په دفتر کې به وېره درسره وي چې په کار دې اعتراض ونه شي، په مجلس کې به کوښښ کوې چې ناسته پاسته او خبرې دې په کنټرول کې وي او په بازار کې به په احتیاط ګامونه اخلې چې له بل سره ونه لګېږې. له کوره پرته بل هر ځای که هر څو خپل شي خو یو څه پردی وي. پخوانو څه ښه ویلي دي: یا خپله کوره یا خپله ګوره!
کور تر ټولو امن ځای ته وایي. دلته ازاد یې. دلته کولای شې چې په خپله خوښه کښېنې، څملې او ویده شې. دلته د زړه د خبرو په کولو کې بې پروا یې او دا تشویش نه لرې چې بل به جنجال درته جوړ کړي، مګر له دې سره سره اکثره هغه کسان چې د راز خبره درڅخه نه پټوي، په دې اعتراف کوي چې په کورونو کې خوشحاله نه دي.
مېړونه له ښځو سر ټکوي چې بې ځایه مصرف کوي او ښځې له مېړونو شاکي دي چې توندي او تیزې ېې تر حد تېره ده. اولادونه وایي میندې او پلرونه یې په غوښتنو غوږونه کاڼه اړوي او میندې او پلرونه وایي چې اولاد یې خبره نه مني. په کومو کورونو کې چې نیکه ګان او اناګانې اوسي، هلته بیا شکایتونه لا زیات دي.
په دنیا کې تر ټولو امن ځای ولې ناامنه دی؟
یو خو دا چې مونږ معمولا په دې حقیقت سترګې پټوو چې د کور د ژوند له طریقې مو د کور ټول غړي یا ځینې غړي ناراضه دي. د درد علاج خو به هاله پیلېږي چې ناروغ دا ومني چې ناروغ دی.
بله دا چې د کور په اجتماعي موسسې باندې مو سم غور نه دی کړی. کله چې یو شی سم ونه پېژنو، له هغه څخه مو توقع منطقي نه وي او په دې ډول نارضایتي رامنځ ته کېږي.
په ټولګي کې د یوه عمر کسان د یو بل په څنګ کې د څو ساعتونو په مخه ناست وي خو په کور کې د دوو یا درې نسلونو کسان د ټولګي څو برابره ډېر وخت د یو بل په څنګ کې تېروي. د همځولو او همکارو کسانو غوښتنې، ستونزې، فکرونه او ذوقونه سره ورته وي خو د زوی او پلار تر منځ دغسې مشترکات نشته. په لنډیو کې اورو:
خدایه دا خپل همزولي راکړې
که نیستي راغله په خندا بې تېروونه
ما ډېر سپین ږیري لیدلي دي چې له یو بل سره یې مست مجلس وي، خو له کشرانو سره یې خبرې نورې شي. د پنځلس کلن زوی خوښېږي چې په لوړ اواز موسیقي واوري او پنځوس کلن پلار چې یې له دفتره ستړی ستومانه راغلی دی، استراحت او سکوت غواړي. اتلس کلنه لور په مود او فېشن پسې ګرځي او له اویا کلنې انا سره وېره ده چې په لمسۍ پسې یې څوک بده خبره ونه تړي. نېکه چې غاښونه نه لري، هندواڼه خوښوي او لس کلن لمسی له نیکه څخه په پټه د زردالو غورې ته لګېدلی وي. د زوی یې سبا امتحان دی او درسونو وارخطا کړی دی مګر پلار په همدې شپه مېلمانه لري، غواړي زوی یې ورسره کښېني او د مېلمنو خدمت وکړي.
د دفتر، ښوونځي یا لوبو له ملګرو سره په خاص وخت کې په یوه خاصه ساحه کې شریک یو. دا یو مو د کار، بل مو د لوبو او بل مو د درسونو ملګری دی، مګر له خور یا مور یا پلار سره ممکن دغسې خاصه مشترکه ساحه ونه لرو. د لوبو ملګری یا د دفتر همکار که مو نامناسب لباس واغوندي اهمیت راته نه لري، خو که د کور غړی مو نامناسب لباس په غاړه کړي، اور اخلو. پردی غم نیم اختر دی. پردي عیبونه مو تر هغو پورې نه قهروي چې زموږ خپل تاوان پکې نه وي. د لوبو، ښوونځي یا کار له ملګري ممکن ډېره توقع ونه لرو خو د کور له غړي مو توقع زیاته ده. متل دی وایي، ګیله له خپلو کېږي. د کور له غړي په وړه خبره ګیله من کېږو.
موږ که د کور موسسه لږ ډېره وپیژنو، په بل نظر به ورته وګورو او د کور د غړیو په مقابل کې به مو زغم زیات شي او د کور له ژونده به خوند واخلو. هغه کورنۍ چې غړي یې له یو بل سره د مینې او احترام په اساس ژوند کوي، نه د وېرې او مجبورۍ په حکم، بختورې کورنۍ دي. د داسې بختورو کورنیو غړي ښه پرمختګ کولای شي. که مې زه مېرمنې ته احترام وکړم، هغه به د دروغو نه بلکې د زړه له تله زما احترام وکړي او اولاد به مو د سړیتوب په چاپېریال کې لوی شي. د کورنۍ د موسسې تر ټولو لویه دنده د روغو، لایقو، مودبو او مینه ناکو ماشومانو روزل دي. دغه دنده په هغو کورنیو کې ښه ترسره کېدای شي چې غړي یې د یو بل ستونزې او د یو بل توپیرونه پیژني او د زغملو په هنر پوهېږي. راځئ د څپېړو، پټکو او تریو تندي ځای په کور کې مینې، احترام او تفاهم ته ورکړو او د خاورینې دنیا لږ تر لږه هغه ځای خو جنتي کړو چې اختیار یې زموږ په خپلو لاسونو کې دی.
استاد محترم!
لیکنې دې لولم د لیکلو ډیره ښه طریقه او پيغام لري. زه سبک ترې زده کوم او په خپلو لیکنو کې یې عملي کوم. د ښه استاد په توګه دې الله تعالی تر ډیره لره!