فهیم او مسعود

تاند- د ګزارش نامه افغانستان په نامه خپرونه لیکي، چې د شمال ټلوالې وژل شوي قوماندان احمدشاه مسعود د خپل ژوند په وروستیو میاشتو کې له یونس قانوني، قسیم فهیم او معلم نعیم څخه کرکه کوله او هغوی یې له ځان نه لیرې کړي ول.

د رزاق مامون په مدیریت خپرېدونکې دغه خپرونه زیاتوي، چې احمدشاه مسعود په دې هکله خپل یادښتونه او دلایل په تاریخي ترتیب سره لیکلي چې اوس د هغه ورور احمد ولي مسعود سره خوندي دي.‌

دغه خپرونه لیکي، چې احمدشاه مسعود د یونس قانوني په هکله ویل چې هغه جاسوس دی، او قسیم فهیم بیا احمدشاه مسعود ته د «خرکوس» خطاب کاوه.‌

د ګزارش نامه افغانستان په راپور کې راغلي، چې فهیم په جرمني کې د مخدرو موادو یو شمېر شبکو سره ارتباط جوړ کړی وو او د نشه ییزو توکو سوداګري یې کوله.

خپرونه زیاتوي، چې قسیم فهیم همدارنګه په مسکو کې په خپل سر افغانۍ چاپولې.

له دې تازه راڅرګندو شویو معلوماتو څخه تحلیلګران دا اخیستنه کوي چې د شمال ټلوالې او په تېره بیا د مسعود په چاپېر د نظار شورا د نژدې حلقې د مشرانو په منځ کې ژور اختلافات موجود وو.

ویل کیږي، چې د نظار شورا پاتې شوني وخت په وخت د مسعود د قاتلینو د پیدا کولو او د هغه د وژلو د کیفیت د معلومولو د هڅې په نامه د افغانستان حکومت څخه پیسې راوباسي او په دې برخه کې یې څو ځلې کمېسیونونه هم تشکیل کړي دي، خو یو شمېر کارپوهان شک کوي چې ښایي د هغه نژدې ملګرو د هغه په وژنه کې لاس لرلی وي له دې امله یو له بل سره په زغرده همکاري نه کوي او د رسوایۍ مخه یې نیولې ده.‌

One thought on “ګزارش نامه افغانستان:‌ قسیم فهیم خپل مشر احمدشاه مسعود د «خرکوس» په نامه یاداوه”

ځواب ورکول Inayat mawlavizada ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *