راووتلم غوښتل مي چي دسپوږمۍ خاله کورته ورشم اوداخبره ورسره ياده کړم ،خودستي مي ارادې ته بدلون ورکړ ،ځکه چي ولي محمد کاکامي ذهن ته راغى چي كوم كارمي ورته سپارلى و بايددهغه په هكله خبري ورسره وكړم،دستي هغه ته ورغلم .له هغه سره مي ستړي مشي وکړه اووروسته مي  پوښتنه  ځني وکړه.ولي محمد کاکاراته وويل :

_ځوانه !افسوس چي تا ماته ډيرناوخته خبرراکړ.زه ستا په کار كي شاته پاته شوم .البته ته به هم تر اوسه نه يي ورباندي خبرشوى چي هغه دجميل کاکا لوريي خپله دورور زوى ( وراره)  ته ورکړې ده .ما ستا په اړه ورسره زيات مجلس وکړ اوستا پوره سپارښيتنه مي ورته وکړه خوجميل کاکا راته ويل چي ته ماته ديوداسي کاروايي چي هغه شوى دى يعني ماخپله لورخپل وراره ته ورکړې ده .كه مي هغه ته نه واي وركړې نو دغه هلك كم چي ته يي راته يادوې هغه ماته ترټول جهان او ترخپلې لورهم گران دى.هغه زماپه كوركي زمادكورټول واك لري.

ماچي كله دولي محمد کاکا څخه دا واوريدل ،زړه مي درد شروع اوله خولې مي غټه چغه ووتل.داخبره مي نشواي زغملاي،ټول حواس مي له لاسه وركړل.دولي محمدكاكاپه اوږه مي سركښيښودى نورپه ځان نه يم پوهيدلى. په روغتون كي وم چي پرسد شوم .ولي محمد کاكا اوخپله مورمي سرته ته ولاړول.  حيران پاته شوم اوله  مور څخه مي زما دبستر كيدود علت پوښتنه وکړه چي زه ولي دلته په روغتون كي يم؟ مور مي راته وويل :

_زويه !پرون ډيره تيزه ګرمي وه ،ته لمر وهلى وې ولي محمد کاكاته يي ګوته ونيول که دغه حاجي صاحب نه واي خداي (ج) خبرترڅو به هلته يوازي پروت وې؟هغه له هغه ځايه راوستى وې ترروغتون پوري،بيايي زه هم درباندي خبره كړم.کله چي مي ولي محمد کاکا ته وکتل نو هغه راته سترګه ووهله اوخپله گوته يي په خپلوشوڼدانوونيول چي ږغ مه لره .وروسته پوه شوم اوراپه يادشول چي ولي دغسي شوى وم. غوښتل مي هلته خپلې مورته ټوله كيسه وكړم خوبيرته مي خپلي ارادې ته بدلون وركړ چي ولي مي مور راسره په دې خفګان كي شريكه كړم نوټول خفګان مي يوازي پرخپل زړه تيراوه . له ولي محمدکاکاڅخه مي زياته بخښنه وغوښته چي زه يي تر روغتونه رارسولى وم.دمور سره مي کورته راغلم .هغه راته ددباندي دزياتو وتلو ممانعت وکړ .ماهم ورسره ومنله چي بيابه په ګرمۍ كي ډيردباندي نه وزم. خپلي خوني ته راغلم ،ډيرمي زړه ډك ؤ اوله خپل قسمته څخه ډيرخفه شوم چي له څومره سختوحالاتوسره يي مخامخ كړم. خيرپه هرصورت ځان ته مي دغومره خوانه وه بده خومينه مي زياته ارمان وه چي هغې زمادخوشحالۍ لپاره خپل ژوند ماته صدقه كړ،مګر ماهم هغه له لاسه وركړه اوهم څانگه.

ددنيابدبخترين شخص مي خپل ځان وگڼى چي له هرڅه نه پاته شوم.هره لحظه به چي راته ياديده ،ډيربه زوريدم،بيخي مي له ژونده څخه كركه اونفرت كيده. غوښتل مي چي ځان وژنه وکړم تر څوله دې ستړي ژونده څخه ځان خلاص كړم . يوخوا دڅانګې ورکول زورولم اوبل ځاي دمينې معصومي مظلوميت اوانسانيت ،چي زمالپاره يي څومره تکليفونه پرځان قبول کړل ،ترڅوزه له څانګې سره واده وکړم مګر ما اوهغي چي کوم پلان سره جوړکړي و، دواړه پکښي ناکام شوؤ..ډيره سخته ورځ وه چي هغه په ماتيره شوه .دځان وژني پلان مي پريښودي چي که ځان وژنه وکړم ،نوپه دنيا كي خووم محرومه په اخيرت كي به هم ناكام يم اوعمري ابد به په دوزخ كي يم ،ځکه چي دځان ساتل هم فرض دي ،کوم څوک چي خپل ځان په قصدسره ووژني نو هغه شخص خداي جل جلاله هيڅ وخت نه بخښي اونه هم درحمت په نظرورته ګوري. يوخومي دهمدې لپاره چي ځان ساتل فرض و،ځان وژنه ونه کړه اوبل مي خپله لورفريده چي مورخويي له دنياڅخه سترګي پټي كړې اوچي پلاريي هم نه وي نوبه داغريبه له دواړو (موراوپلار) له ميني څخه بي برخه پاته شي ،داهم ددې علت شو چي له دې کاره څخه تير شوم ،کني نورخومي ژوندهسي لکه دسپين سرو اوسپين ږيرو خوب په شان و،فقط دسرلګيده وه اوبس .دري څلور ورځي مي په همدې خپګان كي تيري کړې ،نه راسره چاخواخوږي وکړه اونه ما څوک دځان په حالت خبرول .يوازي اويوازي مي قلم اوکاغذ په حال خبروه اويوازي دوي وو چي زما خواخوږي يي کول .په اخيركي مي ځان ته پام شو چي دازه څه کوم اوڅه ګټه راته لري؟

 يوه شپه له کوره څخه راووتم اودڅانګې دکور په لور روان شوم ،که څه هم زړه خومي نه كيدى چي ولاړ شم خوبيا هم دهرڅه سربيره ورغلم ،چي وربه شم يوخوبه مباركي ورکړم اوبل داچي په دې به دوي نه خبروم چي زما نوپه څانګه دومره خوابده شوه اوخاص مي راشه درشه درسره دڅانګې په خاطروه،هرڅه مي هيرکړل اوورغلم .جميل کاکامي په راتلو ډيرخوشحاله شو ،ښه راغلاست يي راته وويل .سپوږمۍ خاله مي هم په راتګ خوشحاله شوه،خوڅانګه راڅخه پټه شوه اودپټيدو علت يي هم همدا وه چي راڅخه وشرميده. نجوني نود واده تر وخته دومره شرميږي چي ددوي نوداخيال وي لکه ټوله نړۍ چي دوي ته ګوري اودا ورته وايي چي تاخوهم کوزده وکړه اوټول ورته دخاوند نوم اخلي اودادخپل خاوند دنوم په  اوريدو سره شرميږي .ماجميل کاکااوسپوږمۍ خاله ته دڅانګې مباركي ورکړه .له ډيروخبروکولووروسته جميل کاکا راڅخه پوښتنه وکړه  راته وويل:

_(فريده زويه !د ولي محمد کاکاپه نامه سره څوك پيژنې ؟) زه يي په مطلب پوه شوم چي هغه خوورته ويلي دي نومي ځان ناګهانه کړاو ورته ومي ويل:

_ولي محمد کاکا څوک دى ؟يا زه خودولي محمد کاکاپه نوم څوک نه پيژنم  ولي ؟

_( ښه نوزه به يي درته وښيم .هغه زماملګرى دى په بازار كي هوتل لري اوزه کله نا کله هلته ورسره چاي څښم .زماډيرخيال ساتي اوواقعاً چي زه ډيرپه ګران يم .څوورځي مخكي يي ماته ستا په اړه يوڅه وويل .زه حيران پاته وم چي دي نوتاڅه پيژني ،خووروسته مي فکر وکړ چي كيداي شي چي تاسي هم سره پيژندګوى ولري.)

