تاند، چهار شنبه، د اسد ۱۶مه: د پاکستاني رسنیو د معلوماتو په اساس د کشمیر د لانجې له کبله د پاکستان او امریکا تر منځ د افغان سولې په تړاو اختلافات پیدا شوي دي.

د پاکستان دي نیوز ټلویزیون د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د یوې سرچینې په حواله راپور ورکړی چې د دغو اختلافاتو له کبله د قطر اتم پړاو خبرې تر نامعلومې نېټې ځنډول شوې دي.

د سرچینې په حواله، پاکستان امریکا ته په زغرده ویلي دي چې د افغانستان سوله د کشمیر په بیه کېدای شي او خرابېدای هم شي.

دي نیوز چینل ویلي، دا اختلافات وروسته له هغې ژبغړاند شول چې پاکستان پر هند د کشمیر په پوله کې د کلستر بمونو د کارولو ادعا وکړه او هند خپل پارلمان ته په خپله خاوره کې د کشمیر د بشپړ ادغام لایحه واستوله.

له دې کبله د پاکستان د پوځ یو پلاوی په بیړني ډول قطر ته رسېدلی او د اتم پړاو خبرو کې یې زلمي خلیلزاد ته وریاده کړې ده که امریکا له هند سره د کشمیر د بشپړ ادغام مخه نه شي نیولی، پاکستان هم له امریکا سره د سولې برخه کې همکاري نه کوي.

له دې کبله د دوه ورځنیو چنو وهلو وروسته زلمي خلیلزاد هند ته بیړنی او ناپلان شوی سفر کړی تر څو دغه هېواد ته قناعت ورکړي.

بلخوا تاند ته رسېدلي غږیز کلیپ کې د یو طالب مشر پيغام رسېدلی چې نوموړي په وټس اپ کې د کویټې شورا یو غړي ته خواشیني ښودلې ده چې ګواکې له پرون راهیسې د دوی سره د سولې د تړون په تخنیکي برخه باندې په کار بوخت امریکايي پلاوی د نامعلوم علت له مخې د مذاکراتو له ځایه وتلی او بېرته نه دی راستون شوی.

دغه طالب سیاسي مشر په کویټې شورا کې خپل بل ملګري ته د وټس اپ پيغام کې وايي، له قطري چارواکو سره په همغږۍ یې د مذاکراتو د هوټل له مخې څخه خبریالان رخصت کړي دي او له هغوی یې غوښتي چې هیڅوک د دفتر او هوټل خواته پرېنږدي.

دغه طالب مشر په خپل غږیز کلیپ کې خواشیني ښيي چې د سولې هوکړې ته نږدې شوي وو، خو دغې بدې پېښې (د کشمیر پر سر د پاکستان او هند ناندریو ته اشاره کوي) دمګړۍ ټولې هڅې د صفر خواته بیولې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د هند پارلمان نن د مودي د حکومت هغه لایحه تصویب کړه چې له مخې به یې کشمیر سیمه د هند په خاورې پورې د تل لپاره وتړل شي.

د هند دې کار د پاکستان غوسه لا زیاته کړې او خارجه وزیر یې شاه محمود قریشي هند ته ګواښ کړی چې د کشمیر لانجه د افغانستان د سولې پروسه زیانمنولی شي.

7 thoughts on “کویټې شورا ته د طالب مشر پیغام، د کشمیر لانجې مو مذاکرات په لغته ووهل”
  1. ټالب خپلواک نه و او نه هم دی, دوی دتور سامراج تالي څټي او فاحشه علامان دي.
    افغان ملت دې دسولې واکې په لاس کې واخلي او پدې حساسو شرایطو کې د پنجابسپیو په خلاف دې کلک ودریږي او دخپل ملت او خاورې ساتنه دې ښه په مېړانه وکړي.

  2. دی ته وایی پلورل شوی چی د بادر له اجازی پرته خبری هم نشی کولی. دا خو دی حرمونو دلالانو او د پاکستان شرمیدلی تروریستی حکومت ته لویه رسوایی ده. وایي هغه به شرمیزی چی په شرم پوه شی. که طلب شرم درلوده د پاکستان غوندی حرمونی حکومت دلالی به یي نه کوله.

  3. د طالب غلامي پاکستان خو ددی نه نور څومره جوتیږي. د افغانستان ملي اردو او امنیتي ځواکونه باید دغو لاسپوڅو مقابل کی هیڅ رحم ونکړي.

  4. دوه متلونه لرو ، په تا مې زور نه رسي ، مړ به دې پلار کړم ، وئې واهه په سر ، وئې چاودې ۰۰۰۰

  5. د نړي ټول کفار او تر کفارو بدتر پاکستان دي په دي پوه سي چه دافغانستان ماشومان او بي ګناه انسانان چه تاسو وژني او دخپل سیاست قرباني کوي يي دا هم دالله جل جلاله مخلوق او خوا يي په بدیږي په داسي سرنوشت به اخته سي چه بیابه مو نه سر خلاصیږي او نه پښي یا رب العالمین جل جلاله ته مو غاور سي او ظالم پر ظالم مسلط کړي

  6. اوس باید افغانستان او امریکا د اماراتو د امیر هغه طرحه تدبیق کړی چی ویلی وو چی په قطر کښی باید د طالبانو دغه په نوم پاکستانی نماینده ګان ټول له بینه لاړ سی او د کویټه او پښاور شورا ګانی چی د آی ایس آی مرکزونه دی له منځه لاړ سی بیا به په افغانستان د سولی لمر را وخیږی

ځواب ورکول فهیم ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *