لویې څارنوالۍ، د کورنیو چارو وزارت او د بلخ امنیه قوماندان  د بلخ د والي ادعا رد کړه.

تاند- د بلخ امنیه قوماندان د عطا محمد نور د ویندوی دا ادعا رد کړه چې ګنې د ولایتی شورا غړی اصف مومند د کورنیو چارو وزارت او لویې څارنوالۍ په امر د امنیه قوماندانۍ د پولیسو له لوري نیول شوی دی.

د بلخ د والي ویندوی منیر فرهاد خپلو پلوي رسنیو ته ویلي و چې د ولایتي شورا غړی اصف مومند په اسنادو کې د جعلکارۍ له کبله د کورنیو چارو وزارت او څارنوالۍ په امر د پولیسو له لوري نیول شوی دی.

د کورنیو چارو وزارت نن اعلان وکړ چې یو پلاوی یې ګومارلی چې د مومند د نیول کېدو قضیه وڅېړي.

د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال مراد علي مراد وویل، د مزارشریف د هوايي ډګر د تېرې شپې د پېښې په اړه، چې په نتیجه کې یې ۲ تنه ووژل شول او د بلخ د ولایتي شورا غړی اصف مومند ونیول شو، تحقیقات کوي.

ښاغلي مراد همداراز وویل چې په پلاوي کې د لویې څارنوالۍ، کورنیو چارو وزارت او د عدلي او قضايي اورګانونو غړي شامل دي.

لویې څارنوالۍ هم د بلخ د ولایتي شورا د غړي اصف مومند د نیولو د امر د صادرولو ادعا رد کړه.

دې څارنوالۍ نن وویل، څو میاشتې پخوا یې له ښاغلي مومند څخه غوښتي و چې حاضر شو، نوموړی حاضر شو او پوښتنو ته یې ځوابونه وویل.

د بلخ امنیه قوماندان کمال سادات وايي چې اصف مومند د امنیه قوماندانۍ له لوري نیول شوی نه دی بلکې د عطا محمد نور کسانو په خپل سر نیولی دی.

اصف مومند وروسته له دې ونیول شو چې په کابل کې یې په یوه غونډه کې د بلخ د والي عطا محمد نور د فساد اسناد افشا کړل.

د مومند د نیولو پر سر په شخړه کې د عطا محمد نور کسانو د نوموړي ۲ ساتونکي وژلي او ۲ نور ژوبل کړي دي.

2 thoughts on “کورنیو چارو وزارت او د بلخ امنیه قوماندان د اصف مومند په نیولو کې لاس لرل رد کړل”
  1. د لویې څارنوالی او د کورنیو چارو وزارت باید د بلخ د هوایی میدان تروریستی عمل په دقت او جدیت سره وڅېړې. افغانستان زمونږ د ټولو مشترک کور دی ، د بلخ والی دا حق نه لرې چې په خپل سر خپل سیاسی مخالفین او یا پښتانه ووژني.
    ښاغلی آصف مومند د دغه ولایت انتخابی نماینده دی او د هېواد د نافذه قوانینو په رڼا کې هم مصوونیت لري او هم بري الزمه دی.
    د دو مظلومو ساتونکو شهادت او د دونور د ټپې کېدو مسوولیت د ښاغلی عطامحمد نور په غاړه دی.

  2. بد پدر دې دداسې وزارت داخله او څارنوالۍ لعنت شي. دا څه رقم حکومت دی. که يې نه شئ کولای خدای ته وکورئ نور ځانونه مه شرموی دا حکومت معلم عطا ته خوشې کړی. زه فکر کوم تر تاسو به يې ښه اداره کړي. او یا يې دوستم ته خوشې کړی چې د يشجي
    قصه پر عطا هم وکړی. له تاسوبې خوټو خو قسم ده که څه جوړ شي

ځواب ورکول Fahimja ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *