د ۲۰۱۹ کال په وروستيو شپو ورځو کې د چين د واهان ايالت يوه ډاکټر د کورونا وايرس په اړه اندېښنه ښکاره کړه، خو د چين دولت له خوا په دې تور د پوليسو ماموريت ته وبلل شو چې ته عامه اذهان مغشوشوې او له خلکو سره وېره پيدا کوې، څه موده وروسته خبره تر دې ورسېده چې نور يې د پټولو لپاره دليل نه پيدا کېدو، د چين دولت په لسو ورځو کې زر بستريز روغتون جوړ کړ او ډېر کلک وقايوي تدابير يې اعلان او تطبيق کړل، له چين وروسته په ايران او د اسرايلو په پوځ کې يې نښې څرګندې شوې، خبره تر ټولې نړۍ ورسېده او په هر هېواد کې غوغا پيل شوه، که څه هم په لومړي سر کې امريکا ځان له دې ويروس څخه خوندي بللو خو په پای کې دوی هم وېره وښودله او د کلکو وقايوي تدابير اعلان يې وکړ، لنډه دا چې د نړۍ په يوسلو پنځوسو هېوادونو کې دا ويروس ښکاره شو او هر چا ته يې خپله برخه ورکړه او يا په ورکول کېدو ده.

دا چې دا ويرس له کومې راغلو او څنګه خلک پرې ککړ شول، نظريات بېلا بېل دي، څوک وايي چې له ملخانو انسان ته انتقال شو، څوک وايي چې له سمندري ژويو انسان ته انتقال شو او ځينې وايي چې په لابراتوار کې جوړ شوی او په لوی لاس خور شوی دی، خو اساسي پوښتنه دا ده چې رښتيا هم دا يوه طبيعي او په طبيعت کې زيږدلی ويروس دی او که په لابراتوار کې د سياسي موخو لپاره جوړ شوی دی؟

دې پوښتنې ته ځواب ښايي په اوسنيو شرايط کې ډېر ګران کار وي، خو موږ به يوازې په هغه مسايلو فوکس وکړو چې ځای پر ځای څرک کوي ولې خلک او رسنۍ يې جدي نه بولي.

په لومړي ځل د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پامميو وويل چې دا ويرس واهان نوميږي ځکه په واهان کې زيږيدلی. په ځواب کې يې چين وويل چې دا د امريکا له خوا جوړ شوی ويروس دی او د خپلو سياسي موخو لپاره يې کارولی دی.

يوه بله پخوانی ويډيو چې په رسنيو کې لاندې باندې کېږي هغه هم د پام وړ ده، په دې ويډيو کې د عراق پخوانی ولسمشر او د امريکا سرسختی دښمن صدام حسين ليدل کېږي چې له خپلې کابينې د کورونا ويروس په اړه پوښتنه کوي او وايي کورونا ويروس څه ډول ويروس دی چې امريکا موږ هر وخت پرې تهديدوي.

په ۱۹۸۱  زيږديز کال کې ډين کونټز (Dean Koontz) د تياره سترګې (Eyes of Darkness) په نوم کتاب کې هم د دې ويرس په اړه وړاند وينه کړي ده او وايي چې چين د وهان- ۴۰۰ په نوم بيولوژيکي وسلې به سخت خطرناک عواقب ولري چې اغېزې به يې په ۲۰۲۰ کالونو کې تر سترګو شي.

د ايران مذهبي مشر ايت الله خامنه يي هم په دې وروستيو کې کورونا د امريکا له خوا جوړ شوی ويروس وبللو او تور يې پورې کړ چې دا ويروس دوی جوړ کړی او خور کړی دی.

اوس خبره په دې ځای کې ده چې دا رښتيا امريکا جوړ کړی، که چېرې دا ويرس امريکا جوړ کړی او په چين يې استعمال کړی وي، نو دا هم بايد هېر نه کړو چې په امريکا، فرانسه او برېتانيا کې ويره او په ايټاليا او اسپانيا کې له کورونا ويروسه اوښتي زيانونه د بل مثل عمل پايله ده او ښايي چين خپل غچ اخيستی وي.

دې سره خوا کې د ايران او اسرايلو موضوع هم د تامل وړ ده، ځکه امريکا غواړي چې ايران مغلوب کړي او اسرائيل په سيمه کې واک ته ورسوي، خو بر عکس د اسرائيلو برلاسی يوازې د ايران لپاره نه، بلکې د ټولو شرقي هېوادونو لپاره يو سرخوږی او د اندېښنې وړ موضوع ده.

دې سره خوا کې امريکا او چين پخوا هم د ګمرکي تعرفو او نورو تعذيراتو په وضعه کولو سره په يوه او بل اقتصادي بريدونه کړي او په دې هڅه کې دي چې يو او بل له پښو وغورځوي.

د امريکا او چين تر منځ پټه روانه اقتصادي جګړه او له يوه او بله ويره دا خبره تر يوه بريده ثابتوي چې دا ويروس په طبيعت کې نه دی راپيدا شوی، بلکې دا په لوی لاس د خپل سيال او دښمن لپاره جوړی شوی او کارول شوی دی، خو نن يې زيان د افغانستان په څېر لسګونه بې وزله هېوادونو ته هم ورسېدو او ښايي د دې وبا په پای کې تر ټولو ډېر زيانمن شوی هېواد افغانستان وي، ځکه دلته نه د چين په څېر مقتدر دولت شته او نه د اروپا او امريکا په څېر ځان ساتونکي خلک.

One thought on “کورونا له کومې شوه؟ | سپين روان نورزی”
  1. د پورته لیکنی څخه په مننی سره
    ویل کیږی چی همدا اوس د مځکی د وضعی حرکت له مخی مثلاً د نړی د نفوسو نیمائی برخه بیده او نیمائی ویښه او په روزمره ژوند بوخته ده چی البته نهه لس ساعته وروسته دا دوی برخی تغییر کوی او د حالت تعویض را منځته کیږی
    مثلاً اوس مهال موږ ویښ یو او د جنوبی امریکی خلګ بیده دی نو نهه لس ساعته وروسته به موږ بیده او هغوی به ویښ وی
    امّا
    د ځینو ټولنو خوبونه او ویښتیا ددی معمولی او طبیعی او بیولوژیکی خوبونو سره ستر توپیر لری
    ځینی ټولنی او یا د هغوی د مشری د اداری مامورین شپه او ورځ ویښ او په حساسو دندو بوخت دی
    خو
    ځینی ټولنی او د هغوی مشران او اداری مامورین دومره په درانه خوب بیده دی او بیده وه او بیده به وی ( البته د ویښو ټولنو او د هغوی د مشرانو د غوښتنی او ارادی پخاطر ) چی فقط د ژوند په وروستیو شیبو کی د یو څو معدودو دقیقو لپاره د ویښتیا مزه څکی
    د ویښو ټولنو حتی ماشومان هم له همهغه ماشومتوب له وخته د ویښتیا سره آشنائی پیدا کوی او مغزونه ئې د راتلونکو درنو پیښو د تحلیل او تجزئی توان موندلای سی نو ځکه ډیر وختونه دا ماشومان د ( نه ویښ او نه بیدو) کسانو د حیرت سبب ګرځی
    په هر حال ډیری اوږدی او لنډی به نه سره کوو
    زما فقیر توصیه ټولو هغو محترمو کسانو ته کوم چی ځانونه نن ویښ ګڼی او یا فکر کوی ویښ دی او یا تصادفاً او یا د درنو آوازونو او غړومبهاری له امله را ویښ سوی دی داده چی
    نه دی کوم کتاب لولی او نه دی د احمد او محمود او الکساندر او ډانیل پر خبرو غوږ نیسی بلکه فقط او فقط
    د سیمپسون پنوم د ( simpsons)هغه بی شمیره کارتونونه دی وګوری کوم چی د درو څلور روانو لسیزو په اوږدو کی د امریکی او غرب په لمنه کی تولید سوی او د متمدنی! نړی انسانانو ته وړاندی سوی او ښودل سوی دی
    بس د همدی ډیرو کارتونونو له منځه فقط د یو څو کارتونونو په لیدو به د بیده بشر ویښتیا په رښتینی ویښتیا بدله سی چی البته سره له ویښتیا لاسونه به ئی بیا هم تړلی وی خو همدا ویښتییا به هم ور ته کفایت وکړی پوه سی چی د کوم مُډرن توحش سره د انسانیت په پوله شریک دی

ځواب ورکول غلام حضرت ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *