تاند، یکشنبه، د عقرب ۵مه: له کونړ څخه رارسېدلې ریپوټونه وایي، له نن ماسپښین راهیسې د دې ولایت په ناړۍ ولسوالۍ کې د پاکستاني پوځ د غیر قانوني تحرکاتو پر سر د ځایي خلکو، افغان ځواکونو او د پاکستان د پوځ تر منځ سخته نښته پیل شوې چې لا هم روانه ده.
د کونړ د والي ویاند تاند ته وایي، نن یک شنبه له غرمې وروسته د ناړۍ ولسوالۍ په دوکلام سیمه کې د ډیورڼډ پر فرضي پوله د پاکستاني ځواکونو له لوري غیر قانوني تحرکات شوي چې د افغان ځواکونو او ولس له خوا یې مخنیوی شوی خو پاکستاني پوځیانو په ولسونو او امنیتي ځواکونو ډزې کړي چې تر اوسه پکې یوه افغانه میرمن وژل شوې او دوه نور ملکیان ژوبل دي.
بلخوا د افغان پوځ یوه سرچینه وايي له کابله یوشمیر تازه دمي ځواکونه د کونړ ناړۍ ولسوالۍ ته رسیدلي چې د پاکستان خلاف جګړه کې د لومړۍ کرښې ساتنه وکړي.
ځایي سرچینې وايي ولسي خلک د افغان پوځ هرکلي ته راوتلي او له هغوی سره یې د مرستې لپاره خپل کورونه خالي کړي او پوځیانو ته ېې خواړه له کوره تیار کړي دي .
نور جزئیات وروسته….
اولین ځل دی چې پټهانی په خپل پنجابي شعور پښه کیښود افغان پوځیان ورته مسلمان ښکاره شول کوراو ډوډۍ ورکوي، لوی بدلون دی. کنه نیمه پيړۍ د همدغه کونړ وحشي سلفي تکفیري ګلبدیني وهابي خیرنو ټازیانو به (کاپیر)افغان عسکر نیول بیا به یې د مورمیړونو آی ایس آی ته سپارل
ایخواني خرتوب په زوال دی ملي شعور که خدای کول د کونړ شنې جنتي درې و اسماني غرونه غیږ کې نیسي
ka pa moorchaal kee shaheed na shwee.
khudayee go laliah bee nangyee tah dee sateenah;
ekhteram watanwallow tah chee de khpel qakhromaan faooz sakha mlaater kawee.
zhwandee dee wee afghan faooz/police.
mananah