تاند- د پاکستان د یوې اردو ژبې ورځپاڼې (ایکسپریس) د راپور له مخې د خیبر پښتونخوا مشهورې سندرغاړې ګلپاڼې په متحده عربي اماراتو کې له یوه افغان سوداګر سره کوژده کړې ده.
ورځپاڼه وايي چې ګلپاڼې په دوبۍ کې له دغه افغان سوداګر سره کتلي او د کوژدې په اړه یې موافقه کړې ده.
خو د ګلپاڼې سیکرتر د هغې د کوژدې او واده په اړه له څه ویلو ډډه وکړه.
ورځپاڼه وايي چې افغان سوداګر په دوبۍ او ابوظهبي کې لوی کاروبار لري او له ګلپاڼې سره یې د کوژدې مراسم څه موده مخکې ترسره شوي دي.
د ورځپاڼې په ادعا د دواړو په کوژده کې د دوو کورنیو یو شمېر غړي او همداراز محدود شمېر دوستان حاضر ول.
تر دې مخکې د خیبر پښتونخوا یوې بلې مشهورې سندرغاړې نازیه اقبال له یوه افغان سره واده وکړ چې تراوسه پوري ګډ ژوند کوي.
یاده دې وي چې د پاکستان اردو ژبې ورځپاڼې د دې لپاره چې خلک یې په بیه واخلي، ډېر ځلي اوازې او دروغي خبرونه هم خپروي.
مننه
it’s unfair and not confirm, that it could have any reality.
Der kha desara ba nura hum da pakhtanu yaany da lar aw bar Mena zyata she