حکمتیار صاحب د افغانستان وضیعت داسې څاري ته به وایې چې په کابل کې ناست دی او هر څه د ده تر مخ تېرېږي. په تحلیلونو کې تر ځان پرته نور پر هر چا د ملامتۍ بارونه اچوي. حکمتیار هره ورځ په خلکو د مجاهدینو په نامه غږ کوي چې را پاڅئ، متحد شئ او حکومت را وپرځوئ. ښاغلی حکمتیار صاحب له تاسې څخه یو څو پوښتنې لرو هیله ده چې له ځان سره فکر پرې وکړې.

  • شا او خوا څلوېښت کاله وشول، چې د افغانستان غمیزه روانه ده، د کابل حکومت څو ځله د مختلفو فکري څپو ترمنځ تبادله شو او ته د دې ټولو صحنو شاهد وې. د هر چا تېروتنې او اشتباهات درته د آینې غوندې ښکارې آخر تا یو ځل خپل ګرېوانه سر ټیټ کړه او یوه ورځ مو له ځان سره حساب وکړئ، چې دافغانستان د یو مهم ګوند د مشر په توګه خو والله یو څو تېروتنې لرم! د دې غم ځپلي ولس پر وړاندې ستا وجدان تا ته څه حکم کوي.؟
  • که وایې چې تا هېڅ تېروتنه نه ده کړې نو بیا شورای نظار، نور مجاهدین، طالبان او کمونېستان هم مه ملامتوئ ځکه هغوی هم په [خپل فکر] هېڅ تېروتنه نه ده کړې! هغوی هم تا غوندې ځانونه سپېنې ملایکې بولي!
  • تاسې ټولو [کمونېستانو، مجاهدینو، طالبانو او دې حکومت] چې تېروتنه نه ده کړې نو دا ولس ولې دربدر او خاورې پر سر دی!؟
  • فرض کړه، د کابل په جګړو کې ټوله ملامتي د شورای نظار، حزب وحدت او نورو پرغاړه، آخر ته یوازې پنځه، یا څلور، یا دوه سلنه ملامت نه یې؟! که نیم فیصد هم ملامت وې تا ولې داسې وکړل!؟
  • دا دری لسیزې کیږي چې ته همدغه د جګړې په ژبه خبرې کوې، دغو جګړو یوه ورځ درته ونه ویل چې له دې جګړو څخه نه جوړېږي!؟ راشه دې خاورې او دې ځورېدلي ولس ته د خدمت کولو تګلاره بدله کړه!؟
  • کله طالبان د امرېکا اجنډا بولې او کله ملا عمر تر ټولو ښه قاید بولې، کله حکومت د خلقیانو او پرچمیانو بولې، ملي اردو ته د امریکایانو اجیران وايې آخر تاسې کومه پرښته یاست او دې خلکو ته مو څه وړاندې کړي، چې د بېلګې په توګه یې یاد کړې!؟
  • ملي اردو او ملي پولیس سرتېري [خاین دي، پوډریان دی، شرابیان دی او هر څه دی،] که ښه دي او که بد مګر بیا هم د دې ولس سرمایه ده، د دې ولس له خاورې، جومات، مکتب، کلینیک او پوهنتون څخه دفاع کوي، ته د دې خلکو لپاره څه شی لرې چې خلکو ته یې وښیې؟! تر اوسه دې له جګړو پرته مو ولس ته څه وړاندې کړي؟ د کومې کونډې او یتیم پر سر مو لاس را کش کړئ!!!
  • تاسې خو ځان هوښيار او عالم هم بولې، د ترکیې او ایران له موجوده حکومتونو او د عراق، مصر، لیبیا، تونس او سوریې له حالاتو څخه تا څه درس واخیست؟ د هغو مسلمانانو حالات تا نه ځوروي؟! د هغوی ترخه وضیعت تا ته یوه ورځ و نه ویل چې آخر د خپل وطن لپاره داسې لاره غوره کړه چې یو څه خدمت وکړی شې؟!.
  • تاسې چې په غرونو کې یاست، تاسې چې د ټوپک په شپېلۍ خبرې کوئ، تاسې چې ددې وطن لپاره هېڅ عملي پلان نه لرئ، ستا د حزب په نامه یاران چې تر ټولو غټ غله او داړه ماران دي نو بیا به خامخا غربي پلوه، شیعه پلوه، کمونستان او پرچمیان صحنې ته راځي.
  • حکمتیار صاحب، تاسې ددې هېواد تر ټولو ډېر بانفوذه ګوند درلود او تاسې یې محترم مشران وئ، پر تاسې زموږ سلګونه زره کونډو، یتیمانو او بېوزلانو زړونه تړلي وو، آخر تا ولې دا ولس ونه شوای ساتلی، آخر ته ولې ورک شوې او دا ولس مو همدغه امریکایي پلوه، پرچمیانو او کمونېستانو ته پرېښود. تاسې چې څو ځله ددې ولس هیلې په سېل لاهو کړې نور له دې ولسه څه غواړې!؟
  • حکمتیار صاحب په پای کې له تاسې څخه یوه هیله لرم هغه له خپلې څلوېښت جګړې څخه دا یو [درس] زده کړئ، چې دا ولس نور سوله غواړي، دا ولس نوره آرامي غواړي، دا ولس نور له جګړو څخه نفرت لري، ستاسې جګړو، د طالبانو جګړو او کورنیو جګړو ولس ته دا ثابته کړه، چې دا جګړې د اسلام او ددې هېواد د دفاع لپاره نه بلکې یا د ګاونډیو او نورو هېوادونو د استخباراتو د پلان مطابق څرخېږي او پایله یې ددې هېواد او ولس تباهي ده او بس.
  • له تاسې چې پوره نه شوه! پرېږده چې دا ولس له خپلې بېوسۍ، بېوزلۍ، سادګۍ او کم علمۍ سره سره د ګاونډیانو او نړیوالو استخباراتو توطئو په ګرداب کې لاس او پښې ووهي، د ډېر څه په بدل کې خو کوندې لږ څه ترلاسه کړي. خو تاسې [حکمتیا او ملاعمر] په خپل اوسني کار سره هېڅکله دې بېوزله ولس ته خیر نه شی راوړلی.
11 thoughts on “ګلبدین حکمتیار ته/ محمد هلال سمسور”
  1. حکمتیار صاحب چی هرتحلیل کړی هغه یی د ولس او وطن لپاره کړۍ او دا دوخت په تیریدا سره ټولو ته ثابته شوی چی کوم تحلیل یی د ولس په تاوان نه ده ثابت شوی تاسی خبری د صلحی کوی خو په عمل کی ورته هیڅ پروګرام نه لرۍ د حزب اسلامی شرایط د صلحی په اړه داسی شرایط دی چی امریکا ته هم د منلو وړ دی افغان حکومت خو پریږده د حزب اسلامی افغانستان اول او آخر شرط د امریکایانو وتل دی او په وتلو سره به یی حکمتیار په شمول د ټول حزب کابل ته راځی او له حکومت سره به یو ځای کیږی پرته له څه غوښتلو د امریکایانو پاته کیدل د افغان ولس په تاوان ده که چیرته امریکا واقعاً غواړی چی له افغانستان سره مرسته وکړی نو دا پرته له پاته کیدا هم کوی شی خو امریکا د خپلو استخباراتی اهدافو د پلی کولو لپاره پاته ده او د هغه په پوره کولو به امریکا وځی

  2. فوق العادہ څیړ‎نه او پیشکش
    ھمدا نظام او دولت ډاکټر نجیب ورته سہارو
    اما دی حکمتیار ھغه پیشنھاد رد او باطل کړ‎
    په زرگونو وطندارانو تنھا په کابل کشی د دہ د غلطی او جگړ‎ی د عنوان تر لاسه په قتل ورسیدل .

  3. فوق العادہ څیړ‎نه او پیشکش
    ھمدا نظام او دولت ډاکټر نجیب ورته سپارو .
    اما دی حکمتیار ھغه پیشنھاد رد او باطل کړ .‎
    په زرگونو وطنداران تنھا په کابل کشی د دہ د غلطی او جگړ‎ی د عنوان ترلاسه په قتل ورسیدل . واېی زہ ېی په زور نیسم .
    نن چې په پښتون نسل باندی تاجک ، ازبک ، ھزارہ مسلت دی دا ټول د حکمتیار له لاسه .

  4. ما تر نن ورزی پوری داسی یو شخص ونلید چه دی وطن او خلکو ته یی خدمت کری وی هغه که د هر گوند وی له الف سخه واخله بیا تر ی پوری دا وطن یی چور او تالا کر او تر نن ورزی پوری یی تالا کوی. هر گوند د خپلو شخصی منافیعو په لته کیدی نه ددی وطن او نه ددی وطن بچی . اخر دا سلسله به تر کومی روانه وی اخر تر کومی به همداسی وژل کیژو او قتلیژو. اخر گناه ددی بیزولو افغانانو سه ده ؟ نور د پردیو سخه لاس واخلی او د هغوی په لمسون مه کیژی .
    که هر سوک ددی وطن په ورانی کس لاس لری او نه غواری چه افغانستان مستقله اردو او پولیس ولری نو زه بیا هغه ته دا وایم خیر کع ته راشی ایا ته به هم پولیس او اردو ونلری او حکمرانی به دی بغیر له اردو او پولیس روانه وی؟ که جواب دی نه وی نو بیا ولی زمونژ ورونه او بچی راته د پولیسو او اردو په نامه وژنی ؟ که ته د بل چه په لمسون زمونژ ورونه او زامن نه وژنی خیر ته دا دومره پیسی او اخراجات له کومه کوی؟ دا پدی معنی چه د یو ملک استخبارات دی حمایه کوی او په بوجی او بوجیو پیسی درکوی چه شاباش تمره شه او افغان وژنه نوره هم زیاته کره. لعنت دی په داسی افغان شه چه د بل افغان وینو ته تگی وی اخر الله ته به ورتگ لری او کنه …

  5. زه درسره موافق یم وروره. دا خو دی کعبی قسم په یاد کړی . سا یی ونه کړل. ګلبدین وخت کی څومره پاټکیان وو او خلک به یی تنګول. زه یی د صحنی شاهد یم. ولی پاکستان کی وسیږی . اخر افغانانو نه نور سا غواړی. بس چی ګاونډی درباندی غږ وکړی نور دالوګانو ټاپه په حکومت ولږوی او بس. روس وخت کی مو جهاد وکړی الله دی قبول کړی او هغی نه ورسته دی کابل در با در کړو دی. نه ټوپک سلارنو وخت کی غلی کیناستی نو طالب وخت کی نا نوی حکومت کی. که امریکه وځی او کنه ستا رموټ کنټرول ګاونډیانو سره دی ، یو خت وو والله جی همدا ګلبدین راباندی ټولو نه ډیر ګران وو او اوس ورنه ډیره ګیله لرو

  6. ګرانه وروره تاسی ویلی چی امریکایان کله له افغانستان څخه خارج شی نو زمونژمشرحکمتیارصاحب به بیرته راشی اوله حکومت سره به یوځای شی اوصلح به وکړی نوربه دغه ورورکشی ،بی عزتی ،بدبختی به له مینځه ځی نوزه په حیث دیوافغان څوپوښتنی لرم خدای دی وکړی چی زماځواب راکړی
    اول داچی کله چی روسانوشکست وخوړ اوافغانستان دمحترمومجاهدینولاس ته ورغله ولی دوی په خپل مینخ شخړه پیل کړه په زرهاووزرهاوو نفرپه کابل اودافغانستان په نوروولایاتوکی له بینه لاړشهیدان شوکورونه یی ړنګی شوی علمابی عزتی شوی نوپه هغه وخت که زمونژورڼه دغه کارکړی نوولی به مونژدغه حالت ته رسیدو
    دوهم کله چی طالبان راغی ولی حکمتیارصاحب ورسره دصلحی اعلان ونه کړ
    دریم اوسنی دولت سره ولی حکمتیاردصلحی اعلان نه کوی اوس خوامریکایان دګوتی په شمارپاتی دی اودوخت په وتلوسره به دوی هم انشاالله لاړشی اوکه مونژپه خپل مینځ کی سره صلح وکړو نودوی به هیڅ وخت نه شی کولی دلته پاتی شی اوزرتر زره به ورک شی خودازمینه مونژورته مساعده کړی تراوسه چی زه ګورم هرحکومت چی افغانستان ته راغلی محترم حکمتیارصاحب ورسره په ټکرکی ده نوخپله یووارصحنی ته راشه کوم قسم حکومت غواړی وطن موتبا کړ دخدای مخ وګوری داوطن نورځوروی کوڼډی ته وګوری یتیمانوته وګوری هغه علماته وګوری چی نن په دی وطن کی بی عزته کیژی

  7. خدای درته اجر درکړی دی لیکنی سره .وروه که حکمتیار دی او که بل ټول دقدرت لیونی دی.والله بالله که دوطن ،خلک او دین په پکر کښی وی.

  8. حکمتيار: حکمتيار ټول کارونه په حکمت کوي ، صحيح شو او غلط ، قرآن او سنت يې شاته غورزولي دي.
    او دعوه د دوه جهادونو کوي ، حکمتيار لالا هم دا کوي او هم دا.
    کابل کې بيرغ او دفترونه لري ، او د جهاد دعوه هم کوي ، انتخاباتوکې هم برخه اخلي او جهاد هم کوي.
    ځکه حکمتيار ډبل مجاهد دى.

  9. د حکمیتار صیب موفق معلوم دی

    مشکل دادی چه تکه توره تیاره ده یا له چا سره د تحلیل توان او علم نشته

    یا یی سترګی د مادیاتو او شهوانی خوبونو پټی کړی

    حکمتیار وایی

    د هغه هیواد نوم واخلی پر کوم کښی چه امریکا قدم ایښی

    هغلته د استقلال او اسلام یا غیرت حیا په نوم کوم شی وجود ولری؟

    هغه وایی زما جنګ له ټولو غیر افغانی دود او فرهنګ سره له بی حیایی

    ډمتوب او اشغال سره دی

    که امریکا واقعا د افغانستان کمک غواړی نو دا کار له امریکا څخه هم کولای شی

    په دی کی شک نشته چه هر رهبر او ډله یوه نه یوه اشتباه خیانت یا نیمګړتیا لری

    د حکمتیار نیمګړتیا داده چه تر مادیاتو زیات معنویات خوشبختی تعریفوی

    او غربیان یا شرقیان با مادی پر مخ تګ د ولس او هیواد خوشبختی تعریفوی

    چه په دی مابین کښی تش مغزه خلک دری طرفه استفاده کیژی او جنګ ورڅخه جوړیژی

    زما فورمول دادی چه

    ژوند له دوو برخو جوړ دی

    یو یی جسم یا ماده او دوهم روح یا معنی ده

    که جسم نه وی یواځی روح ته پّ وجودی ژوند کښی زوند نشو ویلای

    او که روح نه وی نو یواځی تش بت ته ژوندی نشو ویلای

    لکه ځنګه چه مادی جسم د مادیاتو کمک مثلا ویتامینونو او پروټینونو او منرالونو ته اړتیا لری

    همداسی روح هم تزکیی تربیی او سپځلتیا ته اړتیا لری

    چه د مادی او معنوی یا روحی اسایشاتو بیلانس یا میزان پخپله خالق

    ډیر ښکلی او په ډیر ښه ډول تعریف کړی

    زاه وایم

    راشی خوشبختی په هغه ډول د ټول بشریت لپاره تعریف کړو چه ستر خالق تعریف کړی

    ستر خالق یو ب یمثاله نظام د مادی او معنی د بیلانس په موخه او د نړۍ د بقا او او د بشریت د ارامی

    او سالمیت په موخه اسلامی شریعت معرفی کړی

    راشی خپلی ټولی کړنی د شریعی اصولو او قوانینو له مخی میزان کړو

    هر هغه ځوک چه راسره یی نه منی ورسره سم منطقی بحث وکړو

    او که ورسته له منطقی بحث ځخه یی هم نه منی ورته کلک پر یوه خوله د خروج جواب ورکړو

    په درست نظام کښی سالم درست نظام د یو قوم او ملت د بریا تضمین دی

    ———

    اوس نو که خوشبخی د امریکا له خولی یا فکره یا د روسیی له خولی ا مفکوری یا

    د فرایډ ُ سوفیطا ُ ابیقوریا ُ او داسی نورو له فکرنو تعریف شی له یوی خوا به ښکاره د طبعت خلاف

    او له بلی خوا به د خالق د نظام خلاف وی

    ټولو وروڼو ته زما دا عرض دی

    چه خپل اختلافات باید په علمی منطقی او انسانی اسلامی افغانی ډول بحث او

    له تیرو عبرت واخلی او له صبر تحمل عفی څخه کار واخلی

    د یو ښه با ثباته انسان او مسلمان مثالی ټولنه نړۍ ته وړاندی کړی

    تر څو ددی ویلو حقداره اووسو چه هو اسلام افغانیت ښه نظام

    او د نړۍ د بشریت لپاره یی د غوره بللو دعوه وکړای شو

    بی شکه دداسی کړنی دشمنان به ډیر زیات وی

    خو که پّ صداقت سره ګام واخستل شی نو پخپله فطرت او خالق

    او محیط پخپله ددی لاری ملګرتیا کوی او ډیر ژر به وکړای شو جهان ته یو ښکلی

    انسانی علمی قناعت ورکړو.

    او یوه رښتینی خوشبتی نړي ته وروپیژنو

  10. سلام علیکم
    مننه سمسور صیب چی په ډیره سمه لهجه مو سمی خبری لیکلی دی. الله تعالی دی نور د وطن نه د غم ټغر ټول کړی.
    آمین

  11. ګرانه اومحترم سمسور صاحب ستاسوویناته زه دقدرپه سترګوګورم اوزه کوم انتقادهم نه لرم خوزه له تاڅخه منحیث یوافغان داپوښتنه کوم چی کوم خبری تاپورته لیکلی یادی یادآوری کړی آیاکوم رهبران چی مونژافغانستان کی درلوداویایی هم لروتراوسه پوری به څوفیصده ددوی په واسطه عملی شوی وی اودوی به څوفیصده چوکی اومادیات ته ارزش ورکړی اوددی په خاطر چی دوی خپل اهداف ته ورسیژی آیادخلک ناموس ،عزت آوابروته یی څومره اولویت ورکړی تردینه چی دوی خپل اهداف لاس ته راوړی آیاتراوسه پوری ولی دوی په دی باندی قادرنه شوچی اسلامی نظام مینځ ته راشی درحالیکه روس ته شکست ورکړ خوبیاپه خپل مینځی جګړه خلک قربان شو ولی دوی نه شوای کولای چی په هغه وخت داسلامی نظام دجوړښت لپاره یوشوراتعین کړی اودخدای په خاطرددی زوریدلی ولس ددی کړیدلی ولس په سردلوبی کولی څخه ډډه وکړی آیادوی داپیش بینی نه شوای کولای که مونژداسی خپل مینځی جګړی ته دوام ورکړوڅه مشکلات به مینځ ته راځی ولی داکارچی نن افغانستان کی وشو اویاهم کیژی په همسایه ممالک کی ونه شو ولی زمونژمشران دنوروپه خبرووغولیدولی زمونژمحترمی خویندی بی عزتی شوی علماموبی عزتی شوی ترو،غلا،قتل ،رشوت ،بی ناموسی ،بی عزتی ،قاچاق دچاله لاسه په مونژکی رواج شو ولی نن دنیامونژکی خبری کوی اوولی ددی په جای چی منحیث یوافغان په نوروهیوادوکی وپیژندل شو نه شته داکارونه چاوکړآیاملت وکړآیادملت مشرانووکړرهبری یی دچاپه لاس کی وو مونژاوتاسی چاته بیعت ورکړی وو ولی مونژخرڅ شوو دچاپه واسطه خرڅ شوو .
    دوهمه خبره داچی نن زه ګورم ټول حزبونه که دعوت اتحادده که حزب اسلامی ده ،که حزب وحدت ده ،که حرکت ده …….په ښه ښه چوکیوکی کارکوی آیادادملت په ذهن کی داسوال نه پیداکوی چی قایددی په غره کی ګرځی اوته په دولت کی په مزوباندډوب یی اوله هماغه سره اړیکه هم لری منحیث دیونماینده دهمغه رهبردګروپ نمایندګی هم کوی دابه سوال دخلکوپه مینځ کی راپیدانه کړی وروره دغه سوالونوته مطابق دموضوع جواب غواړم اوهیله ده چی موضوع بلی خواته یونه سی
    مننه

ځواب ورکول سمیع الله ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *