په پاکستان کې دوه ډوله پښتانه ژوند کوي.

دواړو پنجابي تېل وهلي دي خو توپير يې دا دی چې يوه پنجابي تېل پوره جذب کړي دي او هغه بل لکه زه پنجابي تيل يې وهلي دي خو جذب کړي يې لا نه دي بلکې چې هر څومره تېل راباندې واچوي هغه داسي وبهېږي لکه په غوړ لوښي چې اوبه توی کړې.

چا چې پنجابي تيل جذب کړي وي هغوی به له خپل جنياتي جوړښت  (Genetic formation)او تاريخي پس منظره منکر وي.

خيال يې دا وي چې د پولټري فارم چرګ دی چې پہ کال ۱۹۴۷ د اګست پہ څوارلسہ نېټہ زېږېدلی دی او له دې مخکې يې هيڅ وجود نه وو. ځکه خو يې د پنجاب پوځ داسي وژني لکه د پولټري فارم چرګان او د هغه چا پہ خبره بیا په امريکايانو يې د سرو زرو د چرګانو  په بيه خرڅوي.

له دې، نه دی خبر چې سم دم وطني کُلنګي چرګ دی چې خپل اصل او نسل لري.

جذب شويو پنجابي تېلو يې ‌ذهن داسي ور وېنځلی دی چې نه يې خپله مورنۍ ژبه سمه زده ده، نه ورباندي تپل شوې ژبي اردو او انګليسي له ګرايمري پلوه سمې ليکلای، ويلای او لوستلای شي.

لکه څنګه چې په ژبه نيم ګونګ وي همدغسې په عقل هم نيم ړوند وي.

Punjabiدی افغان، خو پنجابي تيلو يې حافظه دومرې ورخرابه کړې ده چې په تابعيت يعني شهريت او نسلي شناخت کې فرق نشي کولای او ځان ته پاکستانی وايي.

په دوامداره غلامي کې يو وخت داسي راشي چې يو غلام د خپل ځان نفي (سيلف ريجکشن) شروع کړي.

 دا نو د غلامۍ هغه وروستی پړاؤ دی چې اوس دا دی پنجابي تېل بلاخرہ د ګل خان هډونو ته ورننوتل.

پنجابي تېلو يې ان ژبه هم دومره ورلوغړنه کړې او سپکہ کړ‎ې چې پر ډېورنډ کرښه جګړه د پنجابي او افغانستان وي خو دغه افغان اصله پنجابی ښکنځل افغان ته کوي.

په دې نه پوهېږي چې ځان ته شکنځل کوي.

جامې يې هم بدلي شوې دي۔

د خوشالۍ په ورځ به يې سور چکن شوی کميس له سپين پرتوګ  سره په غاړه وي او که تشکير يا چمټه په لاس کې ورکړې نو سم پنجابی سندرغاړی عارف لوهار به ورڅخه جوړ شي.

One thought on “ګل خان پنجابي تېل وھلي/ لیکوال: د ګل خان ورک ورور افغان ګل”

ځواب ورکول صابر نور ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *