د ترکیې د استانبول ښار یوه څنډه

تاند – په ترکیه کې مېشت افغان کډوال وایي چې د ترکانو له خوا وهل کیږي، ښکنځلې ورته کیږي او په زور سره پرې کارونه کیږي.

د ترکیې په استانبول ښار کې د ننګرهار ولایت د خوګیاڼو ولسوالۍ یوه اوسېدونکي، عمران، چې له خواوشا ۱۰ میاشتو راهیسې هلته اوسېږي تاند ته وویل، چې ترکانو هغوی له کورونو نه اېستلي او زورولي دي.

عمران وایي چې له درې ورځو راهیسې په یوه پارک کې اوسېږي او د سختې وېرې وخت تېروي.

۲۴ کلن عمران چې پخوا یې د ډوډۍ پخولو په یوه فابریکه کې کار کاوه وایي، «له څو ورځو راهیسې چې د ترکانو، افغانانو او پاکستانیانو تر منځ شخړې رامنځته شوې مونږ یې له کورونو نه اېستلي یو» نوموړی وایي، «پرون یې زمونږ په مخکې افغانان په چړو ووهل او مونږ ترې په منډه وتښتېدو.»

عمران وایي چې د پاکستان د سفارت کارکوونکو له ترکي چارواکو سره خبرې کړي چې په پاکستانیانو باندې یو څه ارامي راغلې خو افغانان لا هم په سخت تکلیف کې شپې ورځې تېروي.

په بلجیم کې مېشت د ټولنیزو رسنیو کاروونکی، لیاقت باور چې په ترکيه کې د افغانانو په وړاندې د روان حالت په هکله سخت خوابدی دی، وایي، له کومې ورځې چې دا شخړې رامنځته شوي له ترکیې نه یې ګڼ ملګري هلته د روان تاوتریخوالي په هکله ورسره خبرې کوي، ژاړي او فریاد کوي.

ښاغلی باور وایي، چې افغانان د ترکانو له خوا وهل شوي، شکنجه شوي او بندي شوي دي او یو شمېر یې وژل شوي هم دي.

دا په داسې حال کې ده چې په ترکیه کې افغان سفیر امان الله جیحون تېره ورځ له مشال راډېو سره په خبرو کې ویلي وو چې په ترکیه کې د افغانانو په وړاندې څه خاصه مسئله نشته او د ترکیې حکومت هغه افغانان چې راجسټر شوي نه دي، راجسټر کوي.

One thought on “په ترکیه کې مېشت افغان کډوال بیا وهل شوي او ښکنځل شوي دي”
  1. ښاغلی امان الله جبون چې خپله هم ازبک دی ، اولادونه او کورنۍ يې مصؤن دي ،
    که د ده له توانه د ترکیې له مقاماتو سره خبرې کول نه وي پوره ، کېدای شي د افغانستان پارلمان یو هییت ترکې ته واستوي چې د هغه هېواد له مسوولو کسانو سره وګوري او د قضيي د حل لپاره لاره ولټوي.

ځواب ورکول احمد بریال ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *