د ډاکټر نجیب الله د نظام له سقوط سره د نورو بدبختیو تر څنګ بېکاري هم اوج ته رسېدلې وه او خلکو ته د یوې ګولۍ ډوډۍ پیدا کول هم د سره په بیه تمامیدل، په ځانګړي ډول هغه سرتیرو او افسرانو ته چې د نجیب الله نظام کې یې کار کړی وو، ځکه دوی د مجاهیدینو او طالبانو نظام کې برخه نه لرله او نه یې کوم کسب او کمال زده وو.

له دې جملې څخه یوه یې زموږ کورنۍ وه، د پلار تر څنګ مې درې اکاګان هم د نجیب الله د نظام لوړ پوړي پوځی افسران وو او تقریباً ټوله کورنۍ مو نظامي وه.

د نجیب الله د نظام له سقوط وروسته مو کډه خپلې ولسوالۍ (ځاځي اریوب) ته راوړه، پلار مې غوښتل، چې خپلو پټیو کې بزګري وکړي خو نیکه مې ځکه اجازه ورنکړه، چې ګوندي پلار مې تیر ژوند په مزو او چړچو تیر کړی او اوس د پټیو د کرلو حق نلري.

پلار مې، چې ټول عمر یې بیلچه او کولنګ په لاس کې نه وه اخیستې، پردیو مزدوریو او بیګارونو ته مجبور شو تر څو اته سره خیلخانې ته ډوډۍ پیدا کړي، خو مزدوي هم هر چا نه ورکوله او ورته ویل یې چې یو خو کمونیست یې بل دا چې تا د لاس کار نه دی کړی نو په کار نه پوهیږې او د کابلیانو په اصطلاح بچه شیر و پراته هستي.

له دوو دریو میاشتو وروسته د کلي د دوکاندارانو حوصله هم ختمه شوه او نور یې له قرض راکولو ډډه وکړه او ویل یې چې کوچني مسکو (زموږ کورنۍ) باندې نور د قرض کاته بنده کړئ.

ورځي، میاشتي تیریدې، پلار به مې یا پردي پټې په نیمه کرل، یا به یې پردي خره غره ته په نیمه بوول او لرګي به یې پرې را بار وو. موږ هم خر درلود خو نیکه مې پلار ته نه ورکاوه او دلیل یې دا وو، چې ته مکتبي یې سبا به دې له غره راته رغړولی وي او په اصطلاح خر کاري هم هنر دارد.

دې فقر، تنګسیا او مجبورۍ مې د پلار له شونډو پخوانۍ موسکا ولوټله او د څو میاشتو مزدورۍ او غریبۍ خوش رویه سړی په یو متشدد سړي بدل کړ، ځکه خو وایي، چې کوم کور ته چې په دروازه غریبي راننوزي نو خندا ترې په کړکي وزې.

پلار به مو د کارځای او بازار خفګان کور ته راوړ او په موږ به یې زړه تش کړ. یو کال زموږ ټولو کلیوالو په خپلو پټیو کوکنار وکرل خو پلار مې د ټولو خلاف کچالان وکرل او په جار یې نارې وهلې، چې د کوکنارو کرل حرام دي خو د یو کمونیست خبره به چا اوریدلي وای؟ د تمې خلاف په همدې کال مې پلار سخت تاوان وکړ، او ټول فصلونه یې اوبو یوړول.

موږ هم هغه عمر ته نه وو رسیدلي، چې باید له پلار سره مو په ګډه کار کړی وای، خو موږ به هم کاسې په لاس د لوبیا ټولولو لپاره هغه پټیو ته ورتلو، چې پخوا به یې لوبیا ترې ټوله وه، په ببرو سرونو او چاودو پښو لاسونو به مو یوه یوه لوبیا ټولوله او کور ته به مو د روژه ماتي لپاره راوړله.

د موقتې ادارې له واک ته رسیدو سره سم راډیو کې اعلان وشو چې پخوانی افسرانو کولای شي خپلو وظیفو ته ستانه شي، نیمه بزګر پلار مې بیا نظامي رطبې ووهلې او ژوند تر دې ځایه راورسید.

2 thoughts on “کوچنی مسکو (خاطره) لیکنه: نصیر غورځنګ”
  1. رښتيا هم ډېره زړه دردونکی کيسه وه ، پخوا به خلکو ویل چې …. یې د ماشومانو په لاس ورکړ ، هغوی له خاورو ډک کړ.
    الله ج مو بیا له داسې حالاتو وساته ، هيله ده چې تاسو د خپل پلار نظامي رتبو ، تحصیل، تجربو ، مېړانې او پلرني محبت ته درناوی وکړئ.

ځواب ورکول حسن ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *