ټوله شپه مو د کور د کاليو په ټولولو تېره کړه، د کور کالي مو دومره زيات وو چې بايد په دوه -درېيو پېرو کې مو خلاص کړي وى، د شپې ټول غمجن وو، ولې به نه وو، دا مو له يوې خوا په ژوند کې له کوره لومړۍ کډه وه او له بلې خوا مو د کورنۍ د لويانو او کوچنيانو خاطرې له دې کور سره تړلې وې.
زړه انا به مې چې له کروندو نه راغله، نو زېړه کۍ غوا به يې په انګړکې د اوړي تر څپره لاندې په اخوره بنده کړه او په تندي به يې لاس واهه .
ماشومانو به چې څنګه موقع وليده ، نو بس په کدانه ( د واښو يا بوسو خونه ) به يې ور منډې کړې او تر هغه به يې په زانګو کې ټالونه وهل چې کله به يې د کدانې له پاسه په بلاخانه کې د بابا غرمنى خوب وتښتاوه .
لکڼه په لاس به ورته راکوز شو، لکه دمرغانو په سېل چې باښه ورګډ شي؛ ټول به يې پسې اخيستي وو او په انګړ کې به چغ او چوغ جوړ و، بيابه نو د بابا دغرمې خوب هم تښى او کله کله به يې ماشومان هم بېګار کړي وو.
د کلا د شا له ويالې نه به يې پرې په کوزو او لوښو کې د دانګړ دګلانو لپاره چې ګرم لمر به مړاوي کړي و اوبه راوړلې او خپله به هم لکه دشاتو مچۍ ورسره بنګېده او ډنډونه به يې څو څو ځله ورته ډکول .
ډېر ځله خو به د حجرې په کړکيو کې له اېښو ګلانو څخه اضافي اوبه هم په غولي او توشکو راتويې وې چې بيا به ټول بابا او په کړکۍ کې اېښو ګلدانونه ته غوسه وو، چا به ويل غورځوو يې، چا به ويې داسې څه ور واچوو چې رېښى يې وچې شي او بابا هم له دغه غمه خلاص شي .
د شپې به چې په بام ناست وو، نو بابا به هم تر ناوخته زموږ دانا کيسې کولې چې لس کاله وړاندې دټيټانوس ناورغۍ له امله مړه شوې وه او بابا به يې د ناروغۍ کيسه داسې په درد بيانوله چې کله کله به يې زموږ هم ژړا راوسته .
کيسه داسې وه چې يوه ورځ بابا په کروندو کې کار کاوه، انا مو دغنمو په پوله غوا څروله ، بابا ويل چې ما ورخونه تړل چې له هغې نه غوا خېز واچوه او دايې هم له اوبو ډک خندق ته وغورځوله.
زه ورغلم، په خندق کې پرته وه او ښۍ پښه يې په يوه لرګي زخمي او له ژور ټپ نه يې تللو وينو دخندق ولاړو اوبو ته سور رنګ ورکړى و.
ژر مې راکش کړه، هلته مې کېنوله او زخم مې يې دلونګۍ په شمله ور پاک کړ، ويلنى او نور بوټي مې پرې وتړل، درد يې ارام شو او زه بېرته په کار لګيا شوم ، خو وروسته چې يې له ټپ نه بيا وينې راغلې وې، نو دې هم ښه موټى خاورې پرې اچولې وې چې وينه يې بنده شي .
بابا به دلته يو څو سلګۍ وکړې ، په شمله به يې اوښکې پاکې کړې او کيسې ته به يې دوام ورکړ: کله چې کور ته راغلو نو پښې يې درد وکړ، دم او کليوالي دواوې مو پرې وکړې، ټپ خراب شو ، همغه و چې د مياشتې دننه يې روح دروباښه.
همدې ته ورته دهرچا يوه کيسه او بوختيا وه چې زموږ ددې کور سره تړلې وه او دا دي نو سبا بله ورځ مو بايد خالي کړى وى او دنورو کليوالو غوندې مخ په ښار تللي وى، انجينر کاکا مې ويل چې دلته مو هلکان بې سواده کېږي او زه له وېرې نه شم راتللى.
بابا مې تر ټولو ډېر ممانعت کاوه چې زه څنګه کور پرېږدم او هغه ځمکه چې په ځوانۍ کې مې په يواځې ځان کاله کوله(سمبالوله) اوس ممددين (محمددين) ته په دهقانۍ ورکړم ، خو مجبور و ځکه اوس د لکڼې و، تګ راتګ يې نه شو کولى؛ نو په کروندو کې به يې څنګه کار کاوه؟
انجنير کاکا مې چې د ژر تيارېدو او تلو لپاره زنګ را ووهه ، نو له بابا سره يواځې د ګلدانونو غم و او څو ځله يې ياده کړه چې دا به څنګه کېږي ؟ خو انجينر کاکا (ما به مې پلار انجينر کاکا باله ) ورته وويل چې په ښار کې مې درته ښه ګلدانونه اخيستي، ددې ځاى ګلبوټي هم ډېر ښکلي دي چې دا به دې پرې هېر شي .
خونه کېده او په چا يې منې، سبا ته له بابا پرته ټول په يوه موټر کې روان شوو او کالي مو هم په يوه لارۍ کې بار کړل ، بابا مو پاتې کاليو ته پرېښود او ځينې چې په کار نه و په يوه کوټه کې مو بند کړل .
بابا ته مو ويل چې سبا موږ راځو، نوټول به په ګډه ځو، خو بيايې هم زړه خوړين و او د حجرې په کړکۍ کې اېښو ګلدانونو ته يې د بوټو د مختصص په څېر لاندې باندې کتل .
سباورځ وختي د کډې لومړى موتر ډک شو ، ښار ته لاړو سهار ، زما هم زړه تنګ و او بابا مې يادېده ، په دې تمه وم چې دګروپونو په رڼا کې د ښار دغه شپه سبا شې او په باباجان پسې بېرته کلي ته لاړ شوو، بله سهار وختي بيا مخ په کلي را روان شوو او زه هم خوښ وم،
نږدې لس بجې وې چې را ورسېدو، دکلا په دروازه کې لارۍ ودرېده او لومړى زه ترې راښکته شوم ، پلار مې مخامخ د کلي دنايي دکور خواته ورغى چې نور زموږ کور ته کډه را بار کړي .
لارۍ هارنډ وکړ او زه دروازې ته ورسېدم، درې څلور ګلدانونه کتار اېښي و چې د دوو بېخونه مات و او بايا مې سرې شنې ريټارې يې ورڅخه تاو کړې وې.
شېبه پس هر څه تيار شول ، د نايي او څو نورو کليوالو په مرسته مو موټر ډک کړ، خو بابا مې بياهم په خپلو ګلدانونو سترګې ګنډلې وې چې څه وخت به يې لارۍ ته اوچت کړي، خو چې کله موټروان دلارۍ دشا تخته بنده کړه ، بابا مې پلار ته را وړاندې شو
زويه! دا زما ګلدانونه په سېټ کې ږدو که څنګه ؟
پلار مې دلومړي ځل لپاره لږ غوسه شو
څه پرې کوې وه پلاره ! درته ومې ويل چې هلته مې درته اخيستي ، دا هسې هم نه رسېږي پرېږده يې، شيرمحمد ته يې ورکړه ….
بابا ورته غوسه شو، هغه په بلا وهم، پلاستيکي به دې راته اخيستي وي ، دا خو ما په خپله روزلي ، ټول کور ور باندې ښکلى و… که دا نه وړى نو زه هم نه ….
پلار مې بابا په غېږ کې ټينګ کړ، لکڼه يې ما ور پسې واخيسته او سېټ ته يې په خندا ��وچت کړ.
دروازه يې بنده کړه، خو بابا يو ځل بيا له ښېښې سر را ويوست ، د دوازې تر څنګ اېښو ګلدانونو ته يې راوکتل، څو څاڅکي اوښکې يې په سپينه ږيره راماتې شوې، په څنګل يې وچې کړې او پلار ته مې يې وکتل.
خره! دا دې مور په خپلو لاسونو اېښى وو، په شيري مې چېرته لورېدل، موټر روان شو، د موټر په شاليد هندارو ګردونه پراته و، هر څه په کې پيکه معلومېدل، په اېښو ګلدانونه کې ولاړو مړاوو ګلونو هم په موږ پسې سرونه را کاږه کړي وو، لکه زموږ په بابا جان پسې چې هغه هم له زړه نه خپه وي.
———————————————-
د لیکوال ځینې نورې لیکنې:
سپین سترګی، بوطیقا، شاعر څوک دی؟ ، افغاني رسنۍ او نړیوالتوب، د محب هنر، هنر ادبیات…. ،
مینه او غرور، پنځمه برخه، په ادبیاتو او هنر کې….، د ځان غم، ادبیات او تکنالوژي،قضايي لمونځ،
د شعر کرکتر، په موضوع ټاکنه کې د اجمل ښکلي… ، پېغور، د مرغانو بیه، پر ګلونو مین شاعر،
بله ورځ، ارواپوهنیزه….، افسانه او اسطوره، نازک الملایکه…، پټه خبره، د اسطورو مطالعه څه ګټه لري؟، شعریت څه دی؟ ، د شاعرۍ عروج او نزول، محمد اصف غمګین…،په شعر کې د کلمو ټاکنه،
ننی مخاطب او ټولنیزې رسنۍ، د اوبو غوندي روانه شاعري، ادبیات او جادويي ریالیزم، د شعر تحلیل او تجزیه، زما مینه، د ښار ماڼۍ، د شعر فلسفه، وروستی فصل ، ادب او ټولنیز بدلون، ماشوم او پسه ، سوله او جګړه ، ارمان، لیکوالي، خنډونه او تجربېش، پر ځان کره کتنه
نام خدا، دیر په خوند د لیکلی .ه ، الله ج د نورهم کامیاب او بریالی لره ، داسی شکلی د لیکلی او بیان کری وه لکه چه دا توله قصه د په خپلو سترگو لیدلی وی