د طالبانو د قطر دفتر

تاند- ګارډین ورځپاڼې نن /یکشنبه/ د افغانستان د حکومت او طالبانو د سرچینو په قول ویلي چې د دواړو خواوو استازو د قطر په پلازمېنه دوحه کې پټې خبرې پیل کړي دي.

په دې خبرو کې، چې په سپټمبر او اکتوبر میاشتو کې وشوې، د طالبانو په استازو کې یو هم د ملاعمر اخوند ورور ملامنان و.

ورځپاڼه وايي چې په دغو خبرو کې، چې په ۲۰۱۳ م کال کې په جولای کې د پاکستان د مري ښارګي له خبرو وروسته د افغانستان د حکومت او طالبانو لومړنۍ مخامخ خبرې دي، د امریکا د حکومت استازی هم حضور لري.

د طالبانو یوې سرچینې ګارډین ته ویلي، ژر به د ملا عمر زوی ملا یعقوب هم د دوحې په خبرو کې شامل شي څو د طالب مرکچي پلاوي اعتبار او صلاحیت زیات شي.

د طالبانو د کوټې د مشرتابه شورا د یوه غړي په وینا د دې خبرو په هیڅ پړاو کې پاکستاني چارواکو برخه نه لرله. ده ادعا وکړه چې پاکستان په طالبانو کې خپل نفوذ تر ډېره له لاسه ورکړی دی.

طالبانو همداراز ویلي چې د قطر په خبرو کې یو امریکايي دیپلومات حاضر و.

په کابل کې د امریکا سفارت د دې راپور په اړه له څه ویلو ډډه وکړه.

د طالبانو د شورا یوه غړي ګارډین ته ویلي چې د دوی لومړۍ غونډه، چې د سپټمبر د میاشتې په لومړیو کې وشوه، مثبته او په بې جنجاله فضا کې وه. په دې غونډه کې ملا عبدالمنان اخوند د افغانستان د ملي امنیت له رييس محمد معصوم ستانکزي سره مخامخ ناست و.

دوهمه غونډه د اکتوبر په لومړیو کې له دې سره سره وشوه چې د طالبانو او حکومتي ځواکونو ترمنځ جګړې زور اخیستی و.

ګارډین وايي، د افغانستان د حکومت یوه چارواکي هم تایید کړه چې ستانکزی په وروستیو کې لږترلږه یو ځل قطر ته تللی دی.

خو د ولسمشر غني ویندوی او د سولې د شورا غړي محمد اسماعیل قاسمیار په دې اړه بې خبرې وښوده.

د کوټې د شورا غړي وویل چې په غونډه کې د امریکايي استازي ګډون د غونډې دایریدا ممکنه کړه.

د ده اشاره دې ته وه چې د کابل حکومت اختیار نه لري نو باید د سولې خبرې له امریکایانو سره وشي او یا هغوی په خبرو کې شامل وي.

د کوټې د شورا دغه غړي همداراز وویل«طالبان باور لري چې له دواړو، د امریکا او د افغانستان له حکومت سره لانجه لري. که دا درې خواوې ابتدایي خبرې وکړي د نور مثبت پرمختګ لپاره اساس جوړېدای شي.»

ده وویل، ملا اخوند په ځانګړي ډول د دې لپاره چې د دغو خبرو پر اهمیت تاکید شوی وي، د طالبانو د مشرتابه شورا له لوري دوحې ته واستول شو.

«د ده ګډون د خبرو اهمیت نور هم زیات کړ او ويې ښودله چې دواړه هم پوځي او هم سیاسي طالبان سره یو لاس دي.»

د طالبانو په منخ کې له ډېره وخته د سولې د خبرو پر سر اختلاف دی.

تېره میاشت د طالبانو د سیاسي کمیسیون پخواني مشر ملا معتصم اغا جان وویل چې د کوټې شورا اکثرو غړیو د سولې د خبرو له پیلېدو سره موافقه کړې او ځینو له ده څخه غوښتي چې د کابل او طالبانو د خبرو لپاره منځګړتوب وکړي.

2 thoughts on “ګارډین: طالبانو د افغانستان له حکومت سره مخامخ خبرې پیل کړي”
  1. هغه څوک چې د جنګ لپاره دا تیر ۱۵ کاله مالي امکانات برابروي او جنګ یې په خپل لاس دې هیواد ته راوړ هغه کله سوله غواړي. بیا زمونږ ګوډاګی ریس جمهور او د هغه سره په مادیاتو کې شریک میرنی ورور یې چې د نورو د مرامونو لپاره افغانان قرباني کوي او د خلکو په سترګو کې خاورې اچوي هغه کله سوله غواړي. دا جنګ هم پردی دی او زمونږ مشران هم پردي دي. یواځې خدای کولی شي چې مونږ ددې مشرانو او جنګونو وژغوري.

  2. باساس نوشته روزنامه گاردین که بعد از مذاکرات مستقیم بین دولت افغانستان وطالبان در منطقه مری پاکستان در سال ۲۰۱۵ صورت گرفت این اولین مذاکرات مستقیم صلح در ماه های سپتمبر و اکتوبر ۲۰۱۶ در حالیکه هیچ نماینده از دولت خاین پاکستان در ان اشتراک نداشت بین نمایندگاه شورای کویته طالبان و حکومت افغانستان در حال موجودیت یک دپلومات امریکایی و ستانکزی رییس امنیت ملی افغانستان صورت گرفت واقعا یک خنر خوب وامید وار کننده میباشد که معلوم میشود اکنون طالبان درک

    نموده اند که مسایل افغانستان ازراه جنگ نه بلکه از طریق مسالمت امیز حل وفصل گردد اکنون وظیف دولت افغانستان است که از هوشیاری زیاد کار گرفته وبرای اینکه دست اورد چهارده سال گذشته وقانونون اساسی افغانستان بطور کل حفظ شده باشد بصورت صادقانه با طالبان مذاکرات صلح را دوام بدهد تا از یکطرف دست پاکستان از مداخله در امور داخلی افغانستان کوتاه گردد واز جانب دیگر صلح وامنیت ابرومندانه در افغانستان برقرار وطالبان نیز با قبول قانون اساسی افغانستان و قطع جنگ وخونریزی مانند یکه با حزب اسلامی قرارداد صلح امضا گردید با طالبان نیز صلح نموده و مردم را ازین همه بدبختی ها نجات بدهند .

ځواب ورکول سلیمان ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *