تر دا څو کاله مخکې پورې د محمد آغې ولسوالي یوه نسبتاً ارامه ولسوالي وه. زه اخري ځل د ۲۰۱۳ کال په شروع کې هلته تللی وم. امنیتي حالت تر ډیره حده خراب شوی وو او خلکو ماښام ناوخته تګ راتګ کم کړی وو.
طالبانو به په دغه ولسوالۍ کې د میاشتې یوه یا دوه وژنې کولې. خو اوس حالت ترهغه هم خراب شوی او خلک لګیا دي کابل ته خپلې کډې وړي. څو ورځې مخکې نامعلومو اشخاصو زما د خاله زوی چې د ولسوالي په کچه یو مخور مشر او په دیني او دنیاوي علومو کې پوه شخصیت وو، پداسې حال کې شهید کړ چې د ماخستن له جمعې څخه بیرته کورته را روان وو.
د هغه جرم په خپل کلي کې ما شومان زده کړې ته تشویقول او د خپلو کلیوالو مشکلات حلول وو. د ده له شهادت څخه یوه ورځ وروسته د همدې ولسوالۍ درې نور اوسیدونکي شهیدان او یو زخمي کړای شو.
دغو ټولو شهیدانو له هیچا سره هم شخصي دښمني نه درلوده بلکه د دې لپاره ووژل شول چې پوهه شخصیتونه وو. خو هیڅوک دومره جرئت نه کوي چې وپوښتي چې دا چا؟ او یا دا ولې؟ سپین ږیري چې کله په فاتحو یا غونډو کې کښيني نو د دې په ځای چې دغه پوښتنې وڅیړي تر څو په راتلونکي کې د داسې پيښو مخنیوی وشي خپلې د سفر یا چکر قیصې کوي. او که څوک دغه موضوع باندې خبرې شروع هم کړي نو نور ورته وايي چې داسې خبرې مه کوه چې بیا د شهیدانو شهادت خرابیږي.
د همدې ناقصه منطق په وجه هره ورځ په پښتون میشتو ولسوالیو کې بیګناه خلک مري او مشران يې پټې خولې او ټیټې سترګې ژوند تیروي. د کليو ملایان مو له سپین ږیرو نه هم بدتر ډارن دي. د شهیدانو جنازې به ورته ايښې وي، د دې په ځای چې د بیګناه انسانانو د وژلو عذابونه بیان کړي او یا هم د شهیدانو په اړه یو څو نیکې خبرې وکړي، پدې بحث کوي چې تلویزون زمونږ ټولنې ته څومره مضر دی او یا هم درته د قبر د عذاب داسې تفصیلي قیصې بیانوي، ته به وايې که دی اوس ترینه راستون شوی وي. دا مو د وطن د هرې پښتون میشتې ولسوالۍ حال دی. پښتانه میلو ته شمالي ته تلای شي، چکر ته تر پنچشیر، سالنګ او بامیانو پورې ځي، خو خپلې ولسوالۍ ته له ډاره نشي تلای. د ده په ولسوالۍ کې بیا پنجابیان او عرب آزاد ګرځي.
هغه وختونه لاړل چې پښتنو به د نورو د ساتلو لپاره د خپل کور نه په سلګونه میله لرې جنګونه کول. اوس نورو هم پيژندلي یو چې پښتنو ته یا د غیرت قیصې ورپاتې دي او یا هم د خپل کور دماشومانو او ښځو په وهلو کې غیرت ویني. هغه ډیر غیرتي پښتون بیا خپل تربور وژني. پښتانه سره لدې هم تر تاجک، هزاره، ازبک، پنجابي، ایراني، انګلیس، جرمن او د نړۍ هر بل قومه ځان ډیر غیرتي ګڼي. پخپل پښتونوالي کله فخر کوي او کله شکر پرې باسي. که نور ورته په دروغو کې هم غیرتي ووايي نو دی له خوشالۍ نه په جامو کې نه ځايږي.
نه پوهیږم چې په دا اوس حالت کې دوی په کوم غیرت ویاړي؟ غیرتي خلک خو پریږده، ځکه نن سبا څوک غیرتي خلک نشي وژلی، په کومه کچه چې هره ورځ پښتانه وژل کیږي په دې کچه والله که بیغیرته خلک هم ووژل شي. درې کسه افغان طالبان له درې کسه بهرنیو ترهګرو سره په وچ زور د پښتنو کلي ته راځي. په رڼا ورځ يې کلیوال وژني، سړک يې ورانوي، پل يې الوزوي، ښوونځۍ يې سوځوي، ډوډۍ يې ترینه خوري، شپه ورسره کوي او سبا يې د ښځو جامې اغوندي او ترینه ځي. دغه شپږ کسه وسله وال یوازې د ((غیرتي)) پښتنو په کلیو کې دغه ډول کارونه کولای شي. د غیر پښتنو (چې پښتانه يې له ځانه په غیرت کې ټیټ بولي) کلیو ته له ډاره نشي تلای. ځکه خو د هغوی خلک نه مري، سړک، پل او ښوونځی يې جوړ دی. نه يې څوک د ماشومانو د خولې مړۍ ترینه خوړلۍ شي او نه يې هم ترینه څوک د ښځو کمیس او پرتوګ وړلای شي. د ډیورنډ دواړو غاړو ته که انتحار دی او که انفجار، تقریباً ټول قربانیان يې پښتانه دي. او دا هر څه پرې له خپله لاسه کیږي. که د پاکستان طالبان دي او که د افغانستان، د ملا تیر يې پښتانه دي. د تریننګ سیمې يې د پښتنو کلي دي. پخپل کور کې پښتانه ځای ورکوي.
خپله ډوډۍ ورباندې پښتانه خوري… ډیری دا هر څه یوازې او یوازې د دې لپاره کوي چې د پښتنو په نظر کې دغه خلک مجاهدین دي. په بله مانا دا هر څه له خپله لاسه په ځان کوي. د دوی دې کارو ته چې سړی ګوري نو نه پرې پنجابۍ ملامت دی او نه ټلواله. زه هغه خیالي غیرت څه کوم چې ځان پرې نشم ساتلی. زما ماشوم دې وږی وي او زما ترهګر میلمانه دې خپلې خیټې ډکوي. مونږ دې ټوله شپه په یخ کې په ویخه تیره کړو او زما پردي قاتلین دې زما په ګرم کټ کې د مړې خیټې خوبونه کوي. غیرت خو به د ځان، خپلې کورنۍ، پټي، کلي او ملک په ساتلو کې وو. په ډار کې ژوند خو بیغرتي ګڼل کیده. تاسو د پښتنو ولایتونو وضع له غیر پښتنو ولایتونو سره مقایسه کړئ. هلمند، کندهار، فراه، زابل، ارزګان، پکتیکا، پکتیا، خوست، لوګر، ننګرهار، کنړ، وردګ… لږ له بامیانو، بلخ، تخار، پنجشیر، پروان…. سره پرتله کړئ. د چا سیمې ډیر امنیت لري؟ د چا سیمې ډیر فعاله ښوونځي، روغتونونه، سړکونه او پوهنتونونه لري؟ د چا په سیمه کې سړی آزاد او پرته له کوم ډاره ګرځیدای شي؟
زمونږ د سیمو دغه حالت زمونږ فردي او ټولنیز غیرت او له طالب نه زمونږ د خلکو ډار ښيي. ویل کیږي چې غیرتي خلک باید له هیچا هم ونه ډار شي. خو نن سبا چې له طالب نه څومره دا ((غیرتي)) پښتانه ډاریږي بل هیڅ قوم هم ترینه دومره ویره نلري. په پښتون میشتو ولایتونو کې هره ورځ په لسګونو افغانان وژل کیږي خو پښتانه مشران بیا هم دا د نورو دسیسه ګڼي. په تا کې څه داسې خاص مهارت دی چې نور ستا په خلاف دسیسې جوړې کړي.
په عقل او پوهه کې دومره شاته پاتې يې چې هر څوک دې لکه زین کړی حیوان استعمالوي. دسیسې خو د هغه قوم یا ملت په خلاف جوړیږي چې یو مهارت ولري، نوم او قدرت ولري، دسیسه جوړونکي ته د سر درد وي. تا خو خلک لکه د لرګیو سوځوي. ته دومره مهم نه يې چې یو طرف واوسې او په خلاف دې دسیسې جوړې شي.
دا د بمونو او مرګونو لړۍ به تر هغه پورې روانه وي تر څو چې مونږ د دې د ودرولو کوشش ونکړو. طالب به تر هغه مونږ وژني او له مونږ نه به ګټه پورته کوي تر څو چې مونږ مقاومت ونه ښایو. د طالب دا وبا پخپله نه ختمیږي بلکه دا به مونږ ختموو. که هغه لږکۍ چې مونږ يې په غیرت کې تر ځانه ټیټې ګڼو، خپلې سیمې له طالبانو پاکولای شي نو پښتانه څه بلا وهلي؟ دا غلیم رانه د سره پښتانه وژني په کابل او پيښور پښتانه وژني.
Grana wrora bekhey sam waya pakhtana nan pa de ham na sharmegee che panjabeyan trend de khzay partook ware douy jarhead boli
ښاغلی ستانکزی ! نچوړ اودا چې دنښې منځ دې ویشتلی او هغه داده : په عقل او پوهه کې دومره شاته پاتې يې چې هر څوک دې لکه زین کړی حیوان استعمالوي .رښتیا چې پښتون نه اوس همداسې یو شی چوړ شوی دی
ستانکزی صاحب ستانظر یات دتائد نه دی هغه داچی دغه حا لت چا افغا نستان ته راووست پردی چا راوستل غلام چاته وائ کی جی بی ائ ایس ائ شل کاله پخوااندیوالان چوک دی چوک دی چی په توره شپه دتوروسپیوسره دمسلمان په کور بی رحمه یهودان ورننباسی هغه خلک چی ستا ناموس ئی دمایکرویانوتوپ وهلو ته مجبور کرئ ووهغه خلک چی په ماشومانو جنسی تیری کوی ستاته به ئ کوم یو بیانوم خو هغه خلک چی ستا وطن تقسیموی ستافرهنگ ختموی دابی ناموسه فقط دالر پیژنی آیا ددوئ خلاف مبارزه دپشتنوسره نشلوئ چیرته دخپلی خوشی عالم نه په خدائ راستی پوشتنه وکره