خوست –

که په لنډ او ساده مفهوم سره ووايم، د خلکو د ارادې سره سم، د خلکو په خوښه د خلکو له منځه په خلکو باندې حکومت کولو ته ولسواکي ويل کيږي، نو ددې له پاره، چې موږ وکولی شو ريښتوني ولسواکي رامنځته کړو، تر ټولو لومړی اصل په ټاکنو کې ګډون کول دي، له دې لارې د اساسي قانون له مخې د افغانستان هر وګړی د شرايطو د پوره کولو په صورت کې ددې حق لري،چې د خپلې ارادې د تمثيل له مخې په مستقيم ډول د خوښې وړ کانديد ته رايه ورکړي، دا دی له يوې لسيزې څو کاله اوړي،چې نړيواله ټولنه په افغانستان کې د ولسواکی د پلي کولو نارې، سورې وهي، مګر تر اوسه يې دا غم ککړه ولسواکي پلي نه کړه، نو ددې څخه داسې معلوميږي، چې نړيواله ټولنه د خپلو اهدافو د پوره کولو له پاره د ولسواکی رامنځته کولو ته ژمنه نه ده، ځکه په ډېرو مواردو کې داسې شواهد او نښانې ليدل شوي، چې ګواکي د نړيوالې ټولنې صداقت او بې طرفی ته ګوتڅنډنه کيږي.

دا، چې يو ځل بيا د افغانستان د جمهوري رياست ټاکنې تر سره کيږي او ډېری نوماندان ددې ليوال وو، تر څو دې چوکی ته ځان ورسوي، نو دې مقام ته رسيدنه، خو د ځينو کانديدانو له اوله نه په زړه او نه په خيال کې وه، د ځينو بيا د ځان مطرح کول او د کوم مقام د پيدا کيدو په موخه د نورو په ګټه تېريدنه وه، ځيني د بل چا په خوله، حمايت او د بل د ګټو د ساتلو په موخه، مګر د دوی تر منځه يوازې يو کانديد، چې د هر چا د زړه په تل کې ځای لري، د ولسونو په ملاتړ او د خلکو له منځه په مستقل ډول را ولاړ شوی دا ډاکټر صاحب اشرف غني احمدزی دی، چې پوهه، ځيرکتيا، محبوبيت، يې له هېچا پټ نه دي، نو په همدې اساس له کومو ستونزو او ننګونو سره مو، چې هېواد لاس اوګرېوان دی، دا ايجابوي، تر څو داسې يو شخصيت د هېواد ولسمشر شي، چې سياسي، اقتصادي او ټولنيزه پوهه ولري، په ټيم کې يې د هېواد مختلف خوځښتونه او اقشار ځان وويني، د هېواد په بربادۍ کې يې لاس نه وي درلودلی، افراطيت او هر راز سمتي او ژبنيو عقدو څخه ليرې وي، د هېواد ملي ګټو او ملي وحدت ته ژمن وي.

د دې له پاره، چې په پورته شرايطو برابر او پوره شخص پيدا کړو، زما د ډېرو هڅو او تلاشونو وروسته نوموړی کس يوازې او يوازې ډاکټر صيب اشرف غني ده، چې د خدای (ج) په فضل او کرم سره به د افغانستان د موجوده بحران څخه د راووتو په برخه کې يو ډېر موثر او مناسب سړی وي. ډېری نړيوال سياست پوهان په دې اند دي چې د افغانستان ولسمشرۍ ته غير له اشرف غني بل داسې وړ کس په نوماندانو کې نشته او دا به د افغانانو لپاره يوه لويه تاريخي موقع وي، چې ډاکتر صاحب احمدزي ته رايه ورکړي او خپل ولسمشر يې وټاکي، ځکه، چې د ډاکټر صاحب اشرف غني علمي توانمندی، قوي برنامې، زغم، پاکې سابقې او ډېری نورو ځانګړنو څخه په ډاګه دا معلوميږي، چې نوموړی به د خپلې کلکې ارادې په درلودلو سره په افغانستان کې د توقع سره سم اصلاحات راولي او د خلکو د اوميدونو سره سم به دا هېواد د اوسني بحران څخه راوباسي. دا، چې په لومړي پړاو کې هر سړي د يو خاص پلان له مخې منډې وهلې او د جمهوري رياست چوکی ته يې ځان نوماند کاوه، يوازې او يوازې هدف يې د ډاکټر صيب اشرف غني احمدزي د ملاتړو کمول او په پښتون ميشتو سيمو کې د ده د رايو ويشل وو. ډول، ډول اوازې وې، چې په پلاني کانديد پسې پلانۍ هېواد ده، په فلاني کانديد پسې دولت، خو هر څوم��ه کوښښونه، چې وشول بيا هم ددې هېواد زوريدلي اوولس کاملا په دې پوه وو، چې رايه بايد چاته ورکړي او څوک انتخاب کړي، دا چې خوشبختانه اوس هغه کوته، مونده ( د لږ ملاتړ څخه برخمن کانديدان ټول ناکام او ټاکنې دوهم پړاو ته لاړې، يو ځل بيا افغانانو ته يوه تارخي موقع په لاس ورغله ، څو د خپل ژوند د ښه والي په موخه داسې يو چاته رايه ورکړي، چې هغه په افغانستان کې په ريښتيني ډول د ملي يووالي، ښې حکومتدارۍ، اقتصادي پياوړتيا، ټولنيز ارامښت، بيا رغاونې، سولې او نورو له پاره داسې برنامې او پروګرامونه ولري،چې له ورايه يې د عملي کولو وړتيا ولري. اوس راځو په دوهم پړاو ټاکنو کې د دوو سيالو سيالانو له جملې څخه د ډاکټر صيب اشرف غني برتری او بهتری ته. غنی بابا برسيره پر دې، چې د نړئ ستر متفکر، د ښو اخلاقو خاوند، د ښې تجربې لرونکی، په ملي او بين المللي کچه پيژندل شوی شخصيت دی دا لاندې نورې ځانګړتياوې هم لري:

1. د المان د بيروت پوهنتون څخه ېې لومړی ماسټري د حقوقو او سياسي علومو په برخه کې ، دوهمه ماسټري د بين المللي روابطو او انسان پيژندنې او درېيمه ماسټري يې د بين المللي روابطو په اړه د نيويارک د کولمبيا له پوهنتون څخه اخيستي ده. دندي يې چې تر سره کړي 2. 1357 هـ.ش کې د کابل پوهنتون استاد 3. له 1362 نه تر 1370 هـ.ش کې د امريکا د جانز هاپکيتز پوهنتون استاد 4. په 1370 په نړيوال بانک کې د خلکو پيژندلو په توګه دنده او د ختيځې اسيا، جنوبي اسيا، روسيې، چين او هند په برنامو کې يې برخه لرله. 5. په 1381 هـ.ش کې د حامد کرزي ارشد مشاور، د ماليې وزير او د نړيوالو کمکونو همغږي کوونکي په توګه انتخاب شو. 6. په 2004 م کال کې يې له دولت سره کارکولو نه لاس واخست او د کابل پوهنتون ريس وټاکل شو.

7. په دي وروستيو کې يې له بهرنيانو څخه داخلي قواوو ته د امنيتي مسووليت ليږد بهير دنده پر مخ وړله. غنی بابا �� اسلاميت او افغانيت سره بې سارې مينه لري . د هيواد د ابادئ لپاره داسې بې سارې برنامه لري، چې د افغانستان په پنځه زره کلن تاريخ کې ساری نه لري . د هېواد غني کول غواړي، نو غني ته ضرورت لري غنی بابا دی چې د چا په وينو يې لاسونه نه دي سره ، ټولو افغانانو ته د ښه ژوند غوښتونکی دی او د ښه ژوند لپاره ولس ته د کار ژمنه ورکوي، سولي ته غنی بابا ژمن دی. هيواد ته د تل پاتې سولې راوستلو لپاره غني بابا وړ شخصيت دی، ځکه د جنګ سابقه نه لري، نو دا، چې سره له دومره اوصافو او خوبيو داسې وړ کس افغانانو ته په لاس ورغلی، نو دوی هم بايد له دې فرصته استفاده وکړي. هغه جوش، خروش، ګڼه، ګوڼه، پاريدلي احساسات او د خلکو دلچسپي مې، چې د جوزا په څلوريشتمه، چې د 14-June-2014 سره يې سمون درلود وليده، باور وکړی، چې يو ډول هيجاني او حيرانوونکی حالت وو، ځکه ډېری خلکو داسې فکر کولو،چې د ټاکنو په لومړي پړاو کې، خو په هر ولايت کې د ولايتي شورا کانديدان موجود وو، له امله يې هر چا يوه، يوه رايه غني او يا کوم بل نوماند ته هم استعمالوله، مګر داځل به په ټاکنو کې د خلکو ګډون ډېر کمرنګۍ وي، شک نه وو، دا فکر د هر چا سره وو، خو خوشبختانه هر کله،چې دا سرنوشت ټاکونکي ورځ راورسيده، د ټول هېواد او په خاص ډول د خوست ولايت ډېرو درنو او شريفو خلکو په داسې پراخه کچه پکې ګډون وکړ، چې په ټاکلي وخت کې يې ټولې رايې وکارولې.

د رايه اچونې په بهير کې مې ډېری، سپينږيري، ځوانان، ښځې، مالداره، غريب، کاريګر، بزګران او همدا شان نور خلک وليدل، ويل به يې، چې په کور کې مې پر خپلو تورسريو تر اوسه شفتله هم نه وه ريبلي، له کوره بهر مې هم نه ده پرېښودلي، داسې کار مې نه ده پرې کړی، چې بهر واوځي، خو د هغې هېوادنۍ مينې، ملي احساس او په خاص ډول د ډاکټر صيب اشرف غني سره د ډېرې دلچسپی له امله مې ټوله کورنۍ راوستله او دا دی اوس غني بابا ته رايه ورکوو. ددې سره په څنګ کې مې يوه ورځ وروسته د يوه با احساسه په وطن او ولسواکی مين ځوان خبره واوريده، چې بيخي يې حيران کړم. جوس خان، چې د تڼيو سيمې اوسيدونکی دی د ټاکنو په ورځ يې خوږه او شرينه لورکۍ وفات شوې وه. دې ځوان خپل کليوال تر هغې نه وو خبر کړي، څو، چې د ټاکنو پروسه پای ته نه وه رسيدلي، ځکه ده ويل، که چېرې مې کليوال خبر کړي وای، نو د تکفين او تدفين په مراسيمو کې د بوختيا له امله به د رايې اچونې څخه پاتې شوي وای. دا، چې خوستوالو د بېلا، بېلو تهديدونو او امنيتي وېرې سره، سره په دومره لويې قربانۍ سره د خپل زعامت د ټاکلو په موخه د رايې اچولو مراکزو ته لاړل او هلته يې په خپلو پاکو لاسونو، پاکې رايې د غني په شان پاک سړي ته وکارولې، نو نن ورځ دې خبرو ته په هېڅ ډول ځای نشته، څو څوک ووايي، چې د خوست ولايت نفوس کم دی، د خوست ولايت ناامنه ده، په خوست کې څوک رايه نه اچوي… دا، چې اوس مهال د ټاکنو ابتدايي پايلې دا ښيي، چې ډاکټر صيب اشرف غني ګټونکی دی، اروپايي ټولنې، نړيوالو ناظرينو، د ناټو سر منشي او نورو ادارو د افغانستان د دوهم پړاو ټاکنې نسبت لومړي پړاو ته رڼې او شفافې وبللې، نور بايد خبرې پکې ونه شي، په ډېر احترام او درنښت بايد له ډاکټر صيب عبدالله څخه غوښتنه وکړي، څو په سوله ييز ډول ډاکټر صيب اشرف غني ته مبارکي ورکړي. که بيا هم د دومره محبوبيت، پوهې، ځيرکتيا، نړيوالتوب، زياتو رايو ، پاکې سابقې او نورو اوصافو درلودلو سره، سره ډاکټر صيب اشرف غني احمدزی ګټونکی نه شي، دا به بيا په دې مانا وي، چې د خلکو رايو، ارادې او تصميم ته په هېڅ ډول احترام او درنښت نشته، يوازې د خلکو د غولولو او نظر اړولو له پاره ټاکنې تر سره کيږي او سرنوشت له پخوا ټاکل شوی وي.

که چېرې داسې کيږي، نو د دومره مالي مصارفو، امنيتي ځواکونو قربانيو، عامو خلکو د غړو د پرې کولو او مرګ ژوبلو ته څه حاجت دی، که دا ځل هم د پردې تر شاه دا ډول لوبه تر سره شي، بس نور، خو مې وس نشته په راتلونکي کې بيا په هېڅ صورت په ټاکنو کې برخه نه اخلم او خپل کارت هرو، مرو سوزوم. په پای کې موږ خوستوال، پکتيا وال، پکتيکا وال او په ټوله کې ټول پښتانه، ډاکټر صيب اشرف غني احمدزي ته داسې وايو، موږ خو د خپل سر په بيه لاړو مراکزو ته او ده ته مو رايه واچوله او هر وخت د ده غږ ته انتظار يو، چې د ده پر وړاندې له خپلو رايو څخه دفاع او ننګه وکړو، سره له دومره نفوذ، رايو او قربانيو که بيا هم جمهور ريس نه شو، نور دې له خلکو ګيله نه کوي او په دې بايد پوه شي دلته نور لاسونه، چې د ده د پاچا کيدو مخه نيسي او په هغې کې د ولس هم بې وسي ده. دوستانو غواړم، چې يو تصوير هم درته وليږم، که د ليږلو طريقه يې راته وښاياست مهرباني به مو وي.

0 thoughts on “که ډاکټر اشرف غني يې ونه ګټي خپل کارت سوزوم/ محمد اسلم هڅاند”
  1. Aslam Khan Nar Pakhtoona,
    When Pakhtoon have vote & unity please go to another Nar Pakhtoon Haji Khaqani Family in loy paktia to stop killing of Pakhtoon,
    we waiting for Ghani Ahmadzy & Dostum to make green Afghanistan in Asia & Pakhtoon stop killing after they set in Chair of ARG,

ځواب ورکول Sayed ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *