لیکنه: محمد تمیم رحیم زی
د ۱۳۹۷ ه.ل کال د مرغومي په څلورمه نېټه؛ د افغانستان د امنیت شورا د سلاکار حمد الله محب له خوا، امر الله صالح د کورنیو چارو وزارت د سرپرست او نوماند وزیر په توګه، د دې وزارت منسوبینو ته په رسمي ډول وروپېژندل شو.
امر الله صالح د شپې اووه بجې د کورنیو چارو وزارت د غونډو په تالار کې، د پېژندګلوي مراسم ترسره کړل؛ منسوبینو له ځان سره دا ویل چې دا څنګه په لومړي ځل د یو وزیر مراسم د شپې له خوا ترسره کېږي او دلته هر څه ډېر ناڅاپي ښکارېدل.

امر الله صالح چې کله وینا پیل کړه، نو لومړی پیغام یې خلکو ته ” د خلکو لپاره بې ریا خادم او د جنایت کوونکو او ترهګرو په وړاندې د بې رحمه وزیر” ټکی وه. دې ټکي د خلکو په تېره بیا د ملي پولیسو روحیه ډېره لوړه کړه، خبرو او کړنو ته یې د مخاطبینو ځېرتیا ژوره شوه.
صالح د پولیسو جوړښت په درېیو برخو ووېشو: سرتېري، منځنۍ رهبري او لوړه رهبري.
صالح وویل، چې ډېر زیار باید د سرتېرو د استوګڼې په ښه والي کې وایستل شي؛ د صالح په باور د رهبرۍ په کچه کې د استوګڼې (معیشتي) ستونزه نشته او ان تر دې چې د پولیسو ځینې چارواکي له (چاغښته) رنځېږي، چې دا په وېش کې د معیشتي امکاناتو نا انډوله پوړ جوړوي.
امر الله صالح د پخوانیو وزیرانو په توپیر یو ټکی ډېر دروند یادوه، هغه دا چې کورنیو چارو وزارت اصلاحاتو (سمونې) ته نه؛ بلکې انسجام، ټپ اېښودنې، یووالي او بسیج ته اړتیا لري؛ اصلاحاتو ته هغه ځای اړتیا لري، کوم چې ناسم وي، کورنیو چارو وزارت د اصلاح ځای نه دی؛ د دې ځای د بنسټ اېښودنې لپاره زرګونو اتلو شهادت ورکړی او د دې بنسټ باید ملاتړ وشي.
د ملي پولیسو یو شعار “پولیس د خلکو خدمتګار” وه؛ امر الله صالح بیا د دې شعار په اړه ویل، چې دا شعار د ظاهر شاه د وخت دی، هغه مهال دا ټولنه او خلک په همدې اډاڼه کې ځای پر ځای کېدای شوی؛ خو اوس دا شعار د پلې وړ نه دی او اوس باید دا شعار “پولیس د ډزو حق لري او باید درناوی یې وکړئ” ته واوړي؛ ځکه د پخوا په پرتله د اوس خلک، جګړه، استخبارات، چلند، لوري او موخې توپیر لري.
کورنیو چارو وزارت کې د امر الله صالح سرپرستي که څه هم ډېره لنډ مهاله وه، خو دې وزارت خپل ریښتینی ځای ترلاسه کړ؛ پولیس یو خوا، خلک بل خوا، په چارو کې روڼتیا او چټکتیا اخوا او د باور فضا دې خوا ته رامنځته شوه، ان تر دې چې په ټولنیزو رسنیو کې د کورنیو چارو وزارت او امر الله صالح په اړه خوښ (لایک)، تبصره (کمنټ)، شریکول، اند، ځیرتیا، پوښښ، څار، باور او لاسنیوی مخ په زیاتېدو شو.
د امر الله صالح یو له پیاوړه کړنو دا وو، چې د وزارت مطبوعاتو خپلو ریښتینو چارو ته مخه کړه، له تشریفاتي اړخه وایستل شو او په واقعي ډول یې د فکري جګړې لاره وڅاره. له استخباراتي کانالونو د کورنیو چارو وزارت د اسرارو او خبرونو خپرېدل بند کړل شول او د خلکو په واک کې په سم او منظم ډول مالومات شریک کړی شول.
د چارواکو په تېره بیا د وکیلانو په وړاندې چلند یو ډول کړی شو؛ تر دې چې ولسي جرګې ته سپارښتنه وشوه، تر څو له پولیسو سره د خپل چلند اړخ دې روښانه کړي، دا چاره یې ځکه پر مخ یوړه چې وکیلان په هېواد کې په یو ډول نه یو ډول ځان تر نورو ډېر ځانګړي (وي. آی. پي) بولي؛ که څه هم دوی د قانون جوړونکي دي، خو د قانون ماتوونې په لیکه کې یې هم لومړی دریځ خپل کړی دی.
د دې ټولو ترڅنګ، د کابل ښار په کوڅو، سړکونو او سیمو کې چې کومو لنډغرو او لډرو د خلکو په ځورونې لاس پورې کوه او د ارامۍ د فضا د له منځه وړو لپاره یې د لوړ پوړو چارواکو له خوا ملاتړ کېده؛ په لومړي ځل یې په بربنډ ډول نوملړونه خپاره شول، د نیول کېدو لپاره یې ځانګړي اقدامات ترسره شول او دا کړنه د خلکو له پراخو ستاینو سره مخ شوه.
لنډه دا چې کورنیو چارو وزارت په ۲۷ ورځو کې د یو پیاوړي او د باور وړ امنیتي بنسټ په توګه راڅرګند شو؛ هر چا د کورنیو چارو وزارت په آیینه کې خپل ځان لیده او د ستونزو د حل لاره یې ډېر اسانه موندله.
افغانستان همداسې قوي او قاطع وزیرانو ته اړتیا لري.