تاند- موبایل ټېلفون نن یو داسي ضرورت دی چې که له چا سره نه وي نو فکر به کوي چې نیمګړی دی. ځیني کسان خو حتي وايي چې بې موبایله ځان ورته د یوه معیوب او معلول په شان ښکاري.

خو ډېر ځلي دا هره شېبه پکارېدونکې وسیله له لاسه لوېږي او په تېره بیا د ډېرو کسانو موبایلونه په اوبو کې خرابېږي.

که مو موبایل ټېلفون په اوبو کې ولوېده، د دې لپاره چې خراب نه شي، د موبایل هیڅ بټنه یا توکمه مه کلکوئ، سمدستي بېټرۍ ورڅخه وباسئ او موبایل په پاک ټوکر وچ کړئ.

که په کومه بله اوبلنه ماده کې ولوېده، بیا هم اول بېټرۍ ورڅخه وباسئ او په خپله موبایل په پاکو اوبو ومینځئ. اوبه یې نه خرابوي خو شرط دا دی چې بېرته یې وچ کړئ.

د موبایل د وچولو لپاره ښه دا ده چې په یوه مرتبان کې موبایل له وریجو سره واچوئ، د مرتبان سر کلک بند کړئ، وریجې د موبایل نم باسي.

پکار ده چې له وریجو سره موبایل په مرتبان کې لږترلږه ۲۴ ساعته پرېږدئ څو ټول نم او اوبه ورڅخه جذب کړي.

6 thoughts on “که مو موبایل په اوبو کې ولوېد، پروا نه لري”
  1. یاره لیکوال صاحب هسی نه چی دورجوخوند هم خراب سوی وی اوموبیل هم نوی جوړسوی

  2. هغه دی داسی موبایل نه رانسی چی بیټری یی نه ایستل کیږی اوبیایی اوبوته وراچوی

  3. لیوال صاحب ستا داسی نده خوښه چی د ورجو سره موبایل د بوخار په دیګی وایشول سی

ځواب ورکول وطن وال ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *