(ګل مرجان یې نه مني) اصطلاح د جمهوري ریاست له دوهم دور ټاکنو وروسته د زیاترو افغانانو ترمنځ عامه شوې ده، د دوهم دور ټاکنو د سر ته رسیدو په ماښام د همګرایي ټیم مشر عبدالله عبدالله د ټاکنو له ښه ترسره کیدو وروسته خوښي څرګنده کړه د افغانستان خلکو ته یې مبارکي وویله او له خلکو او وسله والو ځواکونو څخه یې مننه وکړه، د ټاکنو د نتیجې په اړه یې هم وویل چې نتیجه معلومه ده خو پایلې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون کار دی چې اعلان یې کړي. خو په سبا ماښام چې پوه شو د ټاکنو نتیجه بل ډول ده نو پخپله هم بل ډول شو. نوې بهانې رامنځ ته شوې.

د دوهم دور له ټاکنو وروسته ملي او نړیوالو مهمو بنسټونو او په ټاکنو څارونکو ادارو د ولسمشرۍ دوهم دور ټاکنې تر لومړي دور رڼې او شفافې وبللې او ټولو دا هم وویل چې تر لومړي دور په دوهم دور ټاکنو کې درغلۍ کمې وې. خو عبدالله عبدالله دا نه منلې. په اصطلاح ټوله دنیا یوه خوا او د همګرایي ډله بله خوا وه.

د همدې خبرو په پایله کې په ټولنیزو شبکو کې په ډیره چټکۍ سره د(ګل مرجان یې نه مني) اصطلاح عامه شوه. ویل کیږي ګل مرجان په یوه پوهنتون کې یو محصل و چې د ټولګیوالو د اکثریت له خوا جوړ شوی مهالویش یې نه مانه. ټولګیوالو هم د ټولو په خوله کې ورکړ چې هره خبره به وه محصلینو به ویل خو (ګل مرجان یې نه مني) ګل مرجان د محصلینو له تعنو په تنګ شو بل پوهنتون ته یې ځان تبدیل کړ هلته هم همدا اصطلاح پسې ورغله ، ګل مرجان هم پوهنتون پریښود په کابل کې یې شخصي کار پیل کړ خو شوخو محصلینو هلته هم ارام پرې نه ښود دغه اصطلاح یې د هغه د نوي کار ځای او آن کور ته هم ور ورسوله ګل مرجان مجبور شو چې وطن پریږدي.

اوس دغه اصطلاح د اصلاحاتو او همګرایي ټیم په مشر عبدالله عبدالله پورې ویل کیږي. همدغه ټیم چې زیاتره له هغو ډلو جوړ شوی دی چې په ۱۳۷۱ کال کې یې په کابل کې له یوبل سره د واک پر سر خونړۍ جګړې وکړې، له پخوا څخه په همدې روحیه دی چې که هره پریکړه او هره خبره یې په ګټه نه وي نو دوی یې نه مني.

که په ۱۳۷۱ کال کې په کابل کې د تنظیمي حکومت د راتلو له ورځې تر اوسه ددغو ډلو ژمنو ته یو ځغلند نظر وکړو، پوهیږو چې دې ډلې له اوله هیڅ هغه پریکړه نه ده منلې چې سل په سلو کې ددوی په ګټه نه وه.

په پاکستان افغانستان او عربستان کې د جهادي مشرانو د پرله پسې غونډو پریکړې به اعلان شوې او په کابل کې به په اوربند موافقه وشوه، یو نوی حکومت به رامنځ ته شو یا به هم په کابینه کې تغیرات راغلل او یا به هم منځګړو پریکړه وکړه چې مهم وزارتونه دې د کمیسیونونو له لارې رهبري شي. پریکړې به وشوې په قرآن عظیم الشان به لاسونه کیښودل شول خو چې بیرته به هریو د جنګ سنګرونو ته ولاړل بیا به بله جګړه له نورو بهانو سره پیلیدله.

د جګړې د وخت همداسې په لسګونو مثالونه موجود دي. خو که له هغو راتیر شو او تیر دولس کاله وارزوو همدا ډله وه چې تل یې جنجالونو ته لمن وهلې ده، که ولسمشرۍ ټاکنې وې او که پارلماني همدې ډلې به خپله ماته نه منله.

د جمهوري ریاست په لومړیو ټاکنو کې چې یونس قانوني کاندید و هم همدا بهانې وې کله به ویل کیدل ولسمشر کرزی درغلي کوي کله به یې ویل بهرنیان د ولسمشر په ګټه کار کوي، بهانې نه تمامیدې.

د ولسمشرۍ په دوهمو ټاکنو کې چې په ۲۰۰۹ کال کې ترسره شوې او ښاغلی عبدالله کاندید و بیا هم بهانې له سره تازه کیدې.

دهماغو ټاکنو په اړه اسناد دادی اوس وروورو راوځي چې بهرنیو کړیو لکه هالبروک او نورو بهرنیو شبکو کوښښ کاوه چې عبدالله واک ته ورسوي ( په افغانستان کې د واک پر سر شخړه) تر عنوان لاندې د ملګرو ملتونو د پخواني استازي کای آی ډې کتاب او همدغه راز د امریکا د دفاع د پخواني وزیر رالبرت ګیټس کتاب یې نوې نمونې دي چې دغه رازونه یې افشا کړي دي.

خو هغه وخت تر ټولو دوی زیات شکایتونه کول ویل به یې چې هم ټول حکومت او هم بهرنۍ کړۍ د ولسمشر کرزي په ګټه کار کوي.

چې هغه وخت د هالبروک او نورو بهرنیانو په مداخلې سره ټاکنې دوهم پړاو ته بوتلل شوې بیا نو عبدالله عبدالله نورې بهانې راواخیستې ویل یې چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون ریس عزیز لودین او ددې کمیسیون نوره رهبري باید څنګته شي که نه دی دوهم پړاو ته نه ځي.

لنډه داچې عبدالله عبدالله او د هغه ډلې تل هغه څه رد کړي دي چې ددوی په ګټه نه دي او د ردولو لپاره یې داسې بهانې راوړې دي چې خلکو ته د منلو وړ نه دي خو د زیاتره خلکو اذهان یې مغشوش کړي دي. ویل کیږي دوی تل په دې بهانو کې ګټه کړې ده په پای کې یې معامله کړې ده، هم یې پیسې ترلاسه کړې دي او هم یې په حکومت کې آن تر بریالي کس ډیره ونډه په لاس راوړې ده.

خو په دې ځل ټاکنو کې خلکو په ډیر دقت خپلې رایې کارولې دي دوی هغه چاته رایه ورکړې ده چې نور دا وطن د جنګسالارانو او مفسدینو له منګولو وژغوري او په هیڅ ډول بې ځایه مصلحت او د ولس پر سر معاملې ته حاضر نه شي.

ځکه خو خلک اوس وایي چې ګل مرجان یې دا ځل باید بې قیده وشرطه ومني.

ویښ افغان

0 thoughts on “ګل مرجان یې نه مني/ ویښ افغان”
  1. هغه ما ښا مک ولی دورڅی په تیاره غار کی ورڅ تیروی او درڼایی سره حساسیت لری (خفاش تیاره غواړی ) نو ګل مر جان دما ښا مک ورور ده اوبه خړوی خو ما هیان هم په لاس نه ورڅی بل څای کی وایی (میږی چه خدای ووهی وزر ورکړی ) نو دغه خدای وهلی دی هسی بهانی لټوی ارګ دروازی ددوی پر مخ بندی دی ارګ کی ډیر تاریخی اثار دی هغه به هم ورک شی یا ممکن ارګ پنجشیر ته انتقال شی څکه په افغا نستان کی یوازی یوازی پنجشیرده او موږ ته دما ښامک خیال کوی ولی دغه خوب لیدل دی خیال ده ما ښا مک تل په تیاره غار کی وی .

ځواب ورکول سید الر حمن زیار مل ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *