استاد شهسوار سنګروال

يوه مهمه پرتله 

استاد شهسوار سنګروال

دا يوه نيمه لسيزه کېږي،چې د افغانستان بېوځله او بېوسه ولس نه يوازې د خونړۍ جګړې په لمبو کې سوځي، بلکې د فساد، اختلاس، رشوت او د رازراز بې عدالتو قرباني هم دی…دا ځکه، چې د فساد بنسټيزې سرچينې د افغانستان د چارواکو په ولکه کې وې، ولې افغان چارواکي د دې لپاره چې ځان سپين کړي، د دې فساد پړه په بهرنيانو اچوي.

ولې دا پوښتنه به ټول عمر په خپل ځای وي، چې ايا د چارواکو مديريت سم و و،چې فساد يې کابو نشو کړی؟

د نړۍ تجربو ښودلې ده، په تېره له دويمې نړيوالې جګړې وروسته چې يو شمېر اروپايي هېوادونه جګړې ځپلي ول، د بيا رغاونې لپاره که بهرنيانو څومره مرسته وکړه، خو د چارواکو د ښه مديريت له مخې ټولې مرستې په ځای ولګولې.

ولې افغان چارواکي، چې د ښه مديريت جوګه نه ول، يو لامل يې دا و چې دوی په خپله په فساد کې ښکېل ول او د افغانستان د بيا رغاونې اراده او اداره يې نه درلوده.

حامد کرزي د خپل وخت په لنډ مهاله او مينځمهاله پېرونو کې پټه خوله وه، د بهرنيانو په سر کې د امريکايانو د فساد په تړاو څه نه ويل، ان دا چې د دوی د مرستو ستاينه يې کوله.

خو کله چې دی پوه شو چې د اساسي قانون له مخې د بل ځل لپاره ولسمشريزو ټولټاکنو کې برخه نشي اخیستی نو بيا يې خپله ټوله پړه پر بهرنيانو ورچپه کړه.

د دې خبرې مانا دا نه ده چې بهرنيانو په فساد کې لاس نه درلود. ولې افغانانو ته په کار و، د خپل هېواد د ودانولو لپاره يې نه يوازې ځان په فساد کې ښکېل کړی وی، بلکې د بهرنيانو د فساد مخه ډب کړې وی او يا يې لږ تر لږه د نړۍ او د ملګرو ملتو ټولنې ته په ډاګه کړې وی چې د بهرنيانو مرستې افغانستان ته د دروازې له لارې را ننوځي، خو د کړکۍ لخوا بېرته بهر ته لېږدول کېږي.

له بده مرغه، په هر نړيوال کنفرانس کې چې د افغانستان د مرستو په تړاو خبرې اترې کېدې د مرستندويه ټولنو لويه نيوکه په افغانستان کې د فساد کړکېچ و. خو حامد کرزي به ژمنه کوله چې دی به په راتلونکې کې د فساد مخه نيسي ولې دا يې نه ويلې چې د فساد سرچينه له بهرنيانو سره ده.

بيا هم نړيوالو په تېره امريکايانو دا خبره په ډاګه کوله، چې ملياردو ډالره موږ له افغانستان سره د هغه هېواد د بيا رغونې لپاره مرسته کړې او کوو يې ولې زموږ دا ټولې مرستې په ځای نه لګېږي؟

د جان اف سوپکو په مشرۍ سيګار، Special inspector General Afghanistan Reconstruction په ۱۹۸۰ کال له مافيا سره د مبارزې لپاره راودانګل.

سوپکو دغه اندېښنه په ډاګه کړه چې له افغانستان سره په ملياردو ډالره د بيا رغاونې لپاره مرسته کېږي او دا هر څه د مافيا لخوا په اوبو لاهو کېږي.

سوپکو نه يوازې په افغان چارواکو نيوکه کوله بلکې د امريکا په دفاع وزارت (پنتاګون) او د امريکا په نړيوالې ادارې USAID تور پورې کړ چې د افغانستان په بيا رغاونه کې د يوه منظم پلان له مخې پر مخ لاړ نشول.

ده د هغې پروژې په اړه چې په کندوز کې د اويا (۷۰)ميلونو ډالرو په لګښت جوړېده وويل:

دغه پوځي بنسټ تر اوسه پورې د استفادې وړ و نه ګرخېد.

نوموړي همدا رنګه د هغې پوځي پروژې له مخې هم پلو پورته کړ چې درې پوځي بنسټونه په ننګرهار کې جوړېدل او په ميلونو ډالره د زورواکو جېبونو ته ولوېدل. سوپکو، د افغانستان لپاره د څو نورو پروژو يادونه هم وکړه چې په ۲۰۱۱ ز کال ۴۰۰ ميلونو ډالرو په لګښت د ځمکې لاندې يوه ستره پروژه د بېلګې په توګه يادولی شو.

جان سوپکو دې ټکي ته هم ګوته ونيوله چې په افغانستان کې د څو بنسټيزو پروژو په نوم ميلونونه ډالره افغان حکومت ته په واک کې ور کړ شوي دي، خو اوس دی او د ده ملګري په دې نه پوهېږي، چې دا پروژې چېرته جوړې شوې دي؟ له موږه ورکې دي او يا ښايي هېڅ نوي جوړې شوې!؟

د فيسکال ټايمز د بنسټ په څرګندونو د پرو پابليکا د دوه سوه پروژو په نوې څېړنې او همدا ډول د سيګار له يادو بنسټونو سره سره په ګواښ دوی ټول دې پايلې ته رسېدلي دي: امريکا چې د اولس ملياردو ډالرو په شاوخوا کې له افغانستان سره د مرستې په نوم د امريکې له خلکو کومه ماليه راټوله کړې ده او دا ټول لګښت په اوبو لاهو شوی دی، بايد د دې لګښت په تړاو ځواب ووايي، چې د امريکې ولس پوه شي.

په همغه کلونو کې امريکې اته (۸) ميلونه ډالره د مخدره موادو د کابو کولو لپاره کابل چارواکو ته ورکړل نه له بزګرانو سره د متبادل کښت لپاره مرسته وشوه او نه يې د مخنيوي لپاره نورې لارې چارې ولټول شوې.

دوه مليارده ډالره د افغانستان د سړکونو د جوړولو او رغولو لپاره ولګول شول، ولې د څرنګوالي او څومره والي له مخې دغه سړکونو د پام وړ وړتيا نه درلوده او دولت ترې هم سمه څارنه و نکړه.

د سستم د اصلاح په نوم يې يو مليارد ډالره ولګول، ولې فساد، رشوت، اختلاس له مينځه لاړ نشو او په ټوله کې مافيا کابو نشوه.

۹۳۶ ميلونه ډالره د الوتکو لپاره يو وارو، ۴۸۶ ميلونه ډالره بل وار، ۴۳ ميلونه د ګاز، او پنتاګون هم ۴۷۰ميلونه د افغانستان د پوليسو د روزنې لپاره ولګول، ولې د فساد مخه ډب نشوه.

د جان سوپکو د تفتېش او څېړنو له مخې چې د فساد او د مافيا په تړاو يې ترسره کړې دي څو بېلګې يې داسې دي:

١- هغه ليک چې ده د امريکا وزير ته د ۴۷۵ ميلونو ډالرو په اړه استولی و، ورته کښلي ول چې د CSTC – A چارواکو د خريدارۍ ټول اسناد له ۲۰۰۶ کال نه تر ۲۰۱۱ کال پورې له مينځه وړي دي.

٢- د افغانستان د رغاونې په تړاو سيګار د هغه پوځي مرکز په تړاو چې د ۳۴ ميلونو په ارزښت په هلمند کې جوړېده، د ناڅرګندو لاملونو له امله د استفادې وړ ندی.

٣- د ځانګړې څېړنې له مخې، جان سوپکو، د افغانستان د رغونې په اړه ويلي دي، چې دغه پوځي بنسټ جوړولو ته اړتيا نه وه ولې بيا د جوړولو چارې تر ۲۰۱۳کال پورې روانې وې. امريکايي چارواکي انګېري، چې د خپلو سرتېرو له وتلو وروسته دغه تعمير ړنګ کړي او که افغان پوځ ته يې وسپاري. ولې افغانستان يې د ساتلو ظرفيت نلري.

د دې خبرې مانا دا ده چې له يوې خوا متحده ايالاتو د افغانستان د بيا رغاونې لپاره مناسب پلان نه درلود او له بلې خوا يې د ځان لپاره ځان ته د فساد لاره جوړوله. نو ځکه خو ۳۴ ميلونه ډالره په اوبو لاهو شول.

٤- د امريکې کانګرس، د افغانستان د پوځي روزنې او پوځي بنسټونو د رغاونې لپاره ۵۲ مليارده ډالره منظور کړل. ولې دولس ۱۲ مليارده ډالره يوازې د افغانستان د پوځي تأسيساتو لپاره ولګول شول. ولې اندېښنه دا وه چې ایا د افغانستان پوځي ځواک دا وړتيا لري چې دا پوځي بنسټ وساتي؟.

که چېرې چارواکو يو مسلکي او اکاډميک پلان، له مخکې نه طرحه کړی وی، ښه به وو چې ۱۲ مليارده ډالره يې په ډېر ګټور بنسټ لګولې وی.

سیګار له افغانستان سره د هغې مرستې په اړه چې دمتحده ایالاتو له خوا شوېده، د هغو شپاړسو (١٦) اروپايې هېوادونو له مرستې سره پرتله کړې ده، چېله دویمې نړیوالې جګړې وروسته، هغو هېوادونو دنوې اروپا د جوړولو ژمنه کړې وه.

هغوی نوې اروپا په ډېرې خوا خوږۍ او ايمان دارۍورغوله، چې اوس له جنګ ځپلې اروپا سره د پرتلې وړنده.

خو افغان چارواکو دغه مرستې چور کړې او د فساد اومافیا په منګولو کې سا ورکړه خو افغان ځپلی ولس همغسې له ستونزو او راز راز بدمرغيو سره لاس اوګريوان پاتې شو.

سیګار د خپلې هر اړخيزې څېړنې له مخې په ۲۰۱۳ زکال د اکتوبر په ۳۱ مې نېټې په ډاګه وويل، چې دامريکې متحده ايالاتو، د۲۰۰۲ز کال (نه را واخله تر۲۰۱۳ ز کال د جنوري ۳۰ نېټې پورې د يوسلوڅلور۱۰۴( میلیاردو ډالرو په شاوخوا کې له افغانستان سرهمرسته وکړه.

دغه مرسته د اروپا د ۱۶ شپاړسو هېوادونو د بيارغونې له مرستې نه ډېره وه، چې له دويمې نړيوالېجګړې وروسته له جګړه ځپلو هېوادونو سره وشوه.

له دویمې نړیوالې جګړې وروسته په ۱۹۴۸ کال دامریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزير جورجمارشال د امریکا د جمهور ریس «ترومن» د واک پهمهال وړانديز وکړ، چې باید امریکا د اروپا د اقتصاديرغاونې او ثبات لپاره يوه ګڼ اړخيزه تګلاره او کړنلارهرا مینځته کړي.

په ۱۹۴۸ ز کال د ۱۶ شپاړس اروپايي هېوادونو(برېتانیا، اتریش، فرانسه، ايټاليا، ايرلينډ، ايسلينډ،بلجيم، پرتګال، ترکيه، ډنمارک، سويډن، سويس،لوکزامبورک، ناروې، هلينډ، او يونان) استازو بيا پهپاریس کې غونډه وکړه.

د اروپا د بیا رغونې لپاره يې (د ۱۹۴۸ – ۱۹۵۲ کال) يوه اقتصادي طرحه را مینځته کړه.

دغه طرحه د مارشال په نوم یاده شوه، چې د امریکا په ديپلوماتیک تاریخ کې د بهرني سياست په تړاو يو بریالی ګام ګڼلی شي.

د سیګار د څېړنې او څرګندونې له مخې، د امریکامتحده ایالاتو د ۱۶ هېوادونو بیا رغاونې لپاره ديارلس (۱۳) ملیارده او درې (۳۰۰۰) سوه میلونه ډالره مرسته وکړه.

نو ځکه اوس سیګار او نورې نړیوالې مرستندویه ټولنې دا خبره کوي چې له اروپايي هېوادونو سره دامریکې مرستې له هغو مرستو سره برابرې دي، چې لهافغانستان سره شوې دي.

4 thoughts on “کورنۍ او بهرنۍ مافيا ته چا لاره پرانسته؛ حامد کرزي که اشرف غني؟”
  1. sangarwal sahib anwar ul haq ahadee&zakhilwal give contract to who before put 10 ——50 thousands
    or millions dollers in his accunt,
    now ANWARUL HAQ AHADEE&zakhilwall are millionaire.
    any governer &district was contractor in karzai s administration.
    for example fazlullah waheedy get all contract for self/gulagha sherzai also.
    qanoony/besmellah/fahim family/all was contractor.
    one contract hand by hand was on sale,
    thank you

  2. سلامونه، سنګروال صایب او تاند لوستونکو ته،
    اول خو زه د مافیا که مافیها؟ په ګړې نپوهیږم چې دا نر ده که شځه؟ خارجی دی که داخلئ؟؟. په هر صورت،
    زما په نظر ، ۴۱ کلونو جنګ ځپلی افغانستان بېرته پاتېتوب
    ۱-د خپلو ځینو واکدارانو بد-نیتونو + د قاضیانو او وکیلانو فساداتو ؛
    ۲- د مغرضو ګاوڼډیانو شومو موخو او د پنځمو ستونونو ڼنه ایستل په اقتصادی، سیاسی، کلتوری ا.د.ن. برخو کې او
    ۳- البته د زبرځواکونو او جی-۲۰ که جی-۷/۸ ابرقدرتانو د خپلو منتبارو مرستو کې اخلاص نه درلودل او ملی او بین المللی فساد او شر او … زیاتول دي او وو.
    له پخوانی کمونو-امپریالیست څخه چا پوښتنه وکړه چې د ۲ میلیونه افغانانو وژنه ، د کلیو ورانونه څو تریلیونه روبله سول؟ او آیا ببرک راوستل که تره کی؟ ، مګر خوجه یین رباني ټول ور عفو کړل!
    اوس هم نه د کرزي په وسه پوره وه . نه د غني خان چې خپل بادار یا خپلو بادارانو ته د اقتدار په وخت کې چونګ وکړي ؛ البته د کامه وال بابا لیکنه ، ټولقراردادیان ېې پکې شریک ول او دي؛
    صرف دومره ۲ لڼډې پوښتنې د قاضی القضات صاحبانو او بین الملل محاکمو له خوا په کار دي:چې له ټولو فيها او مافيهاوو وپوښتي:
    ( بِ ای ذنب قُتِلَت؟) او
    <>

  3. سلام
    دا یو نورم دی چی پہ تولی نری کی منل شوی او ھغہ داچی ھر عمل عکس آلعمل لری او ھر مسولیت محاسبہ او د حساب تصفیہ کول۔لکہ خنگہ چی ساپی ورتہ اشارہ کری دہ دفیھا او مافیھا حساب خو جین ربانی چی پروفیسور ھم وہ ولی ونہ کر؟

    اوس لا ھم یو شمیر کمونستان لہ دی وطن فروشانو ستر نہ منونکی پرانگان جور کری پہ سرو او شنو القابو کی یی را پیڑنی د دول غڑ لہ ورایہ شہ لگیزی ۔
    دا بریتور خو لہ خپل سوری نہ داریدل چی نن پہ رسنیو کی خنگہ زمرے راووتل؟

    ددی اندیوالانو مرداری خو تولی نری نیولی آخر شرم او حیا خو پہ انسان کی یو جوھر گنل شوی ،تھذیب او اخلاق دی۔
    کرزی مرزی چا پہ پیاوہ کی ھم نہ حسابا وہ خو شرائط داسی شو ل چی لہ نشتو میرو جاسوس شو میرو!!!!
    لہ بدہ مرغہ افغانستان د فساد لہ آملہ د تولی نری دھیوادونو پہ کتار کی نیغ مقام لری

ځواب ورکول ډ۰ حميدالله زړور ساپی Dr.Hamidullah Zlrraver Safpi ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *