تاند، وروستی تعقیب: شنبه، د جدي ۲۱مه: مؤثقو سرچینو تایید کړه چې تېره شپه د کویټې ښار په یوه مدرسه کې د طالبانو او آی ایس آی د مشرانو تر منځ مهمه غونده کې چاودنې لږ تر لږه ۳۰ طالب مشران او د پاکستان د استخباراتي ادارې افسران وژلي دي.

سرچینه د نوم د نه ښودلو په شرط وايي، د طالبانو قاضي القضات شیخ عبدالحکیم، د هغه ورول حاجي صوفي، د طالبانو د اقتصادي کمېسیون د مشر ورورملا ظریف، حاجي محمد حلیم، ګلا اغا اخوند، حاجي احمد خان، د آی ایس آی ۳ لوړ پوړي افسران، د پولیسو ډي ایس پي او ځايي قومندان امان الله او د مخدره توکو یو شمېر قاچاقبر د جمعې په مازیګر د اسحاق اباد په مدرسه کې سره راټول وو، چې چاودنه پرې شوې ده.

سرچینه وايي، په چاودنه کې ۳۰ کسان وژل شوي دي او د طالبانو د قاضي القضات شیخ عبدالحکیم په ګډون څو نور مشران په کې شدید ژوبل دي.

سرچینه وايي، دا پېښه د طالبانو د خپلمنځي اختلافاتو له کبله رازېږېدلې چې څه موده وړاندې هم په کچلاغ کې په ورته یوه پېښه کې د طالبانو د مشر ملا هیبت الله د ورور حافظ احمد الله تر څنګ ګڼ طالب مشران په کې ووژل شول.

د پاکستان د پوځ مشر جنرال باجوه او لومړي وزیر عمران خان دا پېښه غندلې ده.

له بلې خوا د طالب ویاند قاري یوسف احمدي لخوا تاند ته په استولي وضاحت کې راغلي نن د پاکستان د کوټې ښار په اسحاق آباد سیمه کې په یوه مسجد کې د لمانځه په مهال چاودنه شوېخو په وینا یې د اسلامي امارت اړوند هیڅ کوم مشر دغه جومات کې وجود نه درلود او نه هم دلته کومه غونډه وه.

قاري یوسف په دې اړه خپاره شوي راپورونه له واقعیت څخه لرې دي.

2 thoughts on “کویټه: بیګانۍ چاودنې د طالبانو او آی ایس آی غونډې ته راټول ۳۰ طالب مشران وژلي”
  1. دا خو ډېر ښکلی خبر دی او خدای دې وکړي چې د هېواد دښمنان ټول یو په بل پسې ورک شي تر څو د دې هېواد خلک نور په سوله کې ارامه ژوند وکړي. مننه

  2. کرزي وویل چې امریکا د تروریستانو د پناهځایونو په ویجاړولو کې ریښتینې نه ده.

    حامد کرزي د ولسمشرۍ په دوره کې هم په ځلونو په پاکستان کې د افغان طالبانو د تمویل – تجهیز د مرکزونو او پناهځایونو د له منځه وړلو غوښتنه کړې وه.

    کرزي رشیه ټوډې ته وویل، امریکا افغانستان ته له تروریزم سره د مبارزې، سولې او سوکالۍ په نوم راغله، خو دا ده تر یوې نیمې لسیزې ډېر وخت ووت، مګر دا هدفونه نه دي ترلاسه شوي.

    ده وویل چې تروریزم لا هم د افغانستان لپاره تر ټولو جدي ګواښ دی.

    حامد کرزي د سولې خبرو ته د طالبانو د نه حاضرېدو علت پاکستان وباله او له امریکا، روسیې، چین او د سیمې له نورو هیوادونو یې وغوښتل چې په افغانستان کې د سولې د راتګ لپاره پر یوې ګډې او پراخې طرحې کار وکړي.

ځواب ورکول ګل محمد نوری ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *