په پښتو کې شاتو یا شهدو ته ګبین وايي.

مچۍ او غلوزې دواړه دغه ژوي ته کارېږي چې ګبین جوړوي. د مچۍ مفرد او جمع حالت یو دی. خو ارتباطي فاعلي یا مغایره حالت کې مچیو هم راځي: لکه په توت ونه کې د مچیو ټمبکه ده.

خو غلوزه یوه او غلوزې جمع. غلوزو هم فاعلي، مفعولي او مغایره حالتونه دي.

مګر د غلوزو پر ځای مچۍ ډېر دود ویی دی.

کوچنیو او غرنیو مچیو ته ځینې خلک مچکۍ هم وايي.

بل پکار نه ده ووایو (د ګبینو مچۍ) ځکه مچۍ یواځې ګبین جوړوي بل شي ته مچۍ نه ویل کېږي او هغه چې چیچل کوي او نېښ لري غومبسه، غوبمسې، بمبره، بمبرې، غوبس، غوبسان، غومبر، غوبران، ډزا غومبر او ډزا غومبران ورته وایو.

که دري یا پارسي کې زنبور عسل وايي، هغوی د مچیو او غومبسو لپاره یوه کلیمه لري، موږ خو شکر دی ډېرې ويي ورته لرو.

ګبین ته هم ځینې خلک ګبینه وايي.

د ګبین، ګبینه او ګبینو په څېر درې ډوله کارېدنګ لري. ګبین هم (ګه بین) د زرین ( زه رین) په وزن دی.

لکه ګبین (ګبینه) مې راوړه، ګبینه ښه شی دي، پر ګبین یا ګبینو یې خوله ور خوږه کړه او خپله یې کړه.

مچۍ یا غلوزې چې په سمڅو، غارونو یا ونو کې ځاله کړې وي او پکې اوسي هغې ځالې ته په پښتو کې ټمبکه وايي، (ټم به که) د څپلکه (څپ له که) په وزن او تول.

د ټمبکه جمع ټمبکې په ارتباطي او اوښتي پېر کې ټمبکو ویل کېږي، که جمع وي یا مفرد.

هغه مومیايي جال چې مچۍ پکې ګبین کوي هغې ته پیاڅه وايي.

موږ د خلکو له خوا ساتل شویو مچیو ته چې صندوکانو کې وي د مچیو صندوکان نه بلکې ټمبکې وایو.

مثلاً وایو د مچیو لس ټمبکې اېښي دي، لس صندوکان نه وايو. ناور لس ټمبلکې مچۍ لري.

مچۍ والا ته هم مچۍ روزونکي نه وایو مچۍ وال او مچۍ والا ورته وایو.

ګبین ډېره دود کلیمه ده، کله کله پښتانه رسنوال د ګبین، ګبینو او ګبینه پر ځای شات، شاتو یا شهد او شهدو کلیمه کاروي.

زما په نظر ګبین غوره دی.

ګبین کلیمه ډېره پخوانۍ او په پښتو متلونو او اوسنیو او پخوانیو شعرونو کې راغلې ده.

یو پښتو متل دی (یږه مړه شوه ګبین تروه شوه).

نه پوهېږم د کوم شاعر هستونه ده خو سردار علي ټکر سندره کړی دی وايي.

زړه چې مین شي نه په تور او نه په سپین دی

یار مې داسې خوږ لکه ګبین دی.

یو بل شاعر وايي.

یو خوا د کوچو په شان سپین دی جانان

 بل خواته خوږ لکه ګبین دی جانان

بل شعر

په ترخه ترخه ژوندون کې راپیداسي
ستا ګبین ګبین یادونه ماښام یوسي

بل هم

ګبین ګبین ده ګلورینه ګلالۍ ژبه ده
لکه د مور راباندې ګرانه مورنۍ ژبه ده

6 thoughts on “ګبین ته شات ویل پکار نه دي/ غزا نور”
  1. ښاغلی هاشم په لیکنه کې ما یاده کړې چې مچۍ یوازې هغو ته وايي، چې ګبین کوي

    هغه چې چیچل کوي مچۍ نه دي، په څو ډوله دي او څو نومونه ورته راغلي دي
    غومبسه، بمبره، غوبس، غومبر، ډزا غومبر
    ممکن له دې ډولونو او نومونو په یوه کې راشي.

  2. سلامونه،
    غزا نور صاب، ډیر خواږهء ویي او خوژې غوڼډلې دې د ګبین او مچیو په باب څرګندې کړي ، خدای دې خوله خوږه لره.
    زه د پیاڅه کلمې ته لږ چورت ویوړم!. :
    یو خو پیغلې یا میرمنې چې ویښتان کوڅۍ کوي ،بیا ځينې په مینځ کښې پیاڅهء بیلوي!
    بل د پرتاګهء لاندنۍ برخې ته هم پایڅه یا پیاڅه؟ ویل کیژي ..
    په دې برخه کې مو لږه توضیح غواړم. مڼنه.
    او ګبینه ته په عربي کې عسل او مچۍ ته نحل کلمات په کریم قرآن کې راغلي دي . په درنښت.

  3. ښاغلی ډېرې کلیمې لرو چې په لیکلو کې یو شان خو په وینګ یا تلفظ کې سره توپیرېږي.
    په پیاڅه او پایڅه کې زورکۍ واله ه ده لکه نیکه پسه او نور خو.
    په پیاڅه کې څرګنده ه ده لکه ښځه ورکه او داسې نور

ځواب ورکول غزا نور ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *