تېرې دوه ځلې ټاکنې په افغانستان کې د یوې ولسواکې پروسې د پیاوړتیا او دوام لپاره ترسره شوې مګر له ارګوال سره بخت یاري وکړه او بدل نه شو؛ دا جلا مبحث دی، همدلته یې د پای په ټکي نازوو.

وروستی ځل یې تر تېرو غبرګو هغو ډېرې اهمې او حساسې دي، یانې د هېواد په تاریخ کې د لومړي  وار لپاره په سوله‌يیز ډول د واک د لېږد په موخه تر سره کېږي.

لاندې فکټورونو ته په کتو سره سړی په زغرده ویلای شي چې که تر کرزي وروسته د ډاکټر اشرف غني پر ځای ډاکټر عبدالله عبدالله ارګوال کېږي؛ نو ښکاره خبره ده چې د هېواد په سیاسي سېنما کې به د نوییمې لسیزې تر فلم خورا د وېرونکو صحنو لرونکی فلم پر پرده را ښکاره شي.

لومړی:

د جنګخوښو ټلوالیانو د ۱۹۹۰يمې لسیزې وحشت او بربریت؛ ملت د اور تنور ته واچاوه او تر اوسه له هغو ټپونو ځورېږي. که یو ځل بیا دا کسان د ملت د برخلیک ټاکلو جرائت کوي؛ ګمان کوم چې له ستر ولسي اصطحکاک سره به مخ شي.

دویم:

په پراخه کچه پښتانه د پنجشېري واکمنۍ د تېرو ۱۲ کالو په بهیر کې د ټلوالې پټو او ښکارو دښمنیو، تېریو او دسیسو ښکار کړل؛ په ټولیز ډول له عبدالله کرکه لري. تجربو ښودلې چې په افغانستان کې پرته له اقلیت (پښتنو) څخه د حکومتدارۍ ګاډی پنچر دی.

درېیم:

له ډاکټر غني سره د ازبکو سیاسي ائتلاف؛ هغوی په دې باوري کړي دي چې ډېر ژر به نیم حکومت د دوی وي.

که په ټاکنو کې د دوام او بدلون ټيم نابریالی کېږي؛ مانا یې دا شوه چې ازبک د تل په څېر د هېواد له سیاسي جریان څخه څنډې ته کېږي؛ په دې اساس د ازبکو سیاسي عقدې په ډېره اسانۍ سره په په اټومي غوټو اوښتلای شي.

څلورم:

طالبان له ټلوالې سره د څه باندې یوې نیمې لسیزې مېرڅي لري؛ چې د عبدالله په راتګ سره به پر طالبي اور د نورو پيټرولو پاشل وي؛ البته ځینې نډ-توکمپالیز لاملونه به یې لمبې اسمان ته هسکې کړي.

پنځم:

په تېرو دوو لسیزو کې د ښي‌لاسو بې اساسو لنډمهالو ائتلاقونو وښوده چې دوی د یوې ورځې لپاره هم پر سیاسي ټغر نه شي را ټولېدای؛ پر حوزو او کوڅو باندې د کابل وېش یې ښه بېلګه وه. بناً د جمیعت، حزب او وحدت ائيتلاف د اور، اوبو او توپان ملګرتیا ده.

په دې سربېره، اداره پوهه غواړي، ادره وړتيا غواړي، اداره په استخارو، نفلونو او د غاړي په سرو او شنو دسملونو نه چلېږي. هغوی چې ټوپک چلوي، دفتر نه شي چلولای، ماشې ته راکږه شوې ګوته، تر قلم نه شي تاوېدای.

شپږم:

د خلق او پر چم لیږکيان خو مسلکيان، هیڅوک د افغانستان د سیاست له صحنې څخه نه شي حذفولای؛ دا چې چپ‌لاسې او ښي‌لاسي پخوانۍ دښمنۍ او اوسنی فکر ټکر لري؛ نو د عبدالله پر وړاندې سیاسي تړلې دروازې ته؛ دا اړم هم ټمبه دی.

نو په دې اساس،

که ولسمشر عبدالله شو، تباه شوو.

One thought on “که هېواد مشر عبدالله شي/ ډاکټر ظهير”
  1. ښاغلی ډاکټر صاحب زهیر، ستاسی لیکنه مو ولوسته ډیره په رړه پوری او تحلیل مو بالکل علمی دی،

  2. یوه ستره غلطي په لیکنې کې دا ده چې پښتانه یې اقلیت ښودلي؛ دا کېدای شي یوه تېروتنه وي چې ښايي پاڼې اصلاح کړې وای. نوره لیکنه ماشاالله ډېره ښکلې ده. واقعاً چې د عبدالله په ارګوال کېدو کې نه یوازې د پښتنو بلکې د ټولو افغانانو تباهي ده خو ځینې به پرې پوهېږي او خدای مکړه ځینې نور به پرې پوه شي

  3. ډیره ښکلې لیکنه وه او ډیر ښه او پر ځای تحلیل شوی! خدای افغانستان بیا ۹۰ لسیزې ته نه بیایې! آمین
    د یو اباد، سرلوړې او یو موټې افغانستان په هیله

ځواب ورکول Abdul Ghafar ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *