جانباز جرار

سوله به راشي، خو د سولي پايښت به څنګه سي؟

تاسو خو پوهيږى، چي سوله په عدالت، ورورولۍ او ايماندارۍ سره پاېيدلى سي او تر ټولو مهمه ريښه يې په زغم کې ده.

اوس که عدالت او ورورولي نه وي، سوله به څنګه سي؟ که ايمانداري نه وي عدالت او ورورولي به له کومه سي؟ که تعصب او تبعيض ختم نه سي؛ يو د بل زغم (زغمل) به څنګه ممکن سي؟

تاسو څه فکر کوى، چي د امريکانو او نورو خارجي ځواکونو په وتلو سره به دا هر څه سم شي؟

خداى خو دي وکړي!

ګورى دا،دا معنى نه لري، چي زه د امريکايانو په وتلو خفه يم، زه د امريکايانو په وتو او د سولي په راتلو خوشحاله يم؛ ډېر خوشحاله يم، خو انديښنه مي دا ده چي زموږ او تاسو، د دوى او د دوى، هغو او دغو ټولو داخيلي ښاغليو تر منځ به هر اړخيز حساسيتونه څنګه سي؟

دې او دې ته ورته ډېري انديښنې دي، چي ويريږم او بيريږم!

په درنښت

جانباز جرار

One thought on “که سوله راغله بيا به څه کړو؟”

ځواب ورکول عبدالباقي ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *