تاند- د امریکا کانګریس وايي، هر کله چې پاکستان د حقاني شبکې پر ضد اقدام وکړ نو پاکستان ته به د امریکا ۷۰۰ ملیون ډالره مرسته تصویب کړي.

له دغو پیسو ۳۵۰ ملیون ډالره د نړیوال ايتلاف له بسپنې پاکستان ته ورکول کېږي. له دې بسپنې څخه په تېرو کلونو کې پاکستان هر کال ۱۰۰۰ ملیون ډالره ترلاسه کړي دي.

تر دې وړاندې د سږ کال په جولای کې د متحدو ایالتونو دفاع وزیر جېمز ماتیس د خپل هیواد کانګریس ته وویل، پاکستان په ۲۰۱۶ کال د حقاني شبکې پر ضد په اغېزمن ډول اقدام ونه کړ؛ له همدې کبله دغه هیواد ته ۳۵۰ ملیون ډالره مالي مرسته، چې له تروریرم سره د مبارزې لپاره ورکول کېده، نه ورکوي.

ټاکل شوې وه چې امریکا په ۲۰۱۶ م کال پاکستان ته ۹۰۰ ملیون ډالره مرسته ورکړي. د دغو پیسو ۵۵۰ ملیونه پاکستان ترلاسه کړي او ۳۵۰ یې پاتې وې.

په افغانستان کې د ولسمشر غني د حکومت له واک ته رسېدو وروسته د پاکستان په وړاندې د امریکا په دریځ کې د پام وړ بدلون راغلی دی. تر دې وړاندې امریکا د پاکستان له لوري په افغانستان کې د ترهګرو د ملاتړ موضوع ته اهمیت نه ورکاوه.

امریکا له ۲۰۰۲ څخه تراوسه پورې پاکستان ته شاوخوا ۱۵ ملیارد ډالره مرسته ورکړې ده. ځینې راپورونه وايي چې امریکا تر ۳۰ ملیارد زیاته مرسته پاکستان ته ورکړې ده.

د امریکا حکومت تېره میاشت پاکستان ته د ۲۰ تروریستي ډلو او ۷۵ طالب مشرانو لیست وسپاره.

3 thoughts on “ګانګریس، که پاکستان حقاني شبکه وځپله ۷۰۰ ملیون ډالره مرسته به تصویب کړي”
  1. دا خو د حیرانتیا خبره ده چې اوس امریکا د پاکستان نه د ډالرو په مقابل کې همکاري غواړي. وحشي طالبان او حقانیانو ته به اوس د خپل بادار معلومات وشي چې دا کرایي ټټوان اخلي او که ډالر. امریکا هم هسې رشخند وهي ولې پاکستان ته ۷۰۰ ملیونه ډالر ورکوي چې د حقاني شبکې خلاف اقدام وکړي. که امریکا غواړي خپلې پيسې بچت کړي نو باید د یو څو ډرونو څخه استفاده وکړي، هم به ددوی پسې ضایع نه شي او هم به افغانان ددې کثیفې شبکې څخه دتل لپاره خلاص کړي.

  2. چې د ډالرو موضوع پکې رامنځته شوه پاکستان به په ژوند حقاني شبکه خوندي نکړي، ځکه چې دا ورته د لنګې غوا حیثیت لري.

  3. د پاکستان لپاره طلایي چانس ، حقاني به و ځپي ۷۰۰ میلونه ډالر به تر لاسه کړي او څلور نور حقاني ماننده به پرې و زیږوي . ځکه چې اول د افغان ژوند او مرګ هغوی ته هیڅ ارزښت نه لري حقاني نه او څو حقانیان ! دوهم داچې په پاکستان کې بې سره او بې بره افغانان ډیر د پاکستان په جیلونو کې پراته دي له هغوي څخه ددې پیسو د څلورمې برخې په مصرف نورې وطن دښمنه ډلې روزلای شي هسي هم په پاکستان کې میشت افغانان اکثریت د هغوی په لياړو لانده دي او د خپل وطن ورانولو ته ډیر ژر زړه ښه کوې خصوصاً چې بیا پنجابی ملا د جهاد فتوا هم په غوږ کې ور پو کړي

ځواب ورکول سلیملن ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *