مهاتما ګاندي (ګاندهي) په انګلستان کې مدافع وکیل و، کله چې به هم هند د بد حالت سره مخ شو نو دی به سمدستي هند ته لاړ او د ولس د ستونزو په مقابل کې به ودريد څو مبارزه وکړي او ستونزې يې ورحل کړي. ولسمشر اشرف غني هم په امريکا کې ښه، ښايسته او ارامه ژوند درلود. پوهنتون کې استاد و، ټولو ورته ډير احترام درلود مګر د هېواد کړکيچنو حالاتو، د ولس ځور او تنګسو هم مجبوره کړ چې امریکا پريږدي او خپل هېواد ته راشي څو چې څومره يې وس کيږي خدمت وکړي او د دې ملت د درد دوا وګرځي.اشرف غني راغی، راتګ سره سم يې د ملي پيوستون طرحه جوړه او په ټول افغانستان کې يې عملي کړه دا د ملي پيوستون برکت دی چې ډېر سړکونه، ښوونځي، روغتونونه جوړ او په کلیو کې د پاکو اوبو راويستو لپاره کوهیان اوباسلي دی.
ګاندي به په ۲۴ ساعتو کې ۲۰ ساعته کار کاوه تر څو هند په خپلو خپو ودريږي او کله هم نورو ته محتاجه پاتې نه شي که هغه هر ډګر و، سياست و که اقتصاد او که…، زمونږه ولمشر اشرف غني هم ۱۸ ساعته کار کوي، په لاس کې یې همیشه د افغانستان نقشه وي، پلانونه او طرحي ورته جوړوي، تل په دې هڅه کې وي چې چې د ارګ او د جومات د منبر ترمنځ فاصله ختمه کړي، اقتصاد یوه لاس ته راوړنه خو تاسو ټولو ته مالومه ده چې په شپږو میاشتو کې زموږ ملي خزانې ته ۳۰ ٪ چې په حساب ۴۶ ملیارده افغانی اضافه شوې. د ايران د کلتوريز يرغل په خاطر يې يو کار دا و چې خپل وزیر يې جهاني صیب وټاکه. هغه د ټول افغانستان او په خاصه توګه افغاني کلتور د ژوندي ساتلو د پار وړ شخصیت دی که پوه شی نو يو وجه يې دا هم ده چې د ولسمشر اشرف غني د راتګ سره ايران له موږ سره دومره ښی اړیکی نه ساتي.
ګاندي به خپلو مبارزینو او د هند د ولس نه هر ځل همدا غوښتنه کوله چې که غواړی چې خپل هېواد مو په خپلو خپو ودريږي نو خپل تولید نه استفاده وکړی او په هېواد کې د هر ډول اړتيا لپاره خپله کار وکړی، اړتياوې مو خپل پوره کړی. که وګورو نو په دی تیرو شبږو میاشتو کې ولمشر اشرف غني هم څو څو ځل خپل هیواد والو کارخانو ته تللی له نېژدې يې ليدلي او د ټولو هیوادوالو څخه يې همدغه غوښتنه کړې ده چې خپل تولید وکاروی. او هميش يې همدا هڅه کړې چې خپل تجاران وهڅوي چې همدلته دې سرمایه ګذاري وکړي تر څو زمونږ هېواد خپل توليد پيدا کړي.
. ګاندهي چې کله د انګلستان نه خپل وطن ته راتلو نو خپله لوکسه دریشي، نیکټايي يې هملته انګلیستان کې پريښوده او ځان یې د خپل ولس سره جوړاو برابر کړ ځکه نه یې غوښتل چې زه دی د ولس نه بهتر مالوم شم. همدغسې ولسمشر اشرف غني هم داخل د افغانستان کې افغانی لباس اچوي هغه لباس کوم باندې چې افغانان پېژندل کیږي، همدا خو ده د يو ښه رهبر نښه چې ځان د ولس سره جوړ او برابر کړي.
هر رهبر سره چې د خپل غریب او بې وزله ولس غم وي او همیشه یې د خیر د پاره سوچ او فکر وي هغه د وجود نه کمزوري وي نو تاسو پخپله قضاوت کولی شې چې ولشمر اشرف غني او د مهاتما ګاندي وجود نه قوي دي او که کمزوري. خو بیا خو د خپل کمزوري وجود تر څنګ هغوي غلي نه کیني او خپل وطن د پاره ولس خوبونو د رښتیا کولو په هڅه کې وي.
ولسمشرهم او ډیره سخته مبارزه شروع کړې، ټول فاسدین تری ویریږي، ورځ یې هم پری شپه کړی ده. دلته نو اوس د مافیا کړی دي، د قدرت وږي راغونډ شوي، غله دي او ټوبکسالارن دي چې د ولسمشر د کار په مخ کې خنډ جوړوي، مطبوعات هم د دوي دي هيڅکله نه غواړي چې ولس دې د پرمختګ نه خبر شی همدا وجه ده چې هر خوا ولسمشر بدنامولو هڅی روانی دي حتا زیاتره لیکوالان چې ده پسې بد رد وايي دوي ته هم همدا دنده ورکول شوې ده، د دوي هدف همدا دی چې ولسمشر حکومت ناکامه ثابت کړي او بیا لویه جرګه جوړه کړي تر څو بيا پخوانی ولسمشر منتخب شي تر څو د قدرت واګي بيا دوي زورورو ته لاس ورشي. دوي دا نشي زغملی چې نوې تعلیم یافته ځوانان دې واليان او وزیران شي چې نه يې د چا په وژلو کې لاس رنګ وي او نه يې کورنی کومه جنګي کورنی پاتې شوي وي…
که چيرته د افغانستان ملت د غني په مقابل کې د دښمنانو، غلو او د ټوپکسالارانو ورسره د ځينيو مطبوعاتو د دسيسو ښکار نه شي، ونه غوليږي او د ولسمشر ملاتړ وکړي د هغه مبارزينو به څېر چا چې ګاندهي سر ه د هند په خاطر مبارزه کوله نو لرې نه ده چې مونږ به هم يو کاميابه ملت ووسو، ارام او خوشاله ژوند به ولرو.
محترم ورورزهير صاحب ستاسو ددی ريښتيی او پر حق ليکنی څخه يوه نړی مننه، باور وکړی چی دادوه درورځی کيږی چی دا سوچ رالويدلی وه( چی دا مطلب تاسووليکه اوزما پری سترګی ولګيدی) چی محترم ريس جمورغنی دمروحوم ګاندی څخه څه کم دی ؟ نه هغه هيڅ کمبودی نه لری کمبودی په موږ خلکوکی دی چی دښه اوبد توپير نشو کولای ،بايد دغنی په وړاندی زموږ وطنداران دعقل اومنطق څخه کار واخلی تر څو ددښمنانو ښکار نشی . که په ريښتينی څوک غواړی چی وطن يي اباد شی نو دغنی ملاتړدی وکړی اود غلو په وړاندی دی ټينګه مبارزه وکړی نورپرينږدو چی زموږ ددی مظلوم ملت حق توپک سالاران وخوری فقط ددی څخه دخلاسون يوه لاره لرو هغه دمحترم جمهورريس دپروګرامونو څخه ملاتړ دی اوبس ،که داکار موونکړ نوبيابه يي ډيرافسوس اوارمان وکړواو وخت به له وخته تيروی. نو راځی چی دوطن دابادولو لپاره مټی رابډ وهو. ژوندی دوی خلک ، کامياب دوی زموږ وياړلی جمهورريس محمد اشرف غنی.
د لیکو نکي اصلي مو خه د جهاني لوړول دۍ،نه دګاندي سره د غني پر تله
دیره مننه گرانه لیکوال صیب د دی هر ارخیز معلوماتو نه مو ان شاء الله که خدای غوشتل نو زمونگ هیواد به هم په نیژدی راتلونکی کی د هندوستان نه کم نه وی خو شرط دا چی د غنی غوندی رهبر ملاتر وکرو او پری ندو چی سوک یی سپکاوی وکری. نو زما نظر دا دی چی داسی یو گروپ د زوانانو جور شی چی اوس د غنی ملاتر وکری لکه سنگه یی چی په انتخاباتو کی کری و.
سلام جالب بحث
خو گاندى په جنوبي افريقى كى وه او گاندی د عدم تشدد فلسفه وه
جناب اشرف غنى مسلمان اوبل عصر
خير
جناب اشرف غني په عالم اسباب كى زمونز اميد اما د افغانستان مكار دشمن د پاکستان سابلشمنت مونز پہ ارام نه پريزدي.
پاکستان پہ حان منكى او ارام افغانستان نشي ليدلاى . فشار زياد او د امنيتي روستى تفاهمنامه مونز نا اميدى طرف ته وري.
د ليوه او خرگوش قصه ده. ليوه چی خرگوش مخى ته كري او خورل يى غواري، حه فكر كوى كوم يو به زياد زحمت او منده كوي؟
جواب: خرگوش.
سوال: ولى؟
جواب: د خرگوش د زوند سوال او د ليوه د سهار دودى خبر ده.
نود پاکستان د موجوديت خبر ده كه افغانستان قوي او په خان متكي شو.
د هغه وخت انگلیس د اوسنی پاکستان نه ظالم نه وه د هماغه خرگوش د قصى په منطق او دا د جناب غني او گاندي بل تفاوت دى.
اوبله داچى گاندي زمونز د وطن او سيمى كلمه ده او هغه زمونز په فرهنگ افتخار كاوه. (گاندي =فارسي زبه كى د اولادونو پلار) اما اوس مونز هغوى ته محتاج شكارو.
الله دى خير كري دسايس او فتنى زيادى دي او غني ورته فقير او بيكسه دى.
داسى فرصت افغانانو او افغانستان ته په تاريخ كى نه دى راغلاى چى اكادميك او علمي شخصيت دى د چارو واگى په افغانستان كى پہ لاس کى ونيسي او دا فرصت نبايد دلاسه لار شي . خو غني فقير او تنها دى او فتنى ديرى او د قاقستان سره امنيتى
ترون زما دا تشويش نور هم دوچندان شو. غنى
ى
جناب غتي با درده هوشيار او تعليم يافته اشخاصو ته ارتيالري. داسى اشخاص د افغانستان اوسني حاكميت كى كار امتياز نه بلكى قرباني بولي نو دا خاكميت دى چی صادق او متعهد انسانان چى تعداد شه زياد دى را پیدا او تماس ورسره ونيسو او په كار وگماري هغه صالح عناصر افغانستان كى د كار لپارہ د چا منت او زاري نه قبوله او نه به دا كار وكري دا حاكميت دى چی هغوى ته فرصت وركري.
دولتى سيستم او حكومت دارى كى ستر نواقص شته او سيستم درست نه دى او مار دير متمركز او دكليد سازى پر حاى انفرادي قفلونه خلاصيزي او دا خطا مار دى خبرى ديرى ….
الله تعالى دى خير كوي.
مننه
واقعا همداسې ده
هغه متل دی چې پیشو به زه جوړه کړم میاو به څوک وکړي ملی پیوستون سرکونه او ښونځي جوړ کړه مصرف یې وکړ خو یو ورځ مو ترې ګټه وانخسته که یوازې جوړولو شي نو زه موږ هم ډیر ښوونځي جوړ کړه ساتنه یې مهمه ده فکر ورکول مهم دي امنیت مهم هماغه خبره شوه هندو ستړی خدای ناراضه ګاندي او غني کې ډیر فرق شته هیڅ کله یو شخص د بل شخص سره مه پرتله کوه هیڅ څوک د چا ځای نشي نیولی او بل په یو ګل نه پسرلی کیږي غني ښه پوه، وړ شخص دی خو چې کله یې حکومت دوه سری شو بیا تري تمه نشو کولای بیلګې یې تاسو ګورئ چې د ده خبره او فرمان ردیږي او دا د یو مشر لپاره مرګ دی چې فرمان صادر کړي ولس هم پرې خوښ وي خو له ده ټیټ مقام یې بیرته رد وي
درنښت
جاوید افتاب صاحب ستاسو نظر هم دمنلو وړدی خو تاسو په دغه ځای کې غلط سوي یاست چه دجناب غني سره موپه یوه ګل نه پسرلی کیږي متل استعمال کړي افتاب صاحب په موږ کې دشیطان ځینو عدتونو خورا پاخ ځای نیولې دی ځکه په پښتو کي یو متل دی وایي اجله کول د شیطان کار دی نو ځکه همیشه موږ داوایو که یي ورانوي هم دي یي ژر راورانه کړې که یي ودانوي هم دي یي ژر راودانه کړې ولې چي موږ له ځانه د تماشې ننداره چیان جوړ کړي دي خو دامو هیر کړې وې که ښه وي یا بد زغم به یي موږ او تاسو کوو او بل موږ تاسو هغه خوار افغانان یو چه ستره هستې امان الله خان مو هم بې له بد ویلو پرینښود نو موږته پکار ده چه جناب غني صاحب ته وخت ورکړو اوس هم دغني صاحب ډیر تر ډیره یو یا یو نیم کال خوبه یي کیږي تقریباً تاسو وګورې په دیارلسو کلونو کې زموږ په لویو دوښمنانو همسایګانو کې یعنې ایران کې زموږ یو افغان هم دا اجازه نه درلوده چه مکتب ته لاړسې خواوس په دي لنډ وخت کې د جناب غني صاحب له برکته به افغانان مکتب ته به تللای سې انشاالله او بل په دیارلسو کلونو کې هغسې شنو بې سوادانو چټلو داسې چټلې ورته جوړه کړې ده چې جناب غني صاحب به دچټلې دپاکولو سره سره به دا شنه چټل به هم ورسره پاکوي چه اوس هم تر ټولو غټې شنې علني چټلې د جناب غني صاحب تر څنګ غټه چوکۍ نیلې ده که یي وګورو معمولې چټلې نه ده داهم زموږ دوښمنانو یو جاوسوس دی ددغې غټې چټلې که دپښو دعقل له خوا نظر ونه درلود باداران خو شاته شته دي یوه مردارې نه یوه مرداې به په دماغ کې وراچوي دافغانستان دخرابولو لپاره او بل په کورو کې که لا وګورو په یو عادی ژوند کې دکور دوښمن هڅه کوي چه کمزوره او بې عقل راټینګ کړې ترڅو خپلو اهدافو ته په ورسیږې نو داخو ډیرې غټې کیسې دي اوبله خبره داچې هټلریوه ډیره په زړه پورې خبره کړې هغه داچې یو چا دهټلر څخه پوښتنه وکړه چې تا په ژوند کې ترټولو سپک او بدترینه خلګ لیدلې دي هټلر په جواب کې ورته وویل هو ترټولو هغه کم ظرفه اوسپک انسانان وه چې زما سره یي دخپل هیواد په اشغالولو کې مرسته کړې ده نو دغسې شنه خاینان اووطن خرڅوونکې په جناب غني صاحب راټول دي چې ددغو شنو خاینانو په منځ کې افغانستان په څوبرخو ویشل سوی دی ځینې شنه یي پرپاکستان خرڅوي ځینې شنه پر ایران خرڅوي او ځینې شنه یي بیا پر امریکا خرڅوي نو ددغسې شنو خاینانو په منځ کې موږ باید پریمانه وخت ورکړو دکامیابې دعاء دالله تعالی څخه ورته وغواړو په تمامه معنی یي ملاتړ وکړو ځکه ځینې وخت زموږ داډیرې منفې لیکنې هم خرابه اغیزه لرې له دغسې لیکنو لاس باید واخلو اوبل داچې که ډرامه وي یا کوم بل څه اوس خو دي دامریکا نوې خطاایستونکې غولونکې داعش چې خپله یي جوړکړې دي اوخپله امریکا تاوده تاوده بحثونه پرې کوي او خپلې جوړې سوې داعشې ډرامې ته دنړۍ مخ ته جدي کنفرانسونه جوړوي بیا یي هم تکراره وم داعش دامریکا یوه نوې ډرامه ده خواوس مجبوره یو چې دامریکا ددغې ډرامې سره جناب غني صاحب په کلکه مبارزه کوي نوموږته پکار ده چې په یوه ګل نه پسرلی کیږې متل روړلو پر ځای کلکه همکارې وښوو او مظبوط ملاتړ