 _شه شه… زماپه اړه يي څه درته وويل ؟

_ماته يي ويل چي دوستي ورسره وکړه .ستاډيرصفت يي راته وکړ.چي زه داهلک پيژنم .سپوږمۍ خاله په خبروكي راګډه شوه ،راته ويي ويل:

(دده صفت نو څوک نه کوي .الله جل جلاله دى سرلوړى لري. خپلوان يي دي اوکه دوستان يي دي ټول ورباندي نازيږي.) زه ددې خبروپه اوريدو سره يوڅه ترتاثيرلاندي راغلم اوورته ومي ويل:

داخوستاسوپيرزوينه ده .کنې ماخوداسي کارنامې نه دي پرايښي چي زه دي په هغه دصفت کولو وړ وگرځم .

جميل کاکا راته وويل:

(دصفت کولو وړ خوسل په سله كي يي .ماته ارمان په دې دريږي.کله چي مي څانګه ورکول ولي مي له تاسره مشوره ونه كړه اوبل مي ولي تاته پام نه شو..په دې کاركي زه ډيردرباندي ملامت يم.ځکه ته خواوس بي کوزدې وې اوډيرزيات تكليفونه اوزحمتونه دي وليدل .زه دي دکورپه ټولو مشكلاتوخبر وم،خوبيا دهغه سربيره مي هم هيڅ درته پام نه شو.څانګه خوستاوړوه .) زه ددې خبروپه اوريدو سره نورهم غمګين اوپريشانه شوم چي زه دومره ورباندي ګران وم اومايوه ورځ هم ورته ونه ويل، دزړه له درده مي ورته وويل:

خيرده جميل کاکا مونږاوتاسي خودپخواسره پيژنوښه وخت موسره راتيرکړ.دادنصيب خبره ده .ترکمه ځايه چي زه پوهيږم هغه ستا وراره هم ښه هلک دى .دوي دي خداي جل جلاله خوشحاله لري .مونږاوتاسي خولکه ديوه کور داسي يو سره .ستاسودرد ،زمادرد دي اوزمادرد ستاسو درد دى .زماواده کولو ته هيڅ زړه نه كيږي اونه مي په خيال كي و چي زه دي بياپه ژوند كي بل واده وکړم.ځکه لومړى واده مي هغسي شو چي تاسوټول باندي خبرياست اوزمادغه ګمان و چي ټولي ښځي به هغسي وي. سپوږمۍ خاله راته وويل:

_(زويه !هره ښځه نوهغسي نه وي .هغه بي شرمه وه چي ستاسره يي سرنه ټيټاوه.هسي بل واده کوه ته خونه پوهيږي ،ستامورخوماته رامعلومه ده ،چي په تاڅومره زوريږي .که زما دا مني هرڅومره چي ژر وي واده وکړه .ته چي په ځوانۍ كي داسي مايوسي اوناهيلي کوې نوپه راتلونكي ژوند كي خوبه بيخي ليونى درڅخه جوړ وى .

جميل کاکاهم  راته وويل:

_هوفريده زويه !دغسي خوده ښځه هم کورجوړولاي شي هم يي خرابولي.ټولو ته په يوه نظر مه ګوره .ماته په دې ځاي ډيرارمان راځي چي کله ماته ولي محمد کاكاستا په اړه دغه ددوستي بيان وکړ،زمادرته پام شو اوډير پښيمانه شوم چي ولي مي تاته پام نه وو.

  دجميل کاکا اوسپوږمۍ خاله له خبرو څخه ډيرمتاثره شوم چي ماولي يوه ورځ له دوي سره دڅانګې په اړه څه ونه ويل. زه خوپردوي ډيرګران وم،دادى دوي خپله په خوله راته وويل.وخت له وخته تيرو،موضوع مي بلي خواته واړول اونوري كيسې مي ورسره شروع كړې.ترډيره وخته له دوي سره ناست وم ،په اخيركي مي له دوي څخه اجازه واخيسته ترڅوخپله څانګې ته مباركى وركړم.

دڅانګې خوني ته ورغلم ،زمانوداګمان وچي څانګه به راڅخه شرميږي اوبيخي به زمامباركي ته ځواب هم ونه وايي،خو هغسي ونه شول كله چي زه څانگې وليدم له خپله ځايه راولاړه شوه اومخامخ يي ماته راوځغستل. په غاړه كي يي لاسونه راواچول اودومره يي راته وژړل چي زه يي هم ژړا ته مجبوره كړم اوماهم ورسره ژړل.

وخدايه جل جلاله دهغې ورځي له خوند،درد،اوافسوسه څخه ،چي ماپه خپل ژوندكي دا دري شيان يوځاي نه و سره ليدلي .خوند يي دا وه چي لومړي ځل و چي زماپه غاړه كي څانګې لاسونه راواچوله اوزه يي په غيږ كي ټينګ کړى وم .دردپه دې كي و چي څانګې راته ژړل اوپه ژړاكي يي راته ويل چي زه يي داسي يو هلک ته ورکړم چي هغه ډيربي لاري هلك دى .اوافسوس يي بيادغه  و چي څانګې راته ويل چي زمادرسره مينه وه اوته مي په مينه تراخيره ونه پوهيدې.انسان په ژوند كي دڅه ډول حالاتوسره مخامخ كيږي بيخي څوك پوهيږي نه. دحالاتو پيژندل هم ګران وي،داځکه چي ماڅه ګمان کاوه، وخت اوقسمت  راسره څنګه لوبه وکړه.زه له دې څخه شرميدم چي داسي نه وي دوي راباندي غلت ګمان وکړي ،چي دوستي او راشه درشه دي تردې ځايه وه .اود دوي راسره څومره زړه غوښتي.زما هم د صبرکاسه ډکه شوه اوخپل دزړه ټول رازونه مي ورسره شريك كړل، چي ماخوله معشومتوبه درسره مينه درلوده ،خوحالاتو مي خوله راپټه کړې وه،هيڅ مي نشو ويلاي .زمادې خبروته څانګه حيرانه پاته وه او راته يي وويل:

_دا تا څه وويل؟ته بياهغسي ووايه؟

_ماهغه څه درته وويل چي بايد ډيرپخوامي درته ويلي واي .

_ (په ژړه خونې ډول)  ته رښتيا وايي ؟

_ که به دروغ درته وايم زماايمان دي دهندوشي .

_زه دي ولي نه خبرولم؟

_په دې خاطرچي ډيرويريدم چي راته خاين ونه وايي.

_ په دې كي خيانت نه ځاييږي ؟

_خپله مي ډيركوښښ وكړخو ضميراو وجدان مي راته دا اجازه نه راكول.

_ اوس دي ولي راته وويل؟

_تروس مي تير شول ځکه تاهغه ټولي بندي لاري راته خلاصي کړې اوما هم دومره جريت پيداکړ ترڅو نن درته ووايم .

_څه ګټه دي وکړه چي پټه خوله وې ؟

_هيڅ گټه مي نده كړې پرته له زيانه.

 _ کله چي دي ميني ته طلاق ورکړ.څلورشپې مي درپسي ژړل اوتر سهاره به په دعاوو درته ناسته وم.دومره ښراوي مي ميني ته کړي چي تراوسه به هيچانه وي ورته کړي .

_ هغه دښراکولولايقه نه وه .ګناه زما اوزما دمحبت وه.

_په دې كي بياستا څه ګناه كيداي شي ؟

_ هغې زماسره زياته مينه درلوده اوپه دې خبره شوه چي زه له تا سره زياته مينه لرم .هغې زما لپاره خپل ځان قربا ن کړ.

_يعني څنګه قربان ؟په دې زه نه شوم پوه.ايا هغې له ماڅخه هم زياته مينه درسره درلوده؟

_هو. هغې غوښتل چي زه له تاسره واده وکړم ،ټول پلان يي خپله راته جوړكړ اوهرڅه يي زمااوستالپاره وكړل. دغه يي دزيات محبت اومينه کولوعلامې دي.خپل ځان يي زماله وجې بدنامه كړاوزمادنه شتون په صورت كي يي خپل ژوندته دپاى ټيكى كيښود.

 _ يعني دې چي هرڅه کول هغه ستاسوددواړو پلان و؟

_ هو!دازمونږ پلان و،کاميابه شو خوژرناکامه.

_ ولي ناکامه شو؟داخوستا ګناه ده .څومره موده وشوه چي هغې ته تا طلاق ورکړ.اوڅومره موده دهغې دمرګ شوه ليکن تا بياهم ماته په دومره زياته موده كي څه ونه ويل ؟زه خوخيرزمامور اوپلار ته خو به دي ويلي واي؟
_مورمي يوه ورځ ددې کارلپاره ستا سوکورته په مرکه راوليږل ،خوافسوس چي په هغه ورځ ستاخاله مړه وه اودې هيڅ نشو ورته ويلاي .

_ماته خوبه يي ويلاي شول ؟

_ خبره همداده چي درته ويلاي يي نه شول.

_ تاخپلې مورته  ويلي وؤ چي ته له ماسره مينه لري؟

_دمينه په اړه مي ورته څه نه دي ويلي خودامي ورته وويل چي ماته يوازي څانګه راوغواړه.هغې راته بل ځاي پيداكړى و خومادهغې ځاي رد كړاوته مي وروښودې.

_ښه ستا اودميني ترميځ دومره کيسي تيري شوې ؟

_ هو!دومره كيسې موپه منځ كي تيري شوې.

 _اه نو چي دومره كيسې موترمنځ تيري شوي دي،بيا زه هم يوې قربانۍ ته تياره يم.

_  څنګه قربانۍ ته ؟

_ داچي تا اوميني زمالپاره داقرباني ورکړه نوزه هم غواړم چي ستاسولپاره يوه قرباني وركړم .

څنګه قرباني کول غواړي ؟داسي خوبه نه وي لکه ميني چي خپل ځان قربان کړ.زه نه غواړم چي ته هم خپل ژوندله لاسه ورکړې؟ځكه زه دميني قرباني مرګ ته ورسولم اوكه تا هم خپل ځان مړكړ نوپه دې پوه شه چي زه به هم درسره مړ يم.

_ياهغسي نه كوم اونه هم ځان وژنه كوم ،بلكي خپل پلار،مور اوخپل ټول دوستان له  لاسه ورکوم .زه غواړم چي ستاسره وتښتم .هري خواته چي مي بيايي درسره ځم .زه نه غواړم چي له هغه لوچک (اکازوي) سره واده وکړم .زه دڅانګې ددې خبروپه کولوسره ډيرتعجب اوډيرزيات حيران كړم،لکه دپاڼ اوپړانګ په منځ كي چي راغلى وم .کله چي څوک دپاڼ اوپړانګ په منځ كي شي نودي هميشه توکل په خداي وكړي.غوښتل مي چي دڅانګې پلان قبول کړم اوورسره يوداسي ځاي ته ولاړشم چي هلته هيڅوک نه وي .يوداسي ځاي ته ولاړشو چي يوازي او يوازي زه اوڅانګه واوسو.په ژوندكي خومي هيڅ دخوښۍ ورځي ونه ليدې؟همدا مي وار دى بياراته داسي  موقع نه پيداكيږي .ماخوهمداسي غوښتل او وداسي موقع ته ډيرپخوا تږى وم ،څانګه هم راسره خوشحاله ده ،اوکوم بدکارهم نه دي چي زه يي کوم ،ځکه داحق راته اسلام راکړى دى چي کله دواړه طرفه (هلک اونجلۍ) سره خوشحاله وي نو واده دي سره وکړي .يعني ددواړو خواوو رضايت مهم دى.

بل دا داسي يوپشنهاد و لکه څوك چي د درياب په مابين كي ډيرستومانه اوزيله شوى وي اوساحل ته درسيدولپاره ډير ناقراره په دې وجه وي چي طوفان هم  پسي رااخيستي وي،نوهغه څوك به په هغه حالت كي څومره ناكراره اوناارامه وي. خوکله چي دميني دليک هغه جملې ذهن ته راغلې چي راته يي كي ليكلي ووچي،زما اوستا يوه لورشته . دموردميني خوشوه پاته خودپلارله ميني څخه يي مه بي برخي كوه.دپلار مينه ورته ضروراوحتماًوركړه.پرهغې ظلم مه کوه زماله خاطره هغه خوشحاله وساته ،چي زه درڅخه خوشحاله شم .زمالپاره که ته هرڅه كوې اوزماهيله راپوره كوې نو زمالورته پوره مينه ورکړه ،کله چي دي داسي وکړل نوهغه وخت پوه شه چي زه ستاڅخه خوشحاله يم .دستي مي خپلي مفکورې ته بدلون ورکړاوڅانګې ته مي وويل:

اوس ډيرناوخته شوى دى ،کاشكي خوداکارستادکوزدې له كولوڅخه مخكي شوى واي؟ نه به چا راپسي خبري كولي اونه به څوك زمااوستاددې كار مخالف وله..اوس خويوازي ستااوزما دکورنۍ بدنامي نه بلكي ستا داکا دکورنۍ بدنامي هم ده .خلكوته به يومضمون جوړ وي، ډول ډول خبري به راپسي کوي ،ټول به لعنت راباندي وايي.خيرماخوقرباني ورکړه ته يي هم دموراوپلاردخوښي لپاره داقرباني ورکړه،دهغوي زړونه مه ور زخمي کوه ،دهغوي پوره خيال  ساته چي خداي (ج) ستاخيال وساتي .مور اوپلارډيرحق درباندي لري .زه به درته دموراوپلارپه اړه يوه كيسه  وکړم هغه داچي يوصحابي مبارک دپيغمبر(ص) په حضور كي حاضر شو اوله نبي عليه السّلام څخه يي دنيک عمل اونيک کارکولو پوښتنه وکړه چي زه دهغه په کولو سره زيات ثواب اواجر تر لاسه کړم.نبي عليه السّلام ورته وفرمايل:

 چي دمورخدمت وکړه.صحابي بيا پوښتنه ځني وکړه چي وروسته د مورله خدمت كولوڅڅه بيا ؟نبي عليه السّلام ورته بيا وفرمايل :

چي بياهم دمورخدمت وكړه.صحابي بيا پوښتنه ځني وکړه چي بيا دهغه دخدمت كولوڅخه وروسته ؟پيغمبرعليه السّلام بيا ورته وفرمايل:

بيا دمور.صحابي بيا پوښتنه ځني وکړه چي بيا دهغه وروسته هم ؟ نبي عليه السّلام داځل ورته وفرمايل:

 چي بيا دپلار.موراوپلاردومره حق لري .څومره تکليفونه چي دوي زمونږسره په کوچنيوالي ايستلي دي بايد چي اوس مونږورسره دغومره تکليفونه وباسو.که څه هم چي ددوي حق هيڅکله يواولاد نه شي پرځاي كولاي.اويوه بله خبره خولا داده چي زه يوه لورلرم ،غواړم چي هغې ته ښه تربيه ورکړم اودهغې لپاره يوښه پلارواوسم .او دادميني همدايوه اخيري غوښتنه او هيله وه،چي زما لورته به ډيره مينه وركوې، ځکه اولاد ترهرچادموراوپلارميني ته ضرورت لري .مورخويي ځني ولاړه اودامظلومه اومعصومه يي اوس  ماته راپريښودل. ماچي کله ورته دخپلي لور د درلودلو څانګې ته وويل نوداهم حيرانه شوه چي لوردي بيادکمه شوه؟پوښتنه يي راڅخه وکړه چي ولي دي مونږنه خبرولو چي لور لرې ؟

_ زه خپله هم په خپله لور نه وم خبر.داخبر راته دميني دمرګ وروسته راورسيد.

_ بيانو چي داسي ده زه دي دلور پوره حفاظت کوم. دهيچاپروابه نه کوو.خيرده چي هرڅوک هرڅه وايي ودي وايي.زه اوته خوپاکه مينه سره کوو،په دې كي به نوخلك ولي لعنت راباندي وايي اوولي به مو کورنۍ بد نامي شي. زه اوته چي سره خوشحاله يو نونورڅوك مااوتاڅه کوي.زه به مي له موراوپلارسره دابحث شريک کړم.زماموراوپلارډير مهربانه دي ،هغوي راته حتماًاجازه ددې کار راکوي اوپه دي کارکولو سره رضا كيږي .

_پام کوه چي داکارونه کړې .ته خوپه دې لاهم نه پوهيږي چي څه کوې؟ستا موراوپلارخوپه ماډيرګران دي ، زه نه غواړم چي ددوي زړونه ور��ات کړم .زه چي په کم مقام كي ددوي دزړونو کرارلرم هغه راته بس دي .که تا دا کاروکړ نوهغوي خوداګمان کوي چي زمانيت ددوي لپاره خراب و اوپه يومقصد مي ورسره ورځي اوشپې تيرولې .هغوي ستاپه ورکولو څومره خوشحاله دي اوستالپاره څه نه کوي؟ددنياله حالتوسره ته نه يي بلده اونه درته معلوميږي .ددنياحالت اوس ډيربل ډول دي. خلكوبدلون کړى .اورواجونه بدل شوي .له هيچاسره دميني کولوقدرنشته.خپلوي له منځه تللي .دوستي نشته ،محبت نشته حتٰٰى ورورولي،ايمانداري اوخواخوږي لاهم نشته .چي اوردي اخيستي وي څوک به درباندي اوبه وانه چوي ،دابه وايي چي ده خواور اخيستي دي داسي نه وي چي زه يي هم ځني واخلم .ستا زړه خوپاک دى ته دخلكوله زړونو نه يي خبره زه درسره راضي نه يم په دې کاركي .دامينه به پرهمداځاي سره بيرته هيره کړو اوداسي به يي وګڼولکه يو ليدلى خوب .زه د

الله جل جلاله له درباره درته خوشحاله اوسوکاله ژوندغواړم . انشاءالله چي له واده وروسته به ستا داکازوي ډيربدلون وکړي ته په دې مه خفه كيږه چي ستا مينه ،محبت،مظلوميت ،انسانيت،شرافت اوصداقت چي وويني نو زه په دې باور لرم چي حتماً به بدلون کوي.بياهم درته مباركى وايم اوځان ډيرګرم اوملامت بولم چي خپل دميني اظهارمي درته ونه شو كړاي.

نورنو ماته اجازه راکړه هروخت چي دي کوم شي ته ضرورت ونو ماته به داسي وايي لکه يومشرورورته چي وايي .له دې ورورسته سره وروراوخور يو . زه ځان ډيربختورپدې بولم چي ستاپه شان خورپه ژوند كي لرم .د اخيري ځل لپاره مويوواربياسره په غيږكي ونيول اوترهغووموسره ژړل ترڅوزه يي له خوني راووتلم.

كورته ځني راغلم خودڅانگې داخبره مي هيڅ نه هيريده چي ويل يې ( ماخودي خداي جل جلاله په ټوله عمربيانه ورولي ،دخپل هيواد يوه ثانيه ژونددهغه ځاي دلس کلونو ژوندڅخه بهتره دى )

اوولسم څپركى

دڅانګې له کوره سيده راغلم دميني زيارت ته .له قبره سره نيږدې ورته کښينستم ،خپله کسيه مي په داسي يوحال كي ورته کول چي له سترګوڅخه  مي اوښكي داسي جاري وي چي ماپه هيڅ ډول نشواي كولاي چي ودروم اونه مي خپل ځان قابوكولاي شو. ورته ومي ويل چي زه خوستاخبره په خپله مينه كي ناكامه راغلم هم مي ته له لاسه وركړې اوهم مي څانگه. ستاخبري مي ونه منلي اوپه خپل كاركي مي ډيرڅنډ وكړ.تاچي څه راته ويلي وؤ هغسي مي ونه كړل. زه په ټولوپلانوكي شاته راغلم.زه اوس بيخي يوازي پاته يم اوهيڅوك د خواخوږۍ لپاره نه لرم.هيڅوك مي دزړه درد نه شي احساسولاي.كاشكي چي ته واي او يوه مشوره دي راته راكړې واي. تاته ډيرضرورت لرم خوته نه يي راسره.اې زماميني زه مي خپل وجدان ته ډيرملامت يم.زه مي خپل ځان ته لا ځوابونه نه شم وركولاي.ته خويوار له دې تورو خاوروڅخه سرراپورته كړه او يوه خبره راته وكړه.زه تباه شوم برباد شوم خوار شوم.

له ډيروهڅووروسته پوهيدم چي كله له خاورو څخه سرراته پورته كوي له قبره مي خپل سرپه داسي حال كي راپورته كړ چي ډيرمايوسه،نااميده اوناهيلى وم ترخپله كوره مي ځان په ډيرتلكيف سره راورسوى.

دامي دځان لپاره وظيفه وګرزول،هرسهاربه چي كيدى مابه له ځانه سره ترموزاوګيلاس راوړى اودميني په زيارت باندي به مي چاي څښلې.هم به مي زيارت کوى اوهم به مي دخپل ژوندخوږي اوترخي خاطرې له ځانه سره ددې له قبره سره ليكلې…..

 .ملګرى اصف چي کله زماټول ژوند چي دکاغذپرمخ ليکلى و ولوستى اوپه هرڅه خبرشو.دستي يي راته خپله خوښينه پرته زمااوزمادکورنۍ داجازې څخه راغوښتې وه..زمونږکورته راغلى و، زماسره يي په غيږ ستړې مشې وکړه .دومره يي راته وژړل چي زه حيران پاته شوم چي څه شوي دي ورباندي،خوکله چي يي راته وويل چي ظالمه دومره زحمتونه دي څنګه يوازي زغملاي شول .زه دده په خبروپوه شوم چي زمادخاطراتو کتابچه يي لوستې ده .له ځانه سره يي دخپلي خوښنې له کوره راته ستن اوتار راوړي وله .ماته يي وويل:

ته خوراته يوار خپله مور راخبره كړه.

زه حيران پاته شوم چي زمامور څه كوي.پوښتنه مي نه ده ځني كړې.مورمي ورته راخبره كړه. كله چي هغه ورته راغله له  کڅوړې څخه يي ورته ستن اوتار راوا ايستل او ورته وريي کړل.

ورته ويي ويل:

 دا دفريدستن اوتار دى.اومادهغه لپاره ستاسوداجازې پرته خپله خوښينه وغوښته.مورمي همداسي موقع پراسمان غوښتل خو خدايه جل جلاله ورته په ځمكه وركړل.داصف ددې كارپه كولوزياته خوشحاله شوه ،دومره خوشحاله وه چي بيخي نه پوهيده چي څه وكړي.ستن اوتاريي له فريده واخيستل اوكورته ولاړه.

وروسته فريدراته خپله دخاطراتوكتابچه بيرته راكړه اوراته وويل:

زه خووعده خلافه شوم چي ستاكتابچه مي ولوسته.

كه نور ياداشت دي كي ليكى نوماپكښي هيرنه كړې.اويوه غوښته لادا درڅخه كوم چي دابه حتمي اوضروري ترچاپه رسوې.

                               پاي 2011-11-26

0 thoughts on “که زه درسره نه وم (۴) لیکوال: ایمل امیدي”
  1. behtarana novel wo chi ma pa tola zindagi ki lwastay wo aw dera pa zra pori qisa ye darlodala aw de shaghali iemal omiadi sakha ham dera manana chi pa dasi novelono ye mong zwandi satali yo aw la tannd web pani na ham dera manana chi ma ta ye da zamena barabara kra chi novel online walwalam staso de nori kamyabi pa hela (asadullah arian)

ځواب ورکول asadullah ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *