سناتور ګراهام

تاند- د امریکا د جمهوریپال ګوند جګپوړي سناتور لیندسي ګراهام خبرداری ورکړ چې که د افغان امنیتي ځواکونو او امریکايي پوځیانو پوځي ظرفیتونه زیات او غښتلي نه شي، واشنګټن به په افغانستان کې تر عراق بد حالت تجربه کړي.

سناتور ګراهام- چې د افغانستان په اړه له سناتور جان مکین سره ورته نظر لري- وویل، په افغانستان کې جنګي وضعیت ته د نه پاملرنې د دوام په صورت کې به امریکا تر هغه څه له بد حالت سره مخامخ شي چې په عراق کې شو.

ګراهام، چې په وروستیو کې د یوه پلاوي په مشرۍ افغانستان او پاکستان ته تللی و، خبرداری ورکوي چې افغانستان د نړیوال تروریزم د ودې پر مرکز بدل شوی او حتي د داعش تروریستي ډله هم په دغه هیواد کې د حضور هلې ځلې کوي.

تر دې وړاندې د امریکا د سنا جرګې د پوځپ خدماتو د جرګه ګۍ ريیس جان مکین ویلي و چې ټرمپ باید د افغانستان پر سر په خپل ټیم کې اختلافات کم کړي او ژر تر ژره په افغانستان کې خپله جنګي ستراتیژي جوړه کړي.

د مکین د څرګندونو په ځواب کې د سپینې ماڼۍ ویندوی هیتر نایورت وویل، د ټرمپ حکومت په افغانستان کې روانو حالاتو ته اهمیت ورکوي او دې هیواد ته د امریکا د حکومت بشپړ پام دی.

نورو امریکايي چارواکو هم ویلي چې د افغانستان په اړه د ټرمپ د حکومت د ستراتیژۍ د ځنډېدو علت دا دی چې افغانستان د امریکا لپاره زیات اهمیت لري.

ویل کېږي چې د ټرمپ د ملي امنیت په اداره کې د افغانستان په ستراتیژۍ کې پر دې ټکي اختلاف دی چې ایا دغه هیواد ته نور ځواکونه واستول شي او ایا د جګړې چارې خصوصي امنیتي کمپنیو ته وسپارل شي او که ونه سپارل شي.

په عین حال کې د ټرمپ نژدې سلاکاران وايي چې له پاکستان سره، چې د دوی په وینا د افغانستان د جګړې اصلي مسبب دی، څه ډول چلند وشي.

One thought on “ګراهام: که افغانستان ته پام ونه شي، امریکا به تر عراق هم له بد حالت سره مخامخ شي”
  1. ښاغلی ګراهام ریښتیا وایې: امریکا او نړیوال که افغاستان بی وخت په نیمه لار پریږدي، افغانستان سره به دا ځل ټوله سیمه او نړۍ نا ارامه شي…. خو نړیوال به هیڅکله دومره لویه تیروتنه ونه کړي

ځواب ورکول Shamshad Zadran ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *