writخدای دې يې په لوري شي، يوه ښوونکي مو کيسه کوله.

وای وخت د طالبانو وو، په ښارونو کې د امربالمعروف او نهي عن المنکر له والو چا اوږده څڼه نه شوای ګرځولای.

سندرې، ډولونه، اتڼونه خو چا په خوب هم هغه وخت نه ليدل. که به په راډيو کې د خبرونو تر منځ د ډول ډنګ يا د رباب ترنګ شو هم، خلکو به له ډاره واليوم د ځان په خوا ور تاو کړ.

په لومړي سر کې وای د وېښتانو، ږيرو، برېتونو، اودسونو او لمونځونو پر سر اخ و ډب يوازې په ښارونو کې وو، خو وروسته کليو ته هم پسې وغزېده او چې نور هم کيسې کش واخيست، نو طالبان او چړيان به د کليو په جوماتونو ګرځېدل او په خلکو به يې لمونځونه تېرول.

يوه ورځ وای دوه په عمر خام چړيان په شاه جوی کې زموږ د کلي جومات ته راغلل، دورې يې په لاس کې نيولې وې، خلکو ته یې ويل، لمونځونه تېر کړئ.

يو چړي وای، يوه سپين ږيري (حيات خان کاکا) ته ودرېده، چې تېر کړه لمونځ.

هغه چې وای ورته وکتل، خود به يې نو له ځان سره ويلي وي، چې ته دا زما سپينې ږيرې او کړوپې ملا ته ګوره، ته دې هلک ته ګوره، نو يې ورته وويل، چې “ورځه ورځه جانانه! دي ما ملونځ زده ده، په بل چا يې تېر کړه.”

خو هغه بل چړي وای خپل ملګري ته را غږ کړل، چې وهه يې د دې رزيل يې نوم لا سم نه دی زده، ملونځ يې بولي.

بس لومړي چړي ته خدای ورکړه، کش يې کړه دوره ور سره، په دا وچه، کړوپه ملا يې يوه مظبوطه دوره وواهه.

حيات خان کاکا وای، لکه چې ډېر خوږ شو، ټوپ يې کړ، د جومات تر زينو هم ولوېده، هلته لېرې ودرېده، شا يې مښله، چړي ته یې مخ را واړاوو،

وای، “خواد، خواد خپل ملونځ مې ده، زې خوګ بولم، دي تا يې را باندې څه”

نن درېيمه ده، چې له ځوانانو هره خوا پاتې ده. بس، نيم وايي پوهنتون دی، نيمو يې دانشګاه تر لکۍ نيولې، هغه نورو بيا هلته ځانونه له لوږې مړه کړل.

الکه! څه ټکه را لوېدلې ده؟ نورې ټولې ستونزې ختمې شوې؟ بس کيسه راغله د پوهنتون تر نامه پورې را ورسېده.

ځوانان وژل کېږي، وطن نړېږي، ځمکې غصبېږي، وينې بهېږي، دښمن خاندي، د کونډو له ژړا ستوني ولوېدل، د يتيمانو له چيغو زاره وچاودېده. نيم دې خاوره تر خېټه لاندې کوي، نيم دې کلتور وژني، نيم دې اوبو ته بندونه اچوي، هغه نورو دې خزانې ولوټلې، هلته دې پر پوله تنکۍ ځوانۍ په مرميو ويشتل کېږي، دلته دې په ښارونو کې څوک له ناامنيو سر نه شي پورته کولای، ها خوا دې دنګې ځوانۍ په دار ځړول کېږي، دې خوا ته دې د شلو کلدارو پر سر تر ځوانيو مرمۍ وزي، زوم دې د موچې په تار حلالېږي، ناوې دې په سرو لاسونو قبر ته کښته کېږي. ماشومان دې کرۍ ورځ، ټکنده لمر ته خير غواړي، تښتېدلي ځوانان دې د کبانو خوراک شول، د مکتب پر ماشومو نجونو دې تېزاب وپاشل شول، زهر ورکول کېږي. پوزې او غوږونه ورڅخه پرې کېږي. ادې دې سرتور سر، کړوپه ملا ګاونډي ته زارۍ کوي، په خپل کور کې د هغه له شره امن غواړي. ته ناست يې، په دې پسې دې را اخيستې ده، چې دی پوهنتون ته دانشګاه وايي، زه دانشګاه ته پوهنتون وايم. نه له خدايه ډارېږې، نه له ولسه شرمېږې. لويه خېټه دې نيولې، په هره خبره کې دې د ځان ګټې ته سترګې وچې نيولې وي.

ګوره! زه دا نه وايم، چې ته پوهنتون ته دانشګاه ووايه، زه وايم وخت ته وګوره.

دا يې پوهنتون، ښه اوس څه پرې کوې.

مکتب دې ويلی؟ يا، زوی دې مکتب ته لېږلی؟ يا، لور دې مکتب ته ځي؟ زه بې غيرته درته ښکارېږم.

نو کروندې ته يې ولې لېږې؟ اوبه ولې پرې راوړې؟ مېږې ولې ورباندې پيايې؟ ښځه ده. کوي به يې.

بس همدغه دې حال دی. مکتب دې نشته، پوهنتون غواړې. جنګ کوې، سوله غواړې. د سر دښمن دې چاغوې، ژوند غواړې. پردي خلک وطن ته راولې، بيا ازادي غواړې. وطن خرڅوې، بيا چيغې هم وهې. اکثريت هم ته يې، زورور هم ته يې، مېړنی هم ته يې، حق هم ستا خوړل کېږي. تر ټولو ښه مسلمان هم ته يې، خلک دې هم مسلمان کړي، تر مرګ وروسته د کفر ټاپه هم ستا پر تندي لګېږي. وطنونه دې ازاد کړي، خو خپل کلي ته له ډاره نه شې تلای. د نړۍ د هر ستر ځواک سترګه درڅخه سوځي، په ګونډو کړي دې دي، خو پنجابی له خپله کوره نه شې شړلای. زرګونه کاله تاريخ لرې، خو اوس دې هم د ښار پر سړکونو د تګ چل نه دی زده.

پښتونه! ما خو چې ليدلی يې ته لاندې، دښمن درباندې، پردی در باندې خاندي. بس يوازې په خپل کور کې په ناستې تور سرې دې ښه وس بر دی. په نه خبره يې وهې، رټې او شړې.

ګوره! لالا، ته ښه وايي، پوهنتون- پوهنتون دی. پوهنتون وو، پوهنتون به وي. خو که يې تا د يادولو ځای وپېژانده. که ته هلته ورغلې، که يې مشر شوې، که ته تر پوهنتون پورې ژوندی پرېښودل شوې.

اوس د دې وخت نه دی قربان.

زړه مې درباندې خوږېږي. په والله باالله چې حال ته دې وګورم، چې په غاړه کې پراته ول ول پټکي ته دې وګورم. شکېدلو جامو ته دې وګورم، زړه مې غوټ پرې کېږي.

دا هم د دښمن دسيسه ده، چې په داسې ترينګلو حالاتو کې يې، چې د هر چا د سترګو اغزی يې. په داسې وخت کې يې، چې پر وطن دې اور بلېږي. په داسې وخت کې يې، چې چاړه دې نيمه تر سينه وتلې. د پوهنتون او دانشګاه خبره در مخکې کړه.

دا دومره وخت ولې دغه نوم چا نه بدلاوو، خو نن چې ستا منګولې د دښمن ګرېوان ته ور سيخې شوې په خلکو تلواره ده چې نوم دې بدل شي. نن چې دې لېږ په پښو کې سېک راغی، پر دوی د پوهنتون نوم وغمېده.

پرې يې ږده لالا، خپل پوهنتون يې دی. خدای دې وکړي که به يې د حيات خان کاکا په خبره خوګ نه بولي.

ته دې ټپ ته لاس ونيسه چې وينه دې ودرېږي.

“دا ليکنه په ګرداب ورځپاڼه کې هم خپره شوې ده”

سيد شاه سقيم

By admin

2 thoughts on “که پوهنتون دانشګاه شي!/ سيد شاه سقيم”
  1. که د دښمن یوه خبره دی ومنله بیا دښمن لاپسی خوند اخلی او جرات یی زیات کیږی او د نوری خبری او خپل اهداف رامخته کوی او په هم دی توګه تول اهداف درباندی منی له دغه حساس وخت نه ګته اخلی نو تاسی ټول پښتانه هم له دی حساس وخت نه مکمله ګته پورته کړی او د هیواد اسلام او ټول ملت په خاصه توګه د پښتنو دښمنانو اهداف په نطفه کی خنثا کړی او له منځه یوسی

  2. زه چی د پوهتنو محصل یم یوازی می دا په وس کی دی چی د پوهنتون د بقا لپاره ودریږم د ملګرو په خبره که نن دانشګاه را باندی وتپی سبا بیا وایی چی مذهب دی هم بدل کړه ځکه دا سلسله د ایران د اخواندانو د جنګ پیل دی ګرانودوستانو ملګرو پښتنو وړونو د ایران اخواندان او په داخلی کی بعضی مهاجر هزاه توکمن غواړی چی زموږ په کور کی پر خپله خاوره ما د ځان غلام کړی چی دا هیڅ امکان نلری او به داسی وشی که پوهنتو دانشګاه شول نو بیا افغانستان دی هم ایرانستان او یا خراسان کبیر دی بیا یی نو ګزوه

ځواب ورکول مصطفی باکزی ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *