په دې وروستیو کي د پاکستان حکومت په هغه خاوره کي له افغان مهاجرینو غوښتي، چی د يوې میاشتي په اوږدو کي له پښتونخوا ایالت څخه افغانستان ته کډي بار کړي.

دا لومړی ځل نه دی، چی افغان مهاجرینو ته کوربانه هیوادونه د وتلو اخطاریه نېټې ټاکي، تردې مخکي هم پاکستان داډول له غروره ډکی پرېکړی کړي او ایران خو بیا د افغانانو په اعدامولوهم شرم نه دی کړی.

هر وخت، چی ګاونډیان غواړي پر افغان دولت فشار زیات کړي، نو د نورو غوښتنو ترڅنګ د دوی په هیوادونو کي میشتو افغانانو ته د کډي بارولو امر وکړي.

دا ښه خبره ده، چی افغانان خپل ټاټوبي ته راستانه سی،خو له بده مرغه زموږ د یوشمیر غیري مسلکي، ځان غوښتونکو او تر څټه په فساد کي د ککړو چارواکو د بېغورۍ له امله افغان کډوالوته په خپل هیواد کي لاتراوسه د اوسیدو زمینه چمتونه ده.

دامنو، چي په تېرو څوارلس کالو کي د نړېوالي ټولني لخوا بې حسابه ډالری مرستې وسوې، لیکن له بده مرغه دا مرستي د یو څو شېربریتو(!)شخصي بانکي اکاونټونو ته ولاړې او مستحق افغانان لا تراوسه پیاز په ګنډه په ډوډۍ پسی سرګردان ګرځي.

که چیري په هیواد کي د وزګارتیا،ناامنۍ او نورو ستونزو ترڅنګ د پاکستان په پښتونخوا ایالت کي پراته افغانان هم خپل هیواد را کډه سی، نو دا به د جګړه ځپلي افغانستان پر سر یو بل اقتصادي ګذار وي، ځکه دا دومره زیات کسان سرپنا، کار، امنیت او د ژوند نورو چارو ته اړتیا لري، افغان دولت اړ دی، چی په دې دې ترینګلي تپل سوي حالت کي د راستنیدونکو کډوالو دروند پېټی پورته کولو ته هم ملا وتړي، خو زما په ګومان اوس يې د پورته کولو توان په مټو کي نه سته.

که پاکستانیان په ګرېوان کي سرکښته کړي، نو په دې پوه دي او نور به هم وپوهیږي، چی هلته میشت افغانانو له دوی سره د خپلو ورڼو په ډول ژوند کړی، د دوی شاړي مځکي او له ښارونو لېري سیمي يې د پنډغالو ( کیمپونو) په نامه ابادي کړي، پانګه اچوونه يې کړې او بالاخره د دوی هر غم او درد ته په جګو سترګو ولاړ دي.

داخبره، لکه لمر روښانه ده،چی افغانانو له جګړو او ناامنیو له امله خپل ګران هیواد پرې ایښی دی، نو پر همدې بنسټ يط هیڅکله شر نه خوښیږي او نه د شر خلک دي، که نور هم رښتیا سره ووایو، د افغان مهاجرینو دسر په صدقه، پانګه اچونه او مالیه ورکولو پاکستانګی، په پاکستان بدل سوی دی.

افسوس! چی هر وخت پاکستان له خپله لاسه په یوه تلکه بند سوی، نو د خپلي لمني تور داغ يې د افغانانو په وینو، ځورونه او دوی ته په بېلا بیلو ګواښونو پاک کړی دی، خو افغانان پوهیږو، چی ستونزه چیري؟

که پر واقیعت سترګي پټي نه کړو د پاکستان استخباراتي اداره ښه خبره ده، چی پېښور کي پر پوځي ښوونځي وسله وال بریدونه چیري او چا پلان کړي وو؟ په دې هم د دوی ښه سرخلاص دی، چی داسی منظم وسله وال بریدونه د افغانانو کار نه دی او نه هم په دې کي افغان مهاجر لاس لري، ځکه د تیرو نږدې څلورو لسیزو راهیسی د افغانانو په کورونو کي خپله ددغسی تپل سویو بریدونو له امله د غم ټغرهوار دی.

افغانان تراوسه نه دي پرېښوول سوي، چی ان له خپل کور څخه د غم بلا وباسی، نو څنګه به وکولای سی، چی د ګاونډیو کورونو ته د غم تور دېګ ننباسی؟

ښه خبره داده، چی پاکستاني چارواکي خپله پرېکړه بیرته واخلي او د بشري حقونو سره سم هلته میشت افغانان په یو او بل نامه ونه ځوروي، ځکه د دوی یاده پرېکړه د افغان کډوالو ترڅنګ پاکستان ته هم اقتصادی ضربه ده.

افغان چارواکو ته ښايي، چي په دې اړه له خپل مسلمان او ګاونډي ورور(!) پاکستان سره ډیپلوماټیکي خبري وکړي، ترڅو په سلهاوو زره بې کوره او بې اوره افغان مهاجرین په شنه یخ کي یوځل بیا بې کوره او بې اوره نه سی، ځکه د هجرت پرمهال هري کورنۍ د ځان لپاره یوه اندازه کار بار سم کړی، نواوس چی بیا د هیواد په دې ترینګلو حالاتو د اولادونو لپاره یوه کوچنۍ سرپنا او کار وبار سموي ډېر وخت غواړي، چی داد هر راستانه سوي کډوال له توان وتلی کار دی.

2 thoughts on “کډوال بیا کډوالۍ ته مه اړباسئ !!/ محمد ابراهیم سپېڅلی”
  1. افغانان باید سمدستی خپل ګران هیواد افغانستان ته بیرته راستانه شی او لکه خپلو نورو افغانانو ورونو او خویندو په خپل ټاټوبی کی ژوند وکړیږ. دا دومره افغانان چی په افغانستان کی ژوند کوی نو هغه افغانان چی په پاکستان کی میشت دی هغوی یی ولی نشی کولی. په پاکستان کی ژوند کولی شی، مشکلات ګاللی شی، د ژوند لوړی او ژوری تیرولی شی خو خپل وطن کی یی بیا نشی زغملی

  2. Salaamonah,
    D` Spetzaly sahb likanah pa wakht aw per zay da.
    Zima pa nazar, d Pashtunkhwa , Beluchestan aw waziristan governaran aw pa kaldaro-mordaro meiyn pokhtani malamet diy che khpalo afghaniy(pashtano) wronno sarah che herwakht yi doy sara komakonah karry; hamda oos tzomra waziristany mosibetzapalo wronno ta yi janobie wilayato ki zay werkarry aw laka milmani yi saty, pakhwa d Zahirkhan wakht ki kho ba yi moft ma`ashona akhestl aw zdakrry ba yi ham kawly , mager hamhagha ddanktteran aw ciasetwala, bechara majboro afghanano sara pachees. pachaas aw pachasee !!! wayi, ya`ni la Torkham aw Boldek na tr karachiy yi nahaqah zawrawi!!!
    Asla khaberah kho da deh che a`yn tr Ddelhi pori d`afghan mulkiyrt dey, wakht ba rashy!

ځواب ورکول Afghan ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *