عبدالرحیم (موسی زی)

له اوله تر پایه د تقلب، جعل، سیاسي بداخلاقۍ، په سړکونو کلیو او بانډو کې د یوه ځانګړي نوماند د انځورونو څیرې کول، په یوه او بل پسې په بیلابیلو نومونو تور لګول هغه څه ول چې په څرګنده توګه د یوه ځانګړي ټاکنیز کمپ له لوري تنظیم شوي ول، ترسره شول او آن تر اوسه پورې دغې لړې ته په نویو سیسټمونو سره دوام ورکړل کیږي.

وړمه ورځ ماسپښین مهال دټاکنو کمیسیون په دویم هنګر کې یوه شبکه چې د جعلي څارونکیو په بڼه د یوه نوماند په ګټه او د بل پر خلاف عملاً ونیول شوه او افشاء شوه، چې په څرګنده یې ځانونه داروپايي ټولنې ناظرین ښودل او همدې هنګر ته دکمیسیون دچارواکو له اجازې او همغږۍ پرته ننوتي او هلته یې د اصلاحاتواو همپالنې ټیم په ګټه درایو په صندوقونو کې لاسوهنه پیل کړې وه چې دکمیسیون له لوري ونیول شول د هغه انځور او ویډیو له مخې چې د یوې ټلویزیوني شبکې له پردې څخه ما وکتل نو دا څلور بهرنیان له نیول کیدو وروسته سمدلاسه خپل موټر ته پورته شول، چې دکمیسیون دساتونکو او د خلاف ټیم غړو دپرلپسې غوښتنو سربېره له خپله موټره راښکته نشول، ویل کیږي چې دا بهرنیان نه د اروپایي ټولنې څارونکي دي او نه په کابل کې د ملګرو ملتونو له دفتر خو پوښتنه دا ده چې د سره سره امنیتي تدابیرو، پوښتنو او ګړویګڼو دوی څرنګه او چا تر دې ځایه او موقفه رارسولي دي؟ دا هغه پوښتنه ده چې د مهال په تیریدو سره به یا ځواب او یا هم لکه د دې ولس او خاورې سره د نورو شرموونکو اعمالو په څیر بې ځوابه پاتې شي.

اوس د افغانستان ولس له اروپايي ټولنې، ملګرو ملتونو او ټولو نړیوالو ښکېلو خواوو څخه غواړي که چیرته په رښتیا هم غواړئ چې ستاسو نوم لا پسې په شرموونکو کلمو او کرښو ونه لیکل شي، که غواړئ چې د ټاکنو د بهیر روڼوالۍ دې ملت ته د یوه هدف په څېر وي تاسې باید د ټولو بهرنیواو کورنیو درغلګرو مخه ونیسئ داسې نوي چې ستاسو نوم هم په رسوایی سره ستاسو دې مرستې په وړاندې ولیکل شي.

نړیوال او کورني څارونکي دې په دې ښه پوه شي چې د دوی له هغو ټولو ناوړه او جعلي اعمالو څخه به د افغانستان ویاړلی ولس خبریږي، تاریخ ثابته کړې ده چې دې هېواد کې که هر څوک زمونږ د سرلوړي ولس پر وړاندې غلط ګام کیږدي، ناسم فکر او تګلاره ولري نو د هغوی دا ډول شومې موخې به ډیر ژر په ډاکه کیږي چې د مثال په توګه په ۲۰۰۹ کال ټاکنو کې چې د بهرنیانو چټل لاسونه ښکېل ول د هغوی د ملګرو په خوله څرګند شول، لکه د ریچارډ هالبروک، کایدې، ګالبرایټ او په خپله د اوباما غلط سیاست ته چې د افغانستان په وړاندې یې درلوده د رابرت ګیټ، مک کریسټال او په دې وروستیو کې د نړیوالو ځواکونو پخواني مشر جان الن څرګندونې د نړیوالو او نړیوالې ټولنې ځینو مجهولو موخو ته له شرمه ډک ځواب دی.

زه دیوه افغان ځوان بچي او د دې خاورې د اولاد په توګه له هغه ټیم څخه چې ډیر پر بهرنیانو په اصطلاح حسابوي غواړم ورته ووایم چې بهرنیان د دې خاورې او ولس سره د یوه توت په اندازه هم د ښه نیت ترسره کولو مقصد نلري، دوی یواځې او یواځې د خپلو شومو موخو او غرضونو ته راغلي، ټاکنې زمونږ یوه اساسي اړتیا ده او وه خو بهرنیان زمونږ له ټاکنو څخه خپلو موخو لپاره د یوې وسیلې په توګه کار اخلي، دوی د دې بېوزله ولس او دواړو نوماندان خپلو موخو ته د رسېدو لپاره د یوې وسیلې په توګه کاروي.

که چیرته داسې نوي نو هغه نا مسؤله شبکه چې پرته له کومه اسناده د ټاکنو خپلواک کمیسیون په هنګر کې د څارونکو په نامه راځي، په تقلب او جعل کې لاس په لسټوني نیول کیږي او د یوه ځانګړي ټاکنیز ټیم لپاره ولې کار کوي؟

آیا د دوی لاسوهنې او رسوايي به دا هېواد یو ځل بیا د کړ کیچ په لور بو نځي؟

هغه مهال بیا نه اروپايي ټولنه او نه به هم ملګري ملتونه د هغه مخه نیوی وشي د هغه څه چې د کورنیو او باندنیو کسانو په شومو لاسونو دې لور ته قصداً بیول کیږي.

زه د تفتیش د ټولو ښکېلو خواوو او د هغه ټیم څخه چې دغه بهرنیان یې رابللي ول، راوستي ول، اخیستي ول په کله غوښتنه کوم چې نور دغه بېوزله ولس او ټوټې ټوټې هیواد د خپلو غلطو سیاستونو ښکار مګرځوئ، نور ولس دې ته مه اړ باسئ چې یا کوم نوی وسلوال مخالف نظام جوړ کړي او یا هم د وسله والو ډلو سره یوځای داسې یو اقدام ته لاس په کار شي چې خدای مکړه دغه هېواد او در په دره خلک بیا د بد مرغۍ په خوا بوځي، دا ټیم باید داسې نوي لکه وايي چې (کور خود بینای مردم) دوی دې هم خپله ملامتیا مني، ځکه دوی هم ولس ته ځواب ویوونکي دي په عین حال کې زه له موجوده دولت څخه د یوه افغان بچي په توګه غوښتنه کومه چې دغه بهرنۍ چټله شبکه چې هر ټیم او هر چاته اړوند وي چې غوښتل یې زمونږ د افغانانو پاکو رایو سره لوبه وکړي د قانون په رڼا کې ورته جزا ورکړي پټه معامله ونه کړي او دغه جعلي څارونکي دې د هغوی بې غیرته شرموونکو اهدافو سره ټولې نړۍ ته رسوا کړي.

0 thoughts on “کور خود بینای مردم/ عبدالرحیم موسی زی”
  1. عبدا رحيم موسي زي صاحب .
    ستا ليكنه مي ولوستله او د دوي كر غيرني خيري مي دتلويزون له بردي هم وليدلي سؤال دلته دي. ١-
    ١- جيرته دي هغه بوهان ، هغه دانشمندان ،هغه شاه زلميان او مخكش رهبران جه دخبلو حقوقو به مقابل كي قانوني أقدام وكري.
    ٢- جيرته دي هغه ،أمنيتي اوركانونه جه دمجريمونو ،او محركينو به مقابل كي قانوني أقدام وكري
    ٣- جيرته دي دملل متحد مشران جه دتا كني دكميسون خارني كوي مجرمين او محركين يؤي قانوني محكمي ته سوق كري.
    ٤- جيرته دي دامريكي دبهرنيو جارو خودمختاره وزير جه تقلب كاران،مجرمين ،او محركين دقانونى جوكات له لاري د دوي دوسيه تعقيب او تفتيش ته خاتمه درايو دزياتوالي كانديد موفقيت اعلان كري ميانجيكير دا حق لري خكه جه تقلبكار معلوم شو.
    ٥- دانتخاباتو كميسون مشر، او تول أعضا يا دي خبل استقلاليت ثابت كري أويا دي داوش بل جور كري بيا دي استعفا وركري به راس كي دنورستاني شروع تر بيا ده بوري
    ٦- جيرته دي محتر م ريس صاحب جمهور جه خبل متانت ، خبله مشري ،خبله حق بيني او صداقت خلكو ته به اخر وخت د خدمت خبل كي خلكو ته ثابته كري بيله كومه بيمه قضيه دقانون منكولو ته وسباري
    بيابه افغانان بو شي جه مونز يو حق طلبه ريس جمهور لرؤ
    داوه زما هيله او زما بشنهاد د دوسي تكميل ولو دباره زه دسر به قرباني سره حاضر يم غير دخداي دنده خخه ي بيم نه لرم سري يو وار دنيا ته راخي او يو خل بناه كيزي

ځواب ورکول جنرال حبيب الله جلالزوي ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *