کوېډ-۱۹ ویروس د ژوند په ډېرو برخو کې خلک له ستونزو سره مخ کړي. یوه جدي ستونزه یې دا ده، چې یو څوک به پر دغه ویروس اخته شوی وي، دی به نه وي خبر، ان دا چې بېرته به له دغه ویروسه ښه شوی وي؛ خو له ده نه به نورو کسانو ته انتقال شوی وي. په ځینو ځایونو کې بیا داسې هم شوي، چې یو څوک به رک روغ وي؛ خو اوازه به وي، چې ویروس نیولی. راځئ، چې له همداسې کیسې مو خبر کړو.  

وړمه چهارشنبه اوازه شوه، چې زموږ د مخامخ ګاونډي زوی (عزیز) کورونا نیولی. خدای شته وارخطا شوو. مازدیګر د عزیز پلار جومات ته ولاړ، تشویش مو لا زیات شو، ځکه په جومات کې تقریباً له هر کوره یو کس راځي، که خدای مکړه ویروس انتقال شي، ټول کلی به پر دې افت ککړ شي؛ خو د کوېډ-۱۹ علایمو ته په کتو د عزیز پلار له فیزیکي اړخه جوړ و، په دې سره یو څه مطمین شوو؛ د متخصصانو پر دې خبرې «ځینې دې ویروس نیولي وي، دوی جوړ وي؛ خو نورو ډېرو ته به ترې انتقال شوی وي» تر غور وروسته، د ګاونډي فیزیکي صحت موږ ته قناعت نه شوای راکولی، چې ګنې دوی به پر دې ویروس نه وي اخته. د عزیز پلار ماښام بیا جومات ته روان وو. له جوماته، چې راغی پلار مې کناره کړ، ورته یې وویل، چې داسې مشکل درته پېښ شوی، موږ به تر خپلې وسې کومک درسره وکړو؛ خو ده قسمونه خوړل، چې هېڅ خبره نه ده، زوی مې رک روغ په کندوز کې دی، موږ هم ښه یو، دا هسې اوازه ده. پر دې خبرې مو یو څه زړه ارام شو. د ګاونډي به، چې ځینې وخت څه په کارېدل، زموږ کره راتلل. د احتیاط لپاره د حویلۍ دروازه مو قلف کړه، چې رانه شي. خپلوان مو، چې خبرېدل زنګ به یې راوواهه، چې ځان وساتئ.  

سهار بیا اوازه شوه، چې دوی خبره پټوي. تصمیم مو ونیوه، چې روغتایایي کارکوونکي پرې خبروو، تر څو دوی چک کړي، که ویروس نیولي وي تداوي به شي، که یې نه وو نیولي مطمین به شو؛ خو له ځینو متخصصانو سره تر مشورې وروسته د هغو توصیه دا وه، چې ښه ده، د دوی راپور ورنه کړئ، ځکه  په روغتونونو کې هم پر دې ویروس د اخته کېدو امکان شته؛ په کابل کې یوازې افغان جاپان روغتون دی، چې کوېډ-۱۹ تشخیصوي، هلته هم د معلوماتو له مخې ډېر امکانات نشته. ښه ده، چې په کور پاتې شي، نور کسان دې له دوی سره اړیکې پرې کړي. څه وخت وروسته به معلوم شي، چې ویروس نیولي دي کنه. کیسه همداسې روانه وه، د دوی فزیکي حالت بیا هم ښه و؛ خوعزیز نه و، موږ دا ګومان کاوه، چې په روغتون کې دی. تېره چهارشنبه عزیز راپیدا شو، په کوڅه کې تېرېده، چې ومې لید دی هم ښه و. ومې دراوه، پوښتنه مې ځنې وکړه، چې کیسه څه ده؟ عزیز راته وویل، چې «دا هسې د خلکو اوازه ده، زه ډرایور یم، دا یوه هفته کندوز ته تللی وم، خلکو دا ګومان کړی، چې زه کورونا یم او په روغتون کې یم. عزیز وویل، چې کله کورته هم راغلم مور مې ستړې مشې رانه کړه، ویل ځان دې معاینه کړه، چې کورونا نه وې.» عزیز مې وپوښت، چې ځان دې معاینه کړی؟ ځواب یې دا و، چې «زه پر ځان پوهېږم، چې کورونا نه یم، دا اوازه ده. د ده په وینا که زه لږ پر ځان شکمن شم، پخپله ځم او ځان معاینه کوم. عزیز له خلکو هیله وکړه، چې د اوازو په خپرولو دې نور کسان نه په تشویشوي.»

اوازه څنګه خپره شوه؟

اوازه یوه بل ګاونډي خپره کړه. د ده ماشومان دیباندې ګرځېدل، چې څومره خواري یې کړې، ماشومان  دیباندې له تګه نه دي منع شوي. ده د ماشومانو د منع کولو لپاره احتیاطاً په کور کې ویلي، چې د ګاونډي زوی کورونا نیولی، تګ راتګ ورسره ونه کړئ. د دوی له کوره اوازه جومات ته ولاړه او له جوماته کلی خبر شو. له ده سره مې په تیلیفون خبرې وکړې، ویل یې هېڅ خبره نه ده، بښنه یې هم وغوښته.

عزیز اوس هم دباندې راوځي، دی جوړ دی، د کورنۍ یې هم ویل کېږي، چې ښه ده، زموږ کره که په څه پسې راځي له دروازې یې ورکوو؛ خو زړه مو اوس هم نه مني، چې دوی به جوړ وي.

One thought on “کورونا؛ رښتیا، درواغ | فیصل جلال”
  1. عزیز اوس هم دباندې راوځي، دی جوړ دی، د کورنۍ یې هم ویل کېږي، چې ښه ده، زموږ کره که په څه پسې راځي له دروازې یې ورکوو؛ خو زړه مو اوس هم نه مني، چې دوی به جوړ وي.

ځواب ورکول zahra zafar ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *