د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي ډلې یوې سرچینې ویلي،چې ددغې ډلې استازو د راتلونکي ګډ دولت د جوړولو په اړه د بدلون او دوام او اصلاحاتو او همپالنې ټاکنیزو ټیمونو سره خبرې کړي.

دغې سرچینې دپاکستان ایکسپریس تربیون ورځپاڼې ته ویلي،چې دوی په راتلونکي حکومت کې ګډون ته لېواله دي او ترسره شوې خبرې د دغه ګډون د څرنګوالي په اړه وې.

د سوله ییز کیدو پرلور

ګلبدین حکمتیار د شوروي ځواکونو پروړاندې په جهاد کې د یوه ترټولو سرلاري او با نفوذه ګوند(حزب اسلامي)مشر دی،چې دی او رهبرۍ ته یې په جدیت سره ژمن خلک له لویه سره په توندې ایډیالوژۍ لرلو او جګړې ته پرزیاتې باورمندۍ تورن دي.

ښاغلی حکمتیار کیدای شي په معاصرو افغان سیاسي څېرو کې ترټولو هغه مخکښه څېره وي،چې د ژوند لویه برخه یې په سیاسي او پوځي مخالفت کې تېره شوې او له نوم اوریدو سره یې ډېرخلک د یوه توند سړي څېره ذهن ته راولي.

دا چې د ښاغلي حکمتیار دغه مخالفې موقف ګیرۍ څومره پرځای،یا بې ځایه،موثر یا نا موثر وې،جلا بحث دی،خو څه چې ټول ورباندې کیدای شي اتفاق ولري،د ده په ایډیالوژیکه رهبرۍ کې له نورو سیاسي او پوځي مشرانو څخه د ده جلا خاصیتونه دي.

دغه خاصیتونه سبب شوي،چې د ده ګوند پورې منسوب اشخاص،کورنۍ او دوستان یې نیږدې په لوی اکثریت سره د ده د هرډول ښو،ناښو پریکړو منونکي او په سرسخته ډول یې ملاتړي اوسي.

له دغه ملاتړ څخه ښاغلي حکمتیار په استفادې سره د څو لسیزو په ترڅ کې د خپلو اهدافو د پوره کیدو لپاره متشدده مبارزه وکړه.

تراوسه هم او په قومانده یې ځینې وسله والې ملاتړې کړۍ هغه ظاهراً په دې وجه چې بهرني ځواکونه دې په افغانستان کې نه وي،د دولت او بهرنیو ځواکونو خلاف په وسله واله جګړه کې برخه لري.

د ده په اړه اوس دا خبره مشهوره شوې،چې له غرونو نه راښکته کیږي،غر په افغانستان کې په عام ډول له تېرو څو لسیزوراهیسې د جګړې او مخالفت په یو سمبول بدل شوی،چې له خلکو او دولت څخه ناراضه ځینې کړۍ ورته پناه وړي او د خپل هدف لاسته راوړلو لپاره وسله واله مبارزه کوي.

Hikmatyarښاغلی حکمتیارد افغانستان په قوم ځپلي سیاسي بهیرکې د یوه پښتون رهبرپه توګه هم پېژندل کیږي،هغه قوم چې جګړه ګټونکی او سیاست بایلونکی قوم ورته وایي.

ددغې مشهورې شوې معقولې تطبیق که د افغانستان په اوسنیو شرایطوکې مطالعه شي،په ځانګړي ډول د واک د جوړښت او وېش له پلوه او بیا پکې د ښاغلي حکمتیار او د هغه د ګوند ونډه وکتل شي،معقوله ریښتیا ښکاري.

ښاغلی حکمتیار له ټولو هغو عملونو او نظریاتو سره یې چې د ولسواکۍ خلاف او تر یوې محدودې ایډیالوژۍ اړوند دي،مستحق دی چې په اوسنۍ بڼه په وېشل شوي واک کې د پام وړ برخه ولري.

ځکه هغه ته په منسوبو بشري سرغړونو او نورو تر نیوکو وړ عملونوکې د هغه ډېری شریکان او سیالان د ماضي اوحتی د ننني کرکټر له تصفیه کیدو پرته یې د ننني واک او سیاسي ډګر سرلارې او مهمې څېرې دي.

داسې ښکاري،چې ښاغلی حکمتیار د دغه وضعیت په لیدو سره او په ځانګړي ډول له دې کبله نور بدل او را نرم شوی وي،چې د توندو او احساساتي عملونو له کبله یې ورځ تربلې په سیاسي ډګر کې رنګ تتیدونکی او په یوه حذفیدونکي ادرس اوښتونکی دی.

ممکن له متشددو او پښېمانونکو تجربو څخه ده پخواني ځواکمن مشر دا درس اخیستی وي،چې باید په تدریجي ډول خپله توندي په نرمۍ واړوي.

په دې ترڅ کې له څو کلونو راهیسې له افغان دولت سره د سولې د خبرو تعقیب،په ولسمشریزو ټاکنوکې د قطب الدین هلال کاندیدول او نورې ګڼې بېلګې هغه څه دي،چې د حزب اسلامي حکمتیار د متشدد سیاست د نرمیدو نښې نښانې دي.

افغانانو،چې د وطن په استثنایي شرایطو کې یې ډېرې نورې په سختۍ زغمل کیدونکې څېرې زغملي او پریوه ټغریې د ډېرو پرونیو دښمنانو دوستي د خپل خیر په پال خوښه کړې،خامخا په راتلونکي دولت کې د حزب اسلامي حکمتیار د شراکت هرکلی او تایید کوي.

5 thoughts on “ګلبدین حکمتیار؛ د بدلیدونکي کرکټر په بڼه/ ارشاد رغاند”
  1. زه خو وایم چه ستاسی لیکوالان حقیقت نه وړاندی کوی، دغه حکمتیار صاب هفه وخت هم شفاف انتخابات غوشتل خو د غه د مسعود ډلی دا ورسره نه منل لکه اوس چه یی ځیل کړی دی.

  2. سیاست خپله یوه پيچلی ټولنیزه پدیده ده چی د عقل او پوهی او مهارت په وسیله د ټولنی واک ته رسیدل، د واک ساتل او یا ځان په سیاسی او دولتی واک کی شریکول یی نهایی هدف دی.
    پخوا به زمونږ مشرانو دی هدف ته یواځی له نظامی اړخه کتل چی ځینی یی بریالی و خو د واک ساتل او د یوی ټولنی رهبری کول بیا ځانته مهارت او وړتیا غواړی. تر ټولو مهمه باید پدی ساحه کی مسلکی کدرونه او پوهان ولرو تر څو د ستونزو د رامخته کیدو او د هغوی د حل توان ولرو. په یواځی سر د دومره لویو ستونزو حل کول په اوسنیو شرایطو کی ناممکن دی.
    د ښاغلی حکمتیار مخالف قطب لا پخوا دی اړخ ته فکر رسیده او د دوکتور نجیب الله د واکمنی په پای کی یی له ټولو هغو کسانو سره چی دوی ضرورت ورته درلود ، د روغی جوړی او سازش لار غوره کړه. نظامی او ملکی مسلکی کدرونه یی له ځانه سره وساتل او له هغوی نه یی نهایی ګټه واخیسته ترڅو چی اوس خپله څه ناڅه په سیاست کی پوهیږی. د هغوی ترمنځ پخوانی ښی او چپ اړخ ، کمونست او مجاهد ، ختیز او لویدیز طرفداره سیاسیون نور وجود نه لری او ټول په شورای نظار یا شمال ایتلاف یا اصلاحات او همګرایی کی مدغم شول، نوځکه اوس د نظام 75 سلنه واک د همدوی په لاس کی دی.
    متآسفانه زمونږ د ځینو سیاستوالو په ویناوو او لیکنو کی لاتر اوسه د ساړه جنګ سیاسی اصطلاحګانی لکه کمونست ، خلک او پرچم ، اخوان او … لا وجود لری چی دا شومی او بدمرغه پدیدی او د هغوی پیروی زمونږ د ټولنی د سلامتی او په سیاست کی د بریالیتوب خنډ ګرځیدلی دی.
    که زمونږ سیاست وال پدی ستونزو بریالی شول او یو بل یی تحمل کړ او د نورو له سیاسی او مسلکی مشورویی ګټه واخیسته نو د دوی د بریالیتوب ضمانت به یی حتمی وی.

  3. زه به تاسو ته د سوره مائده هغه لارښوونه دریاد کړم چې ویلي دي که څوک ناګناه د یوچا وینې یویې کړي لکه چې ټول بشر یې له منځه وړی وي. پردې بناء تاسو خپله قضاوت وکړی

  4. Dear all please at least think and consider if there were no Jihad from Hez Islami side: 1-What do you think still here in our country were possible for any one to be president of this country or were this country in hand of Russia like med Asian muslim countries’
    2-Now the freedom of this country is due to Mujahedeen ,that every body even Ghani want to be president due to the best activities of whom people’s they have done jihad . So they returned to this country and found the apportunity to be president of this country.
    3-If the Mujahideen people have not gone for Jihad ,so our country were part of Russia and what do you think about the Islam and Hejab of this muslim coutry women ……..to day.
    Right now every freedom ,ownership and righ best economic situaution in compare to last of the country is due to Mujihideen,Mr.writer ,your writing is due to the Mujahideen people,even you would not be allowed to write any thing,to do anything except Russian language ,Russian rulers,Russian culture.You seem like a child and you were not on that occasion /Russian in vasion.The country elections,freedom,ownership si all due to Mujahideen on top Hezb Islami of Afghanistan.every body shuold be thanksgiver first to ALLH j then TOHIA/Hekmatyar

  5. زما په اند داسی لیکني خو فایده نه کوی، بلکی د توان فیصدی یی هم ډیره زیاته ده. ددی لیکونو نور څه ضرورت شته چی یو سیاسی مخور کس دی ته اواداره شوی دی چی نور د سولی او د وطن د پرمختګ په خاطر جوړه وکړی، مګر تاسو بعضی لیکوالان راولاړیږی او د پیغور په شکل لیکنی پر کوي. زما خواهش دادی چی نور هر ورور لیکنه کوی نو باید لمړی یی د اسلام مبین دین او دوهم په خپله مقدسه خاوره کي سوله راوستل په نظر کی نیولي وی.

    په درناوي

ځواب ورکول Qaderi ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *