عبدالرووف لیوال

سرچینه: زویزدا تلویزیوني چینل

د۱۳۷۱کال د وږي په میاشت کې د روسیې د پاتي شونو وروستۍ ډله ترسختو ګواښمنو عملیاتو لاندې له کابله والوته.

د ژغورنۍ تاریخی، مهم او غلچکی ماموریت:

ښاغلی حکمتیار په دارالامان کې د مجاهدینو د دولت صدراعظم دی، د هغه ځواکونو ته په دریمه کارته کې دنده سپارل شوې چې له خواجه ملا (حبیبیې لیسې) د تلویزیون تر غره پورې، ټولې لارې او سیمې تر بریدونو لاندې ونیسي.

روسیه له هغه نه په زاریو غواړي چې د دیپلوماتیک دود او اصولو له مخې د روسیې سفارت په تاکوۍ کې اسیرو روسانو، سفیر او ټپیانو ته اجازه ورکړي چې له سفارته ووځي.

په سفارت کې روسان لګیا دي، د آرشیف مهم او پټ اسناد سوځي د ټپیانو زګېروی هم د دوسیو او کارتنونو د سوزیدو له ځوږ سره مل دی اوهلته لیرې هم څو مړی په خوسا کیدو دي.

حکمتیار مني چې د دوو ساعتونو لپاره جګړې ته دمه ورکوي، تر څو دوی له سفارت څخه پښې سپکې کړي، خو لاندې کسان (په حکمتیار پورې اړوند لشکرایثار) چندان په قصه کې نه دی او د جګړې تنور تود دی، خال، خال ډزې روانې دي.

هلته په مسکو کې د اندیښمنو چارواکو خبرې په دې هکله روانې دی چې څرنګه په کابل کې دوه سوه بند روسان له محرم آرشیف سره په داسې حال کې چې جګړه هم روانه ده راوباسي؟

د ځمکې له لارې د دې کسانو راویستل ستونزمن کاروو، ځکه جګړه مارو ډلو هیڅکله داسې غنیمت له لاسه نه ورکاوه.

د مسکو د یچیانو په اند، یوه بله چاره شونې وه او هغه د الوتکو له لارې تر ازبکستانه د کلابندو روسانو راوستل، په دې خاطر دا پټه او مهمه دنده د ترانسپورت ۱۱۰م هوایي غونډ قومندان زیلینوف ته وسپارل شوه او د دوهمې الوتکې اداره هم پیلوټ اناتولي کوپیرکین کوله.

په لومړی سر کې پتیل شوې وه چې داعملیات ملکي هوابازانو ته وسپارل شی، خو پیلوټان پوهیدل چې دا مرګونې دنده ده، آن تر دې چې د ډاډ لپاره هغوی ته بهرني پاسپورټونه هم په کار ول.

د دې دندې په تړاو زیلیونوف خپل یادښت داسې تازه کوي«هغوی د مخابرې له لارې ماته خبر راکړ چې زه دغونډ قومندان دنده لرم، درې الوتکې د کابل د سفارت د راایستلولپاره چمتوکړم، د نظامی عملیاتو امکان موجود و، خو زموږ سفارت هم د مجاهدینو له لوري محاصره وو ، تر دې مهاله زموږ د یپلوماتانو له جګړه مارانو سره په یوه چل ګوزاره کړې وه.»

د نظامی پیلوټانو د امنیت لپاره د [تولا] د دیسانت کوماندو فرقې سرتیري وګمارل شول، او ټولو کومندویانو ته وویل شول چې خپلې جامې له ځان سره واخلي.

د۱۳۷۱ کال د وږی میاشتې په پنځمه شپه کوماندو کسانو د ازبکستان د (کوکایدا) هوایی ډګر په لور حرکت وکړ، ډګرمن اولیګ استروکوف، چې یو وخت د زیلیونوف ټولیګوال و،   حالات له نژدې څارل. ده وویل : د IL الوتکو، الوت به د افغانستان پر فضا تر کنترول لاندې ولري او په اضطراری مهال به له هغوی سره مرستې ته ورودانګي.

هیڅ رسمی اجازه او لاسوند نه و چې دا الوتکې د افغانستان پر آسمان الوت وکړي.

د وږی د میاشتې په پنځمه په افغانستان کې د روسیې سفیر افګینی اوسترونیکو د خپل سفارت تخلیه اعلان کړه.

د وږی د میاشتې په شپږم سهار وختی ۳بجې د سفارت اسیرانو ته سپارښتنه وشوه چې د کابل د هوایی ډګر په لور تللو ته چمتو شي، حکمتیار هغوی ته د دوو ساعتونو لپاره وخت وټاکه تر څو له سیمې څخه پښې سپکې کړي، دوی یوازې اړین توکي موټرو ته وخیژول.

د سهار په درې نیمو بجو د کامازونو او بسونو کتار، چې له سپرلیو ډک وو، د کابل د سړکونو په چوپتیا کې د هوایی ډګر په لور حرکت وکړ، په سر کې د سفیر موټر روان وو، خو د کتار په پای کې له مړو څخه ډک امبولانسونه روان ول، دا کتار په لار کې د چین، شمالی کوریا، منګولیا او اندونیزیا د سفارتونو له مخې تیر شو.

له دې خوا پیلوټ ډګرمن زیلیونوف لومړی کس وو چې الوت ته چمتو کیده – تر کابل پورې هوایی واټن څلویښت دقیقې وو، ګهیځ وخته چې جګړه ماران لا له خوبه نه ووراپاڅیدلی، هغوی د حالاتو د ارزونې او د الوتکو د ناستې لپاره وخت ته اړتیالرله، ځکه د کابل په هوایي ډګر کې کوم (دیسپیچر) موجود نه و.

 (ایل نو) ترانسپورتي الوتکې د افغانستان، ازبکستان له پولې راواوښتې چې په دې ترڅ کې یوه له اندیښمنوونکي راډیویي پیغام د پیلوتانوغوږونه وتخنول اوهغه هم د الوتکو په لس کیلومترۍ واټن کې د دوو جنګي جټ الوتکو خبرداری وو.

د نښو نښانو له مخې دا هغه دوه ښکاري جټ (میک۲۱) وې

دا مهال د IL76 الوتکوعمله له بوږنوونکو او ویرجنو شیبو سره مخامخ وه.

 ښکاري جټ الوتکو له ګواښوونکو مانورونو ته ادامه ورکوله ـ سره له دې چې څرګنده نه وه چې دا ښکاری الوتکې په چا پورې اړه لري – خو زیګنالونو داسې ښوده چې د جنرال دوستم په ځواکونو پورې اړوندې وې، او هغه چې د شمال واکمن او روسیې ته وفادار و د واکمن په توګه یې طیارې څارلې.

پیلوټان لا نه پوهیدل چې د جنرال دوستم د روسی د یپلوماټانو وتل تر خپل پوښښ لاندې نیولي وو.

همدا شیبه چې د دوو سوو روسي مسافرو قافله د کابل په هوایی ډګر ورننوته په آسمان کې هم لومړۍ IL76 الوتکه راښکاره شوه، او ورپسې دوې نورې الوتکې هم یو په بلې پسې راڅرګندې شوې، او په همدې شیبو کې د حکمتیار د توغندیو(شغهار) هم تر غوږو شو.

توغندی یواځینی مزاحم نه وو، بلکې د مسکو د هواپیژندنې د ادارې ریپوټ، چې د هوا فشار یې۶۳۲ ښوده، هم راورسید. خو دوی د تجربې له مخې پوهیدل چې د وږی میاشتې په دې مهال د هوا فشار لږ وي – د ګولیو اوریدل پیل شول، شیبه په شیبه حالات ترینګلي کیدل، دوهمه ایلوشن الوتکه هم راکوزه شوه – په همدې وخت کې څلور مرمۍ د هوایی ډګر په ودانۍ ونښتې.

د دوهمې الوتکې د سپریدو پر مهال د حکمتیار توغندي ډیر شول، لومړۍ الوشن د الوت په حال کې وه  چې د سرګی ملینکوف الوتکه پرځغاست لیکه راکوزه شوه.

یواځې څو دقیقې وروسته له هغې چې لومړۍ الوتکه والوته، ناببره  یو جیپ چې نهه تنه هندي دیپلوماتان پکې سپاره ول د اناتولي کوپیرکن د الوتکې د خدمې ترڅنګ راکوز شول ـ پیلوټ هغوی ته د رد ځواب ورنه کړ او په تلوار الوتکې ته وختل، دا درنه ترانسپورتی الوتکه روانه شوه او خپل ځای یې دریمې الوتکې ته تش کړ.

په دې وروستۍ الوتکه کې باید سفیر، پاتی دیپلوماتانو او یو کاماز موټر له نورو توکو سره الوت کړای وای خو په همدې مهال یو توغندی د الوتکې د وزره لاندې ولګید– پیلوټان په تلوار د الوتکې د خیټې له کړکۍ راووتل ـ دوه یې ټپیان شوي وو، په الوتکه کې اور ولګېد او ټول له ویرې په چټکیه له الوتکې لرې شول چې الوتکه ونه چوي. هغه دوهمې الوشن چې وزرونه یې د ځغاست لیکې به سرالوت ته تیار کړي وو – کوپرکین پوهیده چې د الوتکې شاسی ته تاوان نه دی رسیدلی ـ الوتکې ډیر سرعت وانه خیست، د الوتکې ټایر هم د راکټ د پارچو د لګیدو له امله ضربه لیدلې وه خو بیا هم الوتکه والوته.

دوه الوتکې چې ۱۴۰ کسه پکې سپاره ول، له غرونو نه پناه شوې ـ دلته د هوایی ډګر په ځغاست لیکې دریمې الوتکې اور واخیست – له دې سره د کابل په هوایي ډګر کې د پاتې شویو روسانو د ژغورنې امید په اوبو لاهو شو، د روسیې سفیر ۵۸ دیپلوماتان چې څو ښځې هم پکې وې او اته کسه کومندویان دلته پاتې شول (په هغو کې یو مهم ټپی قومندان هم وو)، ټولو د کابل په نمناک او تیاره هوایی ډګر کې په نهیلۍ خپل ناڅرګند برخلیک څاره – د دوستم کسان چې د دوی امنیت ساته، په اوږدو څوکیو څه غځیدلی او څه ناست ول.

هلته وروسته له څلویښتو دقیقو هغه دوه الوتکې د ازبکستان په هوایی ډګر کیناستې ـ سورلۍ یې خوشحاله، څوک نڅیدل، چا خندل او چا اعکسونه اخیستل.

خو مسکو په کابل کې د پاتې کسانو په هکله هیښ پيښ پاتې وو چې څه وکړی، کله چې سهار د کابل په غرونو د لمر وړانګې ولګیدې د جنرال دوستم په مرسته درې نورې الوتکې راغلې او پاتې کسان یې د افغانستان شمال ته چې د هغه په ولکه کې وو، ولیږدول ـ چې له ترمزه ها خوا واوړي.

5 thoughts on “کې جي بي د حکمتیار له منګولو والوته”
  1. سلامونه وروره په د نېټه کې خو تېروتی نه یې ځکه چې روسان خو په ۱۳۷۹ کې افغانستان ته راغلل او دلته کال ۱۳۷۱ ذکر شوی که لنډه کیسه ده؟

  2. دا د روسانو د راتګ وخت نه دی بلکې هغه وخت دی چې مجاهدینو کابل ونیوه او هره سیمه یوې جګړه مارې ډلې قبضه کړه
    رقیب الله

  3. د افغانستان د معاصر تاریخ یو څو مهمې تاریخي پېښې:
    د 1352 هجري شمسي کال د چنګاښ یا سرطان 26 چې 1973 کال د جولای له میاشتې سره سمون خوري داعلیحضرت محمد ظاهرشاه په مشرۍ د شاهي دولت پای او د شهید سردار محمد داود خان پواسطه د جمهوریت اعلان.

    نورمحمد ترکي د 1357 هجري لمریز کال د ثور 7 د ثور انقلاب 27 اپریل 1978 تر8 د دسپتمبر 1979 کال پورې د افغانستان د دموکراتیک جمهوریت جمهور رییس وو. نوموړی د 1979 کال د اکتوبر په 8 د حفیظ الله له خوا د 62 کلونو په عمر ووژل شو.

    حفیظ الله امین له 8 د سپتمبر 1979 تر 27 دسمبر 1979 پوره سل ورځې د افغانستان د دموکراتیک جمهوریت جمهور رییس وو.

    ببرک کارمل د 1358 هجري لمریز کال د جدي 6 د حفیظ الله امین له وژلو سره سم د روسانو پواسطه له تاشکند نه کابل ته راوستل شو او د شورویانو د نظامي قواوې د افغانستان خاورې ته د دوی په وخت کې راغلل.نوموړی له 1979 تر 1986 پورې د افغانستان د دموکراتیک جمهوریت د انقلابي شورا رییس وو چې د 1996 کال د دسمبر په دریمه په مسکو کې د 67 کلونو په عمر مړ شو.
    د 1367 کال د دلوې 26 د شوروي نظامي قواوو وروستی نظامي جنرال ګروموف وتل له افغانستان نه .
    د میلادي سنې په حساب روسان د 1979 میلادي کال په 27 دسمبر کابل ته راغلل او د 1989 کال د فبروري په 15 له افغانستان نه ووتل .
    د افغانانو تلفات له 562000 تر 2000000 دوه میلیونو انسانانو پورې تخمین شویدی.
    دوکتور نجیب الله 1365 هجري شمسي چې له 1987 میلادي سره مطابقت کوی او تر 1371 هجري شمسي یا 1992 میلادي پورې د افغانستان ولسمشر وو.
    نوموړی د 1996 میلادي کال د سپتمبر په 28 د طالبانو له خوا ووژل شو.

    د 1371 کال د ثور په 8 صبغت الله مجددي د دو میاشتو لپاره په راولپنډۍ کې د افغانستان د اسلامي دولت موقت او عبوري دولت مشر وټاکل شو1992 کال د اپریل له 28 د همدې کال د جون تر 28 پورې. البته صبغت الله مجددي د 2019 کال د فبروري په 11 د 93 کلونو په عمر وفات شو.
    ملا برهان الدین رباني د 1992 میلادي کال د جون له 28 تر 1996 میلادي کال د سپتمبر تر 27 او دوهم ځل د امریکایانو له خوا د کابل تر سقوط وروسته د 2001 کال د نوامبر له 13 تر 22 دسمبر پورې د افغانستان د اسلامي دولت ريس وو. نوموړی د 2011 کال د سپتمبر په 20 د طالبانو په یوه انتحاري حمله کې ووژل شو.
    د دوي په وخت کې د افغانستان سل کلنه مجهزه ملي اردو منحله او ټول وسایل یې کباړ او پر پاکستان وپلورل شول . د کابل ښار وران او په یوه ډارونکې کنډواله بدل اود ټول هېواد په هر ولایت کې یو جهادي قوماندان واکمن شو. په زرګونو خلک شهیدان او په میلیونونو نور مهاجرت ته اړ شول.
    ملا محمد عمر آخند د طالبان اسلامي تحریک په مشرۍ د 1996 کال د سپتمبر له 27 د کابل او کندهار په مرکزیت د هېواد 90 سلنه خاوره تر خپل کنترول لاندې راوستله چې د دوی واکمني د2011 کال د نوامبر تر 13 پورې دوام وکړ.
    حامد کرزي 2001 کال د دسمبر له 22 تر 2014 کال د سپتمبر تر29 پورې د افغانستان د موقت ، انتقالي دولت او د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ولسمشر په توګه ټاکل شوی وو.
    دوکتور محمد اشرف غني د 2014 کال د سپتمبر له 29 تر اوس پورې د افغانستان د اسلامي جمهوریت ولسمشر دی .

ځواب ورکول raoufliwal ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *