پاکستاني پوځیان

تاند، سه شنبه، د دلوې لومړۍ: امنیتي سرچینو خبر ورکړی چې په کونړ کې د پاکستاني او افغان ځواکونو تر منځ اوربند بیا مات شوی او د دواړو لوریو تر منځ پرون نښتې شوې دي.

د امنیتي سرچینو په خبره د سرکاڼو په نواپاس کنډو کې د درنو او سپکو وسلو په جګړه کې درې افغان پوله ساتي سرتېري سرسري ژوبل شوي دي خو پاکستاني لوري ته د اوښتیو تلفاتو دقیق شمېره لا نه ده څرګنده شوې.

د کونړ ولایتي ادارې یوه مهمه سرچینه تاند ته وايي، جګړه اوس نشته خو پاکستاني ځواکونو تېره ورځ د نواپاس سیمه چې تازه له طالبانو پاکه شوې ده، په اووه نقاطو کې په نښه کړې ده.

سرچینه وايي، دا سیمه د سیاحت په ځای بدله شوې او د طالبانو لمن ترې ټوله شوې ده چې د پاکستاني ځواکونو پټ پلانونه هم ورسره شنډ شوي، نو له همدې کبله یې تېره ورځ پر اووه پوستو ډزې کړې دي.

نواپاس غاښی دوه میاشتې کېږي چې افغان ځواکونو له طالبانو خلاص کړی دی او اسانه تګ راتګ پرې کېږي.

One thought on “کونړ کې بیا د افغان او پاکستاني ځواکونو تر منځ نښته شوې ده”
  1. وطنوالو سلاموعلیکم۰
    متل دی وایی که د شپانه پاتی شی نو د خا وند نه باید پاتی نه شی۰
    نو د وطن ساتنه پخپله کوی۰
    پاکستان اول د توپونو د خملو پواسطه منطقه د خلکو خالی کوی
    بیا وروسته مخی ته رازی په داسی شکل خاوره لاندی کوی۰
    که چیری د دواړو خواو پشتانه په یو وخت وغواړی نو اغزن تار او دیوال هم له مخی
    وړلای کیدای شی۰
    دشمن مکار دی په معمله ګرو هم ذړه مه تړی۰
    د حوشال سادات معامله یی وګوری۰
    مننه

ځواب ورکول razmohammed mohmend ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *