د ګابریل ګارسیا مارکېز له اثارو سره بې  کچې مینه به وي چې د هغه د لیدلو ارمان مې درولود، خو دا هیله نیمګړې پاتې شوه، ځکه د اپرېل په ۱۷ ترې دا جهان نیمګړی شو.

خو د حضرت خوشال بابا خبره

مړه هغه چې نه یې نوم نه یې نښان شته

تل ترتله په ښه نوم پايي ښاغلي

د په مرګ پسې د کولمبیا ولسمشر خوان مانویل سانتوس  وویل، چې دغسې ستر لیکوال به هیڅکله مړه نه شي. د نوموړي په ویر کې یې درې ورځې ماتم اعلام کړی دی.

د نوبل جایزې د دایمي جرګه ګۍ منشي پېټر انګلونډ وايي، ډېر لیکوال له سیوري زیات نه دي، خو ګابریل له هغو لیکوالو دی چې پخپله یې سیوری کاوه او دا کار به یې له مرګ وروسته هم وي.

ګابریل ګارسیا مارکېز چې خپل تر ټولو مشهور ناول( سل کاله یوازېتوب) لیکه د ورځې به یې شپږ ډبي سیګرټ څښل، ښايي همدا وجه وي چې ډېر کلونونه د لفناوي غودو له سرطان رنځېده، خو دوه کاله مخکې یې ورور وویل چې ګابو( د ګابریل کورنی نوم) له هېرې هم(دمانس) رنځیږي، نور لیکلی نشي.

نوموړي پخپله هم په ۲۰۰۶ کال کې لیکلي و چې نور یې لیکلو ته زړه نه کیږي.

زوکړه او زدکړه

ګابریل ګارسیا مارکېز د خپلې زوکړې په تړاو وايي:( په ۱۹۲۷ زیږیز کال کې د مارچ میاشتې شپږ ورځې وتلې وې چې نړۍ ته راغلم، هغه هم د کولمبیا په اراکاتا کې.)

کله چې د پوهنتون پړاو ته ورسېد له خبریالي سره یې مینه وه، غوښتل یې په خبریالۍ کې لوړ تحصیلات وکړي، خو د پلار د خوښې لامله په ۱۹۴۸ کال کې حقوقو پوهنځي ته لاړ.

نوموړی وايي:( په ډېر کړاو مې یو کال واړاوه، خو له دې زیات مې د پوهنځي له وچ کلک چاپېریال سره ځان نه شو روږدی کولی، پوهنځی مې پرېښود او پلار مې هم خبر نه کړ، بس مور وه چې پلار یې خبر کړ او اړ یې کړم چې لږ ترلږه تر څوارلسم یې ووایم.)

ماشومتوب

د نوموړي پلار(ګابریل الي خوګارسیا) درمل پلورونکی و. دی  چې دوه کلن و، مور پلار یې بلې سیمې ته لاړ، ګابریل د خپلې خوښې اراکاتا کې پاتې شو. نیا(دونیاترانکیلا ایګوران) به یې د ځايي خلکو، کوډو او جادو کیسې ورته ویلې. نیکه(نیکلاس ریکاردو مارکز مخیا) به یې له ځان سره د شطرنج لوبې ته بېوه. دی وايي یوه ورځ یې په شطرنج کې د نیکه د ماتې کیسه خپلې نیا ته داسې وکړه چې، ګواکې بریالی شوی دی، ځکه یې ان نیکه هم باور وکړ، چې لوبه یې بایللې نه، بلکې ګټلې ده. ورته ویې ویل ته ښه کیسه ویونکی یې.

ګابریل ګارسیا  مارکېز د خپل ډګروال نیکه له سیاسي فکر اغېزمن و، هغه د کولمبیا په دوو کورنیو جګړو کې ګډون کړی و. نوموړي به له دوی سره د کور په لګښت کې مرسته کوله، په مساپر وړونکو بېړیو کې به یې سندرې ویلې او ساز به یې غږاوه، چې څو پزو( د کولمبیا سکه) ترلاسه کړي. ښايي همدا تاثیر و چې لیکلو ته یې مخه کړه، خو ګابریل ګارسیا مارکېز وایي، چې نیکه یې لیکلو ته په ناخوداګاه ډول وهڅاوه. دی زیاتوي  چې (ډګروال ته لیک نه راځي) کتاب یې هم د نیکه له خاطرو لیکلی دی.

ډګروال

خبریالي

مارکېز په ( ۱۹۵۰ تر ۱۹۵۲) رسنیو ته لیکل هم کول. د هغه لومړۍ لیکنه یوه ډرامه وه، تر ډېره دا لیکنې د بارانکیلا په ال ایرالډ خپرونه کې چاپېدلې. په دغو کلونو کې مارکېز د بارانکیلا خبریالان په نوم ټولنه هم جوړه کړه.

دا کلونه د نوموړي لپاره د خبریالۍ په ډګر کې د پرمختګ او لاسته راوړنو کلونه وو، ډېر رپوټونه یې ولیکل چې هر یوه یې وځلاوه.

واده

ګابریل ګارسیا مارکېز چې په ۱۹۵۸ کې له اروپا خپل ټاټوبي ته ستون شو، د ښوونځي د وخت له ملګرې (مرسده باراخا) سره په نوم شو، ان په ۱۳ کلنۍ کې یې هغې ته د ګډ ژوند خواست کړی و، دوی له نېمې پېړۍ ډېر ګډ ژوند وکړ، ډېره برخه یې په مکسیکو کې سره تېره شوه، خو د ۱۹۶۰ کلنو له نیماي تر ۱۹۷۰ کلونو پورې په اروپا کې وو. د واده مېوه یې دوه زامن دي.

که څه هم د امریکا متحده ایالتونو له سیاست سره یې جوړه نه وه، د کیوبا د فیډرل کاسټرو پلوی و، خو پخپله وايي چې ولې امریکا ته راغی:(دلیل یې هم له فاکنر سره مینې ته ور ګرځي،غوښتل مې چې د دغه هیواد په سووېل کې ژوند وکړم چې د فاکنر د سیمې په هوا کې سا واخلم.)

لیکوالي

ګابریل ګارسیا مارکېز په ۲۳ کلنې کې خپل اولنی اثر (په کیسه ویلو ژوندی یم) ولیکه چې د خپل ماشومتوب له پېښو یې الهام کړی دی.

ګابریل د (د پاڼې توپان) هم د ماشومتوب له پېښو لیکلی دی. د دغه ناول ټولې پیښې په یوه ماسپښین کې یاد ته ورغلې. دا د ۱۹۲۸ د سپټمبرد ۱۲ نېټې ماسپښین و؛ هغه ورځ چې دی یواځې یو کلن و او ډګروال چې نیکه یې دی د دغې کیسې اتل دی.

 له دې نال وروسته یې د چندان بدنومي فرانسوي ډاکټر ګور کفن کیسه ولیکله خو د(سل کاله یواځېتوب) ناول یې هغې اړتیا ته ځواب و چې په ۱۸ کلنۍ کې ور پېښه شوې وه. غوښتل یې چې د ماشومتوب پړاو له کوره په الهام اخیستلو سره ناول ولیکي د دې لپاره چې کورنۍ يې د کور کرایه ولري، خپل موټر یې وپلوره.

ناول یې پیل کړل، خو په لیکلو یې له هغه ډېر وخت ولګېد چې ده یې هیله درلودله. اتلس میاشتې یې هره ورځ پر دغه ناول کار وکړ. په دغه وخت کې یې دنده او کاروبار نه درلود او مېرمنې یې په ټوله هیله او تمنا له یوه او بل کسبکار پور اخیست، د ناوړل تر بشپړولو پورې ۱۲ زره ډالره پوروړي شول. کله چې په ۱۹۶۷ کال کې د ناول کار پای ته ورسېد، نوموړي ته یې ښه مالي لاسته راوړنه درلوده. په اوله اونۍ ټول وپلورل شو.

نړیوال شهرت

سل کاله یوازېتوب (ګرګوري راباسا)  په۱۹۷۰ کال کې انګرېزي ته وژباړه. که څه یوه برتانوي کیسه لیکوال سل کاله یوازېتوب د یوه عام لیکونکي د خپلې خوښې بدتره لفاظي وبلله، خو دغه کتاب چې د مارکېز د نورو اثارو په څېر د ځانګړي سبک خورا ښې بېلګې دي، په ټوله نړۍ کې یې هر کلی وشو.

دی یې په نړیواله کچه وځلاوه، دغه ناول په ۱۹۸۲ زیږیز کې د نوبل جایزه وګټله. دا کتاب  له چاپ دېرش کاله وروسته ۳۰ ملیونه پلورل شوی او له ۳۰ په ډېرو ژبو ژباړل شوی دی.

د ګېنس نړیوال ریکاډ د کتاب د وېبپاڼې په قول، د لاتینې امریکا په ادبیاتو کې پر دغه ناول تر نورو ډېرې لیکنې او کره کتنې شوې دي.

د دغه ناول ادبي اغېز دومره پراخ و چې نیویارک ټایمز یې په ستانیه کې وویل:( په لومړي ځل د کتاب د خپریدېلو له وخت او مزل راهیسې تراوسه دا اولنی اثر دی چې ټول انسانیت  یې باید ولولي.)

د کیوبا مشر فیډرل کاسټرو(سل کاله یواځیتوب) ناول د شملې پېړۍ یو مهم اثر ګڼلی او ویلي یې دي چې بل به دومره ښکلی ناول ونه لیکل شي.

که څه هم ګابرېل ګارسیا مارکېز د کاسټرو پلوی او ان استازی بلل کېده، په دې وجه نیوکې هم پرې کېدلې، خو په ۱۹۸۵ کې یې چې (د وبا کلونو مینه) ناول چاپ شو، نوموړی نور هم یو ستر لیکوال وبلل شو. دا کتاب هم په نړۍ کې خورا ډېر پلورل شوی اثر بلل کیږي.

دغه ناول له یوې ښځې سره د یو سړي سخته او وسواسي مینه ده چې له ۴۰ کلونو وروسته هدف ته رسیږي.

ګابریل ګارسیا ماکېز وايي، چې دا کتاب یې د خپل پلار(ګابریل الي خوګارسیا) او مور (لوییسا سانتیاګا) له مینې لیکلی دی:( دا دوه پخواني مینان چې پخپلو کې سره اشنا شول، د دوی په خبره نړۍ ته تر ټولو ښکلې او ښې ورځې ور په برخه شوې. د دې لپاره چې مور مې، زما پلار ته دوه چنده درناوی وښیي (ډګروال) به یې باله، خو پلار مې داسې منصب نه درلوده. باید ووایم چې ډېر ساتنپالی(محافظه کار) و خو دا هم له چا پټه نه  ده چې له ښځې سره یې بې کچې مینه وه، د(وبا کلونو مینه) مې هم د دغو دوو کسانو د کیسې له مخې لیکلی، د دغو دوو پخوانیو مینانو په اړه مې ډېرې ښکلې کلیمې پر قلم کښلې دي، خو د دغې کیسې تر ټولو ښکلې صحنه هغه ده، چې ډګروال د خپلې مینې (معشوقې) یانې زما د مور د زړه ساتلو لپاره له ویلون غږولو پرته بله لار نه لري. که څه هم هیڅکله یې نه وو اورېدلي خو په دې پوهېده چې مور مې کومه سندره ډېره خوښوي. د دغه ساز له ټولو سختیو سره سره یې ځان سازنده کړی و او د ورځې به زما د مور د کوټې له ورسۍ لاندې درېده او هغې ته به یې ساز غږاوه، د زړه له تله یې دومره ساز وغږاوه چې مور مې پرې ورغله او یوبل ته ورسېدل.)

دا کتاب په ۲۰۰۷ کال د امریکا متحده ایالتونو کې پر فېلم بدل شو.

د مارکېز ځورول

که څه هم د ګابریل ګارسیا مارکېز په مړینه ولسمشر اوباما خواشنيي ښودلې ځان ته یې یو الهام بښونکی ستر لیکوال بللی دی. پخواني ولسمشر بل کلېنټن هم لیکلي چې له هغه سره په دوستي ویاړي.

خو یو وخت یې ګابریل د کیوبا د حکومت په دفاع تورناوه، لامله یې ویزه نه ور کوله، وروسته یې دا پرېکړه واخیستله، مارکېز کلیفورنیا ایالت ته د لنفاوي غودو د سرطان درملنې ته تلو.

ګابریل ګارسیا مارکېز چې یو وخت د کولمبیا د دولت په مخالفت کې لیکنه وکړه، اروپا ته جلاوطن شو. چې په ۱۹۸۶ د (چیلي ته د میګل لېتین پټ سفر) یې ولیکه د جنرال پنوشه حکومت یې ۱۵ زره نسخې وسیځلې.

د ګابېرل کوډګر ریالېزم

نړیوال لیکوال او کره کتونکي د ګارسیا مارکېز اثار و ته د کوډګر ریالیزم اصطلاح کاروي. دغه اصطلاح داسې اثارو ته کارول کیږي چې ریالستي بېلګې، خیال او وهم او جادویي عناصر یو بل ته ځای پرېږدي او پخپلو کې داسې اوډل(اخښل) کیږي چې خورا خیالي پېښې هم پکې طبیعي بڼه پیدا کوي. په داسې اثاروکې خیال او واقعیت سره ګډیږي. په متن کې ګام پر ګام د کیسې حقیقتوالی پرځایښت مومي او څه چې پېښیږي لوستونکی یې مني او باور لري چې دا ټول ریښتیا دي.

که څه هم ځینې کره کتونکي  د ګابریل ګارسیا مارکېز اثار له اعراقه ډک او په کولمبیا کې له تاوتریخوالي او نارامنۍ څخه د تېښتې لپاره افسانو ته د مخه کولو نثر بولي، خو د مارکېز کمال په دې کې دی چې بډایه نثر یې خپل تخیلات لوستونکي ته لېږدوي.

د خپل نثر په هکله وايي، چې یوه جمله به هم بې واقعیته پکې پیدا نشي.

د ګابریل احسانمنه هسپانوي

ګابریل ګارسیا مارکېز چې په ۲۳ کلنۍ کې لیکوالي پیل کړه، له نږدې نیمې پېړۍ ډېر وخت یې په دې ژبه کې داسې اثار تخلیق کړل، چې په ادبي برخه کې نوی سبک رامنځ ته کړي. په همدې وجه ځینې لوېدیزو لیکوالو او کره کتونکو وویل (د فرانسوي، انګرېزي او ایټالوي ژبو د کیسه ییزادب له مرکزه نوښت هسپانوي ژبې ته تللی دی)

دغه سبب شو چې د دې سیمې نور لیکوال یې هم لار ونیسي. په دې ژبه کې داسې اثار رامنځ ته شي چې نورو ژبو ته واړول شي، ځکه د لاتینې امریکا د لومړۍ کرښې بل لیکوال کارلوس فوینتس د ګابریل  ګارسیا مارکېز په اړه وایي(د هسپانوي ژبې په بډایولو کې مارکېز له سروانتس ډېر خدمت وکړ او زموږ اسطوره یي ژبه یې بیا ژوندۍ کړه)

په سویلي کنیکټیکټ پوهنتون کې د هسپانوي ژبې او د لاتینې امریکا د ادب پوهاند روبین پیلایو هم وايي، د سوېلي امریکا د هسپانوي ادب لپاره چې ګابریل ګارسیا مارکېز څومره کار کړی، بل هېچا نه دی کړی.

نوموړي پر ناولونو سربېره ډېرې لنډې کیسې هم لیکلې دي. په ورځپاڼه کې یې کالمونه هم لیکلي دي، د سینما برخه کې هم اثار لري چې له ډېرو یې فیلمونو جوړ شوي دي. همدارنګه یې په سینمايي اثارو کره کتنه هم کړې ده.

د نوموړي د ځینې اثارو نومونه

د واکمن پلار منی

پردي زیارتوال

د ارندیرا او د هغې د تورزړې نیا پېښه

چیلي ته د مېګل لیتین پټ سفر

له نورې مینې او شیطانانو

شوم ساعت

ستر کور

له ناویل شوي مرګ مخکې پېښې لیکل

جنرال په زرو خوشالیو کې

د سړي تښتولو رپوټ

د یوازیتوب د ورځو لیکل

د مرګ رپوټ

پای

By Ghazi

0 thoughts on “ګابریل ګارسیا مارکېز: غزانور غزا”
  1. په رښتيا چې ( ګابریل ، ګارسیا مارکیز ) سترګې لدې فاني نړۍ پټې کړې خو د ادب خزانه ېې د وطن بچو ته په ميراث پریښوده او تر خوائې هسپانوی ژبه دومره غني کړه چې په اروپا کې ېې خاص مقام ترلاسه کړ نو اوس مارکیز د هغوی په منځ کې نشته سره د دې چې په عقيدوی لحاظ د فيډل کاسترو د مبارزو ملګرئ وو خو ياد ېې حتې د امريکا جمهورو رئيسانو سره ژوندئ دئ او هریو ېې د لارې مشال ګڼي ، زه چې له خپله فکره کوم څه اضافه کول غواړم هغه داچې مونږ په خپل غريب چاپیريال کې د مارکیز څخه د لوی فکر خاوندان لرو ، هیڅ چا ياد نکړل ، کاکاجي ، صنوبر حسين مرحوم به ویل ( خدايه دا بازار تالا کړې په مغولو ؛؛؛ د مفلس حسن په يو موټئ چڼو ځي ) که غزانور صيب راته ووايي چې وروره ! څوک يادوې نو ورته به ووایم چې خپل فقير، ملنګ خو انقلابي اجمل خان ، خټک يادوم چې د زندان تورو تمبو شاته ېې خپل انقلابي ناول ( دا زه پاګل ووم ) وليکه خو ۰۰۰ مونږ زرګران نه وو چې د زرو په قدر پوه شوی وای ـ افسوس

ځواب ورکول لالا ، بټنوال ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *