افغانستان-خوست

ولايت مقام-دعامه اړيکو دفتر

نېټه:٥-٨-١٣٩٣

خوست سرپرست والي: کډوال عاجلو بشري مرستو او ژمنيو توکو ته اړتيا لري

خوست سرپرست والي عبدالجبارنعيمي وايي چې خوست ولايت ته له شمالي وزيرستان څخه راغلې په زرګونو کډوالې کورنۍ عاجلو بشري مرستو او ژمنيو توکو ته اړتيا لري ، نوموړي دغه څرګندونې د دولتي او غير دولتي ادارو په هغه غونډه کې وکړې چې د مرستو دهمغږۍ په خاطر جوړه شوه وه.

د غونډې په پيل کې د کډوالو دتنظيم او چارو د سمبالښت د ګډ کميسيون د سکرتريت مشر انجنير ګل حبيب شاه دخوست ولايت په مرکز او ولسواليو کې کډوالو ته د رسيدلو مرستو او دکډوالو د شته ستونزو او عاجلو اړتياوو په تړاو غونډې ته بشپړ ګزارش وړاندې کړ.

نوموړي وويل چې تر دې مهاله له ٢٥٣٠٠په شميره کډوالې کورنۍ ثبت او راجستر شوې دي چې دغه بهير لا هم دوام لري ، نوموړي زياته کړه چې د٣٥٠٠په شميره نوې کډوالې کورنۍ په داسې حال کې  خوست ولايت ته راغلي دي چې د ژمي سوړ موسم را روان دى ،انجنير ګل حبيب شاه وويل چې تر دې مهاله يې ١٩٣١٨کورنيو ته  غير خوراکي توکي او ٢٩٨٧٢ کورنيو ته خوراکي توکي په څو دورو کې ويشل شوې او همداشان ٥٣٠٠ کورنيو ته نقدي مرسته ويشل شوې ده چې دمرستو دتوزيع بهير اوس هم دوام لري. دکډ سکرتريت مشر ووويل چې شوې مرستې کمې دي ځکه چې اوس هم داسې کورنۍ شته چې ورته مرستې نه دي رسيدلې.

ورپسې د UNHCR،WFP،NRC،IRC،IOM،DOCAAR تعميرملت او ماين پاکۍ مرستندويه ټولنو استازو په خپل وار سره غونډې ته د خپلو پروګرامونو او مرستو په تړاو معلومات وړاندې کړل ، دهر موسسې استازې د توزيع شويو مرستو او راتلونکو پلانو په تړاو خبرې وکړې ،د ځينو مرستندويه ټولنو استازو وويل چې مرسته کوونکو بنسټونو ته يې خپل وړانديزونه ليږلي دي ، تمه ده چې مرستندويه هېوادونه او بنسټونه به يې منظور کړي.

د NRC استازي وويل چې د ٣٢٠٠ کډوالو ماشومانو د ښوونې او روزنې پروګرام يې پيل کړى دى او په راتلونکې کې به دمعارف رياست سره په تفاهم خپل پروګرامونه زيات کړي.

خوست سرپرست والي عبدالجبارنعيمي کډوالو ته رسيدلې مرستې کمې وبللې ،نوموړي وويل چې دخوست ولايت په مرکز او ولسواليو کې په زرګونې کډوالۍ کورنۍ ځاى پرځاى شوې چې د ژوندانه له ګڼ شمير ستونزو سره مخامخ دي ، نوموړي له اړونده مرکزي ادارو او نړيوالو مرستندويه ټولنو وغوښتل چې د ژمي د سوړ موسم تر رارسيدو وړاندې خوست ولايت ته د عاجلو بشري مرستو په رسولو کې اساسي همکاري وکړي.

نعيمي وويل سره له دې چې کډوالو ته دمرستو دتوزيع بهير روان دى خو ددغه ولايت په مرکز او ولسواليو کې اوس هم ګڼ شمير کډوالې کورنۍ په بدحالت کې ژوند کوي او مرستې ورته نه دي رسيدلې ، د کډوالو چارو دتنظيم او سمبالښت کميسيون ته يې دنده وسپارله چې  هغه کورنيو ته د لومړيتوب په اساس مرستې ورسوي چې تر دې مهاله ورته نه دي رسيدلې.

خوست والي د دې يادونه هم وکړه چې د کډوالو غوښتنې او اړتياوې يې اړونده مرکزي ادارو او چارواکو پورې رسولې دي نوموړي له ټولو هغه مرستندويه ټولنو چې په خوست کې راغليو کډوالو ته دمرستې رسونې په خاطر کار کوي غوښتنه وکړه چې د کډوالو ټولې اساسي اړتياوې او دژمنيو توکو عاجل ضرورتونه تر خپلو اړونده مرستندويه بنسټونو پورې په عاجله توګه ورسوي ، ترڅو مرسته کوونکي هېوادونه او ټولنې د ځانګړې توجه له مخې کډوالو سره  مرستې وکړې.

وروسته په جوړه شوې غونډه کې پريکړه وشوه چې د يوځانګړي ميکانيزم په اساس دې لومړۍ هغه سيمو ته مرستې ورسيږي چې اوس مهال په کې هوا سړه شوې ده ، همداشان ټولو دولتي او غير دولتي ادارو ته دنده وسپارل شوه چې خپلې هڅې او فعاليتونه زيات کړي. په دغه غونډه کې معارف او عامې روغتيا رياست ته لارښوونه وشوه چې د ماشومانو د واکسين ،ښوونې او روزنې په برخه کې د ځانګړې توجه په اساس کار وکړي.

واکمن

One thought on “کډوال عاجلو بشري مرستو او ژمنيو توکو ته اړتيا لري”

ځواب ورکول سید الر حمن زیار مل ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *