تاند، یکشنبه، د حمل ۳۱ مه: د ملي جنبش یو مشر بابر فرهمند وايي چې د جوزجان ولایتي روغتون د جراحۍ متخصص ډاکټر محمد داود پویا هم د کورونا ویروس له امله مړ شوی دی.

نوموړي ویلي، ډاکټر پویا په جوزجان ولایت کې د کورونا ویروس لومړنی قرباني شو.

بابر فرهمند، چې د ولسمشرۍ په وروستیو انتخاباتو کې د عبدالله عبدالله لومړی مرستیال و،  د جوزجان ولایت له ځایي چارواکو څخه غوښتي چې د ډاکټر پویا کورنۍ او خپلوانو ته جدي پاملرنه وکړي ترڅو پدې سیمه کې د کورونا ویروس خپریدو مخنیوی وشي.

بلخوا د عامې روغتیا وزارت ویندوی دفتر تاند ته لا د دغې پوښتنې ځواب لا نه دی ویلی چې ایا دغه ډاکټر رښتیا هم له کورونا مړ شوی دی که نه؟

تر دې وړاندې درې ډاکټران په کابل کې د کورونا له امله مړه شوي دي.

افغانستان دا مهال د کورونا ۹۹۶ ناروغان، ۳۴ مړي او ۱۴۱ روغ شوي کسان لري.

One thought on “کورونا په افغانستان کې څلورم ډاکټر هم وواژه”
  1. د مخترمو افغان داکتر صاخبانو د پام وړ۰
    داکتر باید مغرور نه وی چه د دی ویروس په مقابل کښی بی تفاوت پاتی شی
    ډبل ماسک/دست کش د سترکو ساتونکی اله یعنی تول پي پی ای باید استعمال کړی
    اول باید خپل معافیوی سیستو قوی کړی
    Rx vitamines D3 vit A vit B6 vitE vit C ZINC acid folic
    azitromycine hydroxy chloroquin/chloroquine
    دتماس په وخت کښی باید متوجه وی چه د مریض ځخه ویروس ورنقل نشی
    ډیره د حواشینی خبره ده چه څلور داکتران مو ژوند له لاسه ورکړی
    مننه

ځواب ورکول razmohammed mohmend ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *