یوه خبره دا چې هغه نه وايي چي تاریخ تکراریږي….. ۱۷۲۰کي طاعون، ۱۸۲۰کي هیضه، ۱۹۲۰کي سپینش فلو او اوس یعني۲۰۲۰کي کورونا وایرس ټوله نړۍ په سراخیستي ده. هغه نه وایي چي ګیدړه لاړه نکل یي لاړ لهذا په تیرو خبرو او مسائلو باندي به خاوري واړوو او وچ کلک اوسني حالات به تر بنډار لاندې ونیسو…!
کورنا وایرس ټوله نړۍ په سر اخیسي ده. هر طرف ته سرګرداني، حیراني او پریشاني ده، له خلکو لاره ورکه ده. چین پوره وطن شټ ډاؤن کړی، پاکستان له ټولو ګاونډي هیوادونو سره سرحدونه تړلي دي. په کراچۍ ښار کي یي شدید لاک ډاؤن کړۍ (ټول فعالیتونه په ټپه درولي). د کراچۍ پولیسو هیڅکله دومره په اخلاص او في سبیل الله کار نه دی کړی، د کارګرو، ښاري بسونو او ټرک ډرایورانو شکولو ته به مستعد ولاړ وو، خو دا دوه شپې کیږي چې شوکماري یې پرې ایښي او د کورونا د وبا په ضد یې ډنډې اخیستي دي. هغه ځوانان چي د لاک ډاون له قانونه سرغړونه کوي او د بازار د چکر هوا کوي، پولیس یې نیسي او سملاسې یې مرغه کوي. مُرغه د چرګ جوړیدا هغه مشق او تمرین دی چې هیڅوک یې پخپله خوښه نه کوي بلکې پولیس یې مجبوره کړي چې د پښو په سر کینې، لاسونه د ځنګنو له لاندې تېر کړي او خپل غوږونه ونیسي، دغه وخت یې لکه چرګ مښوکې ښکته او لکۍ د آسمان خوا ته شي. قانون په ګریوان کي لاس وراچوي یوازي چرګ جوړیدا یي حاجت شي. پولیس اعلان کړی چی موږ لنډه غران مجبوره کوي چي چرګې او چونګښې تری جوړ کړو.

هسي خو اوس د کورونا له لاسه ژوند په ټپه ولاړ دی کنه ژوند ډیر ښکلۍ دی او ځان ډیر ګران هم دی، او هغه نه وايي چي ځان د غره سلطان هم دی.
یوه بله خبره را یاده شوه…… افففف! وبښئ رانه هیره شوه…. ځه خیر بیا به را په یاد شي!
ښه، بله خبره دا چي تاسي ټول به ګورئ چي زما معلومات، علم، مسلسل محنت، کوښښ او دقیق ریسرچ دی نتیجې ته رارسیدلي چی په ۲۱۲۰ کي خامخا یو بل مصیبت د نړۍ ښه راغلاست کوي (که دنیا پاته وه او ژوند وو.) دا واري وایرس وو، زما په نظر بل وار د بیکټیریا، فنګس یا پروټوزون دی. ګورئ ما خو خپل فرض پوره کړ. ټول مي اوس لا خبر کړل. ټول باید له اوسه لا احتياط، استغفار او ذخیره اندوزي وکړئ، بیا چی څوک ونه وایي چي ولا وروره جانه! زه خو نه وم خبر…!
امممم…. هغه خبره را یاده شوه. هغه دا چي ژوند ډیر ښکلی دی. او لکه څنګه چي ښه وخت زر تير شي هم هغسي بد وخت هم تیر شي. ما ویل چي دغه ټول هیوادونه لکه چین، ایټالیا، هند، روسیه او پاکستان چي زموږ تر هیواد زر درجې پر مخ تللي، وسایل او امکانات لري، امن لري، روغتون لري، ډاکټران لري، قانون لري، د کورونا وایرس په اړه دومره اندیښمن دي چي هر شی یي شټ ډاون کړی نو زموږ وطن چي خوار او د غربت او بېوزلۍ تر کرښي کښته دی، نه وسایل لرو، نه امن وامان، نه روغتون، نه ډاکټر، نه قانون او نه پیسه، په داسي حال کي چې دولت د اجتماعي او محسوسو اقداماتو له لارې د قوانینو له نافذولو څخه عاجز او مفلوج دی، نو لطفاً! خپل او د وطندارانو خیال خپله وساتئ، هر څوک دې انفرادي کوښښ وکړي چي ځان او افغانستان له دې وایرس څخه وژغوري. خدای مکړه که اوس احتیاط ونشي بیا معاملات زموږ له لاسونو وتلي بولئ.
لطفاً کورونا جدي ونیسۍ.
بله خبره دا چي موږ له یوې خوا د کورونا له غضب سره مخامخ یو، له بلې خوا مو مشران په ارګ نه سره جوړیږي.
دریم لاس دښمن مو له بې اتفاقۍ فایده اخلي او دلته او هلته یې د بمي چاودنو له لارې سلګونه هیوادوال په شهادت رسولي دي. خپل منځي جګړو، اختلافاتو او نا اتفاقي له لاسه امریکا رانه خفه شوي ده او خپل “نعمت” یي راباندي درولی، هسي ما ویل چي اوس خو مو مجازي خدای رانه خفه شوی،. که دا مو حالت وو زه ویره لرم چې هسې نه چي حقیقي خدای مو هم رانه خفه شي او خپل ټول”نعمتونه” راباندي ودروي….!
یوه بله خبره را یاده شوه…… افففف! وبښئ رانه هیره شوه…. ځه خیر بیا به را په یاد شي!
ښه، بله خبره دا چي تاسي ټول به ګورئ چي زما معلومات، علم، مسلسل محنت، کوښښ او دقیق ریسرچ دی نتیجې ته رارسیدلي چی په ۲۱۲۰ کي خامخا یو بل مصیبت د نړۍ ښه راغلاست کوي (که دنیا پاته وه او ژوند وو.) دا واري وایرس وو، زما په نظر بل وار د بیکټیریا، فنګس یا پروټوزون دی. ګورئ ما خو خپل فرض پوره کړ. ټول مي اوس لا خبر کړل. ټول باید له اوسه لا احتياط، استغفار او ذخیره اندوزي وکړئ، بیا چی څوک ونه وایي چي ولا وروره جانه! زه خو نه وم خبر…!
ګرانو او ښاغلو پښتنو لیکوالانو ورونو
السلام علیکم!
ورونو کوښښ پکار دی چه نن ورځ په دنیا کی یو افت ( دکورونا وایروس) راغلی دی. د هری ژبی خاوند غواړی، خپلو همژبو ورونو ته په خپله ژبه علمی او موثق ښه معلومات ورکړی او هم ورته د روحی پلوه د ډاډ وړ لیکنی او خبری وکړی، نه هاغه دغه، ټوکی ټګالی، او نجوم ته ورته غیر علمی، تشبسی او لیونی لیکنی او خبری …. او ۲۱۲۰ ؟؟؟
والسلام